• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د کرنې وزارت وایي، روان کال په هلمند ولایت کې ۳۵ټنه شات تولید شوي

۱۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۰۲ GMT+۰

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت خبر ورکړی، دا مهال په هلمند ولایت کې د شاتو مچیو د پالنې تر ۱۶۰ ډېر فارمونه فعالیت لري چې په روان کال کې یې ۳۵ټنه شات تولید کړي دي.

د هلمند د مچیو د پالونکو ټولنې مشر امیرخان ناصري وایي، چې په دغه ولایت کې د مچیو د پالنې فعالیت د تېر پرتله خورا وده کړې او شاوخوا ۴۰۰ کسان د شاتو مچیو پر پالنې بوخت دي.

د یاد وزارت په وینا؛ د مچیو دغه فارمونه تر ډېره د هلمند په نادعلي، موسی کلا، نوزاد، ګرمسیر، ناوه او لښکرګاه ښار کې فعالیت لري.

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت تر دې وړاندې ویلي و، دا مهال په افغانستان کې د شاتو مچیو ۳زره او ۲۰۰ فارمونه فعال دي چې هر کال ۲زره او ۲۰۰ مټریک ټنه شات تولیدوي. د طالبانو د معلوماتو له مخې؛ په افغانستان کې تر ۳زره ډېر کسان د شاتو مچیو پر پالنه بوخت دي.

له بل پلوه د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړۍوال سازمان (FAO) هم په افغانستان کې د شاتو مچیو د پالنې او کاروبارونو د پراختیا په برخه کې د ملاتړ ګڼې پروژې عملي کړې دي. دغه سازمان هیله‌ ښودلې، چې راتلونکو کلونو کې به دغه صنعت لا پراخ او پیاوړی شي.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۳
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۴
ځانګړی

طالبان او ایران د افغانستان دانټرنېټ د کاروونکو د څار لپاره د اپلیکیشن پر جوړولو کار کوي

۵

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې

•
•
•

نور کیسې

طالبانو له اندونیزیایي چارواکو سره د کانونو او کرنیزو محصولاتو د پروسس په تړاو خبرې کړې دي

۱۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۳:۳۶ GMT+۰

په اندونیزیا کې د طالبانو سفیر مولوي سعدالله بلوڅ د دغه هېواد د پانګې اچونې او صنعت له لوړپوړو چارواکو سره په ناسته کې ویلي، چې افغانستان د کانونو په برخه کې کافي فرصتونه لري. په دغه ناسته کې د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د پروسس په تړاو هم خبرې شوې دي.

جمعه د (لېندۍ ۱۴مه) په همدې تړاو خبرپاڼه کې راغلي، چې د‌ طالبانو سفیر په دغه ناسته کې د افغانستان پر اوسني ثبات، اداري او اقتصادي اصلاحاتو تر څنګ د پانګې اچونې د چاپېریال پر ښه‌والي ټینګار کړی دی.

خبرپاڼه کې زیاته شوې: «دغه ناسته کې د کانونو په برخه کې د همکارۍ فرصتونو، د کرنیزو محصولاتو پروسس، د سوداګرۍ پراختیا او د خصوصي سکټور د مشارکټ پر پیاوړتیا هم بحث وشو». د طالبانو او اندونیزیا دغه چارواکو د اقتصادي همکاریو ډېرېدو او په راتلونکي کې د اغېزمنو تعاملاتو د رامنځته کولو هیلې څرګندې کړې دي.

طالبانو په دې وروستیو کې خپله سوداګریزه تکیه پر پاکستان کمه کړې او افغان سوداګرو ته یې سپارښتنه کړې؛ څو د منځنۍ اسیا په ګډون نورې بدیلې لارې ولټوي. طالبان وخت ناوخت د منځنۍ اسیا تر څنګ د بېلابېلو هېوادونو له چارواکو سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا په تړاو ناستې ولاړې کوي.

نجیب علي‌خېل: د پاکستان او طالبانو ترمنځ کړکېچنه فضا لنډمهال کې بېرته د عادي کېدو وړ نه‌ده

۱۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۳:۱۰ GMT+۰

په اسلام‌اباد کې د افغانستان د مخکېني جمهوري نظام سفیر نجیب‌الله علي‌خېل ویلي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ رامنځته شوی سیاسي او سوداګریز کړکېچ په نږدې راتلونکي کې د حل وړ نه ښکاري. هغه وایي، د دواړه خواوو ترمنځ به فشارونه او لفظي شخړې تر ډېره دوام وکړي.

نوموړي پر اېکس پاڼه په یوې لیکنه کې زیاته کړې، پاکستان لا هم د سیمې په کچه سیاسي محوره یا «جیو اېکونومېک» تګلاره مخته وړي او له اقتصادي محوره یا «جیو اېکونومېک» تګلارې سره چندان لېوالتیا نه‌لري.

دغه مخکېنی سفیر وایي، پاکستان له افغانستان سره په سوداګریزه برخه کې هم تل سیاسي چلند کړی او په مستقیمه توګه یې سوداګري تر سیاسي اغېزو لاندې راوستې. هغه زیاته کړې، افغانستان بدیلو سوداګریزو لارو ته سخته اړتیا لري. علي‌خېل لیکي: « د ایران بندر عباس او چابهار مرکزي اسیا او هم په راتلونکې کې د لاجورد لار او د واخان دهلېز مهمې لارې دي. خو له دغه مسیرونو لازمه ګټه اخیستل به هم وخت ته اړتیا ولري او هم له ځینو ننګونو سره مخ دي».

د نوموړي په وینا؛ د امریکا له لوري پر چابهار تحریمونه په ډاګه کوي، چې د افغان سوداګرۍ لپاره دغه مسیر په اوږد مهال کې چندان د ډاډ وړ نه‌دی. هغه وړاندې زیاتوي: «ښایي ایران هم د افغانستان شرایطو او احتیاج ته په کتو، په راتلونکې کې د اوبو او نورو مسایلو په هکله، ځینې نوې غوښتنې مطرح کړي».

دغه مخکېنی افغان سفیر په تاجکستان کې د چینایي وګړو وژنې ته په اشارې سره وایي، د سیمې امنیتي حالت لا هم د ډاډ وړ نه‌دی او دغه ډول پېښې به د افغانستان پر مسایلو اغېزې ولري او ښايي نوې ننګوونې رامنځته کړي. د دغه پخواني چارواکي اندېښنې داسې مهال دي، چې په دې وروستیو کې د طالبانو او اسلام‌اباد ترمنځ سیاسي کړکېچ خپل اوج ته رسېدلی دی.

دواړو لوریو پر ډیورنډ کرښه دروازې تړلې او هر ډول سوداګریزې راکړې ورکړې یې هم سره بندې کړې دي. هم‌مهاله پاکستان د افغان کډوالو اېستلو تګلاره غوره کړې او په نړۍوالو ناستو کې یې پر کابل واکمن طالبان تورن کړي، چې د «ټي‌ټي‌پي» په ګډون یې د دوی ضد وسله‌والو ډلو ته پناه ځایونه ورکړي دي.

شهباز شریف او د قرغزستان ولسمشر ټینګار کړی، چې طالبان باید د ترهګرۍ خلاف کړې ژمنې عملي کړي

۱۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۳۶ GMT+۰

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف او د قرغزستان لومړي وزیر سادر جباروف په اسلام‌اباد کې د یوې ناستې پر مهال ټینګار کړی، چې پر افغانستان واکمن طالبان باید د سیمې ثبات او امنیت په تړاو خپلې ژمنې عملي کړي.

له اسلام‌اباده د خپرېدونکې اېکسپرېس ټرېبیون ورځپانې راپور کې راغلي، چې دواړه لوریو ټینګار کړی؛ څو پر کابل واکمن طالبان د پاکستان مشروع امنیتي اندېښنې د عملي، باور وړ او اغېزمنو ګامونو په اخیستلو سره لرې کړي.

راپور کې زیاته شوې، چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف او د قرغزستان ولسمشر سادر جباروف د یوه با ثباته، ارام او د سیمه‌ییزې همکارۍ پر روحیه ولاړ افغانستان پر اړتیا ټینګار وکړ. دواړه لوریو وویل، که طالبان خپلو امنیتي ژمنو ته پاملرنه ونه کړي؛ نو دا به د سیمې او په ځانګړي ډول د پاکستان لپاره مستقیم ګواښ وي.

د دواړو هېوادونو مشرانو یو ځل بیا په دې ټینګار کوي، چې د سوېلي او منځنۍ اسیا د سولې او ودې راتلونکی د یو با ثباته او مسوولیت منونکي افغانستان پرته ناشونی دی. دوی له طالبانو وغوښتل، د هغو سختدریځو ډلو د مخنیوي لپاره بې‌درېغه او ارزول کېدونکي ګامونه واخلي چې د افغانستان له خاورې د ګاونډیو پر ضد کار اخلي.

اسلام‌اباد په وار، وار ادعا کړې، چې پر کابل واکمنو افغان طالبانو د دوی ضد وسله‌والې ډلې د پاکستاني طالبانو غورځنګ «ټي‌ټي‌پي» ته په خپله خاوره کې ښکاره پناه ځایونه ورکړي او د هغوی ملاتړ هم کوي. بل لوري پر کابل د واکمنې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد بیا په وار، وار ټینګار کړی، چې دوی د پاکستان ضد ډلو ته ځای نه‌دی ورکړی او دغه هېواد کې روانې نا امنۍ د اسلام‌اباد داخلي ناکامي ده.

په دغه خبرو کې دواړه هېوادونو د افغانستان ترڅنګ د سیمې امنیتي وضعیت، نړۍوال بدلونونه، د شخړو د سوله‌ییزو حل لارو او د نړۍوالو قوانینو پر رول هم بحثونه وکړل.

د قرغزستان د ولسمشر د سفر پر دوام، پاکستان او قرغزستان د انرژۍ، سوداګرۍ، کانونو، پوهنې، کلتور، ګرځندوی او کرنې په برخو کې ۱۵ ګډ اسناد لاسلیک کړل. دواړه هېوادونو هوډ څرګند کړ، چې دوه اړخیز سوداګریز حجم به تر ۲۰۲۸کاله پورې ۲۰۰ مېلیون ډالرو ته ورسوي.

په بدخشان کې یوه واورین پړانګ د ځايي خلکو لسګونه څاروي داړلي دي

۱۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۱:۵۷ GMT+۰

په بدخشان کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست وایي، د دغه ولایت په واخان ولسوالۍ کې یوه وحشي پړانګ د خلکو لسګونه څاروي داړلي او د سیمې ‌اوسیدونکو ته یې مالي زیانونه اړولي دي.

د دغه ریاست په خبرپاڼه کې چې د پنجشنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۳مه) خپره شوې، ویل شوي چې واورین پړانګ یو ځل بیا د واخان په ولسوالۍ کې د خلکو پر رمو برید کړی او ۱۸ څاروي یې له‌منځه وړي دي.

د طالبانو د بدخشان د کرنې او مالدارۍ ریاست د معلوماتو پر بنسټ، دغه پړانګ څو ورځې وړاندې (د لیندۍ پر ۱۰مه) هم د کشني په کلي کې د خلکو ۲۷ څاروي داړلي و. د دغه ریاست په خبره دا دویم ځل دی چې پړانګ د سیمې د خلکو رمې داړي.

د سیمې خلکو دغه پېښه خطرناکه بللې او ویلي یې دي، که د دغه ډول بریدونو مخه ونه نیول شي، د غرنیو سیمو اوسېدونکي به له جدي ګواښ سره مخ شي.

واخان د بدخشان یوه غرنۍ ولسوالۍ ده، چې د افغانستان د لویې یخچالي سیمې په توګه پېژندل کېږي. د دې ولسوالۍ ډېری اوسېدونکي د څارویو په ساتنه بوخت دي. د ژمي موسم په رارسېدو سره، د خوراک په لټه کې صحرایي پړانګان او نور وحشي ژوي دغې سیمې ته راځي.

د یو بل خبر له مخې، د بدخشان ولایت لپاره د طالبانو امنیه قومندانۍ ویلي، چې د دغه ولایت د راغستان ولسوالۍ په لاره کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله د یوې ښځې په ګډون څلور تنه مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.

د ټرمپ حکومت یو ځل بیا امریکا ته د افغانانو د لېږدونې پر پروګرام سختې نیوکې وکړې

۱۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۴۰ GMT+۰

د ټرمپ حکومت په امریکا کې پر افغان کډوالو لفظي بریدونه زیات کړي دي. د امریکا د کورني امنیت وزارت د پنجشنبې په ورځ د هغو شپږو افغان کډوالو نومونه خپاره کړل، چې په بېلابېلو تورونو نیول شوي او ادعا یې وکړه، چې د بایډن حکومت «یو شمېر ناقانونه او مجرم افغانان» امریکا ته لېږدولي دي.

دغه تونده اعلامیه یوه ورځ وروسته له هغه خپره شوه، چې د افغانستان د ملي امنیت پخوانی افسر جهان‌ شاه ساپی له داعش سره د همکارۍ په تور ونیول شو.د افغانستان دوو مخکنيو امنیتي چارواکو او د ساپي کورنۍ د امریکا دا تور رد کړی او ویلي یې دي، چې جهان‌ شاه د داعش پر وړاندې جنګېدلی او ان ټپي شوی هم دی.جنرال سمیع سادات له امریکا غوښتنه کړې، چې ساپی خوشې کړي.

د امریکا د کورني امنیت وزارت په خپله اعلامیه کې ادعا کړې، چې «د بایډن د حکومت پر مهال د افغانانو د بشري انتقال پروګرام په ځانګړي ډول د متحدینو د هرکلي عملیات، زرګونه بې اسناده افغانان، چې په‌کې ترهګر، جنسي تیري کوونکي، د ماشومانو ځورونکي او تښتوونکي شامل دي امریکا ته داخل کړي دي.»

دا لومړی ځل دی، چې د ټرمپ حکومت په دومره تونده او کډوال‌ وېرونکي ژبه پر افغان پناه غوښتونکو برید کوي.

د دې ډول الفاظو کارول د هغوسختو څرګندونو یاد راژوندي کوي، چې د ټرمپ چارواکو د لاتینې امریکا د پناه‌ غوښتونکو په تړاو کولې.

د ټرمپ حکومت وايي، د طالبانو له واکمنېدو وروسته د بایډن حکومت له ۱۹۰ زره زیات افغانان امریکا ته انتقال کړي دي. د دوی له ډلې ځینې لکه جهان‌ شاه ساپی د امنیتي ځواکونو پخواني غړي و، چې د طالبانو د احتمالي غچ اخیستنې له وېرې امریکا ته وړل شوي دي.

د امریکا د کورني امنیت وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي، چې د ټرمپ حکومت «هغه پېژندل شوي یا شکمن ترهګر، مجرمین او ناقانونه وګړي نیسي، چې د بایډن د واکمنۍ پر مهال د بشري انتقال د پروګرامونو له لارې دغه هېواد ته داخل شوي دي.»

په اعلامیه کې د شپږو افغان وګړو نومونه اخیستل شوي، قسمت‌الدین زعفران، منصور ولي‌زاده، محمد طیب رسولي، جاوید غمګین، اسیرالله خالد خان او سید محمد ټڼی چې په تېرو شپږو میاشتو کې نیول شوي دي.

هغوی په «تښتونه او جنسي تیري، د کم عمره کسانو ځورولو او له هغوی سره د جنسي اړیکو، غلا، د نشه‌ يي توکو ساتلو او د ټرافیکي پېښې له ځایه د تېښتې» په جرمونو تورن دي.

د افغانستان د دفاع وزارت پخواني مرستیال تمیم عاصي د جهان‌ شاه ساپي د نیولو او د امریکايي چارواکو له‌خوا د افغان کډوالو په تړاو پر لفظي بریدونو نیوکې کړې دي.

هغه ویلي، چې ټرمپ د افغان کډوالو له موضوع څخه د سیاسي وسیلې په توګه ګټه اخلي.

نوموړي په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د واشنګټن پېښه «د ټرمپ ادارې د سیاسي وسیلې په توګه وکاروله، ځکه چې د اپسټین جنسي رسوايي له امله په بېلابېلو سروې ګانو کې د هغه شهرت او محبوبیت کم شوی و او ډیری نظر پوښتنو وړاندوینه کړې وه، چې جمهوري غوښتونکي به د منځمهاله ټاکنې له لاسه ورکړي. ټرمپ د یوه فرصت په تمه و، چې پیښ شي او د متحده ایالاتو پر کډوالۍ سیسټم برید پیل کړي. دا یوه پلمه شوه.»

د ټرمپ حکومت اعلان کړی، چې د افغان کډوالو لپاره د ویزې، ګرین‌ کارت او تابعیت ورکولو پروسه تر نامعلوم وخته ځنډولې ده. واشنګټن د دې پریکړې دلیل د امریکا د ملي امنیت لپاره د ګواښ په توګه افغان کډوال یاد کړي دي.

دا اقدامات په واشنګټن ډي‌سي کې د امریکا د ملي ګارد پر دوو غړو د یوه افغان تر برید وروسته ترسره شول. په دې برید کې د ملي ګارد یوه غړې ووژل شوه او بل یې ټپي دی.