• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په بدخشان کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله د یوې ښځې په ګډون څلور کسان مړه شوي

۱۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۲۶ GMT+۰

په بدخشان ولایت کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند احسان‌الله کامګار خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په راغستان ولسوالۍ کې د یوې ټرافیکي پېښې له کبله د یوې مېرمنې په ګډون څلور کسان مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.

د هغه په وینا؛ د یادې پېښې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي. دغه پېښه پرون پنجشنبه (د لېندۍ ۱۳مه) د راغستان ولسوالۍ په «خواجه ملا» سیمه کې هغه مهال شوې، چې یو لنډکروزر موټر له سړکه اوښتی او د امو سېند ته لوېدلی دی.

ترویج لرونکی

د جګړې له ډګره تر بښنې؛ امریکايي پخوانی سرتېری له طالب قوماندان سره مخ شو
۱

د جګړې له ډګره تر بښنې؛ امریکايي پخوانی سرتېری له طالب قوماندان سره مخ شو

۲

طالبانو کابل ښار کې څه باندې ۲۵ جریبه ځمکه دولتي اعلان کړه

۳

د ښځو حقونو د پراخو محدودیتونو تر څنګ؛ طالبان په یوه میاشت کې د ۳۸۸ قضیو د حل ادعا کوي

۴

سرچینې: بدخشان کې د طالبانو د تازه دمو ځواکونو لېږدونکې چورلکې د راکټي برید موخه ګرځېدلي

۵
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له پاچاهۍ تر جلاوطنۍ؛ د پاچا محمد ظاهر شاه د ژوند کیسه

•
•
•

نور کیسې

د اریانا افغان هوایي شرکت د صادراتو او وارداتو لپاره یوه کارګو الوتکه پېرلې

۱۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۱۵ GMT+۰
100%

د طالبانو تر ادارې لاندې د اریانا افغان هوایي شرکت مشر بخت الرحمان شرافت وایي، د افغان سوداګرو د توکو د صادرولو او واردولو لپاره یې یوه کارګو الوتکه پېرلې ده. هغه وایي، له دې الوتکې سره به د هوایي ټرانسپورټ برخه کې پیاوړي، باوري او رقابتي خدمتونه وړاندې کړي.

پنج‌شنبه د (لېندۍ ۱۳مه) نوموړي ویلي: «د نوې چارټر کارګو الوتکې تړون ترسره کول د ملي سوداګرو سره د اریانا د ژمنیتا څرګندونه کوي». یادې ادارې زیاته کړې، چې ډېر ژر به دغه الوتکه هېواد ته راورسېږي او د سوداګرو د توکو د چټک لېږد لپاره به پراخ فعالیتونه پیل کړي.

همدا راز زیاته شوې، چې له دې سره به د سوداګرو لګښتونه را کم شي او د افغانستان صادراتو کې به هم د پام وړ زیاتوالی راشي. خبرپاڼه زیاتوي: « دغه الوتکه به د ملي سوداګرو د صادراتو او وارداتو د بهیر چټکتیا، اسانتیا او خوندیتوب لپاره نوې دروازې پرانیزي».

طالبان داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې تازه یې له پاکستان سره هر ډول سوداګریزې راکړې ورکړې منعه اعلان کړې او افغان سوداګرو ته یې سپارښتنه کړې چې پر بدیلو لارو یې غور وکړي. له دې سره هم‌مهاله طالبانو له ایران او د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره خپله سوداګریزه راشه درشه ډېره کړې.

تر دې وړاندې د مخکېني جمهوري نظام پر مهال هم پخواني ولسمشر محمداشرف غني د هوایي دهلېز پرانېسته کړې وه، چې له لارې یې د افغانستان صادرات بهرنیو هېوادونو ته استول کېدل. په دغه صادراتو کې د افغانستان تازه او وچې مېوې هم شاملې وې.

پر ډیورنډ بندې دروازې؛ د بار وړونکو موټرو پاکستاني چلوونکي لالهانده ګرځي

۱۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۱۵ GMT+۰
100%

پر ډیورنډ کرښه د تړلو دروازو له امله د بار وړونکو موټرو پاکستاني چلوونکي له څو اونیو راهیسې ایسار پاتې دي او ژوند یې له لالهاندیو ډک دی. پاکستانۍ اېکسپرېس ټربیون ورځپانې ویلي، چې د دغه موټر چلوونکو شمېر سلګونه کسانو ته رسېږي.

سوداګر او د ټرانسپورټي چارو پاکستاني مسوولین وايي، چې د دواړو هېوادونو مهمو سوداګریزو لارو تړل کېدو د سیمې د ټرانسپورټ بهیر فلج کړی دی. ګڼ شمېر چلوونکي چې پر ډیورنډ کرښه ایسار پاتې دي، نغدې پیسې او خپل لومړني توکي یې خلاص کړي دي.

د پاکستان ـ افغانستان ګډې سوداګرۍ خونې مشر جُنېد مکده په وینا؛ د «کینو» صادروونکي، د لېږدونې شرکتونه او د لوژستیک سکټور درنو زیانونو سره مخ شوي، ځکه د افغانستان، ایران او د منځنۍ اسیا هېوادونو بارونه پر ډیورنډ کرښه بند پاتې دي.

ډیورنډ کرښه د روان کال د اکټوبر میاشتې له ۱۱مې نېټې وروسته هغه مهال وتړل شوه، چې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ وسله‌والې نښتې وشوې. د دغه نښتو اصلي لامل پر کابل د پاکستاني الوتکو بریدونه او همدا راز د اسلام‌اباد هغه ادعاوې دي، چې ګنې افغانستان کې د «ټي‌ټي‌پي» په ګډون د دوی ضد وسله‌والې ډلې فعالې دي.

مکده ویلي، چې د سوداګرۍ ځنډ په پاکستان کې ستر کړکېچ رامنځته کړی او سلګونه چلوونکي په ګمرکي نقطو کې پرته له لومړنیو اسانتیاوو بند پاتې دي. نوموړي خبرداری ورکړ، دغه ګډوډي په داسې وخت کې رامنځته شوې چې د کینو موسمي صادرات خپل اوج ته رسېدلي.

تېر کال پاکستان د ۱۱۰ مېلیونه ډالرو په ارزښت د کینو صادرات لاره او سږکال اټکل شاوخوا ۱۰۰ مېلیونه ډالرو ته کېږي. د مکده په وینا؛ صادرونکي د لارو د بندېدو له امله نه‌شي کولی خپل بارونه د سیمې دودیزو بازارونو ته ولېږي، چې له امله یې بزګران، د عرضې لړۍ کارکوونکي او صادرونکي له سخت مالي فشار سره مخ شوي دي.

د نوموړي په خبره؛ زرګونه کانټینرونه چې دوه اړخیز مالونه، ټرانزیټي توکي او د منځنۍ اسیا بارونه په‌کې دي، په ټول پاکستان کې بند پاتې دي. په دې کې هغه بارونه هم شامل دي، چې افغانستان او ازبکستان ته د لېږد لپاره چمتو شوي وو.

په وار، وار افغان او پاکستاني سوداګرو غوښتنې کړې، چې د دوی راکړې ورکړې باید د سیاسي ترینګلتیاوو قرباني نه‌شي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تازه ویلي، چې له پاکستان سره یې د لارې د خلاصون په تړاو حکومت هېڅ ډول خبرې نه‌دي کړې. تر دې دمخه پاکستاني چارواکو ادعا کړې وه، چې د کابل واکمنو ترې د لارو د خلاصون غوښتنه کړې ده.

د طالبانو د کرنې وزارت وایي، روان کال په هلمند ولایت کې ۳۵ټنه شات تولید شوي

۱۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۰۲ GMT+۰
100%

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت خبر ورکړی، دا مهال په هلمند ولایت کې د شاتو مچیو د پالنې تر ۱۶۰ ډېر فارمونه فعالیت لري چې په روان کال کې یې ۳۵ټنه شات تولید کړي دي.

د هلمند د مچیو د پالونکو ټولنې مشر امیرخان ناصري وایي، چې په دغه ولایت کې د مچیو د پالنې فعالیت د تېر پرتله خورا وده کړې او شاوخوا ۴۰۰ کسان د شاتو مچیو پر پالنې بوخت دي.

د یاد وزارت په وینا؛ د مچیو دغه فارمونه تر ډېره د هلمند په نادعلي، موسی کلا، نوزاد، ګرمسیر، ناوه او لښکرګاه ښار کې فعالیت لري.

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت تر دې وړاندې ویلي و، دا مهال په افغانستان کې د شاتو مچیو ۳زره او ۲۰۰ فارمونه فعال دي چې هر کال ۲زره او ۲۰۰ مټریک ټنه شات تولیدوي. د طالبانو د معلوماتو له مخې؛ په افغانستان کې تر ۳زره ډېر کسان د شاتو مچیو پر پالنه بوخت دي.

له بل پلوه د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړۍوال سازمان (FAO) هم په افغانستان کې د شاتو مچیو د پالنې او کاروبارونو د پراختیا په برخه کې د ملاتړ ګڼې پروژې عملي کړې دي. دغه سازمان هیله‌ ښودلې، چې راتلونکو کلونو کې به دغه صنعت لا پراخ او پیاوړی شي.

طالبانو له اندونیزیایي چارواکو سره د کانونو او کرنیزو محصولاتو د پروسس په تړاو خبرې کړې دي

۱۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۳:۳۶ GMT+۰
100%

په اندونیزیا کې د طالبانو سفیر مولوي سعدالله بلوڅ د دغه هېواد د پانګې اچونې او صنعت له لوړپوړو چارواکو سره په ناسته کې ویلي، چې افغانستان د کانونو په برخه کې کافي فرصتونه لري. په دغه ناسته کې د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د پروسس په تړاو هم خبرې شوې دي.

جمعه د (لېندۍ ۱۴مه) په همدې تړاو خبرپاڼه کې راغلي، چې د‌ طالبانو سفیر په دغه ناسته کې د افغانستان پر اوسني ثبات، اداري او اقتصادي اصلاحاتو تر څنګ د پانګې اچونې د چاپېریال پر ښه‌والي ټینګار کړی دی.

خبرپاڼه کې زیاته شوې: «دغه ناسته کې د کانونو په برخه کې د همکارۍ فرصتونو، د کرنیزو محصولاتو پروسس، د سوداګرۍ پراختیا او د خصوصي سکټور د مشارکټ پر پیاوړتیا هم بحث وشو». د طالبانو او اندونیزیا دغه چارواکو د اقتصادي همکاریو ډېرېدو او په راتلونکي کې د اغېزمنو تعاملاتو د رامنځته کولو هیلې څرګندې کړې دي.

طالبانو په دې وروستیو کې خپله سوداګریزه تکیه پر پاکستان کمه کړې او افغان سوداګرو ته یې سپارښتنه کړې؛ څو د منځنۍ اسیا په ګډون نورې بدیلې لارې ولټوي. طالبان وخت ناوخت د منځنۍ اسیا تر څنګ د بېلابېلو هېوادونو له چارواکو سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا په تړاو ناستې ولاړې کوي.

نجیب علي‌خېل: د پاکستان او طالبانو ترمنځ کړکېچنه فضا لنډمهال کې بېرته د عادي کېدو وړ نه‌ده

۱۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۳:۱۰ GMT+۰
100%

په اسلام‌اباد کې د افغانستان د مخکېني جمهوري نظام سفیر نجیب‌الله علي‌خېل ویلي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ رامنځته شوی سیاسي او سوداګریز کړکېچ په نږدې راتلونکي کې د حل وړ نه ښکاري. هغه وایي، د دواړه خواوو ترمنځ به فشارونه او لفظي شخړې تر ډېره دوام وکړي.

نوموړي پر اېکس پاڼه په یوې لیکنه کې زیاته کړې، پاکستان لا هم د سیمې په کچه سیاسي محوره یا «جیو اېکونومېک» تګلاره مخته وړي او له اقتصادي محوره یا «جیو اېکونومېک» تګلارې سره چندان لېوالتیا نه‌لري.

دغه مخکېنی سفیر وایي، پاکستان له افغانستان سره په سوداګریزه برخه کې هم تل سیاسي چلند کړی او په مستقیمه توګه یې سوداګري تر سیاسي اغېزو لاندې راوستې. هغه زیاته کړې، افغانستان بدیلو سوداګریزو لارو ته سخته اړتیا لري. علي‌خېل لیکي: « د ایران بندر عباس او چابهار مرکزي اسیا او هم په راتلونکې کې د لاجورد لار او د واخان دهلېز مهمې لارې دي. خو له دغه مسیرونو لازمه ګټه اخیستل به هم وخت ته اړتیا ولري او هم له ځینو ننګونو سره مخ دي».

د نوموړي په وینا؛ د امریکا له لوري پر چابهار تحریمونه په ډاګه کوي، چې د افغان سوداګرۍ لپاره دغه مسیر په اوږد مهال کې چندان د ډاډ وړ نه‌دی. هغه وړاندې زیاتوي: «ښایي ایران هم د افغانستان شرایطو او احتیاج ته په کتو، په راتلونکې کې د اوبو او نورو مسایلو په هکله، ځینې نوې غوښتنې مطرح کړي».

دغه مخکېنی افغان سفیر په تاجکستان کې د چینایي وګړو وژنې ته په اشارې سره وایي، د سیمې امنیتي حالت لا هم د ډاډ وړ نه‌دی او دغه ډول پېښې به د افغانستان پر مسایلو اغېزې ولري او ښايي نوې ننګوونې رامنځته کړي. د دغه پخواني چارواکي اندېښنې داسې مهال دي، چې په دې وروستیو کې د طالبانو او اسلام‌اباد ترمنځ سیاسي کړکېچ خپل اوج ته رسېدلی دی.

دواړو لوریو پر ډیورنډ کرښه دروازې تړلې او هر ډول سوداګریزې راکړې ورکړې یې هم سره بندې کړې دي. هم‌مهاله پاکستان د افغان کډوالو اېستلو تګلاره غوره کړې او په نړۍوالو ناستو کې یې پر کابل واکمن طالبان تورن کړي، چې د «ټي‌ټي‌پي» په ګډون یې د دوی ضد وسله‌والو ډلو ته پناه ځایونه ورکړي دي.