طالبان وایي، ایران ورسره د روږدو کسانو د درملنې په برخه کې د مرستې ژمنه کړې

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال عبدالرحمان منیر د ایران د عامې روغتیا وزارت له مرستیال مهدي پیر صالحي سره کتلي. د یاد وزارت په وینا؛ په دغه لیدنه کې ښاغلي صالحي ورسره د روږدو د درملنې په برخه کې د مرستو ژمنه کړې.




