• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د قطر لومړی وزیر: د هغو ویجاړیو د بیارغونې لپاره به چیک ورنه‌کړو چې اسراییل رامنځته کړی

۱۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۸:۳۸ GMT+۰

د هغو اټکلونو پر خلاف چې ګواکې دوحه د غزې د بیارغونې اصلي تمویل کونکی دی، د قطر لومړي وزیر محمد عبدالرحمان ال ثاني وویل چې قطر به د دغې سیمې د بیارغونې لپاره پیسې ورنکړي.

ال ثاني د یکشنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۶مه) د دوحې د سرمشریزې په څنډه کې په یوه مرکه کې وویل: «موږ هغه څوک نه یو چې د هغه څه د بیارغولو لپاره چیکونه ولیکو چې نورو ویجاړ کړي دي.»
هغه ټینګار وکړ، چې د قطر مرستې به د بشري ملاتړ تر کچې پورې محدودې وي او زیاته یې کړه، چې دوحه به د فلسطیني خلکو ملاتړ ته دوام ورکړي او د دوی د کړاوونو د کمولو لپاره به هر هغه څه وکړي چې کولی یې شي.
د قطر د بهرنیو چارو او لومړي وزیر پرته له دې چې نور وضاحت ورکړي، وویل: «زموږ پیسې به یوازې هغه وخت ورکړل شي، چې وګورو فلسطیني خلکو ته رسېدونکې مرستې بسنه نه کوي.»
د ټایمز اف اسراییل په وینا، که چیرې قطر پرېکړه وکړي چې د غزې د بیارغونې له پروژو څخه ووځي، دا روښانه نه ده چې کوم بل هېواد به د دغه مسوولیت اخیستو ته چمتو وي، ځکه چې دوحه معمولا د خپلو مرستو لپاره کم شرایط ټاکي.
خو د متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان په ګډون د خلیج نورو شتمنو هېوادونو ټینګار کړی، تر هغو چې د اسراییل د غوښتنې خلاف، د یو خپلواک فلسطیني دولت د جوړولو لپاره روښانه لاره نه وي، دوی به غزې سره مالي مرسته ونه کړي.
ال ثاني د شنبې په ورځ د دوحې په کنفرانس کې هغه څه چې په غزه کې پېښ شوي «د اوس لپاره اوربند» وباله او زیاته یې کړه: «اوربند به هغه وخت بشپړ شي کله چې اسراییلي ځواکونه په بشپړ ډول ووځي، غزې ته ثبات بېرته راشي او خلک په خپلواکه توګه دننه او بهر لاړ شي؛ چې نن ورځ داسې نه ده. »
د دوحې ۲۳مه غونډه د لیندۍ په ۱۵مه نېټه د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند او د غزې د بیارغونې په اړه د بحثونو لپاره پیل شوه.

ترویج لرونکی

د جګړې له ډګره تر بښنې؛ امریکايي پخوانی سرتېری له طالب قوماندان سره مخ شو
۱

د جګړې له ډګره تر بښنې؛ امریکايي پخوانی سرتېری له طالب قوماندان سره مخ شو

۲

طالبانو کابل ښار کې څه باندې ۲۵ جریبه ځمکه دولتي اعلان کړه

۳

سرچینې: بدخشان کې د طالبانو د تازه دمو ځواکونو لېږدونکې چورلکې د راکټي برید موخه ګرځېدلي

۴
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له پاچاهۍ تر جلاوطنۍ؛ د پاچا محمد ظاهر شاه د ژوند کیسه

۵

د ښځو حقونو د پراخو محدودیتونو تر څنګ؛ طالبان په یوه میاشت کې د ۳۸۸ قضیو د حل ادعا کوي

•
•
•

نور کیسې

استرالیایي زده‌کوونکي د ۱۶ کلونو څخه کم عمره ماشومانو پر سوشل مېډیا لګېدلی بندیز ننګولی

۱۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۸:۱۱ GMT+۰
100%

د استرالیا حکومت اعلان کړی، چې د ډسمبر له لسمې نېټې وروسته به له ۱۶ کلونو څخه کم عمره ماشومانو ته د انسټاګرام، ټیک‌ټاک او سنیپ‌چټ په څېر مهمو سوشل مېډیا پلېټفورمونو کارول منع وي، خو یوه ۱۵ کلن استرالیایي زده‌کوونکي نوح جونز د همدې پرېکړې په تړاو محکمې ته شکایت کړی دی.

د استرالیا حکومت وایي، دغه بندیز د ماشومانو د ذهني روغتیا د خوندي کولو او د زیان رسوونکو انلاین خطرونو د مخنیوي لپاره ضروري دی، خو جونز او ملاتړي یې باور لري چې دا کار د ماشومانو اساسي حقونه تر پښو لاندې کوي او د دوی ټولنیزې اړیکې کمزورې کوي.

جونز وایي: «دا بندیز زموږ غږ خاموشه کوي. موږ به ونه‌شو کولای خپلې نظریې شریکې کړو او د نورو خبرې واورو.»

هغه زیاتوي، دا محدودیت به ماشومان دې ته اړ کړي چې په پټه د سوشل مېډیا کارولو ته مخه کړي او د انلاین ځورونې یا خطرناکو پېښو په راپور ورکولو کې به ستونزې ولري.

د جونز په وینا، حکومت باید د ماشومانو د بندیز پر ځای د سوشل مېډیا پر زیان رسوونکو برخو لکه انلاین ځورونې، شکمنو کسانو او ناوړه محتواوو د کنټرول تمرکز وکړي. هغه وایي: «ولې بې‌ګناه ماشومان بندېږي، خو خطرناکه او زیان رسوونکې محتوا لا هم ازاد ګرځي؟»

د یادونې وړ ده، چې لا تراوسه د جونز د شکایت د ارزونې لپاره څه نېټه نه‌ده اعلان شوې، خو د دغه بندیز په اړه بحثونه په ټوله استرالیا کې تاوده شوي دي.

کرملین د امریکا د ملي امنیت نوې ستراتیژي وستایله

۱۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۳۰ GMT+۰
100%

کرملین د یکشنبې په ورځ د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت نوې ستراتیژي وستایله او ویې ویل چې دا ستراتیژي په پراخه توګه د روسیې له لیدلوري سره اړخ لګوي. دا لومړی ځل دی چې مسکو د سړو جګړو پرمهال د خپل سیال د یوه سند په دې کچه ستاینه کوي.

د امریکا د ملي امنیت ستراتیژي د ټرمپ لیدلوری د انعطاف منونکي واقع‌بینۍ په توګه تشریح کوي او استدلال کوي چې امریکا باید د ۱۹مې پېړۍ د مونرو دکتورین بېرته راژوندی کړي، چې له مخې یې لویدیځه نیمه‌کره د واشنګټن د نفوذ سیمه بلله.

دغه ستراتیژي، چې ټرمپ لاسلیک کړې، دا خبرداری هم ورکوي چې اروپا د"تمدني محو کېدو" له ګواښ سره مخ ده.

ستراتیژي په اوکراین کې د جګړې پای ته رسېدل د امریکا د "اساسي" ګټو له ډلې ګڼي، او دا چې واشنګټن غواړي له روسیې سره ستراتیژیک ثبات بېرته رامنځته کړي.

د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف د دولتي تلویزیون له خبریال پاول زاروبین سره په خبرو کې وویل: « هغه بدلونونه چې موږ یې وینو، په ډېرو برخو کې زموږ له لیدلوري سره سمون لري».

نتنیاهو وايي چې که د اسراییل ولسمشر یې بښنه ومني هم له سیاسته لاس نه اخلي

۱۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۱۹ GMT+۰
100%

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، چې که د یاد هېواد د ولسمشر له لوري یې بښنه ومنل شي، بیا به هم له سیاست څخه تقاعد ونه وکړي. نوموړی دمګړۍ په درغلیو تورن دی.

د اسراییل لومړي وزیر د یوې خبریالې د دې پوښتنې په ځواب کې چې که ولسمشر اسحاق هرتزوګ یې وبښي، له سیاست څخه به لاس واخلي؟ لنډ ځواب ورکړی:«نه»

نتنیاهو تېره میاشت د اسراییل له ولسمشر اسحاق هرتزوګ څخه د بښنې غوښتنه کړې وه او د هغه وکیلانو استدلال کاوه، چې محکمې ته دوامداره حاضریدل د لومړي وزیر د حکومتدارۍ وړتیا اغېزمنوي او بښنه به د هېواد په ګټه وي.

د نتنیاهو له خوا پر داسې مهال د بښنې غوښتنه شوې، چې پر نوموړي د فساد او له باور د سرغړونې تورونه لګول شوي دي، خو نتنیاهو دغه تورونه رد کړي او د هغه وکیلانو یې ویلي، چې که قانوني بهیر پای ته ورسیږي نوموړی به بې ګناه وپيژندل شي.

په اسراییل کې معمولا بښنې یوازې هغه وخت ورکول کېږي، چې قضايي بهیر پای ته ورسیږي او د محاکمې په بهیر کې د بښنې کومه سابقه نشته.

پر همدغه مهال د بنیامین ځینو مخالفو سیاستوالو ویلي، چې د نتنیاهو د بښنې منل باید له سیاست څخه د هغه په وتلو پورې مشروط وي.

ایران وايي چې له امریکا شړل شوي ۵۵ ایرانیان به په څو ورځو کې تهران ته ورسیږي

۱۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۲۳ GMT+۰
100%

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ وویل چې د امریکا له خوا شړل شوي ۵۵ ایرانیان به په راتلونکو څو ورځو کې تهران ته واستول شي. دا په وروستیو میاشتو کې دویمه ډله ده چې بېرته ایران ته لېږل کېږي.

په سپتمبر کې چارواکو ویلي وو چې امریکا نږدې ۴۰۰ ایرانیان د شړلو په لېست کې شامل کړي او لومړۍ الوتکې۱۲۰ کسان د قطر د پلازمېنې له لارې تهران ته ولېږل.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویانداسماعیل بقايي وویل: «په راتلونکو ورځو کې به نږدې ۵۵ اتباع بېرته ایران ته ستانه شي. دا په وروستیو میاشتو کې دویمه ډله ده چې بېرته ایران ته لېږل کېږي.»

نوموړي زیاته کړه چې د امریکا د شړلو اقدامات «د سیاسي اهدافو او پر مهاجرو د فشار پر اساس» دي او د نړیوالو قوانینو پر ضد دي.

بقايي وویل، دواړه هېوادونه مستقیمې اړیکې نه لري او د خپلو اړوندو دفترونو یا منځګړیو له لارې اړیکې نیسي.

روسیې د اوکراین ۷۷ ډرون الوتکې غورځولې دي

۱۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۵۵ GMT+۰
100%

د روسیې د دفاع وزارت د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې هوايي دفاعي ځواکونو یې د شپې۷۷ اوکرایني ډرونونه غورځولي دي. دغه ډرونونه د جنوبي او مرکزي روسیې د ۷ سیمو په فضا او د روسیې تر ولکې لاندې کریمیا کې نسکور شوي دي.

د روستوف د سیمې والي یوري سلیوسار ویلي چې په سرحدي روستوف ولایت کې د برېښنا لېږد یوه ستنه زیانمنه شوې چې له امله یې شاوخوا ۲۵۰اوسېدونکي له برېښنا بې‌برخې شوي، خو مرګ‌ژوبله نه ده شوې.

د روسیې د دفاع وزارت د معلوماتو پر بنسټ، ۴۲ ډرونونه په ساراتوف او ۱۲ ډرونونه په روستوف سیمه کې ویجاړ شوي دي.

روسی چارواکي ډېر کم د اوکراین د هوايي بریدونو د زیان په اړه معلومات خپروي او هېڅکله پر خپلو پوځي اهدافو د هغو پر لګېدو اعتراف نه کوي.