
په کابل کې د طالبانو د ټرافیک اداره وايي، په غزني او بدخشان کې په درېیو جلا جلا ټرافیکي پېښو کې ۴ کسان مړه او ۱۶ نور ټپيان شوي دي.دغه اداره پر لویو لارو دوامداره ټرافیکي څار د پيښو په کموالي کې اغېزناک ګڼي.
په کابل کې د طالبانو د ټرافیک ادارې د تامیناتو مشر حکمتالله سمیر د جمعې په ورځ (د لیندۍ ۱۴مه) ویلي، د کابل- کندهار پر لویه لاره د غزني په مرکز کې د یوه ټېلر او بس موټر د ټکر له امله ۹ تنه ټپيان شوي، په یوې بلې ورته پېښه کې ۷ کسان ټپيان او په بدخشان کې د یو موټر د چپه کېدو په پېښه کې ۴ تنه مړه شوي دي.
نوموړي ویلي، چې پر لویو لارو د ټرافیک قوانینو د تطبیق او د دوامداره څار له امله تر پخوا په ټرافیکي پېښو کې کمښت راغلی دی.
خو د هېواد د لویو لارو موټر چلوونکي تنګ سړکونه، پر لارو د ټرافیکي نښو نښانو نشتوالی او ګڼه ګوڼه د ټرافیکي پيښو لاملونه ګڼي، خو مسافر بیا د موټر چلوونکو بې احتیاطي د ورته پېښو د رامنځته کېدو اصلي لامل ګڼي.

طالبان له پاکستان سره د سوداګریزو اړیکو له پرېکون وروسته د افغانستان کرنیزو محصولاتو ته د بازار موندنې په تړاو د خپلو هڅو له دوامه خبر ورکوي.د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدراۍ وزارت مرستیال صدر اعظم عثماني وايي، افغان کرنیز محصولات هند، ایران او ازبکستان ته صادريږي.
صدراعظم عثماني د جمعې په ورځ (د لیندۍ ۱۴مه) د دغې ډلې تر واک لاندې له ملي ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي، چې تولیدات یې تر پخوا معیاري شوي او په بېلابېلو برخو کې د بازار موندې هڅې روانې دي.
نوموړي زياته کړې، چې دا مهال هند، ایران او ازبکستان ته صادرات لري، خو په دې اړه یې نور جزییات ورنهکړل.
عثماني ویلي، چې په ټول هېواد کې د سړو خونو د جوړولو لپاره پنځه کلن پلان تر لاس لاندې لري او په وینا یې، په هر ولایت کې د دې پلان په عملي کېدو سره به د سړوخونو د کمښت ستونزه هم حل شي.
افغانستان هر کال ګڼ کرنیز توکي لکه انار، مڼې، انګور، جڼغوزې، بادام او زعفران بهرنیو بازارونو ته صادروي او په ټوله کې وچې او تازه مېوې د هېواد د صادراتو ستنه بلل کېږي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ، قطر ته د سفر تر پای وروسته په یوې مفصلي بیانیې کې ویلي، چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت د اندېښنې وړ دی او نړۍواله ټولنه باید افغانان یوازې پرېنږدي.
بېنېټ په خپل دغه څلور ورځني سفر کې چې د ډسمبر له لومړۍ تر څلورمې و، د قطر د بهرنيو چارو د وزیر له ځانګړي استازي، د ملي بشري حقونو کمېسیون له ریيسې، «ایجوکېشن ابوو ال» بنسټ، د قطر پراختیایي صندوق، د افغانستان- امریکایي پوهنتون له افغان زدهکوونکو او کارکوونکو، افغان فعالانو او په دوحه کې مېشتو هغو نړۍوالو استازو سره لیدلي چې له افغانستان سره د اړیکو د سمبالولو مسوولیت لري.
هغه په خپل بیان کې چې د جمعې په ورځ (د لیندۍ۱۴مه) یې خپور کړی، د زدهکړو، روغتیا، اقتصادي پیاوړتیا، بشري مرستو او د بېوزلۍ د کمولو په برخو کې د قطر حکومت له مرستو څخه مننه کړې او زیاته کړې یې ده، چې قطر کولی شي په افغانستان کې یوې ټولګډونې سولې ته لاره هواره کړي. «هغه سوله چې د نړۍوالو بشري حقونو له اصولو سره په بشپړه توګه سمون ولري.»
هغه وویل: «زه د قطر حکومت هغه هڅې هم ستایم او هڅوم یې چې په افغانستان کې د جنسیتي برابریو ملاتړ کوي او د طالبانو له چارواکو سره خپلې اندېښنې شریکوي، څو دوی خپلې تګلارې بدلې او نړۍوال بشري حقونه رعایت کړي.»
هغه وایي، په دوحه کې یې له مېشتو نړۍوالو استازو سره د افغانستان د بشري حقونو د بېلابېلو اړخونو په اړه رغنده بحثونه کړي او له دوی یې غوښتي چې له طالبانو سره په خپلو اړیکو کې دې پر اصولو ولاړ ودرېږي، تل دې د بشري حقونو د درناوي غوښتنه وکړي، د افغانانو د بېلابېلو قشرونو په ځانګړي ډول د ښځو او د بشري حقونو د نقض د قربانیانو غږونو ته دې ځواب ووايي او حساب ورکول دې مطالبه کړي، ځکه یوازې په دې لاره افغانستان کولی شي یو باثباته، ټولشموله او له خپلو ګاونډیانو سره سولهییز هېواد واوسي.
بېنېټ دا سفر «د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي پر ضد د ۱۶ ورځني کمپاین» پر مهال کړی دی. په بیانیه کې هغه ویلي، چې په نړۍ کې تر نور ډېر افغانستان دغه کمپاین ته اړتیا لري، ځکه چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ښځې او نجونې له خپلو لومړنیو حقونو بېبرخې شوې دي، له زدهکړو او کار څخه منع شوي، روغتیايي خدمتونو ته یې لاسرسی محدود شوی او له عدالت څخه محرومې پاتې دي.
هغه ویلي، چې د یاد کمپاین په دوران کې کابل کې د یوې تازه واده شوې نجلۍ د مړینې خبر سخت اندېښمن کړی دی. د هغه په وینا دا ډول پېښې باید ژر او په خپلواکه توګه وڅېړل شي.
هغه همدا راز دا هم یاده کړې، چې د همدې سفر پر مهال خبر شو چې د طالبانو «سترې محکمې» په خوست کې یو کس په یوه سپورټي لوبغالي کې د قتل په تور اعدام کړ. هغه وویل: «زه د وژل شوي کس له کورنۍ سره خواخوږي څرګندوم، هغوی د نړۍوالو معیارونو مطابق عدالت ته اړتیا لري.»
بېنېټ په خپلې بیانیه کې دا هم ویلي، چې سږ کال له پاکستان او ایران څخه تر ۲،۷ میلیونه ډېر افغانان په زور ستانه کړای شوي، چې پهکې ښځې، ماشومان او بې وسه کورنۍ هم شاملې دي. هغه د اسلاماباد په یوه پارک کې د نیول شویو او شړل شویو افغان ښځو قضیه د ځانګړې اندېښنې وړ یاده کړه.
بېنېټ له کوربه هېوادونو وغوښتل هغه افغانان چې له خطر سره مخ دي هغه دې په زوره له نه شړي.
هغه وویل چې لویدیځ هېوادونه د افغانانو د بیا مېشتېدو اړوند چارې کموي او دغه حالت زرګونه افغانان له ناڅرګند او خطرناک وضعیت سره مخ کړي دي. د هغه په وینا، د امریکا له لوري د افغانانو د کډوالۍ بهیر بندول او د جرمني له خوا د مالي بدیل وړاندیز هم د اندېښنې وړ دي.
په کندهار کې د طالبانو چارواکي وايي، په سپین بولدک ولسوالۍ کې پر ډیورنډ کرښه د طالبانو او پاکستاني لوري تر منځ جګړه تر دوه نیم ساعته ډزو وروسته درېدلې ده. د ولسوالۍ مطبوعاتي مسوول علي محمد حقمل ویلي، چې جګړه د دواړو لورو په همغږۍ درېدلې او دا مهال په سیمه کې وضعیت عادي دی.
د سپین بولدک ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي بیا وایي، لا هم په سیمه کې خال خال د ډزو غږونه اورېدل کېږي او د پاکستان لهخوا د توغندیزو بریدونو اندېښنې شته، چې له امله یې ځایي اوسېدونکي له وېرې خپلو کورونو ته نهشي ستنېدلای.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې پاکستان لومړۍ د دوی پر پوستو برید وکړ او دوی یې غبرګون ته اړ شول.
ذبیحالله مجاهد نن ماخوستن (جمعه د لیندۍ ۱۴مه) په خپله اېکس پاڼه وویل، «متاسفانه چې نن ماښام پاکستاني اړخ یوځل بیا د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د افغانستان په طرف بریدونه پیل کړل، چې د اسلامي امارت ځواکونه هم غبرګون ته اړ شول.»
تر اوسه هیڅ لوري د جګړې د پېلېدو د لامل او همداراز د تلفاتو په اړه معلومات نهدي شریک کړي.
په سپین بولدک کې د جګړې پر مهال؛طالبانو نن ماخوستن د سپین بولدک او چمن تر منځ د «باب دوستي» په نوم دروازې یوې برخې ته چاودنه ورکړه، خو لا تر اوسه د دغې دروازې د بشپړ تخریب په تړاو معلومات نهدي ورکړل شوي.
د جګړې پر مهال د طالبانو په خپل منځي واټس اپ ګروپونو کې د دوی هغه غږونه خپاره شول، چې ویل یې: «دا ځل باید د چمن- سپين بولدک تر منځ دروازه لهمنځه یووړل شي.»
سرچینو ویلي، چې طالبانو دغې دروازې ته نږدې ژېړو بوشکو ته چاودنه ورکړې، خو تر اوسه د دروازې د تخریب او لهمنځه تللو په اړه جزییات نشته.
دا په داسې حال کې ده، چې د لیندۍ په ۱۲مه د طالبانو او پاکستان مرکچي پلاوو د سعودي عربستان په خبرو اترو کې د اوربند پر دوام هوکړه کړې وه. دواړو خواوو د تېرو خبرو اترو د پرېکړو پر دوام موافقه ښودلې وه، چې اوربند به جاري ساتي، خو د طالب چارواکو په اند دا ځل بیا هم پاکستان اوربند مات کړ.
طالبانو نن ماخوستن د سپین بولدک او چمن تر منځ د «باب دوستي» په نوم دروازې یوې برخې ته چاودنه ورکړې، خو لا تر اوسه د دغې دروازې د بشپړ تخریب په تړاو معلومات نهدي ورکړل شوي. پاکستاني ځواکونو نن ماخوستن په سپین بولدک کې د طالبانو پر پوستو برید وکړ او بیا ورسره جګړه پیل شوه.
نن ماخوستن په سپين بولدک کې د طالبانو او پاکستاني لوري تر منځ د جګړې له پيل وروسته د طالبانو په خپل منځي واټس اپ ګروپونو کې د دوی هغه غږونه خپاره شوي، چې وایي: «دا ځل باید د چمن- سپين بولدک تر منځ دروازه لهمنځه یووړل شي.»
سرچینو ویلي، چې طالبانو دغې دروازې ته نږدې ژېړو بوشکو ته چاودنه ورکړې، خو تر اوسه د دروازې د تخریب او لهمنځه تللو په اړه جزییات نشته.
څه موده وړاندې چې په سپين بولدک کې د طالبانو او پاکستاني لوري تر منځ جګړه شوې وه، طالبانو یادې دروازې ته څو چاودنې ورکړې وې او ورسره د دروازې لاندنۍ برخه تخریب شوې وه.
طالبانو او پاکستاني لوري لا تر اوسه د دغې مسالې په تړاو په رسمي توګه څه نهدي ویلي.
د امریکا متحده ایالاتو د ۲۰۲۵ د ملي امنیت تازه ستراتیژي خپره کړې، خو په دې ستراتیژیک سند کې د افغانستان نوم په څرګنده توګه نهدی راغلی. دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د جمهوري نظام پر مهال د امریکا د سیاسي او نظامي پالیسیو مهم محور و.
په نوې ستراتیژۍ کې یوازې د سویلي اسیا سیمه او د ترهګرۍ اړوند ګواښونه په عمومي توګه یاد شوي، چې د داعش-خراسان او القاعده د فعالیتونو ذکر پهکې شوی، خو هېڅ ځای د افغانستان مشخص یادونه نهلیدل کېږي.
د متحده ایالاتو د ۲۰۲۵ د ملي امنیت تازه ستراتیژۍ په هغه برخه کې چې اسیا ته ځانګړې شوې، واشنګټن د دې سترې وچې په څو ټاکلو هېوادونو تمرکز کړی، خو افغانستان په کې یاد شوی نهدی او نه هم د لومړیتوب هېوادونو په لړ کې ځای لري.
په دې ستراتیژۍ کې ویل شوي، چې د هند ـ ارام سمندر سیمه (Indo-Pacific) به د راتلونکو لسیزو یو مهم اقتصادي او جیوپولټیک ډګر وي. د ستراتیژۍ لهمخې، امریکا غواړي په دغې سیمه کې د چین د نفوذ په مقابل کې له خپلو متحدینو سره اړیکې لا پیاوړې کړي او د ازادې او پرانستې سیمې ملاتړ ته دوام ورکړي.
سند کې راغلي، چې امریکا غواړي په اسیا کې له هغو هېوادونو سره د سوداګرۍ، ټکنالوژۍ، امنیت او کلتوري اړیکې نورې هم پیاوړې کړي، چې د واشنګټن په اوږدمهاله ګټو کې رول لري. خو په دغه تمرکز کې د افغانستان لپاره ځای نهدی ورکړل شوی، او همداراز د افغانستان امنیتي وضعیت، اقتصادي اړتیاوې یا د سیمې لپاره د هغه احتمالي رول ته اشاره نهده شوې.
داسې ښکاري چې له افغانستان څخه د امریکا له وتلو وروسته، واشنګټن په سیمه کې خپلې ستراتیژیکې محاسبې بدلې کړې دي او اوس د چین، جاپان، هند، سویلي کوریا او نورو مهمو اقتصادي مرکزونو پر لور تمرکز کوي. داسې انګیرل کیږي چې افغانستان د امریکا په سیمه ییزو لومړیتوبونو کې اوس ډېر محدود ځای لري او ښکاري چې واشنګټن د کابل په اړه نوې اوږدمهاله طرحه نهلري.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د سیمې په امنیت او اقتصادي دهلیزونو کې لا هم مهم جغرافیایي موقعیت لري، خو په امریکایي ستراتیژۍ کې د هغه نشتوالی د ډېری سیاسي څارونکو لپاره د پام وړ ګڼل کېږي.
که مخکینیو ستراتیژیو ته وکتل شي، نو وضعیت توپیر درلود. د بایډن د ۲۰۲۲ ملي امنیت ستراتیژۍ کې ټینګار شوی و، چې امریکا به د «over-the-horizon» په دې معنا چې له نظامي حضور یا اډې پرته، د ترهګرۍ ضد وړتیا وساتي، څو د القاعده او داعش-خراسان ګواښونه لهمنځه یوسي او د بشري مرستو او د ښځو حقونو ملاتړ هم د سند برخه وه.
د ټرمپ په ۲۰۱۷ ستراتیژۍ کې افغانستان د «South Asia Strategy» تر چتر لاندې یاد شوی و، چې موخه یې پر طالبانو د فشارونو زیاتول او د سولې خبرو ته د زمینې برابرول و.
د ۲۰۲۵ سند ښيي چې امریکا خپل تمرکز له اوږدمهاله جګړو، نظامي مداخلې او ملت جوړونې پروژو څخه لرې کړی او اوس یې بنسټیز لومړیتوبونه کورني امنیت، د چین او روسیې ستراتیژیکه سیالي او د اقتصادي ځواک پیاوړتیا جوړوي.