• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: د افغانستان او ازبکستان متشبثینو څو سوداګریز قراردادونه لاسلیک کړل

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۵۴ GMT+۰

د طالبانو د کرنې وزارت وایي، چې د ازبکستان د کرنې وزارت د مرستیال جمشید عبدوذوکروف په مشرۍ د دغه هېواد د خصوصي سکتور استازو د افغانستان له کرنیزو متشبثینو سره سوداګریز قراردادونه لاسلیک کړي دي.

د طالبانو د کرنې وزارت د چهارشنبې په ورځ په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د افغانستان او ازبکستان د کرنیزو متشبثینو ترمنځ د دواړو هېوادونو د حکومتي چارواکو په حضور کې د خوراکي توکو د صادراتو او وارداتو د همکاریو د پراختیا لپاره چې په کې د سبزیو، غوښې او نورو غذایی محصولاتو تړونونه شامل دي، یو شمېر سوداګریز قراردادونه لاسلیک شوي دي.

طالبانو ویلي، د یادو هوکړو له مخې دواړه لوري ژمن دي چې د دواړو هېوادونو د اصولو سره سم خپلې سوداګریزې اړیکې پراخې کړي او د صادراتو او وارداتو د توکو د لېږد بهیر پیاوړی کړي.

طالبانو له ازبکستان سره د یادو قراردادونو لاسلیک د اقتصادي همکاریو د پراختیا او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټور لپاره د لا زیاتو فرصتونو برابرولو لپاره مهم ګام ګڼلی دی.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۳
ځانګړی

طالبان او ایران د افغانستان دانټرنېټ د کاروونکو د څار لپاره د اپلیکیشن پر جوړولو کار کوي

۴

د افغان کډوالو ستنول؛ اتریش او ازبکستان د افغان کډوالو د ایستلو لپاره تړون لاسلیک کړ

۵

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې

•
•
•

نور کیسې

طالبان وایي، له ایران سره به د درملو او سنتي طبابت د معیاري کولو لپاره نوي تړونونه وکړي

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۴۳ GMT+۰

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وایي، چې په کابل کې یې د ایران د سفیر او د خوړو او درملو د ادارې له مشر سره په لیدنه کې د درملو، طبي تجهیزاتو او تشخیصیه وسایلو په برخه کې د همکارۍ د پراختیا په اړه خبرې کړي.

طالبانو ویلي، له ایران سره به د درملو او سنتي طبابت د معیاري کولو لپاره نوي تړونونه وکړي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزرات د چهارشنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۲مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دوی وزیر نور جلال جلالي په کابل کې د ایران د سفیر علي‌ رضا بېکدلي او د دغه هېواد د خوړو او درملو ادارې له مشر مهدي صالحي سره په لیدنه کې د درملو د کیفیت او بیې اړوند هم خبرې کړي.

طالبانو د ایران د خوړو او درملو د مشر مهدي صالحي له قوله لیکلي: «موږ چمتو یو چې له افغانستان سره د روغتیا او درملو په برخه کې هر اړخیزه همکاري وکړو.»

نوموړي ویلي، چې افغانستان ته یې د سفر موخه د روغتیا په برخه کې د اړیکو پیاوړتیا ده او د هغه په وینا: «یو څه چې له نورو هېوادونو سره به زمونږ درمل فرق ولري، هغه درمل به افغانستان ته راځي چې داخل د ایران ترې استفاده کېږي او یوازې صادراتي بڼه به و نه لري.»

مهدي د کابل په یوه نندارتون کې د ۴۰ ایراني شرکتونو ګډون د اړیکو د پیاوړتیا بېلګه یاده کړې.

هغه ټینګار کړی، چې د درملو او طبي وسایلو د تولید او افغانستان ته د صادراتو د زیاتوالي په برخه کې به هڅې زیاتې کړي.

طالبان له پاکستان سره تر ترینګلتیا وروسته هڅه کوي، چې په بېلابېلو برخو په څانګړي ډول سوداګرۍ او درملو کې د نورو هېوادونو سره اړیکې پراخې کړي.

تر دې مهاله هند او ایران هغه دوه هېوادونه دي، چې طالبان ورباندې ډېره تکیه کوي.

طالبانو له پنجشیر څخه ۱۵۰۰ جنګي طالبان ډیورنډ کرښې ته څېرمه ولسوالیو ته لېږلي

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۱۴ GMT+۰
•
عبدالله همیم

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو په پنجشیر کې له خپلو جنګي قطعاتو څخه ۱۵۰۰ جنګي طالبان کندهار، هلمند او زابل ولایتونو ته لېږلي او ډیورنډ کرښې ته په ورڅېرمه سرحدي ولسوالیو کې یې ځای پرځای کړي دي.

د طالبانو سرچینو د سې شنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د پاکستان له احتمالي بریدونو سره د مقابلي لپاره د پنجشیر له قطعاتو څخه ۱۵۰۰ جنګي طالبان په کمکي ډول کندهار، هلمند او زابل ولایتونو ته استول شوي دي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، یادو طالبانو څو ورځې وړاندې د هلمند په بهرامچه او د کندهار په پنجوايي ولسوالیو کې د لویو او وړو وسلو تمرینات هم ترسره کړي دي.

سرچینه وايي:«یوه هفته مخکې طالبانو د پنجشیر له قطعو څخه ۱۵۰۰ جنګي طالبان راټول کړل او هلمند، کندهار او زابل ته یې واستول. طالبان به په سرحدي ولسوالیو کې ځای پرځای شي. که پاکستان احتمالي برید وکړي نو د نورو طالبانو سره به دوی کمکي وي.»

سرچینو ویلي، چې یاد طالبان غوره نظامي مهارتونه لري او پر کابل د طالبانو له واکمنېدو وروسته په پنجشیر کې د مقاومت جبهې د ځپلو او احتمالي ګواښونو د مخنیوي په موخه ځای پرځای شوي وو.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، له پنجشیر څخه سویلي ولایتونو ته لېږدول شويو طالبانو ته بشپړ نظامي تجهیزات په واک کې ورکړل شوي او له قول اردوګانو څخه هم اضافي نظامي تجهیزات د سرحدي ولسوالیو په نظامي پوستو او بیسونو کې ځای پر ځای شوي دي.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ وسله والې نښتې وروسته له هغه پیل شوې، چې پاکستان د کابل په ګډون پر ځینو سویل ختیځو ولایتونو هوايي بریدونه وکړل.

طالبانو د یادو بریدونو د غچ اخیستنې په موخه د اکټوبر په ۱۱مه د یادې ډلې د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد په امر هلمند، کندهار، خوست، پکتیا، پکتیکا، زابل، ننګرهار او کونړ ولایتونو کې ډیورنډ کرښې ته څېرمه پر پاکستاني پوستو بریدونه وکړل.

له یادو بریدونو وروسته بیا هم پاکستان په کندهار کې بریدونه وکړل او څو ځله په سپین بولدک کې د دواړو لوریو ترمنخ نښتې وشوې او وروسته د طالبانو د دفاع وزیر او د استخباراتو په مشرۍ طالب پلاوي د قطر په منځګړیتوب له پاکستان سره د سولې مذاکرات پیل کړل.

د قطر له مذاکراتو وروسته دوه ځله په ترکیه او یو ځل په سعودي عربستان کې هم مذاکرات شوې، خو تر اوسه د طالبانو او پاکستان ترمنځ دغو مذاکراتو کومه مطلوبه نتیجه نه ده ورکړي او د پاکستان او طالبانو اړیکې دمګړۍ تر بل هر وخت په ترینګلي وضعیت کې دي.

د سعودي عربستان په ناسته کې پرېکړه شوې، چې د اوربند مخکینۍ هوکړه وساتل شي، خو په نورو برخو کې پرمختګ نه دی شوی.

د دوحې نړیوال فورم کې د افغانستان او مرکزي او سویلي اسیا پر ثبات بحث کیږي

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۱۱ GMT+۰

د روانې میاشتې پر ۶مه نېټه د دوحې نړیوال فورم کې د افغانستان، سویلي اسیا او امنځنۍ اسیا پر وضعیت، ثبات او سیمه ییزو همکاریو خبرې کیږي. په دې بحث کې د افغانستان او سیمې پر سوداګرۍ او د همکارۍ پر فرصتونو او امنیتي ننګونو هم خبرې کیږي.

تمه ده چې د قطر په دوحه فورم کې لسګونه نړیوال مشران، وزیران، د نړیوالو سازمانونو استازي او د سیاست او امنیت مخکښ شنونکي ګډون وکړي.

د فورم سږنی محور د نړیوالو شخړو زیاتوالی، د منځګړیتوب نوې لارې، اقتصادي سیالۍ، او د نړیوال نظم د بدلون مدیریت بلل شوی دی.

د پرانیستې ورځې په لومړیو ناستو کې د قطر صدراعظم او د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني، د اروپایي کمېسیون مرستیاله کایا کالاس، د هسپانیا او ترکیې د بهرنیو چارو وزیران، او دسي این این مشهوره خبرياله کریستین امانپور خبرې کوي.

د افغانستان وضعیت به د فورم په یوې ځانګړې ناستې کې وڅېړل شي چې د ترمذ ډیالوګ په شراکت جوړېږي او په دې کې د سیمې اقتصادي، سوداګریزې او د بشري همکارۍ لارې چارې څیړل کېږي.

د افغانستان په اړه غونډه د مرکزي او جنوبي اسیا پر ثبات تمرکز کوي او هدف یې دا دی چې له کلونو ناکامو پوځي مداخلو وروسته، د افغانستان لپاره نوې اقتصادي او د سیمه‌ییزې همکارۍ لارې چارې وموندل شي.

ټاکل شوې په دې ناسته کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز رییس عبدالحی قانت هم د نورو برخه والو ترڅنګ وینا وکړي.

په دې بحث کې به د افغانانو او د سیمې د چارواکو ترمنځ تجارتي او د همکارۍ فرصتونه، د بشري مرستو کمښت، د امنیتي ننګونو مخنیوی او د افغانستان اقتصادي بیا رغونه مطرح شي.

په لومړۍ ورځ یوه مهمه ناسته د اوکراین جګړې د اوربند د احتمالي لارو چارو لپاره ځانګړې شوې ده، چې د امریکا، اروپایي ټولنې، چین او اوکراین لوړپوړي استازي به پکې ګډون وکړي. تمه ده دا بحث د امنیتي ضمانتونو، د خبرو اترو د پیل شرایطو او د جګړې د پای لپاره د عملي نقشو ارزونه وکړي.

یو بل بحث چې د نړیوال بحران ډلې په شراکت جوړېږي، د غزې د وروستیو پېښو، د سیمې د هېوادونو پر رول، او د پالیسۍ پر بدلونونو تمرکز کوي. د اردن، ناروې، هسپانیا او سعودي عربستان لوړپوړي چارواکي به پکې ګډون کوي.

د کوینسي انسټیټیوټ په ملګرتیا د یوې بلې ناستې تمرکز د ایران او اسراییل ترمنځ له جګړې وروسته پر سیمه‌ییز امنیتي چاپېریال دی، چې د خلیج همکارۍ شورا سرمنشي، محمد جواد ظریف او نور متخصصین به پکې خبرې وکړي.

د غونډې یوه بله برخه به دبریکس او خلیج هېوادونو ترمنځ د اړیکو د نوې مرحلې په اړه وي، په ځانګړي ډول د تازه غړیتوب، د بدیلو مالي سیستمونو، انرژي بدلون او تکنالوژیکې همکارۍ برخو کې.

په لومړۍ ورځ د کډوالۍ مدیریت او اقتصادي ادغام په اړه هم ځانګړې علمي ناسته جوړېږي چې د ختیځې مدیترانې د هېوادونو تجربې به پکې شریکې شي.

د فورم په دویمه ورځ به د ملګرو ملتونو د عمومي مجمع د پخوانیو رییسانو شورا، د نړیوالو رسنیو د خپلواکۍ، اسلام‌وېرونې او یهود ضد‌تعصب پر ضد د ګراناډا اعلامیې بحثونه او د هیلري کلنټن ځانګړې مرکه ترسره شي.

طالبان وايي په تخار ولایت کې یې ۵۵۱ کیلوګرامه نشه يي توکي نیولي

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۱۰ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي چې د تخار ولایت په مرکز تالقان ښار کې یې ۵۵۱ کیلوګرامه مخدره توکي نیولي دي. یاد وزارت زیاتوي چې د دغو نشه يي توکو په تور دوه تنه تر پلټنو لاندې دي.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د مخدره توکو ضد پولیسو د تالقان ښار د خیاطانو په سیمه کې د استخباراتي عملیاتو پر مهال دوه کسان هغه وخت ونیول چې هڅه یې کوله یاد توکي په ماهرانه ډول د یوه مازدا موټر په دننه کې ځای پر ځای او قاچاق کړي.

خبرپاڼه زیاتوي چې نیول شوي کسان د لومړنیو تحقیقاتو تر بشپړېدو وروسته عدلي او قضايي بنسټونو ته سپارل کېږي.

طالبان په وروستیو کې ادعا کوي چې د مخدره توکو ضد عملیات یې په ولایتونو کې زیات شوي، خو د دې ادعاوو د څار لپاره خپلواکې ادارې نه شته.

میرویس عزیزي: په راتلونکو شپږو میاشتو کې به د برېښنا د تولید پروژې عملي چارې پیل شي

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۳۵ GMT+۰

د عزیزي ګروپ بنستګر میرویس عزیزي وايي چې د افغانستان لپاره د لس زره مېګاواټه برېښنا د تولید پروژې د پلي کېدو چارې په چټکۍ روانې دي او په ارتلونکو شپږو میاشتو کې به د دغې پروژې عملي چارې پیل شي.

عزیزي پر ایکس لیکلي چې نن یې په همدې تړاو د پروژې له بېلابېلو کاري او تخنیکي ټیمونو او مسوولینو سره لیدلي.

هغه زیاته کړې چې په تېرو میاشتو کې تخنیکي ټیمونو د ساحوي سروې لپاره د افغانستان بېلابېلو سیمو ته سفرونه کړي، او تدارکاتي ټیمونه د برېښنا د تولید فابریکو لپاره د اړینو ماشین‌الاتو او تجهیزاتو د برابرولو په موخه جرمني، هالنډ، اتریش، امریکا، چیلي او چین ته استول شوي وو.

عزیزي وايي، چې د دغو هڅو په پایله کې د شاوخوا پنځه زره مېګاواټه برېښنا د تولید لپاره اړین تخنیکي تجهیزات او ټکنالوژي برابر شوي دي.

هغه په راتلونکو شپږو میاشتو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د دغو پروژو د عملي چارو د پیل خبر ورکړی او همدارنګه یې ویلي چې د پنځو میلیاردو ډالرو په ارزښت د نورو فابریکو د تدارک بهیر به چې تمرکز یې پر اوبو، طبعي ګاز او بادي برېښنا دی، د راتلونکي کال په دویمه نیمایي کې مخته ولاړ شي.

د ۲۰۲۵م کال د اګست په دویمه نېټه عزیزي شرکت د طالبانو د اوبو او انرژۍ له وزارت سره د همکاریو تفاهم‌لیک لاسلیک کړی و، چې ورسره سم د لس زره مېګاواټه برېښنا د تولید د پروژې عملي چارې سملاسي پیل شوې.