پاکستان پوځ: عمران خان د پاکستان ملي امنیت ته په یوه جدي ګواښ بدل شوی

د پاکستان پوځ وايي چې د تحریک انصاف ګوند بندي مشر عمران خان اوس د دغه هېواد د ملي امنیت لپاره په «جدي ګواښ» بدل شوی او په وینا یې د «بهرنیو دښمنانو» له لوري یې ملاتړ کېږي.

د پاکستان پوځ وايي چې د تحریک انصاف ګوند بندي مشر عمران خان اوس د دغه هېواد د ملي امنیت لپاره په «جدي ګواښ» بدل شوی او په وینا یې د «بهرنیو دښمنانو» له لوري یې ملاتړ کېږي.
د پوځ ویاند احمد شریف چودري د جمعې په ورځ په یوې خبري غونډه کې وویل چې د عمران خان سیاست پای ته رسېدلی او هغه «د خپل نفس اسیر شوی»، داسې فکر کوي چې که دی نه وي «هیڅ هم شتون نه لري».
د پوځ ویاند ادعا وکړه چې د عمران خان دریځ نور سیاسي نه دی، بلکې د بهرنیو دښمنانو تر ملاتړ لاندې د پاکستان د امنیت پر وړاندې په ګواښ بدل شوی دی.
نوموړي زیاته کړه چې د عمران خان تبلیغاتي روایت لومړی د هغه له شخصي خواله رسنې له حساب پیل کېږي، بیا د نامعلومو حسابونو، هندي رسنیو او ځینو افغان رسنیو له خوا پیاوړی کېږي او وروسته نړیوالې کچې ته رسېږي.
چودري په توندې لهجې وویل:«د هغه منطق دا دی چې که په واک کې وي نو ډیموکراسي ده، او که نه وي، نو ډیکټاتوري!»
هغه عمران خان تورن کړ چې یو وخت یې په پېښور کې د طالبانو د دفتر د پرانیستلو غوښتنه کوله، خو اوس وايي له هغو وسلهوالو سره دې خبرې وشي چې پاکستاني ماشومان وژني.
د پاکستان د پوځ ویاند ټینګار کړی چې هېچا ته به اجازه ورنه کړل شي چې د پوځ او ملت ترمنځ درز رامنځته کړي. د هغه په خبره:«د بیان ازادي منو، خو ملي امنیت، د ځمکنۍ بشپړتیا او د هېواد دفاع له خطر سره مخ کول هېڅکله نه منو.»
عمران خان له اوږدې مودې راهیسې د پاکستان د پوځ په کورنیو او بهرنۍ تګلارو، په ځانګړي ډول د افغان طالبانو په اړه، سختې نیوکې کوي.
هغه چې دا مهال په زندان کې دی، څو وارې ویلي چې پاکستان «د قانون د حاکمیت پر ځای د ځنګل د قانون» په نظام اداره کېږي.
د پاکستان پخواني لومړي وزیر په وروستیو کې په ایکس خواله رسنۍ لیکلي چې پاکستان د «عاصم قانون» تر واک لاندې اداره کېږي، او جنرال عاصم منیر یې «د پاکستان د تاریخ ظالمترین ډیکټاتور» بللی و.


د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو د تړلو پاتې کېدو په دوام سوداګرو ویلي، چې صنعتي محصولات، خام مواد او نور بېلابېل توکي چې ارزښت یې میلیاردونو روپیو ته رسیږي په تورخم او چمن کې بند پاتې دي. دوی زیاتوي، اوس پاکستان د افغانستان او منځنۍ اسیا بازارونه له لاسه ورکړې دي.
د پاکستان د سرحدي سوداګرۍ او صنعت خونې غړو او سوداګرو ویلي، چې له افغانستان سره د لارو تړلو پاتې کېدو له امله پاکستان په چټکۍ سره د افغانستان او منځنۍ اسیا بازارونه له لاسه ورکړي دي.
پاکستاني سوداګرو ډان ورځپاڼې ته ویلي چې:«دوه اړخیزه سوداګرې مړه شوې ده.»
یادو پاکستاني سوداګرو ویلي، چې له یوې خوا د افغانستان او مرکزي اسیا هېوادونو سره د ګڼو توکو د پر وخت رسولو قراردادي مکلفیتونو کې پاتې راغلي او له بلې خوا پر کرښه بند پاتې بار لاریو لپاره د توقف او نور اضافي لګښتونو هم ورته سخت زیان رسولی دی.
پر همدغه مهال د پاک ـ افغان ګډې سوداګرۍ او صنعت خونې مرستیال ضیاءالحق سرحدي ویلي، چې وړاندې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ کلنی حجم تر پنځه میلیاردو ډالرو رسېده، خو د روانې بې ثباتۍ له امله اوس د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ حجم یوازې ۷۰۰ تر ۸۰۰ میلیونه ډالرو ته راټېټ شوی دی.
نوموړي ویلي، چې تېرې دوه میاشتې په دوامداره توګه د لارې بندېدو له امله د پاکستان ملي اقتصاد او دد عوایدو تولید له یو خطرناک حالت سره مخ شوی او بیارغول به یې خورا ستونزمن وي.
سرحدي زیاته کړې:«په دوه میاشتو کې افغانسستان ته د صادراتو د ځنډ او د عرضي د سلسلې د بشپړې مایتېدو له امله د باروړونکو، تصفیه کوونکو او ورځنۍ کارګرانو ستونزې جدي پړاو ته داخل شوي دي.»
نوموړي د پاکستان له حکومت څخه غوښتنه کړې، د سوداګرو لپاره دې د مرستې یو جامع تګلاره رامنځته کړي او د توقف او ځنډولو لګښتونه دې سل په سلو کې معاف شي.
د سرحدي سوداګرۍ خونې پخواني رییس ذاهدالله شینواري ویلي، چې د بیا ځلي لپاره د افغانستان او مرکزي اسیا بازارونه ترلاسه کول سخت وی؛ ځکه اوس پر هغو بازارونو ایراني او هندي توکو ولکه ټینګه کړې ده.
شینواري ډان ورځپانې ته ویلي دي:«زموږ ډېری توکي یا له منځه تللي یا یې تاریخ تېر شوی دی، ځکه چې د اوږدې مودې ځنډ له امله مرکزي او ایالتي حکومتونه چمتو نه دې چې زموږ زیان جبران کړي.»
سوداګرو ویلي، چې د لارو تړل کېدو له امله د ټوکر، درملو، ساختماني مواد، سمنټ، وریجې، جوار، کرنیز ماشینونه، برقي وسایل، د موټرو پرزې، اوړه او نورو توکو بار سلګونه لارۍ بندې پاتې دي او ځیني مواد د خرابیدو او تاریخ تېریدو له ګواښ سره هم مخ دی.
د سوداګرو په وینا، چې ډیریو سوداګرو ځیني توکې بېرته محلي بازارونه ته ورګرځولي او په تاوان یې پلورلي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغان طالبانو او پاکستان ترمنځ لانجې وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ ټولي لارې د هر ډول تګ راتګ او سوداګرۍ پرمخ تړل شوې دي او افغان سوداګرو د پاکستان پر ځای د ایران او منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د سوداګرۍ حجم زیات کړی دی.

پر ډیورنډ کرښه د تړلو دروازو له امله د بار وړونکو موټرو پاکستاني چلوونکي له څو اونیو راهیسې ایسار پاتې دي او ژوند یې له لالهاندیو ډک دی. پاکستانۍ اېکسپرېس ټربیون ورځپانې ویلي، چې د دغه موټر چلوونکو شمېر سلګونه کسانو ته رسېږي.
سوداګر او د ټرانسپورټي چارو پاکستاني مسوولین وايي، چې د دواړو هېوادونو مهمو سوداګریزو لارو تړل کېدو د سیمې د ټرانسپورټ بهیر فلج کړی دی. ګڼ شمېر چلوونکي چې پر ډیورنډ کرښه ایسار پاتې دي، نغدې پیسې او خپل لومړني توکي یې خلاص کړي دي.
د پاکستان ـ افغانستان ګډې سوداګرۍ خونې مشر جُنېد مکده په وینا؛ د «کینو» صادروونکي، د لېږدونې شرکتونه او د لوژستیک سکټور درنو زیانونو سره مخ شوي، ځکه د افغانستان، ایران او د منځنۍ اسیا هېوادونو بارونه پر ډیورنډ کرښه بند پاتې دي.
ډیورنډ کرښه د روان کال د اکټوبر میاشتې له ۱۱مې نېټې وروسته هغه مهال وتړل شوه، چې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ وسلهوالې نښتې وشوې. د دغه نښتو اصلي لامل پر کابل د پاکستاني الوتکو بریدونه او همدا راز د اسلاماباد هغه ادعاوې دي، چې ګنې افغانستان کې د «ټيټيپي» په ګډون د دوی ضد وسلهوالې ډلې فعالې دي.
مکده ویلي، چې د سوداګرۍ ځنډ په پاکستان کې ستر کړکېچ رامنځته کړی او سلګونه چلوونکي په ګمرکي نقطو کې پرته له لومړنیو اسانتیاوو بند پاتې دي. نوموړي خبرداری ورکړ، دغه ګډوډي په داسې وخت کې رامنځته شوې چې د کینو موسمي صادرات خپل اوج ته رسېدلي.
تېر کال پاکستان د ۱۱۰ مېلیونه ډالرو په ارزښت د کینو صادرات لاره او سږکال اټکل شاوخوا ۱۰۰ مېلیونه ډالرو ته کېږي. د مکده په وینا؛ صادرونکي د لارو د بندېدو له امله نهشي کولی خپل بارونه د سیمې دودیزو بازارونو ته ولېږي، چې له امله یې بزګران، د عرضې لړۍ کارکوونکي او صادرونکي له سخت مالي فشار سره مخ شوي دي.
د نوموړي په خبره؛ زرګونه کانټینرونه چې دوه اړخیز مالونه، ټرانزیټي توکي او د منځنۍ اسیا بارونه پهکې دي، په ټول پاکستان کې بند پاتې دي. په دې کې هغه بارونه هم شامل دي، چې افغانستان او ازبکستان ته د لېږد لپاره چمتو شوي وو.
په وار، وار افغان او پاکستاني سوداګرو غوښتنې کړې، چې د دوی راکړې ورکړې باید د سیاسي ترینګلتیاوو قرباني نهشي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تازه ویلي، چې له پاکستان سره یې د لارې د خلاصون په تړاو حکومت هېڅ ډول خبرې نهدي کړې. تر دې دمخه پاکستاني چارواکو ادعا کړې وه، چې د کابل واکمنو ترې د لارو د خلاصون غوښتنه کړې ده.

په اسلاماباد کې د افغانستان د مخکېني جمهوري نظام سفیر نجیبالله عليخېل ویلي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ رامنځته شوی سیاسي او سوداګریز کړکېچ په نږدې راتلونکي کې د حل وړ نه ښکاري. هغه وایي، د دواړه خواوو ترمنځ به فشارونه او لفظي شخړې تر ډېره دوام وکړي.
نوموړي پر اېکس پاڼه په یوې لیکنه کې زیاته کړې، پاکستان لا هم د سیمې په کچه سیاسي محوره یا «جیو اېکونومېک» تګلاره مخته وړي او له اقتصادي محوره یا «جیو اېکونومېک» تګلارې سره چندان لېوالتیا نهلري.
دغه مخکېنی سفیر وایي، پاکستان له افغانستان سره په سوداګریزه برخه کې هم تل سیاسي چلند کړی او په مستقیمه توګه یې سوداګري تر سیاسي اغېزو لاندې راوستې. هغه زیاته کړې، افغانستان بدیلو سوداګریزو لارو ته سخته اړتیا لري. عليخېل لیکي: « د ایران بندر عباس او چابهار مرکزي اسیا او هم په راتلونکې کې د لاجورد لار او د واخان دهلېز مهمې لارې دي. خو له دغه مسیرونو لازمه ګټه اخیستل به هم وخت ته اړتیا ولري او هم له ځینو ننګونو سره مخ دي».
د نوموړي په وینا؛ د امریکا له لوري پر چابهار تحریمونه په ډاګه کوي، چې د افغان سوداګرۍ لپاره دغه مسیر په اوږد مهال کې چندان د ډاډ وړ نهدی. هغه وړاندې زیاتوي: «ښایي ایران هم د افغانستان شرایطو او احتیاج ته په کتو، په راتلونکې کې د اوبو او نورو مسایلو په هکله، ځینې نوې غوښتنې مطرح کړي».
دغه مخکېنی افغان سفیر په تاجکستان کې د چینایي وګړو وژنې ته په اشارې سره وایي، د سیمې امنیتي حالت لا هم د ډاډ وړ نهدی او دغه ډول پېښې به د افغانستان پر مسایلو اغېزې ولري او ښايي نوې ننګوونې رامنځته کړي. د دغه پخواني چارواکي اندېښنې داسې مهال دي، چې په دې وروستیو کې د طالبانو او اسلاماباد ترمنځ سیاسي کړکېچ خپل اوج ته رسېدلی دی.
دواړو لوریو پر ډیورنډ کرښه دروازې تړلې او هر ډول سوداګریزې راکړې ورکړې یې هم سره بندې کړې دي. هممهاله پاکستان د افغان کډوالو اېستلو تګلاره غوره کړې او په نړۍوالو ناستو کې یې پر کابل واکمن طالبان تورن کړي، چې د «ټيټيپي» په ګډون یې د دوی ضد وسلهوالو ډلو ته پناه ځایونه ورکړي دي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف او د قرغزستان لومړي وزیر سادر جباروف په اسلاماباد کې د یوې ناستې پر مهال ټینګار کړی، چې پر افغانستان واکمن طالبان باید د سیمې ثبات او امنیت په تړاو خپلې ژمنې عملي کړي.
له اسلاماباده د خپرېدونکې اېکسپرېس ټرېبیون ورځپانې راپور کې راغلي، چې دواړه لوریو ټینګار کړی؛ څو پر کابل واکمن طالبان د پاکستان مشروع امنیتي اندېښنې د عملي، باور وړ او اغېزمنو ګامونو په اخیستلو سره لرې کړي.
راپور کې زیاته شوې، چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف او د قرغزستان ولسمشر سادر جباروف د یوه با ثباته، ارام او د سیمهییزې همکارۍ پر روحیه ولاړ افغانستان پر اړتیا ټینګار وکړ. دواړه لوریو وویل، که طالبان خپلو امنیتي ژمنو ته پاملرنه ونه کړي؛ نو دا به د سیمې او په ځانګړي ډول د پاکستان لپاره مستقیم ګواښ وي.
د دواړو هېوادونو مشرانو یو ځل بیا په دې ټینګار کوي، چې د سوېلي او منځنۍ اسیا د سولې او ودې راتلونکی د یو با ثباته او مسوولیت منونکي افغانستان پرته ناشونی دی. دوی له طالبانو وغوښتل، د هغو سختدریځو ډلو د مخنیوي لپاره بېدرېغه او ارزول کېدونکي ګامونه واخلي چې د افغانستان له خاورې د ګاونډیو پر ضد کار اخلي.
اسلاماباد په وار، وار ادعا کړې، چې پر کابل واکمنو افغان طالبانو د دوی ضد وسلهوالې ډلې د پاکستاني طالبانو غورځنګ «ټيټيپي» ته په خپله خاوره کې ښکاره پناه ځایونه ورکړي او د هغوی ملاتړ هم کوي. بل لوري پر کابل د واکمنې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد بیا په وار، وار ټینګار کړی، چې دوی د پاکستان ضد ډلو ته ځای نهدی ورکړی او دغه هېواد کې روانې نا امنۍ د اسلاماباد داخلي ناکامي ده.
په دغه خبرو کې دواړه هېوادونو د افغانستان ترڅنګ د سیمې امنیتي وضعیت، نړۍوال بدلونونه، د شخړو د سولهییزو حل لارو او د نړۍوالو قوانینو پر رول هم بحثونه وکړل.
د قرغزستان د ولسمشر د سفر پر دوام، پاکستان او قرغزستان د انرژۍ، سوداګرۍ، کانونو، پوهنې، کلتور، ګرځندوی او کرنې په برخو کې ۱۵ ګډ اسناد لاسلیک کړل. دواړه هېوادونو هوډ څرګند کړ، چې دوه اړخیز سوداګریز حجم به تر ۲۰۲۸کاله پورې ۲۰۰ مېلیون ډالرو ته ورسوي.

له هغه وروسته، چې د پاکستان پوځ پخواني لومړي وزیر عمران خان ته له خپلو خویندو سره د لیدو اجازه ورنهکړه اوس د دغه هېواد د بشري حقونو شورا دا بندیز له بشري حقونو سرغړونه بللې ده. دغې شورا زیاته کړې: «دا اقدام غیر اخلاقي او له کورنیو او نړۍوالو قوانینو سرغړونه ده.»
د پاکستان د بشري حقونو شورا د پنجشنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۳مه) په خپله اېکس پاڼه ویلي، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو نړۍواله اعلامیه او د مدني او سیاسي حقونو نړۍوال تړون هر زنداني ته دا حق ورکوي، چې له خپلې کورنۍ سره وګوري.
دغې شورا همداراز له خپلو خویندو سره د عمران پر لیدنې بندیز د پاکستان د اساسي قانون تر پښو لاندې کول ګڼلي دي.
دغې شورا د پاکستان له حکومت څخه غوښتي، چې د یوه زنداني په شخصي ژوند کې دې غير قانوني لاسوهنې سمدستي ودروي او له خان سره دې د هغه د کورنۍ لیدنې ته وخت ورکړي.
پاکستاني پولیسو چې د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر عمران خان درې خویندې (د لړم ۲۷مه) د دغه هېواد د «اډیاله» زندان شاوخوا نیولې وې، له څو ساعتونو زنداني کېدو وروسته خوشې کړې.
علیمه خان وروسته له هغه د پولیسو له خوا ونیول شوه، چې اډیاله زندان ته نږدې یې د پرلت پای ته رسولو له وړاندیز څخه انکار وکړ. نوموړې د تحریک انصاف ګوند له بنسټګر عمران خان سره د ملاقات اجازې نهترلاسه کولو په غبرګون کې پرلت کړی و.