• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نتنیاهو وايي چې که د اسراییل ولسمشر یې بښنه ومني هم له سیاسته لاس نه اخلي

۱۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۱۹ GMT+۰

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، چې که د یاد هېواد د ولسمشر له لوري یې بښنه ومنل شي، بیا به هم له سیاست څخه تقاعد ونه وکړي. نوموړی دمګړۍ په درغلیو تورن دی.

د اسراییل لومړي وزیر د یوې خبریالې د دې پوښتنې په ځواب کې چې که ولسمشر اسحاق هرتزوګ یې وبښي، له سیاست څخه به لاس واخلي؟ لنډ ځواب ورکړی:«نه»

نتنیاهو تېره میاشت د اسراییل له ولسمشر اسحاق هرتزوګ څخه د بښنې غوښتنه کړې وه او د هغه وکیلانو استدلال کاوه، چې محکمې ته دوامداره حاضریدل د لومړي وزیر د حکومتدارۍ وړتیا اغېزمنوي او بښنه به د هېواد په ګټه وي.

د نتنیاهو له خوا پر داسې مهال د بښنې غوښتنه شوې، چې پر نوموړي د فساد او له باور د سرغړونې تورونه لګول شوي دي، خو نتنیاهو دغه تورونه رد کړي او د هغه وکیلانو یې ویلي، چې که قانوني بهیر پای ته ورسیږي نوموړی به بې ګناه وپيژندل شي.

په اسراییل کې معمولا بښنې یوازې هغه وخت ورکول کېږي، چې قضايي بهیر پای ته ورسیږي او د محاکمې په بهیر کې د بښنې کومه سابقه نشته.

پر همدغه مهال د بنیامین ځینو مخالفو سیاستوالو ویلي، چې د نتنیاهو د بښنې منل باید له سیاست څخه د هغه په وتلو پورې مشروط وي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

ایران وايي چې له امریکا شړل شوي ۵۵ ایرانیان به په څو ورځو کې تهران ته ورسیږي

۱۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۲۳ GMT+۰

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ وویل چې د امریکا له خوا شړل شوي ۵۵ ایرانیان به په راتلونکو څو ورځو کې تهران ته واستول شي. دا په وروستیو میاشتو کې دویمه ډله ده چې بېرته ایران ته لېږل کېږي.

په سپتمبر کې چارواکو ویلي وو چې امریکا نږدې ۴۰۰ ایرانیان د شړلو په لېست کې شامل کړي او لومړۍ الوتکې۱۲۰ کسان د قطر د پلازمېنې له لارې تهران ته ولېږل.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویانداسماعیل بقايي وویل: «په راتلونکو ورځو کې به نږدې ۵۵ اتباع بېرته ایران ته ستانه شي. دا په وروستیو میاشتو کې دویمه ډله ده چې بېرته ایران ته لېږل کېږي.»

نوموړي زیاته کړه چې د امریکا د شړلو اقدامات «د سیاسي اهدافو او پر مهاجرو د فشار پر اساس» دي او د نړیوالو قوانینو پر ضد دي.

بقايي وویل، دواړه هېوادونه مستقیمې اړیکې نه لري او د خپلو اړوندو دفترونو یا منځګړیو له لارې اړیکې نیسي.

روسیې د اوکراین ۷۷ ډرون الوتکې غورځولې دي

۱۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۵۵ GMT+۰

د روسیې د دفاع وزارت د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې هوايي دفاعي ځواکونو یې د شپې۷۷ اوکرایني ډرونونه غورځولي دي. دغه ډرونونه د جنوبي او مرکزي روسیې د ۷ سیمو په فضا او د روسیې تر ولکې لاندې کریمیا کې نسکور شوي دي.

د روستوف د سیمې والي یوري سلیوسار ویلي چې په سرحدي روستوف ولایت کې د برېښنا لېږد یوه ستنه زیانمنه شوې چې له امله یې شاوخوا ۲۵۰اوسېدونکي له برېښنا بې‌برخې شوي، خو مرګ‌ژوبله نه ده شوې.

د روسیې د دفاع وزارت د معلوماتو پر بنسټ، ۴۲ ډرونونه په ساراتوف او ۱۲ ډرونونه په روستوف سیمه کې ویجاړ شوي دي.

روسی چارواکي ډېر کم د اوکراین د هوايي بریدونو د زیان په اړه معلومات خپروي او هېڅکله پر خپلو پوځي اهدافو د هغو پر لګېدو اعتراف نه کوي.

احمد الشرع: ولسمشریزې ټاکنې به تر راتلونکو څلورو کلونو ترسره شي

۱۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۱:۱۲ GMT+۰

د سوریې لنډ مهالي ولسمشر احمد الشرع د دوحې فورم په ۲۳مه غونډه کې وویل، د سوریې په اوسني دولت کې ټولې ډلې حضور لری او د مذهب او قومیت پر بنسټ د واک وېشنه «لویه تېروتنه» ده. هغه په ډاګه کړه، چې تر راتلونکو څلورو کلونو به ولسمشریزې ټاکنې وشي.

احمد الشرع د شنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۵مه) په دوحې فورم کې په ډاګه کړه: «د سوریې په حکومت کې مشارکت له سهمیه بندۍ پرته ترسره کېږي او د اساسي قانون د اعلامیې له‌مخې به ولسمشریزې ټاکنې تر راتلونکو څلورو کلونو ترسره شي.»

هغه همداراز وویل، د ولسمشریزو ټاکنو دغه موده د انتقالي پړاو له الزاماتو سره برابره ده او زیاته یې کړه: «موږ په تېرو ۶۰ کلونو کې په انزوا کې ژوند کړی دی.» او په وینا یې: «اوس به د امریکا د بندیزونو په لرې کېدو سره اقتصادي وضعیت ښه شي.»

الشرع همداراز څرګنده کړه، سوریه اوس یو قانونمند هېواد دی او په‌کې د ټولو حقونه تضمین شوي او همداراز یې د اسراییل تېریو ته په اشارې په ډاګه کړه: «اسراییل پر سوریې د څه باندې زرو بریدونو او یرغلونو په دوام هڅې کوي په غزه کې د عام وژنې له مسوولیت څخه د تېښتې لاره ومومي.»

د هغه په وینا، نړۍواله ټولنه هم د سوریې له خاورې د اسراییل د شاتګ له غوښتنې هم ملاتړ کوي او زیاته یې کړه، ښه دا ده چې اسراییل د ۱۹۷۴ کال پر توافق ودرېږي، ځکه «دا سوریه ده چې پرې برید کېږي، نه برعکس د دې.»

د سوریې لنډ مهالي ولسمشر همداراز روښانه کړه، چې د واشنګټن په مشارکت خبرې روانې دي، څو د سوریې له خاورې اسراییل شاتګ وکړي.

د امریکا د سرحدي ګزمې مشر: نیول شوي پناه‌غووښتونکي باید ۵ زره ډالره جریمه ورکړي

۱۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۳۲ GMT+۰

د امریکا د سرحدي ګزمې مشر مایکل بنکس اعلان کړی، چې ټول هغه پناه‌غوښتونکي چې له ناقانونه ننوتلو وروسته نیول شوي، باید پنځه زره ډالره جریمه ورکړي. د بنکس په وینا، دا لګښت پر ټولو هغو کسانو تطبیق کېږي، چې عمر یې له ۱۴ کلونو پورته وي او پرته له قانوني معاینې امریکا ته داخل شوي وي.

مایکل بنکس پر اېکس‌پاڼې لیکلي: «دا پیغام د ټولو ناقانونه بهرنیانو لپاره دی، پرته له دې چې له کوم ځای څخه امریکا ته ورننوتي، څومره وخت یې دلته تېر کړی، اوس چېرې دي او د هغوی د کډوالۍ قانوني چارې روانې دي او که نه.»

دا خبر وروسته له هغه خپور شو، چې د پنجشنبې په ورځ ۲۱ زره او ۵۰۰ پناه‌غوښتوونکو د امریکا پر حکومت حقوقي دعوې ثبت کړې. دغه پناه‌غوښتونکي له ورځنیو ۹۹۸ ډالرو جریمې سره مخ دي، چې د هر کس لپاره دا لګښت تر ۱،۸ میلیونو ډالرو پورې رسېدای شي.

د امریکا د کورني امنیت ادارې په اکټوبر کې ویلي و، هغه پناه‌غوښتوونکي چې د بشري لنډمهالې ویزې پر اساس امریکا ته داخل شوي او د ویزې د پای ته رسېدو وروسته پاتې دي، هغوی به هم له زر ډالرو جریمې سره مخ شي.

دغه وزارت په دې وروستیو کې د ناقانونه پناه‌غوښتوونکو د رضاکارانه ستنېدو طرحه هم پیل کړې. د دې طرحې له مخې، ټول غېرقانوني پناه‌غوښتوونکي کولای شي خپل هېواد ته وړیا الوتنه او د رضاکارانه وتلو په بدل کې زر ډالره انعام ترلاسه کړي.

امریکايي حکومت وړاندې ویلي و، چې د ۲۰۲۵ مالي کال تر دې دمه لږ تر لږه ۲۳۷ زره او ۵۶۵ پناه‌غوښتوونکي د سرحدي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.

تریشیا مک‌لاکلین چې د کورني امنیت ادارې مرستیاله ده، په اکټوبر کې فاکس‌نیوز ته ویلي و، چې حکومت «د تاریخي ریکارډونو د ماتولو په درشل کې دی» او احتمال شته چې د روان کال تر پایه د اخراج شویو کسانو شمېر ۶۰۰ زرو ته ورسېږي.

د هغې په وینا، یوازې سږ کال له دوو میلیونو ډېر ناقانونه پناه‌غوښتوونکي له امریکا وتلي دي، چې ۱،۶ میلیونه یې رضاکارانه بېرته تللي، ۵۱۵ زره اېستل شوي او ۴۸۵ زره لومړی نیول شوي او بیا اېستل شوي دي.

ډونالد ټرمپ له بیا واکمنېدو وروسته د امریکا سوېلي پوله لا پیاوړې کړې، ډېر ځواکونه یې سیمې ته لېږلي او «له نیول کېدو وروسته خوشې کېدو» تګلاره یې ختمه کړې، هغه تګلاره چې له مخې یې پناه‌غوښتوونکي د خپلو دوسیو تر څېړلو پورې ازاد پاتې کېدل.

د هند په سوېل لوېدیځ کې په یوه کلپ کې د اور لګېدنې له امله ۲۳ کسان مړه شوي دي

۱۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۵۶ GMT+۰

د ګوا په سوېل لوېدیځ کې په یوه کلي کې د اور لګېدو له امله د درېیو ښځو په ګډون لږ تر لږه ۲۳ کسان مړه شوي دي. پولیسو ویلي، چې د قربانیانو ډېری برخه د کلپ کارکوونکي دي او اورلګېدنه ښايي د شنبې په شپه ناوخته د پخلنځي دننه د ګاز د ډبې د چاودنې له امله رامنځته شوې وي.

هندي رسنیو راپور ورکړی، چې د اور وژنې څو موټر د پېښې ځای ته لېږل شوي او د ژغورنې عملیات لا هم روان دي؛ خو پولیس وایي چې اور اوس کنټرول شوی دی.

د ګوا د پولیسو مشر الوک کومار ویلي، چې ډېری جسدونه له پخلنځي ترلاسه شوي او دوه نور جسدونه د دغه کلپ په بله برخه کې موندل شوي دي. هغه زیاته کړې، چې د اورلګېدنې اصلي لامل لا تر اوسه معلوم نه دی.

د ګوا اعلی وزیر پراموډ ساوانټ ویلي، چې د دغه کلپ د مدیریت او هغو چارواکو پر وړاندې به قانوني اقدام وکړي، چې د خوندیتوب د اصولو له نقض سره سره یې دغه کلپ ته د فعالیت اجازه ورکړې وه.

نوموړي په اېکس پاڼه کې لیکلي: «ما د دې پېښې په اړه د پلټنو امر کړی دی. دا پلټنې به د اورلګېدنې اصلي لامل او دا چې ایا د اور ضد خوندیتوب معیارونه او د ودانیو قوانین مراعات شوي او که نه، وڅېړي.»

ځینو هندي رسنیو ویلي، چې درې یا څلور سیلانیان هم د وژل شویو کسانو په ډله کې شامل دي. د راپورونو له مخې، درې کسان د سوځېدو له امله او نور د ساه بندۍ له کبله مړه شوي دي.