له اسلاماباده د خپرېدونکې اېکسپرېس ټرېبیون ورځپانې راپور کې راغلي، چې دواړه لوریو ټینګار کړی؛ څو پر کابل واکمن طالبان د پاکستان مشروع امنیتي اندېښنې د عملي، باور وړ او اغېزمنو ګامونو په اخیستلو سره لرې کړي.
راپور کې زیاته شوې، چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف او د قرغزستان ولسمشر سادر جباروف د یوه با ثباته، ارام او د سیمهییزې همکارۍ پر روحیه ولاړ افغانستان پر اړتیا ټینګار وکړ. دواړه لوریو وویل، که طالبان خپلو امنیتي ژمنو ته پاملرنه ونه کړي؛ نو دا به د سیمې او په ځانګړي ډول د پاکستان لپاره مستقیم ګواښ وي.
د دواړو هېوادونو مشرانو یو ځل بیا په دې ټینګار کوي، چې د سوېلي او منځنۍ اسیا د سولې او ودې راتلونکی د یو با ثباته او مسوولیت منونکي افغانستان پرته ناشونی دی. دوی له طالبانو وغوښتل، د هغو سختدریځو ډلو د مخنیوي لپاره بېدرېغه او ارزول کېدونکي ګامونه واخلي چې د افغانستان له خاورې د ګاونډیو پر ضد کار اخلي.
اسلاماباد په وار، وار ادعا کړې، چې پر کابل واکمنو افغان طالبانو د دوی ضد وسلهوالې ډلې د پاکستاني طالبانو غورځنګ «ټيټيپي» ته په خپله خاوره کې ښکاره پناه ځایونه ورکړي او د هغوی ملاتړ هم کوي. بل لوري پر کابل د واکمنې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد بیا په وار، وار ټینګار کړی، چې دوی د پاکستان ضد ډلو ته ځای نهدی ورکړی او دغه هېواد کې روانې نا امنۍ د اسلاماباد داخلي ناکامي ده.
په دغه خبرو کې دواړه هېوادونو د افغانستان ترڅنګ د سیمې امنیتي وضعیت، نړۍوال بدلونونه، د شخړو د سولهییزو حل لارو او د نړۍوالو قوانینو پر رول هم بحثونه وکړل.
د قرغزستان د ولسمشر د سفر پر دوام، پاکستان او قرغزستان د انرژۍ، سوداګرۍ، کانونو، پوهنې، کلتور، ګرځندوی او کرنې په برخو کې ۱۵ ګډ اسناد لاسلیک کړل. دواړه هېوادونو هوډ څرګند کړ، چې دوه اړخیز سوداګریز حجم به تر ۲۰۲۸کاله پورې ۲۰۰ مېلیون ډالرو ته ورسوي.