په کارابین کې پر یوې کښتۍ د امریکا په برید کې څلور کسان وژل شوي دي

د امریکا پوځ اعلان کړی، چې ځواکونو یې په کارابین کې د «نشهیي توکو پر بار وړونکې» کښتۍ برید کې څلور کسان وژلي دي. د امریکا پوځ پر اېکس پاڼه ادعا کړې، چې دغه کښتۍ د یوه «ترهګریز سازمان» لهخوا اداره کېده.
د ټرمپ ادارې په نړۍوالو اوبو کې د نشهیي توکو قاچاق وړونکو پر وړاندې د یو میاشتني کمپاین په ترڅ کې لږترلږه ۸۰ کسان وژلي دي.




