• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان وايي، افغانستان ته د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د لېږد لپاره لارې پرانېزي

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۰۴ GMT+۰

د پاکستان د سوداګرۍ وزارت ویلي، چې د بشردوستانه موخو لپاره د تورخم او چمن سوداګریزې لارې پرانېزي. یادې لارې به یوازې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د لېږد لپاره پرانېستل شي.

د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د چهارشنبې په ورځ ویلي، چې د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت سره له مشورې وروسته یې پرېکړه کړې، چې د تورخم او سپین بولدک ـ چمن لارې به افغانستان ته د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د لېږد په موخه پرانېزي.

د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د ملګرو ملتونو د بشري مرستو لپاره د لارو پرانېستل په افغانستان کې د خوراکي توکو او درملو د کمښت د سخت وضعیت د مخنیوی په موخه یاد کړی دی.

د پاکستان د سوداګرۍ وزارت ویلي، چې د ګمرکونو ریاست د پاکستان د ټرانزیټ او سوداګرۍ عمومي ریاست ته دنده سپارلې، چې افغانستان ته د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د انتقال لپاره پروسه پیل کړي.

په یادو مرستو کې د یونېسف اړوند ۷۴ کانټینرونه، د خوړو نړۍوال پروګرام ۶۷ کانټینرونه او د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق دوه کانټینرونه شامل دي.

ټاکل شوې ده، چې یاد توکي به په درېیو پړاونو کې افغانستان ته ورسېږي، خو د لارو د پرانېستلو په اړه یې دقیقه نېټه نه ده په ډاګه کړې.

د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، په لومړي پړاو کې به د خوړو نړۍوال پروګرام اړوند د خوراکي توکو کانټیرونه افغانستان ته ولېږدول شوي او په دویمو او درېیمو پړاونو کې به درمل، طبي وسایل او ورپسې به د یونېسف اړوند کانټیرونه چې د درسي موادو بار دی، افغانستان ته ولېږدول شي.

له پاکستان څخه افغانستان ته د ملګرو ملتونو د بشري مرستو بار کانټینرونو لېږد ته پر داسې مهال اجازه ورکړل شوې، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د لانجو له امله له نږدې دوو میاشتو راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ ټولې سوداګریزې لارې د هر ډول سوداګرۍ او تګ راتګ پرمخ تړل شوې دي.

په ورته مهال د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو ګډې خونې د نومبر په ۱۷مه ویلي و، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په دوامداره توګه د لارو بندېدو له امله د سوداګرۍ حجم له ۵ میلیاردو دالرو څخه ۱ میلیارد ډالرو ته راټېټ شوی دی.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۳
ځانګړی

طالبان او ایران د افغانستان دانټرنېټ د کاروونکو د څار لپاره د اپلیکیشن پر جوړولو کار کوي

۴

د افغان کډوالو ستنول؛ اتریش او ازبکستان د افغان کډوالو د ایستلو لپاره تړون لاسلیک کړ

۵

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان د پوځ او وسله‌والو ترمنځ په نښتو کې ۷ وسله‌وال وژل شوي

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۴۵ GMT+۰

د پاکستان پوځ د چهارشنبې په ورځ ویلي، چې د خېبرپښتونخوا په شمالي وزیرستان کې په دوو جلا عملیاتو کې د تحریک طالبان پاکستان اووه غړي وژل شوي دي. د پوځ په وینا، دغه وسله‌وال د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر وړاندې په بریدونو او د ملکي خلکو په وژلو کې لاس درلود.

د پاکستان پوځ د چهارشنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۲مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه عملیات دوه ورځې وړاندې ترسره شوې دي.
په وروستیو اوونیو کې په خېبرپښتونخوا کې د پوځ عملیات او د وسله‌والو بریدونه زیات شوي دي.

په تازه پېښه کې لږ تر لږه څلور تنه چې په کې دوه پولیس او یو سیمه‌ییز چارواکی شامل دي، د سې شنبې په ورځ د خېبرپښتونخوا په بنو کې د وسله‌والو د برید په پایله کې وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

د سې شنبې په ورځ په وروستۍ پېښه کې د خېبرپښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې د وسله‌والو په برید کې لږ تر لږه څلور کسان ووژل شول، چې دوه پولیس او یو سیمه‌ییز چارواکی هم پکې شامل وو.

وسله‌والو له برید وروسته د پولیسو موټر ته اور اچولی او د هغوی وسلې یې له ځان سره وړي.

د خېبرپښتونخوا د پولیسو د یو امنیتي راپور پر بنسټ، یوازې د ۲۰۲۵ کال د لومړیو اتو میاشتو په ترڅ کې په دې سېمه کې له ۶۰۰ څخه ډېرې ترهګریزې پېښې شوې، چې په پایله کې یې لږ تر لږه ۷۹ د پولیسو مامورین او ۱۳۸ ملکي کسان وژل شوي دي.

خېبرپښتونخوا او بلوچستان د پاکستان دوه سرحدي او ناارامه سیمې دي، چې وسله‌وال کله ناکله امنیتي ځواکونه په نښه کوي.

رېچارډ بېنېټ د افغان معلولینو پر وضعیت اندېښنه ښودلې

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۰۳ GMT+۰

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي رېچارډ بېنېت د معلولینو د نړۍوالې ورځې په مناسبت د افغان معلولیت لرونکو پر وضعیت اندېښنه ښودلې ده. نوموړي د افغان معلولو ښځو او ماشومانو لپاره د روغتیا، زده کړو او خدماتو پر برابرولو ټینګار کړی دی.

رېچارډ بېنېټ د چهارشنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۲مه) د معلولینو د نړۍوالې ورځې په مناسبت پر اېکس پاڼه لیکلي: «زه د هغو میلیونونو افغان معلولینو سره خواخوږي او اندېښنه شریکوم، چې سترې ستونزې لري.»

نوموړي‌ زیاته کړې، چې د همدې کسانو په خاص ډول د معلولو ښځو لپاره د جګړو ژور ټپونه، محدود روغتیايي او تعلیمي امکانات لویې ننګونې دي.

بېنېټ همدې امکاناتو ته د ټولو یو ډول لاسرسی د افغانانو د عزت لپاره مهم یاد کړی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) بیا ویلي، شاوخوا ۱.۵ مېلیونه افغانان د جدي معلولیت سره ژوند کوي، چې ډېری یې د څو لسیزو جګړو پایله ده. یوناما ویلي، د دغه معلولیت لرونکو لویه برخه ماشومان دي.

اخوا، ملګرو ملتونو په خپل یوه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې هره میاشت ۵۴ کسان د ماینونو او د جګړې د پاتې شونو له امله وژل کېږي، چې له دې دلې ۷۷ سلنه یې ماشومان دي.

له ایران او پاکستان څخه نن څه باندې درې زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۸:۵۴ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو د ستونزو د حل عالي کمېسیون ویلي، چې نن د چهارشنبې په ورځ له ایران او پاکستان څخه ۷۰۲ کورنۍ چې شمېر یې ۳۶۳۰ کسانو ته رسېږي، په جبري توګه افغانستان ته ستانه شوي دي.

د یاد کمېسیون د ورځني راپور له مخې، دغه کډوال د کندهار د سپین بولدک، د ننګرهار د تورخم، د هرات د اسلام کلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه شوي دي.

په راپور کې ویل شوي، چې د یادو کدوالو له ډلې ۲۲۵۱ تنه د سپین بولدک له لارې، ۱۱۴۰ د تورخم له لارې، ۱۰۸ د اسلام کلا له لارې او ۱۳۱ تنه هم د ورېښمو پله له لارې ستانه شوي دي.

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون ویلي، چې تازه ستانه شویو کډوالو سره یې د څه باندې ۶ میلیونه نغدو پیسو مرسته کړې ده او یو شمېر کورنۍ یې په وړیا دول خپلو اصلي سیمو ته لېږدولي دي.

دا په داسې حال کې ده، په پاکستان او ایران کې افغان کډوال له سختو ننګونو سره مخ دي. دواړه هېوادونه د افغانانو د کډوالۍ د محدودولو لپاره اقدامات پراخ کړي او د افغانانو د نیولو او جبري ستنولو لړۍ یې چټکه کړې ده.

په یادو دواړو هېوادونو کې مېشت افغان کډوال د پولیسو له ناوړه چلند څخه هم شکایت کوي او وایي، چې غېرانساني چلند ورسره کېږي. د بشري حقونو څارونکي او د کډوالو ملاتړو ادارو له دواړو هېوادونو غوښتي، چې د کډوالو خونديتوب ته پام وکړي.

طالبان: د افغانستان او ازبکستان متشبثینو څو سوداګریز قراردادونه لاسلیک کړل

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۵۴ GMT+۰

د طالبانو د کرنې وزارت وایي، چې د ازبکستان د کرنې وزارت د مرستیال جمشید عبدوذوکروف په مشرۍ د دغه هېواد د خصوصي سکتور استازو د افغانستان له کرنیزو متشبثینو سره سوداګریز قراردادونه لاسلیک کړي دي.

د طالبانو د کرنې وزارت د چهارشنبې په ورځ په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د افغانستان او ازبکستان د کرنیزو متشبثینو ترمنځ د دواړو هېوادونو د حکومتي چارواکو په حضور کې د خوراکي توکو د صادراتو او وارداتو د همکاریو د پراختیا لپاره چې په کې د سبزیو، غوښې او نورو غذایی محصولاتو تړونونه شامل دي، یو شمېر سوداګریز قراردادونه لاسلیک شوي دي.

طالبانو ویلي، د یادو هوکړو له مخې دواړه لوري ژمن دي چې د دواړو هېوادونو د اصولو سره سم خپلې سوداګریزې اړیکې پراخې کړي او د صادراتو او وارداتو د توکو د لېږد بهیر پیاوړی کړي.

طالبانو له ازبکستان سره د یادو قراردادونو لاسلیک د اقتصادي همکاریو د پراختیا او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټور لپاره د لا زیاتو فرصتونو برابرولو لپاره مهم ګام ګڼلی دی.

طالبان وایي، له ایران سره به د درملو او سنتي طبابت د معیاري کولو لپاره نوي تړونونه وکړي

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۴۳ GMT+۰

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وایي، چې په کابل کې یې د ایران د سفیر او د خوړو او درملو د ادارې له مشر سره په لیدنه کې د درملو، طبي تجهیزاتو او تشخیصیه وسایلو په برخه کې د همکارۍ د پراختیا په اړه خبرې کړي.

طالبانو ویلي، له ایران سره به د درملو او سنتي طبابت د معیاري کولو لپاره نوي تړونونه وکړي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزرات د چهارشنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۲مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دوی وزیر نور جلال جلالي په کابل کې د ایران د سفیر علي‌ رضا بېکدلي او د دغه هېواد د خوړو او درملو ادارې له مشر مهدي صالحي سره په لیدنه کې د درملو د کیفیت او بیې اړوند هم خبرې کړي.

طالبانو د ایران د خوړو او درملو د مشر مهدي صالحي له قوله لیکلي: «موږ چمتو یو چې له افغانستان سره د روغتیا او درملو په برخه کې هر اړخیزه همکاري وکړو.»

نوموړي ویلي، چې افغانستان ته یې د سفر موخه د روغتیا په برخه کې د اړیکو پیاوړتیا ده او د هغه په وینا: «یو څه چې له نورو هېوادونو سره به زمونږ درمل فرق ولري، هغه درمل به افغانستان ته راځي چې داخل د ایران ترې استفاده کېږي او یوازې صادراتي بڼه به و نه لري.»

مهدي د کابل په یوه نندارتون کې د ۴۰ ایراني شرکتونو ګډون د اړیکو د پیاوړتیا بېلګه یاده کړې.

هغه ټینګار کړی، چې د درملو او طبي وسایلو د تولید او افغانستان ته د صادراتو د زیاتوالي په برخه کې به هڅې زیاتې کړي.

طالبان له پاکستان سره تر ترینګلتیا وروسته هڅه کوي، چې په بېلابېلو برخو په څانګړي ډول سوداګرۍ او درملو کې د نورو هېوادونو سره اړیکې پراخې کړي.

تر دې مهاله هند او ایران هغه دوه هېوادونه دي، چې طالبان ورباندې ډېره تکیه کوي.