• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایرانی چارواکی: دوغارون له افغانستان سره د اقتصادي اړیکو د پراختیا سټراتېژيکه دروازه ده

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۵۹ GMT+۰

د ایران د خراسان رضوي والي وايي، چې د سرحدي سیمو د سوداګرۍ او پانګونې اسانتیا د ایران د دولت له مهمو لومړیتوبونو څخه ده او د دوغارون بندر کولای شي له افغانستان او ګاونډیو هېوادونو سره د دغه هېواد د نویو اقتصادي همکاریو مهمه دروازه شي.

غلام حسین مظفري د صدا او سیما سره په تازه مرکه کې ویلي، چې د دوغارون ازادې سیمې جوړول یو سټراتېژيک فرصت دی. هغه زیاته کړه، که افغانستان هم اسلام‌کلا کې ورته ازاده اقتصادي سیمه جوړه کړي؛ نو د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډې ازادې سیمې د رامنځته کېدو زمینه برابرېږي.
هغه څرګنده کړه، چې دغه وړاندیز رسماً د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ته سپارل شوی دی.

د دوغارون بندر وړتیاوې

د یاد ایراني چارواکي په وینا؛ هره ورځ نږدې ۲زره بار وړونکي موټرونه د دوغارون له لارې تګ راتګ کوي او دغه بندر باید د هېواد د نورو سرحدي بندرونو لپاره د بېلګې حیثیت خپل کړي. هغه هرات ته د خپل وروستي سفر اساسي لاسته راوړنه د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د باور زیاتوالی یاد کړ.

نوموړی وایي، طالبانو ژمنه کړې چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې به د اسلام‌کلا بندر کې د مساپرو د تګ راتګ لاره له سوداګریزې هغې جلا کړي؛ څو د ټرانزیټ بهیر چټک شي.

د یادونې وړ ده، چې د ایران خراسان رضوي والي د روان ۱۴۰۴کال د روانې لېندۍ میاشتې په پیل کې هرات ته سفر کړی و او هلته یې له طالب چارواکو سره لیدنې کتنې کړې وې. د یاد سفر پر مهال د دواړو ولایتونو ترمنځ ۳۲ مادې لرونکی اقتصادي تړون هم لاسلیک شو.
د ایراني رسنیو د معلوماتو له مخې؛ تر ټولو مهمې هوکړې په‌کې د بار وړونکو موټرو د تېرېدو ظرفیت زیاتول، د مساپرو او سوداګریزو لارو جلا کول او د کانونو، کرنې او صنعتي ښارګوټو په برخه کې ګډې همکارۍ شاملې وې. د سفر اصلي موخه د سوداګرو ترمنځ د باور پیاوړتیا او د ګډو پانګونو او سوداګرۍ لپاره د نوو زمینو برابرېدل وو.

د صادراتو وده او سیمه‌ییزې لاسته راوړنې

مظفري چې د افغانستان اقتصادي پراختیا د دواړو هېوادونو د امنیت لپاره ګټوره بولي، وویل چې په روان کال کې سره له دې چې د ایران ملي صادرات کم شوي؛ خو د خراسان رضوي صادرات مثبت ۳۶ بېلانس ثبت کړی دی.
هغه زیاته کړه، چې د ازبکستان له سفر وروسته د دغه ولایت صادرات هغه هېواد ته ۱۴۳سلنه زیات شوي او د پاکستان له سفر وروسته هم په ایراني صادراتو کې ۳۷سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د خراسان رضوي د والي په خبره؛ د ایران او افغانستان ترمنځ ډېری مالي راکړه ورکړه د صرافیو له لارې ترسره کېږي او افغان سوداګرو ته باید د ریال په وسیله د توکو پېرلو پر مهال د اسعارو د تضمین شرط ورنه کړل شي. هغه دا هم وویل، چې د ایران او افغانستان د مرکزي بانکونو ترمنځ د پولي تړون مقدمات برابر شوي او دا به د دواړو لوریو مالي ستونزې هوارې کړي.
مظفري په ایران کې د بهرنیو صرافیو شته‌والی یو مهم اقدام بللی دی.

طالبان هم هڅه کوي، چې د ایران په ګډون له منځنۍ اسیا سره خپلې سوداګریزې راکړې ورکړې زیاتې کړي. پر کابل واکمنو له اسلام‌اباد سره د کړکېچ په لړ کې له افغان سوداګرو غوښتي، چې پر پاکستان خپله سوداګریزه تکیه کمه کړي او پر ځای یې نورې بدیلې لارې ولټوي.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۳
ځانګړی

طالبان او ایران د افغانستان دانټرنېټ د کاروونکو د څار لپاره د اپلیکیشن پر جوړولو کار کوي

۴

د افغان کډوالو ستنول؛ اتریش او ازبکستان د افغان کډوالو د ایستلو لپاره تړون لاسلیک کړ

۵

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې

•
•
•

نور کیسې

امریکایي څارنوالان د افغان بریدګر رحمان‌الله لکڼوال او طالبانو ترمنځ اړیکې څېړي

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۳۲ GMT+۰

د ډيلي بېسټ وېب‌پاڼې د راپور له مخې، که څه هم د طالبانو د بهرنيو چارو وزير اميرخان متقي د امريکا د ملي ګارډ پر عسکرو برید سره د خپلې ډلې هر ډول تړاو رد کړی؛ خو د قضیې پلټونکي امریکايي چارواکي په دې تړاو لا هم اندېښنې لري.

سرچينو ‌ډيلي بېسټ ته ويلي، څېړونکي لا هم هغه معلومات ارزوي چې ښايي رحمان‌الله لکڼوال د طالبانو يا د یادې ډلې اړوندو کسانو له لوري د خپلې کورنۍ د ګواښ، زور يا فشار له مخې دغه وژونکي بريد ته اړ شوی وي.

راپور زياتوي، څېړونکو ته لویه پوښتنه دا ده چې لکڼوال څنګه سره له دې چې د امريکايي ادارو له‌خوا یې په پراخه توګه امنیتي مخینه څېړل شوې وه او د امريکايي ځواکونو نږدې همکار پاتې شوی و؛ بيا هم په واشنګټن کې د ملي ګارډ پر عسکرو ډزې وکړې.

پلټونکي پوښتنه کوي، یو داسې کس چې نه یې جرمي سابقه وه او نه افراطي تمایلات؛ نو ولې د سلګونه کیلومټره لارې په وهلو او یوازې د یوې توفنګچې په لرلو یې پر وسلو سمبالو امریکایي عسکرو برید وکړ؟ د دوی په باور؛ لکڼوال داسې پیاوړی محرک لاره، چې ځانمرګي ته ورته دغه ډول برید ترسره کړي.

ډيلي بېسټ لیکي، د څېړونکو د جدي فرضیو له ډلې یوه دا ده چې لکڼوال له داسې وړاندیز سره مخ شوی و چې د ردولو وس یې نه‌لاره: «یا به برید کوي او یا به یې کورنۍ په افغانستان کې شکنجه او ووژل شي».

پلټونکي دغه احتمال نه ردوي، چې ښایي طالبانو یا د یادې ډلې اړوندو کسانو لکڼوال د ملي ګارډ پر عسکرو د برید لپاره هڅولی وي. راپور وایي، که دغه فرضیه پياوړې شي؛ نو د ټرمپ د حکومت بدګوماني به د طالبانو پر وړاندې نوره هم ډېره شي.

ډونالد ټرمپ او د هغه يو شمېر نږدې چارواکو، د اېف‌‌بي‌ای رییس، د سپينې ماڼۍ ویاند او د دفاع وزير په ګډون یو شمېر نورو ۲۹کلن لکڼوال یو ترهګر او وېره خپروونکی بللی دی. دغه ۲۹کلن افغان واده کړی،‌ پنځه ماشومان لري او چارواکو یې د اعدام د احتمال په تړاو هم څرګندونې کړې دي.

طالبانو د لکڼوال له لوري د شوي برید غندنه نه‌ده کړې او نه یې هم د امریکايي ولس سره خواخوږي ښودلې. امیرخان متقي په کابل کې ویلي، چې دغه برید یوازې «يُو شخصي عمل» و او له نورو افغانانو سره هېڅ تړاو نه‌لري. هغه زیاته کړه، چې لکڼوال د امريکايانو له لوري روزل شوی و.

لکڼوال د پخواني افغان پوځ د صفري قطعو غړی و او د سيمه‌ييزو عملياتو پرمهال یې د سي‌ای‌اې ځواکونو سره د طالبانو، داعش او القاعده ډلو د غړو په نيولو او وژلو کې مرسته کړې وه.

د امریکا د کورني امنیت وزیرې کريستي نُوم ويلي، چې لکڼوال امریکا ته تر کډوالۍ وروسته «سخت افراطي شوی» دی. امریکايي چارواکو تر اوسه د برید د اصلي انګېزې په اړه رسمي معلومات نه‌دي خپاره کړي.

راپور زیاتوي، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته یادې ډلې په ځانګړې توګه په پښتني سيمو کې یو شمېر پخواني امنیتي عسکر وژلي دي. یوې استخباراتي سرچينې چې افغانانو سره یې امریکا ته په تخلیه کې مرسته کړې ده، بېسټ ته ويلي: «امریکایان د دغه کسانو پر فشار او کړاو هېڅ درک نه‌لري. د ډېریو کورنۍ په افغانستان کې دي او طالبانو ښکاره ویلي، چې که هدف کس پیدا نه‌کړي، د هغه کورنۍ ته ځي».

طالبانو بیا د نړۍوالو بنسټونو او رسنیو هغه راپورونه رد کړي، چې وايي دوی پخواني امنیتي ځواکونه په نښه کوي.

اسد قیصر: د طالبانو او پاکستان ترمنځ د کړکېچ له امله د خیبر پښتونخوا اقتصاد زیانمن شوی

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۳۱ GMT+۰

د پاکستان د پارلمان پخوانی رییس او د تحریک انصاف ګوند جګپوړی غړی اسد قیصر وايي، د طالبانو او پاکستان ترمنځ د روان کړکېچ له امله د خیبر پښتونخوا اقتصاد زیانمن شوی. هغه ویلي، د دغه کړکېچ له امله په پښتونخوا کې د پانګونې کچه خورا ټېټه شوې او د صنعت برخه یې هم زیانمنه کړې ده.

نوموړي دغه څرګندونې پرون چهارشنبه (د لېندۍ ۱۲مه) په یوې خبري ناسته کې کړې دي.

په یاده ناسته کې د مرکزي بانک مشر ویلي، اوس د دې وخت رارسېدلی چې پاکستان د خپلو پالیسیو پر بدلون له سره غور وکړي. هغه ویلي، که د پاکستان لومړی وزیر د اپوزیسیون خبرې نه اوري؛ نو باید د خپلو خلکو غږ واوري.

دا په داسې حال کې ده، چې پر ډیورنډ کرښه د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ تر سختو نښتو وروسته د تورخم په ګډون له پاکستان سره د افغانستان ټولې لارې له نږدې دوو میاشتو راهیسې تړلې دي. په خیبرپښتونخوا کې ځایي خلکو او سوداګرو په وار، وار لاریونونه وکړل او د پاکستان له حکومته یې د لارو د بېرته پرانیستلو غوښتنه وکړه؛ خو دغه لارې لاهم تړلې پاتې دي.

د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو ګډې خونې بیا ویلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په دوامداره توګه د لارو بندېدو له امله د سوداګرۍ حجم له ۵ میلیارد ډالرو څخه ۱ میلیارد ډالرو ته راټېټ شوی.

تازه د پاکستان د سوداګرۍ وزارت ویلي، چې د بشردوستانه موخو لپاره د تورخم او چمن سوداګریزې لارې پرانېزي. یادې لارې به یوازې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د لېږد لپاره پرانېستل شي.

طالبانو د «قصاص» پر تطبیق د نیوکې له امله د طب یو محصل د بښنې غوښتنې ته اړ کړ

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۱:۰۱ GMT+۰

د طالبانو د امربالمعروف وزارت ویاند سېف‌اسلام خېبر وايي، دغې ډلې په کندهار کې د طب پوهنځي یو محصل هغه مهال نیولی، چې پر خپله فېسبوک پاڼه یې په خوست کې د اعدام شوي کس د حکم پر تطبیق مخالفت څرګند کړی و. طالبانو د دغه محصل د بښنې غږ هم خپور کړی دی.

د احمدالله په نوم دغه محصل په اصل کې د غزني اوسېدونکی دی او په کندهار کې د یوه خصوصي پوهنتون زده‌کړیال دی.

د امربالمعروف محستبانو نوموړی تېره ورځ له دې امله نیولی، چې د دوی په خبره یې د شریعت ضد څرګندونې کړې وې.

د طالبانو د یاد وزارت ویاند د ټولنیزو رسنیو کارونکو ته خبرداری ورکړی، چې «د اسلامي احکامو او مقدساتو» پر وړاندې له نقد او نیوکو لاس واخلي.

هغه د نیول شوي محصل په اړه ویلي: «احمدالله پر خپلې فېسبوک پاڼې د الهي حکم د مخالفت او د ناسمو الفاظو په کارولو سره احضار شوی او له ورته لیکنو منع شوی دی. هغه په خوست کې پر یوه قاتل د الهي حکم د پلي کولو سره مخالفت ښودلی او دا یې ناسم ګڼلی و.»

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د خپلې واکمنۍ په څه باندې څلورو کلونو کې د دغې ډلې د انتقادکوونکو په ګډون زرګونه هېوادوال نیولي او یو شمېر یې د ټوپک په زور جبري اعتراف ته هم اړ کړي دي.

په نیول شویو کسانو کې تر ۱۰ څخه ډېر خبریالان هم شامل دي.

وان‌ډایور: د ویزو د ردېدو له امله به مو متحدین د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې پاتې شي

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۳۵ GMT+۰

د «افغان اېواک» مشر شاون وان‌ډایور وايي، د امریکا له خوا د افغانانو د پاسپورټونو او ویزو ردېدل د دې لامل کېږي، چې د دوی متحد همکاران د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې پاتې شي.

شاون وان‌ډایور د چهارشنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۲مه) پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې اوسمهال د افغانانو ۵زره او ۹۰۰ د «اېس ای وي» قضیې تر پروسس لاندې دي او ۳۵زره نور تصدیق شوي کسان بیا د تګ په تمه دي.

نوموړي دا د اندېښنې وړ یو بشپړ بندیز ګڼلی.

نوموړي وړاندې ویلي و، چې د یوې تاوتریخجنې پېښې له امله د افغانانو لپاره د امریکا د ځانګړو ویزو ځنډول د ټولې ټولنې پر وړاندې د سزا پلمه ده او همداراز د افغان متحدینو او امریکایي سرتېرو پر وړاندې جدي بې‌عدالتي ګڼل کېږي.

امریکا تر هغه وروسته د افغانانو د ویزو د صادرولو پروسه او په دغه هېواد کې د مېشتو افغانانو د دوسیو د بیا څېړلو بهیر پیل کړ، چې د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ د رحمان‌الله لکڼوال په نوم یوه افغان په واشنګټن کې سپنې ماڼۍ ته څېرمه د ملي ګارډ پر دوو ځواکونو وسله‌وال برید وکړ او له امله یې یوه سرتېرې ووژل شوه او یو بل ټپي شو او په‌خپله یې هم ځای پر ځای ونیول شو.

له دغې پېښې یوه ورځ مخکې، د محمد داوود الکوزي په نوم بل افغان د امریکا د کورني امنیت وزارت له‌خوا د «ترهګریز ګواښ» په تړاو نیول شوی و.

له دغه پېښې وروسته ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل، چې د «درېیمې نړۍ هېوادونو» کډوالي به په دایمي توګه کنګل کړي.

سپینې ماڼۍ روښانه کړې، چې دا پرېکړه به په هغو هېوادونو هم تطبیق شي چې سږکال یې نومونه د سفر په بندیز کې اعلان شوي وو. افغانستان په دې نوملړ کې شامل دی.

د امریکا د کورني امنیت وزارت وړاندې ویلي وو: «په افغانستان کې شرایط نور د موقتي بیا مېشتېدنې قانوني معیارونه نه پوره کوي.» موقتي بیا مېشتېدنه افغانانو ته په امریکا کې د کار اجازه ورکوله او له اېستنې څخه یې ساتنه برابروله.

د امریکا د کورني امنیت وزارت د جان‌شاه ساپي په نوم یو بل افغان د داعش د ملاتړ په تور نیولی

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۵۲ GMT+۰

د امریکا د کورني امنیت وزارت ویلي، چې د یاد هېواد د کډوالۍ او ګمرکونو د پلي کولو ادارې د جان‌شاه ساپي په نوم یو افغان وګړی د داعش خراسان ډلې د ملاتړ په تور نیولی دی. د امریکا د کورني امنیت وزارت ویلي، چې یاد کس د جو بایډن د «متحدینو هرکلي» پروګرام له لارې امریکا ته انتقال شوی.

یاد وزارت ویلي، چې د جان‌شاه ساپي په نوم یو افغان یې د ورجینیا ایالت د وینزبورو په ښار کې د داعش خراسان ډلې د ملاتړ په تور نیولی دی.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې جان‌شاه ساپی د ۲۰۲۱کال د سپټمبر په ۸مه نېټه امریکا ته داخل شوی و.

نوموړي د لنډمهاله خوندیتوب حالت (TPS) لپاره غوښتنه کړې وه، خو دا غوښتنه هغه مهال رد شوې وه، چې د امریکا د کورنیو چارو وزارت د لنډمهاله خوندیتوب حالت پروسه لغوه کړه.

د امریکا د کورني امنیت وزیرې کرسټي نوم ویلي: «نن زموږ اتل افسرانو یو بل ترهګر جان‌شاه ساپی چې داعش–خراسان ته یې مادي ملاتړ برابرولو، ونیوه. دغه ترهګر د بایډن ادارې د متحدینو د پروګرام له لارې امریکا ته راوستل شوی و. نوموړی د هېواد له پلازمېنې څو میله لرې نیول شوی دی.»

نوموړې زیاته کړې: «د بایډن ادارې د امریکا په تاریخ کې د ملي امنیت تر ټولو بد ناورین رامنځته کړی دی. د بایډن ادارې شاوخوا ۱۹۰ زره افغانان امریکا ته داخل کړي، مخکې له دې چې په سمه توګه تصدیق شي چې دا کسان څوک دي او ولې زموږ خاورې ته راځي.»

د ټرمپ ادارې تر دې وړاندې هم د بایډن ادارې له خوا امریکا ته د افغانانو د لېږد د پروسې په اړه نیوکې کړې وې.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا حکومت تر دې وړاندې د نومبر په ۲۶مه د رحمان‌الله لکڼوال په نوم یو افغان په واشنګټن کې د ملي ګارډ پر غړو د ډزو په تور نیولی و او د نومبر په ۲۵مه یې په ټکساس کې د محمد داوود الکوزي په نوم بل افغان د ټیک‌ټاک له لارې د بمونو اېښودلو او ځانمرګي برید ګواښ کولو په تور نیولی و.