• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په مسکو کې د طالبانو سفیر د پانگونې او اقتصادي «دوم تاوریچسکي» نړيوال فورم کې ګډون کړی

۱۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۲۷ GMT+۰تازه شوی: ۱۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۴۱ GMT+۰

په مسکو کې د طالبانو سفارت وايي چې طالب سفیر ګل حسن حسن د پانګونې او اقتصادي «دوم تاوریچسکي» فورم کې کډون کړی. دوی زیاتوی، چې د فورم په ترڅ کې د خرسون والي ولادمیر سلدو ویلي، چې دغه سیمه چمتو ده، چې افغانستان ته زراعتي محصولات، په ځانګړي ډول غنم صادر کړي.

د روسیې په پلازمینه مسکو کې د طالبانو سفارت نن شنبه، د لیندۍ ۱۵مه په اېکس خواله رسنۍ کې لیکلی، چې په دې فورم کې د روسیې له تازه یوځای شویو سیمو څخه واليانو د خپلو اقتصادي ظرفیتونو او پانگونې فرصتونو معلومات وړاندې کړل.

په ورته مهال د طالبانو سفیر ګل حسن حسن د دواړو هېوادونو ترمنځ د صادراتو، وارداتو او اقتصادي همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.

طالبانو ددې فورم هېڅ کوم انځور نه دی خپور کړی او نه هم ددې فورم په اړه یې نور معلومات خپاره کړي دي.

د یادونې وړ ده، چې روسیه هغه یوازینۍ هېواد دی، چې د طالبان ډلې په رسمیت پېژندلې ده.

ترویج لرونکی

د جګړې له ډګره تر بښنې؛ امریکايي پخوانی سرتېری له طالب قوماندان سره مخ شو
۱

د جګړې له ډګره تر بښنې؛ امریکايي پخوانی سرتېری له طالب قوماندان سره مخ شو

۲

طالبانو کابل ښار کې څه باندې ۲۵ جریبه ځمکه دولتي اعلان کړه

۳

سرچینې: بدخشان کې د طالبانو د تازه دمو ځواکونو لېږدونکې چورلکې د راکټي برید موخه ګرځېدلي

۴

د ښځو حقونو د پراخو محدودیتونو تر څنګ؛ طالبان په یوه میاشت کې د ۳۸۸ قضیو د حل ادعا کوي

۵
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له پاچاهۍ تر جلاوطنۍ؛ د پاچا محمد ظاهر شاه د ژوند کیسه

•
•
•

نور کیسې

د ایران پارلمان غړی: په تېرو دوو کلونو کې ۱۰۰۰ تنه افغان پانګوال افغانستان ته ستانه شوي

۱۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۴۸ GMT+۰
100%

د ایران د پارلمان او د بودیجې د کمېسیون غړي محسن زنګنه ویلي، چې په تېرو دوو کلونو کې څه باندې زر تنه افغان پانګوال او متشبثین د اسعارو د ستونزو له امله له ایران څخه وتلي او خپل فعالیتونه یې په افغانستان کې پیل کړي دي.

د ایران د پارلمان غړي محسن زنګنه د خراسان رضوي ولایت د سوداګرو خونې په ناسته کې ویلي، چې ګڼ بهرني پانګوالو د ایرن د پانګونې له کړنلارو او د اسعارو ستونزې له امله له یاد هېواد څخه وتلي دي.

پر همدغه مهال نوموړي ویلي، چې د تېرو دوو کلونو په موده له یاد هېواد نه څه باندې زر تنه افغانانو خپل شرکتونه او پانګې لېږدولي دي.

محسن زنګنه زیاته کړې:«په تېرو دوو کلونو کې له ۱۰۰۰ څخه ډېر افغان شرکتونه او صنعتکاران له ایران څخه وتلي دي او خپل فعالیتونه یې د هرات او کابل په صنعتي پارکونو کې پیل کړی، د دوی کورنۍ هم افغانستان ته ستنې شوې او د استوګنې جوازونه یې لغوه شوي وو.»

نوموړي ویلي، چې یادو افغان پانګوالو او متشبثینو په لومړیو وختونو کې خپلې سرمايي د صرافیو له لارې ایران ته انتقال کړې وې او وروسته یې په دغه هېواد کې فابریکي جوړي کړي وي، خو د ایران د سوداګرۍ پراختیا سازمان له هغه پریکړې وروسته، چې پانګوال باید د ایران د سیستمونو له لارې خپلې سرمایې دغه هېواد انتقال کړي یادو افغانانو د بېرته ستنېدو پرېکړه وکړل.

محسن زنګنه ویلي، چې د بهرنیو پانګوالو لپاره اسانتیا رامنځته کولو سره به افغان پانګوال په راتلونکو څلورو کلونو د ۲ تر ۳ میلیاردو ډالرو په ارزښت پانګونه وکړي.

طالبان وايي چې په تېره میاشت کې د خوراکي توکو بیه ۲،۳ سلنه لوړه شوې

۱۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۴۷ GMT+۰
100%

د طالبانو تر واک لاندې د احصايي او معلوماتو ادارې ویلي، چې د روان کال په لړم میاشت کې د خوراکي توکو په بیو کې ۲،۳ سلنه لوړوالی راغلی دی، خو د لامل په اړه یې څه نه دي ویلي.

د طالبانو او پاکستان تر منځ لانجې او له افغانستان سره د پاکستان د ټولو سواګریزو لارو بندېدو په دوام، د طالبانو تر واک لاندې د احصايي او معلوماتو ادارې اعلان کړی، چې په تېره لړم میاشت کې د خوراکي توکو په بیو کې ۲،۳ سلنه لوړوالی راغلی دی.

یادې ادارې ویلي، چې په میاشتنې ډول یې د لګښتي توکو د بیو ارقام تحلیل او ارزولي، چې له مخې یې په لړم میاشت کې د غلو دانو بیه ۱،۳ سلنه، د غوښو بیه ۱،۶ سلنه، د سبزې بیه ۲،۱ سلنه او د مېوو په بیه کې ۱،۳ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

همدارنګه یادې ادارې ویلي، چې د غیر خوراکي توکو له ډلې د درملو په بیه کې ۱۳،۹ سلنه او د استوګنې شاخص کې ۳،۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

سره له دې چې طالبانو ویلي، د‌ پاکستان پر ځای یې د منځنۍ اسیا هېوادونو سره سوداګري پراخه کړې، خو لا هم ورځ تر بلې په افغانستان کې د خوراکي او غیر خوراکي توکو په بیو کې لوړوالی نه دی کنټرول شوی.

د طالبانو د کرنې او مالدارې وزارت: هند، ایران او ازبکستان ته صادرات جریان لري

۱۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۲۴ GMT+۰
100%

طالبان له پاکستان سره د سوداګریزو اړیکو له پرېکون وروسته د افغانستان کرنیزو محصولاتو ته د بازار موندنې په تړاو د خپلو هڅو له دوامه خبر ورکوي.د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدراۍ وزارت مرستیال صدر اعظم عثماني وايي، افغان کرنیز محصولات هند، ایران او ازبکستان ته صادريږي.

صدراعظم عثماني د جمعې په ورځ (د لیندۍ ۱۴مه) د دغې ډلې تر واک لاندې له ملي ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي، چې تولیدات یې تر پخوا معیاري شوي او په بېلابېلو برخو کې د بازار موندې هڅې روانې دي.

نوموړي زياته کړې، چې دا مهال هند، ایران او ازبکستان ته صادرات لري، خو په دې اړه یې نور جزییات ورنه‌کړل.

عثماني ویلي، چې په ټول هېواد کې د سړو خونو د جوړولو لپاره پنځه کلن پلان تر لاس لاندې لري او په وینا یې، په هر ولایت کې د دې پلان په عملي کېدو سره به د سړوخونو د کمښت ستونزه هم حل شي.

افغانستان هر کال ګڼ کرنیز توکي لکه انار، مڼې، انګور، جڼغوزې، بادام او زعفران بهرنیو بازارونو ته صادروي او په ټوله کې وچې او تازه مېوې د هېواد د صادراتو ستنه بلل کېږي.

پاکستاني سوداګر: د لارو بندېدو له امله مو د افغانستان او منځنۍ اسیا بازارونه له لاسه وتلي

۱۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۳۱ GMT+۰
100%

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو د تړلو پاتې کېدو په دوام سوداګرو ویلي، چې صنعتي محصولات، خام مواد او نور بېلابېل توکي چې ارزښت یې میلیاردونو روپیو ته رسیږي په تورخم او چمن کې بند پاتې دي. دوی زیاتوي، اوس پاکستان د افغانستان او منځنۍ اسیا بازارونه له لاسه ورکړې دي.

د پاکستان د سرحدي سوداګرۍ او صنعت خونې غړو او سوداګرو ویلي، چې له افغانستان سره د لارو تړلو پاتې کېدو له امله پاکستان په چټکۍ سره د افغانستان او منځنۍ اسیا بازارونه له لاسه ورکړي دي.

پاکستاني سوداګرو ډان ورځپاڼې ته ویلي چې:«دوه اړخیزه سوداګرې مړه شوې ده.»

یادو پاکستاني سوداګرو ویلي، چې له یوې خوا د افغانستان او مرکزي اسیا هېوادونو سره د ګڼو توکو د پر وخت رسولو قراردادي مکلفیتونو کې پاتې راغلي او له بلې خوا پر کرښه بند پاتې بار لاریو لپاره د توقف او نور اضافي لګښتونو هم ورته سخت زیان رسولی دی.

پر همدغه مهال د پاک ـ افغان ګډې سوداګرۍ او صنعت خونې مرستیال ضیاءالحق سرحدي ویلي، چې وړاندې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ کلنی حجم تر پنځه میلیاردو ډالرو رسېده، خو د روانې بې ثباتۍ له امله اوس د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ حجم یوازې ۷۰۰ تر ۸۰۰ میلیونه ډالرو ته راټېټ شوی دی.

نوموړي ویلي، چې تېرې دوه میاشتې په دوامداره توګه د لارې بندېدو له امله د پاکستان ملي اقتصاد او دد عوایدو تولید له یو خطرناک حالت سره مخ شوی او بیارغول به یې خورا ستونزمن وي.

سرحدي زیاته کړې:«په دوه میاشتو کې افغانسستان ته د صادراتو د ځنډ او د عرضي د سلسلې د بشپړې مایتېدو له امله د باروړونکو، تصفیه کوونکو او ورځنۍ کارګرانو ستونزې جدي پړاو ته داخل شوي دي.»

نوموړي د پاکستان له حکومت څخه غوښتنه کړې، د سوداګرو لپاره دې د مرستې یو جامع تګلاره رامنځته کړي او د توقف او ځنډولو لګښتونه دې سل په سلو کې معاف شي.

د سرحدي سوداګرۍ خونې پخواني رییس ذاهدالله شینواري ویلي، چې د بیا ځلي لپاره د افغانستان او مرکزي اسیا بازارونه ترلاسه کول سخت وی؛ ځکه اوس پر هغو بازارونو ایراني او هندي توکو ولکه ټینګه کړې ده.

شینواري ډان ورځپانې ته ویلي دي:«زموږ ډېری توکي یا له منځه تللي یا یې تاریخ تېر شوی دی، ځکه چې د اوږدې مودې ځنډ له امله مرکزي او ایالتي حکومتونه چمتو نه دې چې زموږ زیان جبران کړي.»

سوداګرو ویلي، چې د لارو تړل کېدو له امله د ټوکر، درملو، ساختماني مواد، سمنټ، وریجې، جوار، کرنیز ماشینونه، برقي وسایل، د موټرو پرزې، اوړه او نورو توکو بار سلګونه لارۍ بندې پاتې دي او ځیني مواد د خرابیدو او تاریخ تېریدو له ګواښ سره هم مخ دی.

د سوداګرو په وینا، چې ډیریو سوداګرو ځیني توکې بېرته محلي بازارونه ته ورګرځولي او په تاوان یې پلورلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغان طالبانو او پاکستان ترمنځ لانجې وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ ټولي لارې د هر ډول تګ راتګ او سوداګرۍ پرمخ تړل شوې دي او افغان سوداګرو د پاکستان پر ځای د ایران او منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د سوداګرۍ حجم زیات کړی دی.

له هرات څخه د ۳۰ زره ډالرو په ارزښت مربا او ترشي امریکا ته صادره شوه

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۳۱ GMT+۰
100%

د طالبانو تر کنټرول لاندې د ملي راډیو ټلویزیون د راپور له‌مخې، د هرات له صنعتي ښارګوټي د ۳۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د ترشي او مربا لومړۍ کڅوړه امریکا ته صادره شوه.راپور زیاتوي چې دغه محصولات د امریکا له لابراتوارونو تېر او بیا هغه هېواد ته لېږدول شوي دي.

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو ویلي، چې د روان کال په اتو میاشتو کې د ۶۰ میلیونه ډالرو په ارزښت نورو هېوادونو ته سوداګریزې کڅوړې صادرې شوې دي.

په هرات کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ رییس بشیر محمد سیرت له سوداګرو پر ملاتړ له ټينګار سربېره ویلي، د هرات له صنعتي ښارګوټي له امریکا سربېره ډېریو اروپايي هېوادونو ته هم صادرات روان دي.

وچه او تازه مېوې، خوراکي مواد، ګول‌سیخ او د اوبلنو ګاز ټانکرونه له هغو صادراتي توکو دي چې نورو هېوادونو ته صادرېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې په هرات کې د طالبانو د والي رسنیز دفتر خبر ورکړی، چې له دغه ولایت څخه روسیې او منځنۍ اسیا ته د اوبلن ګاز د ټانکرونو صادرات هم پيل شوي دي.

له دې سربېره د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په تېره یوه اونۍ کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې په ټولیز ډول ۱۵۳ زره او ۳۹۳ ټُنه انتقالات شوي چې په‌کې تېل او نور سوداګریز توکي شامل دي. د معلوماتو له مخې، په‌ دې کې ۶۳ ټُنه سوداګریز توکي او په ځانګړې توګه د انارو جوس صادر شوي دي.

بل‌خوا، د طالبانو د بلخ ولایت چارواکو پرون (چهارشنبه) وویل، چې شاوخوا ۵۰۰ ټُنه تازه مېوې ازبکستان ته صادرې شوې.

د دغو صادر شویو میوو ټول ارزښت ۲۵۰ زره ډالره ده او طالب چارواکي وايي، چې تر دې وروسته به دغه ډول صادرات دوام ومومي.