د ګالپ نظرپوښتنه؛ د لبنان ۷۹ سلنه وګړي د حزب‌الله د بې‌وسلې کولو غوښتونکي دي

د ګالپ موسسې یوه نوې نظرپوښتنه ښيي، د لبنان ۷۹ سلنه خلک غواړي چې حزب‌الله ډله بې‌وسلې شي او ۸۶ سلنه خلک یې بیا د فلسطینیانو په ملاتړ له اسراییل سره د مستقیمې جګړې مخالفت کوي.