• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د هند په سوېل لوېدیځ کې په یوه کلپ کې د اور لګېدنې له امله ۲۳ کسان مړه شوي دي

۱۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۵۶ GMT+۰

د ګوا په سوېل لوېدیځ کې په یوه کلي کې د اور لګېدو له امله د درېیو ښځو په ګډون لږ تر لږه ۲۳ کسان مړه شوي دي. پولیسو ویلي، چې د قربانیانو ډېری برخه د کلپ کارکوونکي دي او اورلګېدنه ښايي د شنبې په شپه ناوخته د پخلنځي دننه د ګاز د ډبې د چاودنې له امله رامنځته شوې وي.

هندي رسنیو راپور ورکړی، چې د اور وژنې څو موټر د پېښې ځای ته لېږل شوي او د ژغورنې عملیات لا هم روان دي؛ خو پولیس وایي چې اور اوس کنټرول شوی دی.

د ګوا د پولیسو مشر الوک کومار ویلي، چې ډېری جسدونه له پخلنځي ترلاسه شوي او دوه نور جسدونه د دغه کلپ په بله برخه کې موندل شوي دي. هغه زیاته کړې، چې د اورلګېدنې اصلي لامل لا تر اوسه معلوم نه دی.

د ګوا اعلی وزیر پراموډ ساوانټ ویلي، چې د دغه کلپ د مدیریت او هغو چارواکو پر وړاندې به قانوني اقدام وکړي، چې د خوندیتوب د اصولو له نقض سره سره یې دغه کلپ ته د فعالیت اجازه ورکړې وه.

نوموړي په اېکس پاڼه کې لیکلي: «ما د دې پېښې په اړه د پلټنو امر کړی دی. دا پلټنې به د اورلګېدنې اصلي لامل او دا چې ایا د اور ضد خوندیتوب معیارونه او د ودانیو قوانین مراعات شوي او که نه، وڅېړي.»

ځینو هندي رسنیو ویلي، چې درې یا څلور سیلانیان هم د وژل شویو کسانو په ډله کې شامل دي. د راپورونو له مخې، درې کسان د سوځېدو له امله او نور د ساه بندۍ له کبله مړه شوي دي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

امریکا پاکستان ته د ناقانونه کډوالۍ د مخنیوي په برخه کې د تخنیکي مرستو وړاندیز وکړ

۱۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۵۰ GMT+۰

امریکا پاکستان ته د ناقانونه کډوالۍ او نشه‌یي توکو د مخنیوي په برخه کې د تخنیکي مرستو وړاندیز کړی دی. دغه څرګندونې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي او د امریکا د سرپرستې سفیرې نټلي بېکر ترمنځ د لیدنې پر مهال شوې دي.

په دغه ناسته کې د دواړو لوریو ترمنځ د نشه‌یي توکو پر ضد د ګډو اقداماتو، د ناقانونه کډوالۍ د مخنیوي لارو چارو او د استخباراتي معلوماتو د شریکولو د پراخېدو په اړه بحث او موافقه وشوه.

نقوي د امریکا وړاندیز ستایلی او ټینګار یې کړی، چې پاکستان د نشه‌يي توکو پر وړاندې د «صفر زغم» تګلارې په کلکه پلي کولو ته ژمن دی. د هغه په وینا، په هوايي ډګرونو کې د نشه‌يي توکو مخنیوی د حکومت لومړیتوب دی او په غېرقانوني کډوالۍ برخه کې د پاکستان تګلاره هم روښانه او ثابت دریځ لري.

دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان کې د افغان کډوالو نیولو او جبري ستنولو عملیات په وروستیو میاشتو کې خورا چټک شوي دي. د پاکستان د پلازمینې اسلام اباد او نورو ښارونو کې پولیس کور په کور د افغانانو د لټون عملیات کوي او په ډېرو سیمو کې د هغوی د کورونو دروازې ماتې شوي.

دې لړۍ د ډېرو افغانانو د ژوند شرایط سخت کړي او د بشري مرستو اړتیا یې زیاته کړې ده.

بلخوا په واشنګټن کې د یوه افغان له خوا د ملي‌ ګارد پر سرتېرو له برید وروسته، د امریکا د ولسمشر د تازه فرمانونو په اساس دغه هېواد ته د افغان پناه‌غووښتونکو هر ډول د کډوالۍ قضیې ځنډول شوې دي.

اېلان ماسک د اروپايي ټولنې د منحل کېدو غوښتنه کړې

۱۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۳۸ GMT+۰

د اروپايي ټولنې له خوا د غېرقانوني محتوا ضد قوانینو د سرغړونې له امله په اېکس شرکت باندې د ۱۴۰ میلیون ډالرو جریمې له لګولو وروسته، امریکایي میلیارډر اېلان ماسک د اروپايي ټولنې د منحل کېدو غوښتنه کړې ده.

ماسک ویلي، چې اروپايي ټولنه په یوه بیوروکراتیک جوړښت بدله شوې او واک باید بېرته خپلواکو هېوادونو ته وسپارل شي.

تر دې وړاندې اروپايي ټولنې د غېر قانوني او سختې محتوا د مخنیوي اړوند د نویو قوانینو د سرغړونې له امله اېکس شرکت ۱۴۰ میلیونه ډالره جریمه کړی و.

دا اقدام د اروپايي ټولنې د ډیجیټلي خدماتو قانون په چوکاټ کې لومړنی رسمي جریمه بلل کېږي.

اېلان ماسک د دې پرېکړې په غبرګون کې په اېکس پاڼه کې یو شمېر یادښتونه خپاره کړل او پکې یې د اروپايي ټولنې د منحل کېدو غوښتنه وکړه.

هغه په یوه یادښت کې لیکلي: «اروپايي ټولنه باید منحل شي او واک باید بېرته خپلواکو هېوادونو ته وسپارل شي، څو حکومتونه وکولای شي د خپلو خلکو ښه استازولي وکړي.»

اېلان ماسک همدارنګه خلک هڅولي، چې له اروپايي ټولنې ووځي تر څو خپل ملي حاکمیت بېرته ترلاسه کړي. دغه امریکايي میلیارډر د دې نظر د یو شمېر پلوي کوونکو لیکنې هم بېرته خپرې کړې دي.

بل لور ته د پولنډ لومړي وزیر ډونالډ ټوسک د هغو امریکايي کاروونکو د یادښتونو په غبرګون کې چې د اروپايي ټولنې په اړه لیکل شوي و، وویل: «اروپا ستاسو ستونزه نه ده، بلکې تر ټولو نږدې متحده مو ده. موږ ګډ دوښمنان لرو او باید همدا لاره تعقیب کړو. دا زموږ د ګډ امنیت لپاره یوازینۍ معقوله تګلاره ده.»

اروپايي کمېسیون د جمعې په ورځ اعلان وکړ، چې د اېلان ماسک اړوند پر اېکس شرکت د کړنو په اړه یې له دوه کلنې څېړنې وروسته ۱۴۰ میلیون ډالر جریمه لګولې ده.

د یادو پلټنو د پایلو له مخې، دغه ټولنیزې شبکې په څو برخو کې قانوني مقررات تر پښو لاندې کړي دي؛ چې پکې د حسابونو د تایید نښې ناسم ډیزاین، د اعلانونو په ارشیف کې د روڼتیا نشتوالی او څېړونکو ته د اړینو معلوماتو له سپارلو ډډه کول شامل دي.

د چیچنیا د مشر خبرداری: پر کروزني د ډرون برید به اوکراین ته ګران تمام شي

۱۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۳۱ GMT+۰

د روسیې د نیمه‌خودمختاره سیمې چیچنیا مشر رمضان قادریوف پر ګروزني د اوکراین ډرون برید غندلی او خبرداری یې ورکړی، چې اوکراین ته به سخت ځواب ورکړي.

دا برید د جمعې په ورځ هغه مهال شوی، چې یوه اوکرایني ډرون د چیچنیا په پلازمېنه ګروزني کې یوه لوړه ودانۍ وویشته. د چارواکو په وینا، ودانۍ ته سطحي زیان اوښتی، خو هېڅ ډول مرګ‌ژوبله یې نه لرله.

قادریوف پر ټېلګرام په یوې خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې پر عامو ودانیو برید «هېڅ ډول توجیه نه لري» او زیاته کړې یې ده: «د اوکرایني سخت دریځو د دې برید ځواب به په راتلونکو ورځو کې ورکړو، خو موږ به د دوی په څېر پر سوله‌ییزو هدفونو برید ونه کړو.»

اوکراین تر دې وړاندې هم په چیچنیا کې د ډرون بریدونو مسوولیت اخیستی، چې په هغو کې پر پوځي استوګنځایونه او یوې پوځي روزنیزې اکاډمۍ بریدونه شامل دي.

دا په داسې حال کې ده، چې رمضان قادریوف د روسیې د یرغل له پیل راهیسې د اوکراین جګړې کلک ملاتړی پاتې شوی او د روسي ځواکونو ترڅنګ یې «چیچني ډلې» هم د جګړې لیکو ته استولې دي.

العربیه: بشارالاسد د خپلې واکمنۍ پر مهال د سرتېرو په ګډون خپل ولس ته سپکې سپورې ویلې دي

۱۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۵۰ GMT+۰

العربیه شبکې د سوریې د راپرځول شوي ولسمشر بشارالاسد ځینو شخصي ویډیوګانو ته لاسرسی موندلی، چې په هغو کې اسد په سوریه کې د موټر چلولو پر مهال له خپلې رسنیزې مشاورې لونا الشبل سره د هېواد د یوې برخې اوسېدونکو او سرتېرو ته سپکې سپورې خبرې کوي.

بشارالاسد د تېر کال د ډسمبر په لومړیو کې په سوریه کې د خپل حکومت له رانسکورېدو سره سم، روسیې ته ولاړ او له هغې ورځې تر اوسه هلته ژوند کوي.

دغه ویډیوګانې هم د بشارالاسد د ولسمشرۍ پر مهال او ښايي له ۲۰۱۸ تر ۲۰۲۴ کلونو پورې ثبت شوې وي.

اسد په یو له دغو ویډیو ګانو کې د دمشق د «غوطه» په نوم سیمه کې په لاره کې وايي: «لعنت پر غوطه» او همداراز له خپلې سلاکارې سره د لبنان د حز‌ب‌الله په تړاو وايي: «نور مو د دغه ګوند غږ وانه‌ورېد.»

په یوې بله ویډیو کې بیا سوري سرتېري په داسې حال کې چې د اسد لاسونه ښکلوي، په یوه ډول یې مسخره کوي او په ورته بلې ویډيو کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې د سوریې په ښارونو او لارو کې د خپلو عکسونو د لیدو په اړه څه احساس لري؟ وايي: «هېڅ احساس نه‌لرم.»

د سوریې د راپرځول شوي ولسمشر بشارالاسد رسنیزه سلاکاره لونا الشبل پروسږکال د اسد د واکمنۍ له رانسکورېدو مخکې په دمشق کې په یوې ټرافیکي پېښه کې لومړی سخته ټپي او بیا وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړه.

امانوېل مکرون: روسیه له اوکراین سره د سولې پر ځای د جګړې د پراخولو په لټه کې ‌ده

۱۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۰۱ GMT+۰

د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون د اوکراین پر بېلابېلو سیمو د روسیې د تېرې شپې بریدونه غندلي او ویلي یې دي، چې روسیه له اوکراین سره د سولې پر ځای د جګړې د پراخولو په لټه کې ده. روسیې تېره شپه د اوکراین د انرژۍ او ټرانسپورټ پر تاسیساتو پراخ بریدونه کړي دي.

امانوېل مکرون د شنبې په مازدیګر (د لیندۍ ۱۵مه) په خپله اېکس‌پاڼه وویل: «موږ باید پر روسیې فشارونو ته دوام ورکړو، څو سولې ته غاړه کېږدي. زه به د دوشنبې په ورځ لندن ته سفر وکړم، څو د اوکراین له ولسمشر، د برېتانیا او جرمني له لومړي وزیرانو سره د روان وضعیت ارزونه وکړو او د امریکا د منځګړیتوب په چوکاټ کې د روانو خبرو په اړه بحث وکړو.»

مکرون یو ځل بیا له اوکراین څخه پر ملاتړ ټينګار کړی او زیاته کړې یې ده: «موږ به له امریکایانو سره خپلو هڅو ته دوام ورکړو څو اوکراین ته د امنیت تضمینونه برابر کړو، ځکه له دغو تضمینونو پرته دایمي سوله ناشونې ده.»

نوموړي همداراز خبرداری ورکړی: «په اوکراین کې چې څه روان دي، هغه د ټولې اروپا امنیت هم اغېزمنوي.»

نوموړي له دغو خبرو وروسته د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي سره هم ټلیفوني خبرې کړي او په ډاګه کړې یې ده، چې فرانسه غواړي له خپلو ټولو شریکانو سره په ګډه کار وکړي، څو شخړې راکمې او اوربند رامنځته شي.

امانوېل مکرون همداراز څرګنده کړې، چې د اوکراین د شخړې د حل په برخه کې او همداراز د اوکراینیانو او امریکایانو تر منځ د خبرو په چوکاټ کې به اروپا محوري رول ولري.

د یادونې وړ ده، چې روسیې پرون شپه ناوخته (جمعه د لیندۍ ۱۴مه) د ۶۵۳ بې‌پیلوټه الوتکو او د ۱۷ بالسټیک توغندیو په ګډون په ۵۱ کروز توغندیو سره د اوکراین پر ۲۹ سیمو برید وکړ او په اتو سیمو کې یې ډېره وراني کړې ده، خو ۵۸۵ بې پیلوټه الوتکې، ۲۹ کروز او یو بالسټیک توغندی په هوا کې شنډ کړای شوي دي.

په پاتې بې‌پیلوټه الوتکو او توغنديو سره د اوکراین انرژۍ، برېښنا، اوبو او ټرانسپورت تاسیسات په نښه شوي او ورسره د دغه هېواد د ځينو ښارونو برېښنا او اوبه پرې شوي او ټرانسپورتي سیستم هم ګډوډ شوی، خو د تلفاتو په اړه تر اوسه په دقیق ډول څه نه‌دي ویل شوي.

روسیې بیا ویلي، چې اوکراین هم په لسګونو بې‌پیلوټه الوتکو سره د روسیې خاوره په نښه کړې او په لومړي سر کې یې ۱۱۶ په هوا کې شنډې کړې. یوه بې‌پیلوټه چاودېدونکې الوتکه په ریازان سیمه کې پر یوه کور لګېدلې، خو له ورانۍ پرته یې چا ته د سر زیان نه‌دی اړولی.

د روسیې په ورونژ ښار کې بیا د دغو بریدونو له امله د تېلو یو ټانک، یو ښوونځی او څو کورونه هم زیانمن شوي دي.