سپین بولدک کې د طالبانو او پاکستان تر منځ بیا جګړه پيل شوه

سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل چې نن ماښام مهال د ډېورنډ پر کرښه سپین بولدک کې د طالبانو او پاکستان تر منځ نښته پیل شوې ده. تر اوسه د پېښې د تلفاتو په اړه دقیق معلومات نشته.
له سیمې څخه عیني شاهدان وایي، د دواړو لورو ترمنځ د درنو او سپکو وسلو ډزې اورېدل کیږي.




