امریکا یو شمېر کډوالو ته د کاري اجازې موده له پنځو کلونو نه ۱۸میاشتو ته را ټیټه کړه

د متحده ایالاتو د کډوالو او تابعیت ادارې (USCIS) د یو شمېر بهرنیو کډوالو د کار اجازې موده له پنځو کلونو نه ۱۸ میاشتو ته راکمه کړې ده.

د متحده ایالاتو د کډوالو او تابعیت ادارې (USCIS) د یو شمېر بهرنیو کډوالو د کار اجازې موده له پنځو کلونو نه ۱۸ میاشتو ته راکمه کړې ده.
د دغې ادارې مشر وویل: «د کار اجازې د اعتبار د مودې کمول دا ډاډ رامنځته کوي هغه کسان چې په امریکا کې د کار اراده لري، د عامه امنیت لپاره ګواښ نه شي او د امریکا ضد نظریات ونه لري».
دغه نوې تګلاره به پر هغو بهرنیانو پلي کېږي چې «په امریکا کې یې پناه اخیستې، د پناه غوښتنې دوسیې یې روانې دي، د ایستلو (deportation) د مخنیوي حکم لري، یا د قانوني استوګنې د حالت بدلون (Adjustment of Status) غوښتونکي دي».
دغه پرېکړه هممهاله د امریکا د خزانې وزارت له هغو نویو لارښونو سره اعلان شوې چې د ډونالډ ټرمپ د حکومت د سختو مهاجرتي پالیسيو د پلي کېدو په لړ کې صادریږي. دا اقدامات په واشنګټن کې پر ملي ګارډ تر برید وروسته ګړندي شوي دي.
له بلې خوا، د امریکا ستره محکمه د هغه طرحې ارزونه کوي چې د ټرمپ حکومت له مخې د زیږون پر بنسټ پر تابعیت د بندیز لګول غواړي. د امریکا د اساسي قانون له مخې، هر څوک چې د دغه هېواد په خاوره کې وزېږي، د امریکا تبعه ګڼل کېږي.
ډونالډ ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ په لومړۍ ورځ د همدې موضوع په تړاو د تابعیت د لغوه کولو اجرایي فرمان هم صادر کړی و.


امریکایي چارواکو د جمعې په ورځ وویل، چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړي استازي سټیو وټکاف په تېرو دوو ورځو کې په میامي کې د اوکراین له لوړپوړي مرکچي رستم امیدوف سره «مثمرې» خبرې کړې دي او د شنبې لپاره نورې ناستې هم پلان شوې دي.
وټکاف او د ټرمپ زوم جیرډ کوشنر له امیدوف او د اوکراین د پوځ له مشر جنرال اندري هناتوف سره لیدلي او دواړو لورو دغه خبرې «رغنده» بللي چې هدف یې اوکراین ته د تلپاتې او عادلانه سولې د یوه باور وړ لوري موندل دي.
د جمعې د ورځې په ناسته کې، چې په تېرو دوو اونیو کې شپږمه ناسته وه، امیدوف ټینګار وکړ، د اوکراین لومړیتوب دا دی چې داسې هوکړه ترلاسه کړي چې پهکې د هېواد خپلواکي او حاکمیت خوندي او د اوکراینیانو امنیت تضمین وي او همداراز د یوې هوسا ډیموکراتیکې راتلونکې لپاره باثباته بنسټ ولري.
د سې شنبې په ورځ په مسکو کې اوږدې خبرې وشوې، خو پایله یې نهدرلوده. ټرمپ په بیا بیا له دې سرټکولی او ویلي یې دي چې د اوکراین جګړه له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د اروپا خونړۍ جګړه ده. هغه وخت په وخت پوتین او د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي هم ګواښلي دي.
په دې اوونۍ کې د امریکا او اوکراین چارواکو د امنیتي ترتیباتو پر چوکاټ موافقه وکړه او د هغو دفاعي وړتیاوو په اړه یې خبرې وکړې چې د دوامدارې سولې لپاره اړینې دي، خو د جزییاتو له ورکولو یې ډډه شوې ده.
دواړو لورو ویلي، چې هر ډول ریښتینی پرمختګ به روسیې پورې تړلی وي چې د اوږدمهالې سولې لپاره جدي ژمنه وښيي، چې پهکې د تاوتریخوالي کمول او د وژنو پای ته رسول شامل دي.
د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي تر دې وړاندې ویلي و، چې د میامي په یوه نامعلوم ځای کې روانې ناستې «مثمرې» وې او «پرمختګ شوی دی.»
یوې سرچینې وویل، چې وټکاف او کوشنر له پوتین سره تر لیدو وړاندې موافقه کړې وه، چې وروسته به د اوکراین له استازو سره د خپلو خبرو جزییات شریکوي.
د کرملین د بهرنۍ پالیسۍ لوړ پوړي سلاکار یوري اوشاکوف د جمعې په ورځ وویل، چې پوتین او وټکاف د «پوره تفاهم» کچې ته رسېدلي و، چې خبرو ته یې دوستانه فضا ورکړې وه.
پوتین په کرملین کې د پنځو ساعتونو لپاره له وټکاف او کوشنر سره ولیدل او د امریکا ملاتړ لرونکي پلان په اړه یې خبرې وکړې چې هدف یې په اوکراین کې د جګړې پایته رسول دي. پوتین وروسته دغه خبرې «ډېرې ګټورې» وبللې.

د امریکا د کورني امنیت وزارت وايي، په واشنګټن کې د ملي ګارد پر سرتیرو له برید وروسته دوی د ارزونې یو مرکز جوړوي.دغه وزارت ویلي، د کورني امنیت وزیره کریسټي نوم به دغه مرکز مدیریت کړي او د هغو ترهګرو، بهرنیو مجرمانو او ګواښ جوړوونکو مخه به نيسي چې عامه خوندیتوب ته زیان اړوي.
د امریکا د کورني امنیت وزارت د جمعې په ورځ (د لیندۍ ۱۴مه) ویلي، چې دغه مرکز به د ټولو روانو او منظور شویو بهرنیانو غوښتنلیکونه بیا ارزوي.
امریکايي چارواکو ډاډ ورکړی، چې دغه مرکز به له فدرالي چارواکو سره د «ترهګرو، مجرم بهرنیانو او ګواښ پېښوونکو» په پېژندلو او پيدا کولو کې مرسته وکړي.
د امریکا د کورني امنیت وزارت د خدماتو ادارې مشر جو ایډلو د کډوالۍ په برخه کې د یاد مرکز رول مهم ګڼلی او زیاته کړې یې ده: «د تاوتریخوالي د څو وروستیو پیښو په تعقیب، چې د ملي ګارد پر سرتېرو د یوه بهرني وګړي برید هم شامل دی د دې مرکز ارزونې موږ ته د ملي امنیت د ساتنې او عامه خوندیتوب لپاره ډېرې وړتیاوي راکړې.»
د معلوماتو لهمخي، د دې مرکز په بشپړ فعال کېدو سره به د کډوالۍ غوښتنلیکونه او عرض پاڼې په عصري ټکنالوژۍ وکتل شي.
د ټرمپ د ادارې چارواکي وایي،د بایډن د حکومت پر مهال پرته له دې، چې ملي امنیت او د ټولنې خوندیتوب ته پام وشي امریکا ته د استوګنې او کډوالۍ پروسه چټکه کړې وه.

د امریکا د ۲۰۲۵ د ملي امنیت په نوې ستراتیژۍ کې، د ډونالډ ټرمپ حکومت اعلان کړی، واشنګټن لا هم ژمن دی چې د هرمز تنګی پرانیستی وساتي او د خلیج فارس پر انرژۍ د «ښکاره دښمنانو» د واکمنۍ مخه ونیسي، په داسې حال کې چې په یاد سند کې د ایران ګواښ د پخوا پرتله کم مهم ښودل شوی دی.
د «۲۰۲۵ ملي امنیت ستراتیژیک» سند چې د پنجشنبې په ماښام د لیندۍ په ۱۳مه خپور شوی، د ایران د رول، د خلیج فارس د انرژۍ امنیت او د منځني ختیځ د ځایګي په اړه د امریکا نوې ارزونه وړاندې کوي.
امریکا په دې سند کې ټینګار کړی، چې د خلیج فارس د انرژۍ پر سرچینو د «ښکاره دښمنانو» د واکمنېدو مخنیوی او د هرمز د تنګي پرانیستي پاتې کېدل، لا هم د متحده ایالاتو بنسټیزې ګټې دي.
له دې سره، په دې سند کې د ایران له لوري راولاړېدونکی ګواښ د تېر پرتله پیکه ښودل شوی دی.
د سند په یوې برخه کې راغلي: «ایران چې په سیمه کې اصلي بېثباته کوونکی ځواک ګڼل کېږي، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې وروسته د اسراییل د اقداماتو او د ۲۰۲۵ کال د جون د -نیمې شپې چکش- عملیاتو له امله سخت کمزوری شوی او د هغه په اټومي وړتیاوو کې د پام وړ کمښت راغلی دی.»
په تېرو کلونو کې د ایران نظامي چارواکو څو ځله ګواښ کړی و، که له لویدیځ سره نښته رامنځته شي، دوی کولای شي د هرمز تنګی وتړي. د ایران پوځ او سپاه پاسداران هم په وار وار د خلیج فارس په سیمه کې پوځي تمرینونه ترسره کړي دي.
د یادونې وړ ده، چې د امریکا په دغه نوي سند کې د تهران د وړتیاوو یا نیت په اړه ډېر جزییات نهدي وړاندې شوي او لاهم څرګنده نه ده، چې واشنګټن به د احتمالي بحران پر مهال د مداخلې کومه کچه په پام کې ونیسي.

په کابل کې د طالبانو د ټرافیک اداره وايي، په غزني او بدخشان کې په درېیو جلا جلا ټرافیکي پېښو کې ۴ کسان مړه او ۱۶ نور ټپيان شوي دي.دغه اداره پر لویو لارو دوامداره ټرافیکي څار د پيښو په کموالي کې اغېزناک ګڼي.
په کابل کې د طالبانو د ټرافیک ادارې د تامیناتو مشر حکمتالله سمیر د جمعې په ورځ (د لیندۍ ۱۴مه) ویلي، د کابل- کندهار پر لویه لاره د غزني په مرکز کې د یوه ټېلر او بس موټر د ټکر له امله ۹ تنه ټپيان شوي، په یوې بلې ورته پېښه کې ۷ کسان ټپيان او په بدخشان کې د یو موټر د چپه کېدو په پېښه کې ۴ تنه مړه شوي دي.
نوموړي ویلي، چې پر لویو لارو د ټرافیک قوانینو د تطبیق او د دوامداره څار له امله تر پخوا په ټرافیکي پېښو کې کمښت راغلی دی.
خو د هېواد د لویو لارو موټر چلوونکي تنګ سړکونه، پر لارو د ټرافیکي نښو نښانو نشتوالی او ګڼه ګوڼه د ټرافیکي پيښو لاملونه ګڼي، خو مسافر بیا د موټر چلوونکو بې احتیاطي د ورته پېښو د رامنځته کېدو اصلي لامل ګڼي.

د امریکا د استازو د جرګې ۴۴ ډیموکرات غړو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبيو ته په یوه لیک کې د پاکستان پر لوړپوړو چارواکو د بیړنیو بندیزونو غوښتنه کړې ده.دوی دا غوښتنه په پاکستان کې «له پولو هاخوا د ځورونې د پراخېدونکي کمپاین او د بشري حقونو د خرابېدونکي بحران» په نوم یادوي.
د پاکستان ډان ورځپاڼې په خپل یوه خبر کې ویلي، چې دا هڅه د کانګرس ډيموکراتې غړې پرمیلا جیاپال او کانګرس مېمبر ګرېګ کاسار په مشرۍ ترسره شوې او په دې لیک کې د جرګې د دوو مسلمان غړو الهان عمر او رشیده طلیب چې د فلسطین او نورو اسلامي موضوعاتو په اړه مشهور دي لاسلیکونه هم شامل دي.
په دې لیک کې چې د چهارشنبې په ورځ خپور شوی، قانون جوړوونکو پر پاکستاني چارواکو د هدفمند فشار غوښتنه کړې، چې پهکې د ویزو بندیزونه او د هغو چارواکو د شتمنیو کنګل کول شامل دي، چې د امریکا د وګړو او اوسېدونکو د ګواښلو مسوول بلل کېږي.
له ۴۰ زیاتو قانون جوړوونکو له مارکو روبيو غوښتي چې پر هغو پاکستاني چارواکو بندیزونه ولګوي، چې «له هېواده بهر د خپلو مخالفینو په ځورونو» کې ښکېل دي.
په لیک کې ټینګار شوی، چې واشنګټن باید د هغو کسانو پر وړاندې اقدام وکړي چې «د سیاسي مخالفینو د زنداني کولو، په بهر کې د وګړو د ډارولو او د ډیموکراتیکو ازادیو د ځپلو لپاره د دولت له واکونو څخه ناوړه استفاده کوي.»
په لیک کې ویل شوي: «په وروستیو کلونو کې د امریکا هغه وګړي او اوسېدونکي چې په پاکستان کې د استبدادي ناوړه کړنو پر وړاندې غږ پورته کوي، له ګواښونو، ویرولو او ځورونو سره مخ شوي. دا چلند ډېر ځله د هغوی کورنیو ته هم غځول کېږي، چې په پاکستان کې ژوند کوي. دغه تاکتیکونه له خپل سرو نیونو، جبري کړنو او د غچ اخیستونکو تاوتریخوالو څخه نیولې تر کډوالولو او د هغوی د کورنیو غړو په نښه کولو پورې رسېږي.»
قانون جوړوونکو خبرداری ورکړی، چې پاکستان د واکمنۍ د سختېدو له ژور بحران سره مخ دی.
د دوی په خبره، چې سیاسي مخالف مشران بې له دلیله نیول شوي، خبریالان ګواښل کیږي او عام وګړي د ټولنیزو رسنیو د فعالیت له امله زنداني کیږي.
هغوی د ۲۰۲۴م کال د ټاکنو په اړه هم اندېښنې څرګندې کړي او هغو بې نظمۍ ته یې اشاره کړې چې د خپلواکو څارونکو په راپورونو کې ثبت شوې دي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت تر دې مخکې هم د دغو بې نظمیو په اړه اندېښنه ښودلې وه، او د بشپړې څېړنې غوښتنه یې کړې وه.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او په واشنګټن کې د دغه هېواد سفارت لا تر اوسه په دې تړاو څه غبرګون نهدی ښودلی.