• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اسد قیصر: د طالبانو او پاکستان ترمنځ د کړکېچ له امله د خیبر پښتونخوا اقتصاد زیانمن شوی

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۳۱ GMT+۰

د پاکستان د پارلمان پخوانی رییس او د تحریک انصاف ګوند جګپوړی غړی اسد قیصر وايي، د طالبانو او پاکستان ترمنځ د روان کړکېچ له امله د خیبر پښتونخوا اقتصاد زیانمن شوی. هغه ویلي، د دغه کړکېچ له امله په پښتونخوا کې د پانګونې کچه خورا ټېټه شوې او د صنعت برخه یې هم زیانمنه کړې ده.

نوموړي دغه څرګندونې پرون چهارشنبه (د لېندۍ ۱۲مه) په یوې خبري ناسته کې کړې دي.

په یاده ناسته کې د مرکزي بانک مشر ویلي، اوس د دې وخت رارسېدلی چې پاکستان د خپلو پالیسیو پر بدلون له سره غور وکړي. هغه ویلي، که د پاکستان لومړی وزیر د اپوزیسیون خبرې نه اوري؛ نو باید د خپلو خلکو غږ واوري.

دا په داسې حال کې ده، چې پر ډیورنډ کرښه د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ تر سختو نښتو وروسته د تورخم په ګډون له پاکستان سره د افغانستان ټولې لارې له نږدې دوو میاشتو راهیسې تړلې دي. په خیبرپښتونخوا کې ځایي خلکو او سوداګرو په وار، وار لاریونونه وکړل او د پاکستان له حکومته یې د لارو د بېرته پرانیستلو غوښتنه وکړه؛ خو دغه لارې لاهم تړلې پاتې دي.

د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو ګډې خونې بیا ویلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په دوامداره توګه د لارو بندېدو له امله د سوداګرۍ حجم له ۵ میلیارد ډالرو څخه ۱ میلیارد ډالرو ته راټېټ شوی.

تازه د پاکستان د سوداګرۍ وزارت ویلي، چې د بشردوستانه موخو لپاره د تورخم او چمن سوداګریزې لارې پرانېزي. یادې لارې به یوازې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د لېږد لپاره پرانېستل شي.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۳
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۴
ځانګړی

طالبان او ایران د افغانستان دانټرنېټ د کاروونکو د څار لپاره د اپلیکیشن پر جوړولو کار کوي

۵

د افغان کډوالو ستنول؛ اتریش او ازبکستان د افغان کډوالو د ایستلو لپاره تړون لاسلیک کړ

•
•
•

نور کیسې

طالبانو د «قصاص» پر تطبیق د نیوکې له امله د طب یو محصل د بښنې غوښتنې ته اړ کړ

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۱:۰۱ GMT+۰

د طالبانو د امربالمعروف وزارت ویاند سېف‌اسلام خېبر وايي، دغې ډلې په کندهار کې د طب پوهنځي یو محصل هغه مهال نیولی، چې پر خپله فېسبوک پاڼه یې په خوست کې د اعدام شوي کس د حکم پر تطبیق مخالفت څرګند کړی و. طالبانو د دغه محصل د بښنې غږ هم خپور کړی دی.

د احمدالله په نوم دغه محصل په اصل کې د غزني اوسېدونکی دی او په کندهار کې د یوه خصوصي پوهنتون زده‌کړیال دی.

د امربالمعروف محستبانو نوموړی تېره ورځ له دې امله نیولی، چې د دوی په خبره یې د شریعت ضد څرګندونې کړې وې.

د طالبانو د یاد وزارت ویاند د ټولنیزو رسنیو کارونکو ته خبرداری ورکړی، چې «د اسلامي احکامو او مقدساتو» پر وړاندې له نقد او نیوکو لاس واخلي.

هغه د نیول شوي محصل په اړه ویلي: «احمدالله پر خپلې فېسبوک پاڼې د الهي حکم د مخالفت او د ناسمو الفاظو په کارولو سره احضار شوی او له ورته لیکنو منع شوی دی. هغه په خوست کې پر یوه قاتل د الهي حکم د پلي کولو سره مخالفت ښودلی او دا یې ناسم ګڼلی و.»

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د خپلې واکمنۍ په څه باندې څلورو کلونو کې د دغې ډلې د انتقادکوونکو په ګډون زرګونه هېوادوال نیولي او یو شمېر یې د ټوپک په زور جبري اعتراف ته هم اړ کړي دي.

په نیول شویو کسانو کې تر ۱۰ څخه ډېر خبریالان هم شامل دي.

وان‌ډایور: د ویزو د ردېدو له امله به مو متحدین د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې پاتې شي

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۳۵ GMT+۰

د «افغان اېواک» مشر شاون وان‌ډایور وايي، د امریکا له خوا د افغانانو د پاسپورټونو او ویزو ردېدل د دې لامل کېږي، چې د دوی متحد همکاران د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې پاتې شي.

شاون وان‌ډایور د چهارشنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۲مه) پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې اوسمهال د افغانانو ۵زره او ۹۰۰ د «اېس ای وي» قضیې تر پروسس لاندې دي او ۳۵زره نور تصدیق شوي کسان بیا د تګ په تمه دي.

نوموړي دا د اندېښنې وړ یو بشپړ بندیز ګڼلی.

نوموړي وړاندې ویلي و، چې د یوې تاوتریخجنې پېښې له امله د افغانانو لپاره د امریکا د ځانګړو ویزو ځنډول د ټولې ټولنې پر وړاندې د سزا پلمه ده او همداراز د افغان متحدینو او امریکایي سرتېرو پر وړاندې جدي بې‌عدالتي ګڼل کېږي.

امریکا تر هغه وروسته د افغانانو د ویزو د صادرولو پروسه او په دغه هېواد کې د مېشتو افغانانو د دوسیو د بیا څېړلو بهیر پیل کړ، چې د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ د رحمان‌الله لکڼوال په نوم یوه افغان په واشنګټن کې سپنې ماڼۍ ته څېرمه د ملي ګارډ پر دوو ځواکونو وسله‌وال برید وکړ او له امله یې یوه سرتېرې ووژل شوه او یو بل ټپي شو او په‌خپله یې هم ځای پر ځای ونیول شو.

له دغې پېښې یوه ورځ مخکې، د محمد داوود الکوزي په نوم بل افغان د امریکا د کورني امنیت وزارت له‌خوا د «ترهګریز ګواښ» په تړاو نیول شوی و.

له دغه پېښې وروسته ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل، چې د «درېیمې نړۍ هېوادونو» کډوالي به په دایمي توګه کنګل کړي.

سپینې ماڼۍ روښانه کړې، چې دا پرېکړه به په هغو هېوادونو هم تطبیق شي چې سږکال یې نومونه د سفر په بندیز کې اعلان شوي وو. افغانستان په دې نوملړ کې شامل دی.

د امریکا د کورني امنیت وزارت وړاندې ویلي وو: «په افغانستان کې شرایط نور د موقتي بیا مېشتېدنې قانوني معیارونه نه پوره کوي.» موقتي بیا مېشتېدنه افغانانو ته په امریکا کې د کار اجازه ورکوله او له اېستنې څخه یې ساتنه برابروله.

د امریکا د کورني امنیت وزارت د جان‌شاه ساپي په نوم یو بل افغان د داعش د ملاتړ په تور نیولی

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۵۲ GMT+۰

د امریکا د کورني امنیت وزارت ویلي، چې د یاد هېواد د کډوالۍ او ګمرکونو د پلي کولو ادارې د جان‌شاه ساپي په نوم یو افغان وګړی د داعش خراسان ډلې د ملاتړ په تور نیولی دی. د امریکا د کورني امنیت وزارت ویلي، چې یاد کس د جو بایډن د «متحدینو هرکلي» پروګرام له لارې امریکا ته انتقال شوی.

یاد وزارت ویلي، چې د جان‌شاه ساپي په نوم یو افغان یې د ورجینیا ایالت د وینزبورو په ښار کې د داعش خراسان ډلې د ملاتړ په تور نیولی دی.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې جان‌شاه ساپی د ۲۰۲۱کال د سپټمبر په ۸مه نېټه امریکا ته داخل شوی و.

نوموړي د لنډمهاله خوندیتوب حالت (TPS) لپاره غوښتنه کړې وه، خو دا غوښتنه هغه مهال رد شوې وه، چې د امریکا د کورنیو چارو وزارت د لنډمهاله خوندیتوب حالت پروسه لغوه کړه.

د امریکا د کورني امنیت وزیرې کرسټي نوم ویلي: «نن زموږ اتل افسرانو یو بل ترهګر جان‌شاه ساپی چې داعش–خراسان ته یې مادي ملاتړ برابرولو، ونیوه. دغه ترهګر د بایډن ادارې د متحدینو د پروګرام له لارې امریکا ته راوستل شوی و. نوموړی د هېواد له پلازمېنې څو میله لرې نیول شوی دی.»

نوموړې زیاته کړې: «د بایډن ادارې د امریکا په تاریخ کې د ملي امنیت تر ټولو بد ناورین رامنځته کړی دی. د بایډن ادارې شاوخوا ۱۹۰ زره افغانان امریکا ته داخل کړي، مخکې له دې چې په سمه توګه تصدیق شي چې دا کسان څوک دي او ولې زموږ خاورې ته راځي.»

د ټرمپ ادارې تر دې وړاندې هم د بایډن ادارې له خوا امریکا ته د افغانانو د لېږد د پروسې په اړه نیوکې کړې وې.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا حکومت تر دې وړاندې د نومبر په ۲۶مه د رحمان‌الله لکڼوال په نوم یو افغان په واشنګټن کې د ملي ګارډ پر غړو د ډزو په تور نیولی و او د نومبر په ۲۵مه یې په ټکساس کې د محمد داوود الکوزي په نوم بل افغان د ټیک‌ټاک له لارې د بمونو اېښودلو او ځانمرګي برید ګواښ کولو په تور نیولی و.

پاکستان وايي، افغانستان ته د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د لېږد لپاره لارې پرانېزي

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۰۴ GMT+۰

د پاکستان د سوداګرۍ وزارت ویلي، چې د بشردوستانه موخو لپاره د تورخم او چمن سوداګریزې لارې پرانېزي. یادې لارې به یوازې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د لېږد لپاره پرانېستل شي.

د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د چهارشنبې په ورځ ویلي، چې د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت سره له مشورې وروسته یې پرېکړه کړې، چې د تورخم او سپین بولدک ـ چمن لارې به افغانستان ته د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د لېږد په موخه پرانېزي.

د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د ملګرو ملتونو د بشري مرستو لپاره د لارو پرانېستل په افغانستان کې د خوراکي توکو او درملو د کمښت د سخت وضعیت د مخنیوی په موخه یاد کړی دی.

د پاکستان د سوداګرۍ وزارت ویلي، چې د ګمرکونو ریاست د پاکستان د ټرانزیټ او سوداګرۍ عمومي ریاست ته دنده سپارلې، چې افغانستان ته د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د انتقال لپاره پروسه پیل کړي.

په یادو مرستو کې د یونېسف اړوند ۷۴ کانټینرونه، د خوړو نړۍوال پروګرام ۶۷ کانټینرونه او د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق دوه کانټینرونه شامل دي.

ټاکل شوې ده، چې یاد توکي به په درېیو پړاونو کې افغانستان ته ورسېږي، خو د لارو د پرانېستلو په اړه یې دقیقه نېټه نه ده په ډاګه کړې.

د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، په لومړي پړاو کې به د خوړو نړۍوال پروګرام اړوند د خوراکي توکو کانټیرونه افغانستان ته ولېږدول شوي او په دویمو او درېیمو پړاونو کې به درمل، طبي وسایل او ورپسې به د یونېسف اړوند کانټیرونه چې د درسي موادو بار دی، افغانستان ته ولېږدول شي.

له پاکستان څخه افغانستان ته د ملګرو ملتونو د بشري مرستو بار کانټینرونو لېږد ته پر داسې مهال اجازه ورکړل شوې، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د لانجو له امله له نږدې دوو میاشتو راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ ټولې سوداګریزې لارې د هر ډول سوداګرۍ او تګ راتګ پرمخ تړل شوې دي.

په ورته مهال د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو ګډې خونې د نومبر په ۱۷مه ویلي و، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په دوامداره توګه د لارو بندېدو له امله د سوداګرۍ حجم له ۵ میلیاردو دالرو څخه ۱ میلیارد ډالرو ته راټېټ شوی دی.

د پاکستان د پوځ او وسله‌والو ترمنځ په نښتو کې ۷ وسله‌وال وژل شوي

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۴۵ GMT+۰

د پاکستان پوځ د چهارشنبې په ورځ ویلي، چې د خېبرپښتونخوا په شمالي وزیرستان کې په دوو جلا عملیاتو کې د تحریک طالبان پاکستان اووه غړي وژل شوي دي. د پوځ په وینا، دغه وسله‌وال د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر وړاندې په بریدونو او د ملکي خلکو په وژلو کې لاس درلود.

د پاکستان پوځ د چهارشنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۲مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه عملیات دوه ورځې وړاندې ترسره شوې دي.
په وروستیو اوونیو کې په خېبرپښتونخوا کې د پوځ عملیات او د وسله‌والو بریدونه زیات شوي دي.

په تازه پېښه کې لږ تر لږه څلور تنه چې په کې دوه پولیس او یو سیمه‌ییز چارواکی شامل دي، د سې شنبې په ورځ د خېبرپښتونخوا په بنو کې د وسله‌والو د برید په پایله کې وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

د سې شنبې په ورځ په وروستۍ پېښه کې د خېبرپښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې د وسله‌والو په برید کې لږ تر لږه څلور کسان ووژل شول، چې دوه پولیس او یو سیمه‌ییز چارواکی هم پکې شامل وو.

وسله‌والو له برید وروسته د پولیسو موټر ته اور اچولی او د هغوی وسلې یې له ځان سره وړي.

د خېبرپښتونخوا د پولیسو د یو امنیتي راپور پر بنسټ، یوازې د ۲۰۲۵ کال د لومړیو اتو میاشتو په ترڅ کې په دې سېمه کې له ۶۰۰ څخه ډېرې ترهګریزې پېښې شوې، چې په پایله کې یې لږ تر لږه ۷۹ د پولیسو مامورین او ۱۳۸ ملکي کسان وژل شوي دي.

خېبرپښتونخوا او بلوچستان د پاکستان دوه سرحدي او ناارامه سیمې دي، چې وسله‌وال کله ناکله امنیتي ځواکونه په نښه کوي.