• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
لوبې

افغان لوبغاړی فرامرز محمد سبا د سکاټلنډ رایان کمپل پر وړاندې لوبه کوي

۱۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۴۳ GMT+۰

د «اېم‌اېم‌اې» د رزمي هنرونو افغان لوبغاړی فرامرز محمد به تر درې کلنې دمې وروسته سبا په انګلستان کې د لوبو ډګر ته ښکته شي. دغه لوبغاړی به د ۷۰ کیلوګرامه وزن په کټګورۍ کې د کیج واریرز سازمان په ۱۹۹مه سیالۍ کې د سکاټلنډ له رایان کمپل سره مخ شي.

دغه لوبه به سبا د انګلستان په نیوکاسل ښار کې ترسره شي. د اېم‌اېم‌اې ۳۱کلن افغان لوبغاړي فرامرز محمد په خپلو شپږو مسلکي سیالیو کې څلور ګټلې او دوه یې بایللې دي.

له بلې خوا، د هغه مخالف د سکاټلنډ ۲۸کلن رایان کمپل په خپلو څلورو مسلکي سیالیو کې درې یې ګټلې او یوه یې بایللې ده.

100%

ترویج لرونکی

نوین الحق فرهاد دریا ته: کرېکټ د «اشرافو» لوبه ده او ته یې منځ کې ښه نه‌ښکارې
۱

نوین الحق فرهاد دریا ته: کرېکټ د «اشرافو» لوبه ده او ته یې منځ کې ښه نه‌ښکارې

۲

هند د ۱۷ پاکستانيانو په ګډون ۲۳ کسان په رسمي ډول «ترهګر» اعلان کړل

۳
شننه

د کانونو پر سر جنجال؛ ایا طالبان په بدخشان کې خپلمنځي جګړې ته نږدې شوي؟

۴

سرچینې: طالبانو بدخشان کې له ځوانانو غوښتي چې د دوی له اردو سره یوځای شي

۵

فرهاد دریا نوین الحق ته: کرېکټ لوبډله د ټول ملت ګډه پانګه ده او د هېچا شخصي میراث نه‌دی

•
•
•

نور کیسې

د کابل بډمېنټون سیالۍ: اسماعیل جاهد په لومړۍ لوبه کې خپل ازبک سیال ته ماتې ورکړه

۱۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۱۶ GMT+۰
د کابل بډمېنټون سیالۍ: اسماعیل جاهد په لومړۍ لوبه کې خپل ازبک سیال ته ماتې ورکړه
100%

د ۲۰۲۵کال د کابل بډمېنټون ازاده سیالۍ په انفرادي او دوه کسیزو برخو کې پیل شوې. په لومړۍ انفرادي لوبه کې له افغانستان نه اسماعیل جاهد وکولای شوای، چې له ازبکستان نه حسن الدین ته د ۲-۰ نمرو په توپیر ماتې ورکړي او بل پړاو ته ولاړ شي.

په دغه سیالیو کې شپږو بهرنيو او لسو کورنيو لوبغاړو ګډون کړی. دغه سیالۍ به د کابل د بدني روزنې او ورزش ادارې په ۲۵۰۰ کسیز تالار کې ترسره شي او لوبې به د روانې لېندۍ میاشتې له ۱۳مې تر ۱۹مې نېټې دوام وکړي.

په ټولیزه توګه له افغانستان نه به لس لوبغاړي، له ازبکستان نه څلور، له ایران او سوریې نه یو، یو لوبغاړی د اتلولۍ د ترلاسه کولو لپاره سیالي وکړي.

له بل پلوه د بډمېنټون افغان ښځینه لوبغاړو بیا نیوکه کړې، چې د ښځو له ګډون پرته د دغه ډول سیالیو ترسره کول د ورزشي ارزښتونو او د بډمېنټون نړۍوال فدراسیون د معیارونو خلاف دي.

سرچینو دا هم ویلي، هغه لوبغاړی چې له ایران نه یې په سیالۍ کې برخه اخیستې وه؛ د دغه فدراسیون له‌خوا نه‌دی منل شوی او ویل کېږي، چې نوموړی یو سیمه‌ییز لوبغاړی دی.

100%

امریکا: د ایران د فوټبال لوبډله کولی شي په نړۍوال جام کې د ګډون لپاره امریکا ته ننوځي

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۰۲ GMT+۰
امریکا: د ایران د فوټبال لوبډله کولی شي په نړۍوال جام کې د ګډون لپاره امریکا ته ننوځي
100%

سپینې ماڼۍ اعلان وکړ، چې د ایران د فوټبال ملي لوبډلې ته به اجازه ورکړل شي څو امریکا ته په ننوتلو سره د نړۍوال جام په سیالیو کې ګډون وکړي؛ خو د سفر د بندیزونو له امله یې ویلي، چې ایراني مینه‌وال به د ننوتلو اجازه ونه لري.

د سپینې ماڼۍ د نړۍوال جام د کاري ځواک مشر اندریو جولیاني خبریالانو ته وویل: «ولسمشر په خپل اجراییوي فرمان کې ایران د یو داسې هېواد په توګه شامل کړی، چې لوبډله به یې دلته د سیالیو لپاره له بندیزونو معاف وي.»

جولیاني د سیالیو په ځای کې د کډوالۍ ادارې د عملیاتو د ترسره کېدو اړوند د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «ولسمشر د امریکايي وګړو د امنیت د زیاتوالي لپاره هېڅ انتخاب نه ردوي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړۍوال جام د امریکا، کاناډا او مکسیکو په کوربتوب تر سره کېږي.

د ازاده سیالیو افغان لوبغاړی احمد حلیمسون د چک جمهوریت یوه لوبغاړي پر وړاندې لوبه کوي

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۱۱ GMT+۰
د ازاده سیالیو افغان لوبغاړی احمد حلیمسون د چک جمهوریت یوه لوبغاړي پر وړاندې لوبه کوي
100%

ټاکل شوې، چې د ازاده سیالیو افغان لوبغاړی احمد حلیمسون د «اوکټاګون» سازمان د سیالۍ په ۸۳م پړاو کې د چک جمهوریت جان ملک پر وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته شي. دغه سیالي به د ۱۴۰۴کال (د سلواغې په ۱۱مه نېټه) د جرمني په شټګارټ کې د ۷۰ کیلوګرامه وزن په کټګورۍ کې ترسره شي.

۲۸ کلن افغان لوبغاړي احمد حلیمسون تر اوسه پورې په ۱۰ مسلکي سیالیو کې برخه اخیستې، چې له دې ډلې ۶ یې ګټلې او ۴ یې بایللې دي.

له بلې خوا، د چک جمهوریت ۳۳ کلن لوبغاړی جان ملک په «اېم‌اېم‌اې» سیالیو کې ډېره تجربه لري. هغه تر اوسه پورې په ۳۴ مسلکي سیالیو کې برخه اخیستې ده، چې ۱۸ یې ګټلې او ۱۶ یې بایللې دي.

100%

افغان ښځينه لوبغاړې د پاکستان د رزمي هنرونو په سیالیو کې اتلولي خپله کړه

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۰۶ GMT+۰
افغان ښځينه لوبغاړې د پاکستان د رزمي هنرونو په سیالیو کې اتلولي خپله کړه
100%

یوه افغانه ورزشکاره او مبارزه فرشته خاني د پاکستان د ترکیبي رزمي هنرونو په سیالیو کې ښه وځلېده او د یادو سیالیو اتلولي یې خپله کړه. هغې د څلورو پرله‌پسې بریاوو په ثبتولو سره د یادې سیالۍ د اتلولۍ کمربند وګاټه او د نیم مېلیون درهم نغدي جایزه یې هم وګټله.

فرشته خاني چې پخوا یې په ووشو سیالیو کې ښه فعالیت کړی، دا ځل یې د پاکستان په سترو ازاده سیالیو کې برخه اخیستې وه او د رزمي لوبو د مینه‌والو پام یې ځان ته راواړاوه.

هغه د پاکستان په کویټې ښار کې د فجر سوک وهنې اکاډمۍ کې د بسم الله ناصح په نوم د سوک وهنې افغان روزنکي تر څارنې لاندې تمرین کوي او له ډېرو هڅو او هلوځلو سره یې د رزمي لوبو د ورزشکارانو په منځ کې یو مهم مقام ترلاسه کړی دی.

100%

کرېکټ بورډ د ۱۹ کلنو اسیا جام سیالیو لپاره د لوبډلې نوملړ اعلان کړ

۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۵، ۱۲:۵۷ GMT+۰
کرېکټ بورډ د ۱۹ کلنو اسیا جام سیالیو لپاره د لوبډلې نوملړ اعلان کړ
100%

د افغانستان کرېکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي کمېټې د کرېکت اسیايي شورا اړوند د ۱۹ کلنو لوبغاړو د ۲۰۲۵ اسیا جام سیالیو لپاره د افغان ۱۹ کلنې کم عمره کرېکټ ملي لوبډلې نوملړ اعلان کړ. دغه سیالی د دسمبر په ۱۲ مه د افغانستان په کوربه توب ترسره کېږي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې یادې سیالۍ به د ډسمبر میاشتې تر ۲۱ نیټې پورې د متحده عربي اماراتو په دوو لوبغالو کې ترسره شي.

کرېکټ بورډ ویلي، چې د نوولس کلنو اسیا جام سیالیو لپاره د افغان لوبډله کې محبوب تسکین، خالد احمدزی، عثمان سادات، فیصل خان شینوزاده، عزیرالله نیازی، عزیزالله میاخېل، نظیف الله امیري، خاطرخان ستانکزی، نصرت الله نورستاني، عبدالعزیز خان، سلام خان احمدزی، واحدالله ځدراڼ، زیت الله شاهین، روح الله عرب او حفیظ الله ځدراڼ شامل دي.

د افغانستان د کرېکټ بورډ د لوبغاړو غوراوي کمېټې مشر احمدشاه سلیمانخېل ویلي:«افغان لوبډلې په تېرو څو میاشتو کې په خوست او ننګرهار ولایتونو کې ګڼ تمریناتي کمپونه او غوره چمتوالی ترسره کړی دی. د دغو تمریناتو پر مټ افغان لوبډلې په بنګله دېش او اسیا جام سیالیو کې خورا ښې لوبې ترسره کړې. موږ ډاډه یو چې د بنګله دېش او هند پر وړاندې سیالیو کې به افغان لوبډله لا زیاته چمتو شوې وي او هیله من یو چې افغان ځوانان به راتلونکو اسیا جام سیالیو کې غوره لوبه نندارې ته وړاندې کړي.»

افغان لوبډله اوسمهال د هند په بنګلور ښار کې ده او د درې اړخیزې لوبلړۍ له پایلوبې وروسته به په اسیا جام سیالیو کې د ګډون په موخه متحده عربي اماراتو ته سفر وکړي. افغان لوبډله د یادو سیالیو په دویم ګروپ کې د بنګله دېش، سریلانکا او دویم کوالیفایر لوبډلې سره چې په نږدې ورځو کې به په ډاګه شي، ځای لري او خپله لومړۍ لوبه به د راتلونکې دسمبر میاشتې په ۱۳مه نېټه د بنګله دېش د نوولس کلنې کم عمره لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي.