ایران له دغه هېواده اېستل شويو افغان زده‌کوونکو ته د انلاین زده‌کړو لپاره چمتووالی ښوولی

د ایران د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی، دوی چمتو دي چې د افغانستان دننه هغو افغان زده‌کوونکو ته د زده‌کړو انلاین اسانتیاوې برابرې کړي چې له دغه هېواده اېستل شوي دي. ایراني چارواکي وایي، دغه وړاندیز د یوې نړۍوالې ادارې د مسوول له لوري تود هرکلي سره هم مخ شوی.