• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت: د ترکي پلاوي سفر د طالبانو د همکارۍ نشتون له امله ځنډېدلی

۱۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۳۷ GMT+۰

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د مذاکراتو د منځګړیتوب لپاره د ترکي پلاوي سفر اسلام اباد ته د طالبانو د نه همکارۍ له امله ځنډول شوی دی. اسلام اباد ته د پلاوي د سفر اعلان د ترکیې ولسمشر د پاکستان له لومړي وزیر سره په باکو کې د لیدنې پرمهال کړی و.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي د اوونیزې خبري غونډې پرمهال ویلي، چې پاکستان د یاد پلاوي د ورتګ لپاره بشپړ چمتوالی درلود.

نوموړي زیاته کړې:«زما په اند پلاوی د مهال وېش له محدودیت او یا هم ښايي د طالبانو د همکارۍ نشتون له امله ځنډول شوی وي»

همدارنګه نوموړي زیاته کړې، چې د ترکیې پلاوي سفر د ځنډ په دې اړه دې طالبان وپوښتل شي؛ پاکستان پر خپل دریځ کلک ولاړ دی.

د ترکيي پلاوي د سفر اعلان د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره په باکو کې د لیدنې پرمهال کړی و او وروسته بیا په پاکستان کې د ترکیې سفیر عرفان نذیر اوغلو هم د لیندۍ په لومړۍ نېټه اعلان وکړ چې د ترکیې د استخباراتو د مشر او څو نورو لوړ پوړو چارواکو په ګډون پلاوی به د طالبانو او پاکستان ترمنځ د منځګړیتوب لپاره اسلام اباد ته سفر وکړي.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۳
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۴
ځانګړی

طالبان او ایران د افغانستان دانټرنېټ د کاروونکو د څار لپاره د اپلیکیشن پر جوړولو کار کوي

۵

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې

•
•
•

نور کیسې

پاکستان او سعودي‌ عربستان غزې ته د مرستو رسونې پر اهمیت ټینګار وکړ

۱۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۲۴ GMT+۰

د پاکستان او سعودي‌ عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو په یوې ټيلیفوني اړیکه کې د غزې په اړه خبرې کړې دي.اسحاق ډار او شهزاده فیصل بن فرحان غزې ته د بې خنډه مرستو رسونې پر اهمیت ټینګار کړی دی.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ (د لیندۍ ۱۴مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لورو د رفح د لارې اړوند د اسراییل یو اړخیز پلان غندلی دی.

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار زیاته کړې: «د رفح لار یوازې د غزې د اوسېدونکو د وتلو لپاره محدوده شوې، چې دا د سولې له پلان څخه سرغړونه ده او د بشري مرستو پر وړاندې د خنډ جوړولو هڅه ده.»

دواړو لورو په غزه کې د تلپاتې سولې، د همغږۍ او پرمختګ لپاره د ګډو هڅو ژمنې بیا تکرار کړې.

طالبان د شمالي ولایتونو د سرحدي سیمو د امنیت لپاره زر کسیزه قطعه جوړوي

۱۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۱۳ GMT+۰

په شمال لوېدیځ زون کې د طالبانو والیانو او نورو سیمه‌ییزو چارواکو د بلخ د والي محمد یوسف وفا په مشرۍ په شمالي ولایتونو کې د سرحدي سیمو د امنیت د ټینګښت لپاره د زر کسیزې قطعې د جوړولو په موخه ناسته وکړه.

د طالبانو د والي ویاند د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د محمد یوسف وفا په مشرۍ د شمال لوېدیځ زون د والیانو، امنیه قوماندانانو، د استخباراتو رییسانو، د طالبانو د ۲۰۹ قول اردو مرستیال او د بلخ د نظامي محکمې رییس د سمنګان ولایت په ایبک ښار کې د همغږۍ ناسته ترسره کړې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په یاده ناسته کې د شمال لوېدیځ زون د امنیت ټینګښت او د سرحدي سیمو د چټک امنیتي مدیریت لپاره د زر کسیزې قطعې د جوړېدو په اړه بحثونه شوي دي.

د طالبانو د بلخ د والي ویاند ویلي، چې جوړېدونکې زر کسیزه قطعه به د اړتیا پر وخت سرحدي سیمو ته ځان رسوي.

طالبانو پر داسې مهال د افغانستان په شمالي لایتونو کې د سرحدي سیمو د امنیت د ټینګښت لپاره د زر کسیزې قطعې د جوړولو خبر ورکړی، چې څو ورځې وړاندې د افغانستان له خاورې د تاجکستان لوري ته په دوو بریدونو کې د درېیو چینايانو په ګډون پنځه کسان ووژل شول او پنځه نور ټپیان شول.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت تېره جمعه د لېندۍ ۷مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره د چینايي وکړو وژنه غندلې وه او ویلي و، چې په یاده پېښه کې هغه کړۍ لاس لري چې په سیمه کې د ګدودۍ، بې ثباتۍ او د هېوادونو ترمنځ د بې باورۍ رامنځته کولو هڅې کوي.

بروکسل غونډه؛ په افغانستان کې د "بدلون لپاره بېړنۍ اړتیا" په اړه مشورې وشوې

۱۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۱۰ GMT+۰

جنوبي اسیا مجلې راپور ورکړی چې دوو سازمانونو په بروکسل کې د طالبانو د واکمنۍ له امله د ستونزو او په افغانستان کې د سیاسي بدلون د بېړنۍ اړتیا په اړه یوه غونډه وکړه. غونډه کې د طالبانو د مخالفینو استازو، د اروپايي ټولنې د غړو هیوادونو استازو او د اروپايي ادارو چارواکو ګډون کړی و.

د جنوبي اسیا مجلې راپور ورکړی، چې خپلواک ډیپلومات او د ډیموکراسۍ لپاره د اروپا بنسټ د دسمبر له ۳ څخه تر ۵ پورې په بروکسل کې د افغانستان د راتلونکي په اړه یوه لوړه کچه غونډه وکړه چې پکې د افغان دیموکراتیک اپوزیسیون ګډون درلود.

د مجلې په وینا، دا غونډه د اروپايي پارلمان غړو، د اروپايي ټولنې د غړو هیوادونو استازو او د اروپايي ادارو مهمو چارواکو سره په ګډه ترسره شوه.

سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل چې د افغانستان د آزادۍ جبهې او ملي مقاومت جبهې استازو او همدارنګه د ښځو او مدني ټولنې استازو په دې غونډه کې ګډون درلود.

د راپور له مخې، دواړه سازمانونه تمه لري چې د دې "مهم سیاسي ډیالوګ" پیل به په افغانستان کې د سیاسي، امنیتي او بشري بحران د حل لامل شي.

مجلې لیکلي چې په افغانستان کې د "طالبانو رژیم" په زیاتیدونکې توګه نه یوازې د سیمه ییز امنیت لپاره بلکې د نړیوال او اروپایي امنیت لپاره هم ګواښ ګڼل کیږي او د طالبانو کړنو په سیمه کې ګډوډي، د بشري حقونو سرغړونې، او د افراطیت د راڅرګندیدو او خپریدو لامل شوی دی.

سازمانونو د غونډې او ګډونوالو په اړه جزییات نه دي ورکړي.

"خپلواک ډیپلومات" یوه غیر انتفاعي اداره ده چې د بحرانونو او شخړو څخه اغیزمنو خلکو سره مرسته کوي چې د دې بحرانونو په اړه لوړ پوړو سیاسي خبرو اترو ته لاسرسی ومومي.

د یاد سازمان ویب پاڼه کې لیکل شوی:«موږ د تلپاتې سولې او عدالت ترلاسه کولو لپاره کار کوو، او موږ دا د حاشیه شویو ډلو او ډیموکراتیکو دولتونو د ډیپلوماتیک ظرفیت په پیاوړتیا سره کوو ترڅو خپل اهداف ترلاسه کړو.»

د ډیموکراسۍ لپاره د تاوتریخوالي افراطیت سره د مبارزې، ټولنیز عدالت، بشري حقونو، ډیموکراسي او اکثریت ډاډمن کولو ټینګار کوي.

د سویلي اسیا مجلې په وینا، دواړه سازمانونه هڅه کوي چې د افغانستان د راڅرګندیدونکو ننګونو په بېړني ډول د حل لپاره د ګډ عمل لپاره زمینه برابره کړي.

مجلې لیکلي چې په غونډه کې د طالبانو او ټولو ترهګرو ډلو ترمنځ د اړیکو پرې کولو او ډاډ ترلاسه کولو باندې ټینګار شوی چې دوی نور په افغانستان کې فعال نه دي، او دا چې د طالبانو له زندانونو څخه د ټولو بهرنیو وګړو غیر مشروط خوشې کول یوه بله موضوع وه چې غونډه پرې متمرکزه وه.

په راپور کې دا اقدامات د افغانستان د راتلونکي لپاره "ډیر مهم" بلل شوي او ټینګار شوې چې دا ډول اقدامات کولی شي افغانستان ته "ثبات او مشروعیت" راولي.

دا به په هیواد کې د کړکیچ د زیاتیدو مخه هم ونیسي او افغانستان به د ډیموکراتیک حکومت په لور بوځي.

د راپور یوه برخه وايي چې د طالبانو "تاوتریخوالي او غلطو پالیسیو" په ملیونونو افغانان اړ کړي چې له خپل هیواد څخه وتښتي، له افغانستان څخه بهر بې ثباتي رامینځته کړي او په ګاونډیو هیوادونو او اروپا باندې یې د پام وړ بار واچاوه.

د سویلي اسیا مجلې ویلي چې طالبان د ترهګریزو ډلو په اداره کولو کې پاتې راغلي دي او دا دمخه بې ثباته سیمه به نوره هم بې ثباته او د ګاونډیو هیوادونو سره د شخړو د زیاتوالي لامل شوی دی.

په دې وروستیو کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته وویل چې هغه ۲۷ اروپايي هیوادونو ته د طالبانو سره د هیواد د شخړې په اړه معلومات ورکړي دي.

سهیل اپریدی: د تورخم دروازې بندښت له امله ستنېدونکي افغان کډوال له ستونزو سره مخ دي

۱۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۰۳ GMT+۰

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپريدي د صوبايي کابینې په غونډه کې د تورخم دروازې د بندېدو له امله د موټرچلونکو تر څنګ د افغان کډوالو د ستونزو په اړه اندېښنه ښودلي او سیمه ييزو چارواکو ته یې لارښوونه کړې، څو د ستنېدونکو افغان کډوالو ستونزو ته ژر تر ژره رسېدنه وکړي.

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدي د جمعې په ورځ د صوبايي کابینې په غونډه کې ویلي، چې د تورخم لارې بندېدو له امله په خیبر کې د لاریو چلوونکي او افغان کډوال له ستونزو سره مخ دي.

نوموړي د خیبر ولسوالۍ سیمه ييزو چارواکو ته لارښوونه وکړه، څو د لارې بندېدو له امله اغېزمنو افغان کډوالو او لارۍ چلوونکو ته اړیني اسانتیاوې چمتو کړي.

سهیل اپریدي‌ ویلي:« د شاوخوا ۵۵ ورځو راهیسې لاره بنده ده، هلته چې زموږ لارۍ چلوونکي له ستونزو سره مخ دي، زموږ افغان وړونه، خوېندې او واړه ماشومان هم ډېر په ستونزه کې دي. نو زه د خیبر له مسول څخه غوښتنه کوم، چې هلته د ټولو لارۍ چلوونکو او افغان وړونو او خوېندو سره لازمي مرسې وکړي. د هغوی د خوراک او څښاک په اړه باید هېڅ ډول کمی احساس نه شي.»

نوموړي یادې څرګندونې پرداسې مهال کړې، چې د تورخم د لارې په ګډون د افغانستان پاکستان ترمنځ ټولي لارې د نږدې دوو میاشتو راهیسې تړل شوې دي او یوازې افغان کډوالو کورنیو ته افغانستان ته د تګ اجازه ورکول کېږي.

پاکستان پوځ: عمران خان د پاکستان ملي امنیت ته په یوه جدي ګواښ بدل شوی

۱۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۲۰ GMT+۰

د پاکستان پوځ وايي چې د تحریک انصاف ګوند بندي مشر عمران خان اوس د دغه هېواد د ملي امنیت لپاره په «جدي ګواښ» بدل شوی او په وینا یې د «بهرنیو دښمنانو» له لوري یې ملاتړ کېږي.

د پوځ ویاند احمد شریف چودري د جمعې په ورځ په یوې خبري غونډه کې وویل چې د عمران خان سیاست پای ته رسېدلی او هغه «د خپل نفس اسیر شوی»، داسې فکر کوي چې که دی نه وي «هیڅ هم شتون نه لري».

د پوځ ویاند ادعا وکړه چې د عمران خان دریځ نور سیاسي نه دی، بلکې د بهرنیو دښمنانو تر ملاتړ لاندې د پاکستان د امنیت پر وړاندې په ګواښ بدل شوی دی.

نوموړي زیاته کړه چې د عمران خان تبلیغاتي روایت لومړی د هغه له شخصي خواله رسنې له حساب پیل کېږي، بیا د نامعلومو حسابونو، هندي رسنیو او ځینو افغان رسنیو له خوا پیاوړی کېږي او وروسته نړیوالې کچې ته رسېږي.

چودري په توندې لهجې وویل:«د هغه منطق دا دی چې که په واک کې وي نو ډیموکراسي ده، او که نه وي، نو ډیکټاتوري!»

هغه عمران خان تورن کړ چې یو وخت یې په پېښور کې د طالبانو د دفتر د پرانیستلو غوښتنه کوله، خو اوس وايي له هغو وسله‌والو سره دې خبرې وشي چې پاکستاني ماشومان وژني.

د پاکستان د پوځ ویاند ټینګار کړی چې هېچا ته به اجازه ورنه کړل شي چې د پوځ او ملت ترمنځ درز رامنځته کړي. د هغه په خبره:«د بیان ازادي منو، خو ملي امنیت، د ځمکنۍ بشپړتیا او د هېواد دفاع له خطر سره مخ کول هېڅکله نه منو.»

عمران خان له اوږدې مودې راهیسې د پاکستان د پوځ په کورنیو او بهرنۍ تګلارو، په ځانګړي ډول د افغان طالبانو په اړه، سختې نیوکې کوي.

هغه چې دا مهال په زندان کې دی، څو وارې ویلي چې پاکستان «د قانون د حاکمیت پر ځای د ځنګل د قانون» په نظام اداره کېږي.

د پاکستان پخواني لومړي وزیر په وروستیو کې په ایکس خواله رسنۍ لیکلي چې پاکستان د «عاصم قانون» تر واک لاندې اداره کېږي، او جنرال عاصم منیر یې «د پاکستان د تاریخ ظالم‌ترین ډیکټاتور» بللی و.