تر اوربند وروسته؛ پر غزې د اسراییل په بریدونو کې ۳۶۰ فلسطینیان وژل شوي دي

د فلسطین روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې د اکټوبر له لسمې نېټې د اوربند له پیل راهیسې تر اوسه پر غزې د اسراییل په بریدونو کې ۳۶۰ فلسطینیان وژل شوي او ۹۲۲ نور ټپیان دي. د راپور له مخې؛یوازې د اکټوبر په ۱۹مې او ۲۹مې نېټې بریدونو کې ټولټال ۱۵۴ کسان وژل شوي دي.
د اسراییل او حماس تر منځ د اوربند تړون د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وړاندیز شوې طرحې پر بنسټ عملي شوی دی. د یادې طرحې په لومړي پړاو کې یو شمېر اسراییلي او فلسطیني بندیان هم خوشې شوي وو.




