• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالب چارواکي وايي د سپين بولدک جګړه له ۲ نیم ساعته وروسته ودرېده

۱۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۴۵ GMT+۰

په کندهار کې د طالبانو چارواکي وايي، په سپین بولدک ولسوالۍ کې پر ډیورنډ کرښه د طالبانو او پاکستاني لوري تر منځ جګړه تر دوه نیم ساعته ډزو وروسته درېدلې ده. د ولسوالۍ مطبوعاتي مسوول علي محمد حقمل ویلي، چې جګړه د دواړو لورو په همغږۍ درېدلې او دا مهال په سیمه کې وضعیت عادي دی.

د سپین بولدک ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي بیا وایي، لا هم په سیمه کې خال خال د ډزو غږونه اورېدل کېږي او د پاکستان له‌خوا د توغندیزو بریدونو اندېښنې شته، چې له امله یې ځایي اوسېدونکي له وېرې خپلو کورونو ته نه‌شي ستنېدلای.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې پاکستان لومړۍ د دوی پر پوستو برید وکړ او دوی یې غبرګون ته اړ شول.

ذبیح‌الله مجاهد نن ماخوستن (جمعه د لیندۍ ۱۴مه) په خپله اېکس پاڼه وویل، «متاسفانه چې نن ماښام پاکستاني اړخ یوځل بیا د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د افغانستان په طرف بریدونه پیل کړل، چې د اسلامي امارت ځواکونه هم غبرګون ته اړ شول.»

تر اوسه هیڅ لوري د جګړې د پېلېدو د لامل او همداراز د تلفاتو په اړه معلومات نه‌دي شریک کړي.

په سپین بولدک کې د جګړې پر مهال؛طالبانو نن ماخوستن د سپین بولدک او چمن تر منځ د «باب دوستي» په نوم دروازې یوې برخې ته چاودنه ورکړه، خو لا تر اوسه د دغې دروازې د بشپړ تخریب په تړاو معلومات نه‌دي ورکړل شوي.

د جګړې پر مهال د طالبانو په خپل منځي واټس اپ ګروپونو کې د دوی هغه غږونه خپاره شول، چې ویل یې: «دا ځل باید د چمن- سپين بولدک تر منځ دروازه له‌منځه یووړل شي.»

سرچینو ویلي، چې طالبانو دغې دروازې ته نږدې ژېړو بوشکو ته چاودنه ورکړې، خو تر اوسه د دروازې د تخریب او له‌منځه تللو په اړه جزییات نشته.

دا په داسې حال کې ده، چې د لیندۍ په ۱۲مه د طالبانو او پاکستان مرکچي پلاوو د سعودي عربستان په خبرو اترو کې د اوربند پر دوام هوکړه کړې وه. دواړو خواوو د تېرو خبرو اترو د پرېکړو پر دوام موافقه ښودلې وه، چې اوربند به جاري ساتي، خو د طالب چارواکو په اند دا ځل بیا هم پاکستان اوربند مات کړ.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۳
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۴
ځانګړی

طالبان او ایران د افغانستان دانټرنېټ د کاروونکو د څار لپاره د اپلیکیشن پر جوړولو کار کوي

۵

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې

•
•
•

نور کیسې

په سپین بولدک کې د جګړې پر مهال؛ طالبانو د سپین بولدک- چمن دروازې یوې برخې ته چاودنه ورکړه

۱۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۱۱ GMT+۰

طالبانو نن ماخوستن د سپین بولدک او چمن تر منځ د «باب دوستي» په نوم دروازې یوې برخې ته چاودنه ورکړې، خو لا تر اوسه د دغې دروازې د بشپړ تخریب په تړاو معلومات نه‌دي ورکړل شوي. پاکستاني ځواکونو نن ماخوستن په سپین بولدک کې د طالبانو پر پوستو برید وکړ او بیا ورسره جګړه پیل شوه.

نن ماخوستن په سپين بولدک کې د طالبانو او پاکستاني لوري تر منځ د جګړې له پيل وروسته د طالبانو په خپل منځي واټس اپ ګروپونو کې د دوی هغه غږونه خپاره شوي، چې وایي: «دا ځل باید د چمن- سپين بولدک تر منځ دروازه له‌منځه یووړل شي.»

سرچینو ویلي، چې طالبانو دغې دروازې ته نږدې ژېړو بوشکو ته چاودنه ورکړې، خو تر اوسه د دروازې د تخریب او له‌منځه تللو په اړه جزییات نشته.

څه موده وړاندې چې په سپين بولدک کې د طالبانو او پاکستاني لوري تر منځ جګړه شوې وه، طالبانو یادې دروازې ته څو چاودنې ورکړې وې او ورسره د دروازې لاندنۍ برخه تخریب شوې وه.

طالبانو او پاکستاني لوري لا تر اوسه د دغې مسالې په تړاو په رسمي توګه څه نه‌دي ویلي.

د امریکا په نوې امنیتي ستراتیژۍ کې افغانستان له لومړیتوبونو وتلی دی

۱۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۴۳ GMT+۰

د امریکا متحده ایالاتو د ۲۰۲۵ د ملي امنیت تازه ستراتیژي خپره کړې، خو په دې ستراتیژیک سند کې د افغانستان نوم په څرګنده توګه نه‌دی راغلی. دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د جمهوري نظام پر مهال د امریکا د سیاسي او نظامي پالیسیو مهم محور و.

په نوې ستراتیژۍ کې یوازې د سویلي اسیا سیمه او د ترهګرۍ اړوند ګواښونه په عمومي توګه یاد شوي، چې د داعش-خراسان او القاعده د فعالیتونو ذکر په‌کې شوی، خو هېڅ ځای د افغانستان مشخص یادونه نه‌لیدل کېږي.

د متحده ایالاتو د ۲۰۲۵ د ملي امنیت تازه ستراتیژۍ په هغه برخه کې چې اسیا ته ځانګړې شوې، واشنګټن د دې سترې وچې په څو ټاکلو هېوادونو تمرکز کړی، خو افغانستان په کې یاد شوی نه‌دی او نه هم د لومړیتوب هېوادونو په لړ کې ځای لري.

په دې ستراتیژۍ کې ویل شوي، چې د هند ـ ارام سمندر سیمه (Indo-Pacific) به د راتلونکو لسیزو یو مهم اقتصادي او جیوپولټیک ډګر وي. د ستراتیژۍ له‌مخې، امریکا غواړي په دغې سیمه کې د چین د نفوذ په مقابل کې له خپلو متحدینو سره اړیکې لا پیاوړې کړي او د ازادې او پرانستې سیمې ملاتړ ته دوام ورکړي.

سند کې راغلي، چې امریکا غواړي په اسیا کې له هغو هېوادونو سره د سوداګرۍ، ټکنالوژۍ، امنیت او کلتوري اړیکې نورې هم پیاوړې کړي، چې د واشنګټن په اوږدمهاله ګټو کې رول لري. خو په دغه تمرکز کې د افغانستان لپاره ځای نه‌دی ورکړل شوی، او همداراز د افغانستان امنیتي وضعیت، اقتصادي اړتیاوې یا د سیمې لپاره د هغه احتمالي رول ته اشاره نه‌ده شوې.

داسې ښکاري چې له افغانستان څخه د امریکا له وتلو وروسته، واشنګټن په سیمه کې خپلې ستراتیژیکې محاسبې بدلې کړې دي او اوس د چین، جاپان، هند، سویلي کوریا او نورو مهمو اقتصادي مرکزونو پر لور تمرکز کوي. داسې انګیرل کیږي چې افغانستان د امریکا په سیمه ییزو لومړیتوبونو کې اوس ډېر محدود ځای لري او ښکاري چې واشنګټن د کابل په اړه نوې اوږدمهاله طرحه نه‌لري.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د سیمې په امنیت او اقتصادي دهلیزونو کې لا هم مهم جغرافیایي موقعیت لري، خو په امریکایي ستراتیژۍ کې د هغه نشتوالی د ډېری سیاسي څارونکو لپاره د پام وړ ګڼل کېږي.

که مخکینیو ستراتیژیو ته وکتل شي، نو وضعیت توپیر درلود. د بایډن د ۲۰۲۲ ملي امنیت ستراتیژۍ کې ټینګار شوی و، چې امریکا به د «over-the-horizon» په دې معنا چې له نظامي حضور یا اډې پرته، د ترهګرۍ ضد وړتیا وساتي، څو د القاعده او داعش-خراسان ګواښونه له‌منځه یوسي او د بشري مرستو او د ښځو حقونو ملاتړ هم د سند برخه وه.

د ټرمپ په ۲۰۱۷ ستراتیژۍ کې افغانستان د «South Asia Strategy» تر چتر لاندې یاد شوی و، چې موخه یې پر طالبانو د فشارونو زیاتول او د سولې خبرو ته د زمینې برابرول و.

د ۲۰۲۵ سند ښيي چې امریکا خپل تمرکز له اوږدمهاله جګړو، نظامي مداخلې او ملت جوړونې پروژو څخه لرې کړی او اوس یې بنسټیز لومړیتوبونه کورني امنیت، د چین او روسیې ستراتیژیکه سیالي او د اقتصادي ځواک پیاوړتیا جوړوي.

د امریکا قانون جوړوونکو په پاکستان کې د «ویروونکو کړنو» په اړه د اقدام غوښتنه وکړه

۱۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۳۷ GMT+۰

د امریکا د استازو د جرګې ۴۴ ډیموکرات غړو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبيو ته په یوه لیک کې د پاکستان پر لوړپوړو چارواکو د بیړنیو بندیزونو غوښتنه کړې ده.دوی دا غوښتنه په پاکستان کې «له پولو هاخوا د ځورونې د پراخېدونکي کمپاین او د بشري حقونو د خرابېدونکي بحران» په نوم یادوي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې په خپل یوه خبر کې ویلي، چې دا هڅه د کانګرس‌ ډيموکراتې غړې پرمیلا جیاپال او کانګرس مېمبر ګرېګ کاسار په مشرۍ ترسره شوې او په دې لیک کې د جرګې د دوو مسلمان غړو الهان عمر او رشیده طلیب چې د فلسطین او نورو اسلامي موضوعاتو په اړه مشهور دي لاسلیکونه هم شامل دي.

په دې لیک کې چې د چهارشنبې په ورځ خپور شوی، قانون جوړوونکو پر پاکستاني چارواکو د هدفمند فشار غوښتنه کړې، چې په‌کې د ویزو بندیزونه او د هغو چارواکو د شتمنیو کنګل کول شامل دي، چې د امریکا د وګړو او اوسېدونکو د ګواښلو مسوول بلل کېږي.

له ۴۰ زیاتو قانون جوړوونکو له مارکو روبيو غوښتي چې پر هغو پاکستاني چارواکو بندیزونه ولګوي، چې «له هېواده بهر د خپلو مخالفینو په ځورونو» کې ښکېل دي.

په لیک کې ټینګار شوی، چې واشنګټن باید د هغو کسانو پر وړاندې اقدام وکړي چې «د سیاسي مخالفینو د زنداني کولو، په بهر کې د وګړو د ډارولو او د ډیموکراتیکو ازادیو د ځپلو لپاره د دولت له واکونو څخه ناوړه استفاده کوي.»

په لیک کې ویل شوي: «په وروستیو کلونو کې د امریکا هغه وګړي او اوسېدونکي چې په پاکستان کې د استبدادي ناوړه کړنو پر وړاندې غږ پورته کوي، له ګواښونو، ویرولو او ځورونو سره مخ شوي. دا چلند ډېر ځله د هغوی کورنیو ته هم غځول کېږي، چې په پاکستان کې ژوند کوي. دغه تاکتیکونه له خپل سرو نیونو، جبري کړنو او د غچ اخیستونکو تاوتریخوالو څخه نیولې تر کډوالولو او د هغوی د کورنیو غړو په نښه کولو پورې رسېږي.»

قانون جوړوونکو خبرداری ورکړی، چې پاکستان د واکمنۍ د سختېدو له ژور بحران سره مخ دی.

د دوی په خبره، چې سیاسي مخالف مشران بې له دلیله نیول شوي، خبریالان ګواښل کیږي او عام وګړي د ټولنیزو رسنیو د فعالیت له امله زنداني کیږي.

هغوی د ۲۰۲۴م کال د ټاکنو په اړه هم اندېښنې څرګندې کړي او هغو بې‌ نظمۍ ته یې اشاره کړې چې د خپلواکو څارونکو په راپورونو کې ثبت شوې دي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت تر دې مخکې هم د دغو بې‌ نظمیو په اړه اندېښنه ښودلې وه، او د بشپړې څېړنې غوښتنه یې کړې وه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او په واشنګټن کې د دغه هېواد سفارت لا تر اوسه په دې تړاو څه غبرګون نه‌دی ښودلی.

ذبیح‌الله مجاهد: پاکستان یو ځل بیا پر سپین بولدک برید وکړ

۱۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۸:۵۴ GMT+۰

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په سپين بولدک ولسوالۍ کې د طالبانو او پاکستاني نظامیانو تر منځ جګړه تایید کړه او زیاته یې کړه چې لومړۍ برید پاکستاني ځواکونو کړی.مجاهد ویلي، چې د دوی ځواکونه هم ځوابي برید ته اړ شوي دي.

ذبیح‌الله مجاهد نن ماخوستن (جمعه د لیندۍ ۱۴مه) په خپله اېکس پاڼه وویل، «متأسفانه چې نن ماښام پاکستاني اړخ یوځل بیا د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د افغانستان په طرف بریدونه پیل کړل، چې د اسلامي امارت ځواکونه هم غبرګون ته اړ شول.»

سرچینې افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وايي، د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د افغان طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نن ماخوستن شاوخوا ۱۰ بجې جګړه پیل شوې او لا هم روانه ده. سرچینه زیاتوي، لا هم له سیمې د سپکو او درنو وسلو غږونه اورېدل کیږي.

سرچینې زیاتوي، د سیمې یو شمېر اوسېدونکي د جګړې د پراخېدو له وېرې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي او هڅې کوي چې ځانونه خوندي ځایونو ته ورسوي.

لا تر اوسه د احتمالي اوښتې مرګ ژوبلې په اړه هم معلومات نشته.

له نږدې یوه ساعت راهیسې په سپين بولدک کې د افغان طالبانو او پاکستان تر منځ جګړه روانه ده

۱۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۸:۲۹ GMT+۰

سرچینې افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وايي، د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د افغان طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نن ماخوستن شاوخوا ۱۰ بجې جګړه پیل شوې او لا هم روانه ده. سرچینه زیاتوي، لا هم له سیمې د سپکو او درنو وسلو غږونه اورېدل کیږي.

د سرچینې د معلوماتو له‌مخې، جګړه د پاکستان له لوري پیل شوې او لومړی یې د سپين بولدک- چمن دروازې ته څېرمه پر صداقت کنډک بریدونه وکړل او بیا وروسته افغان طالبان ځوابي بریدونه پیل کړي دي.

د سرچینې په وینا، له دغې جګړې سره د سپين بولدک- چمن تر منځ پر عمومي دروازه هم جګړه پيل شوې او ویل کېږي د پاکستان له لوري توغندي پر استوګنې کورونو هم لګېدلي او ځايي اوسېدونکي هڅې کوي چې خوندي ځایونو ته ځانونه وروسوي.

د سیمې یوه اوسېدونکي سید محمد افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل، دمګړۍ له خپله کوره له ټولۍ کورنۍ سره وتلی او د بولدک ولسوالۍ پر خوا روان دی او په وینا یې، زرګونه نور کسان چې ښځې او ماشومان هم پکې دي له کورونو د وتلو په حال کې دي.

سپین بولدک کې د طالبانو او پاکستان تر منځ بیا جګړه پيل شوه | افغانستان انټرنشنل پښتو

لا تر اوسه افغان طالبانو او پاکستاني لوري د دغې جګړې په تړاو څه نه‌دي ویلي او همداراز د احتمالي اوښتې مرګ ژوبلې په اړه هم معلومات نشته.