په افغانستان کې دا څلورم کال دی، چې له شپږم ټولګي فارغېدونکې نجونې له یوه ناڅرګند راتلونکي سره مخ کیږي.
له ښوونځیو د فارغو شویو نجونو شمېر، چې د نورو زده کړو دروازې پرې تړل شوې، کال په کال لوړیږي او دې افغان نجونې له رواني ستونزو، نهیلۍ او بې برخلیکتوب سره مخ کړې دي.
امنه ایمان د پوهنې وزارت د پخواني معیین محمد اصف ننګ لور ده، چې سږکال له شپږم ټولګي فارغه شوې. داسې پړاو چې د ډېرو افغان نجونو لپاره د زده کړو وروستۍ دروازه ګڼل کیږي.
اصف ننګ لیکلی، چې لور یې په ارتقایی ټولګي کې شاته کړه چې له ښوونځي او د زده کړې له سپیڅلې چاپېریال محرومه نه شي.
نوموړی زیاتوي، « د ژوند دا مرحله به هم تېره شي ! منتها یو چاره به یی د زده کړو د دوام لپاره، د علیم ذات په مدد کوو، هڅه به وکړم چې معصومانه ارمانونه یی د وطن د نیکمرغه اینده لپاره خاوري نه شي».
د خوست پوهنتون پخوانی استاد نورالله ښاد د یوې بلې زده کوونکې عافیې پلار دی او د خوښي پرځای د خپلې لور د راتلونکي په تړاو فکرمند دی.
هغه پر خپل فیسبوک لیکلي، چې لور یې زدهکړې پای ته ونه رسولې، بلکې طالبانو پرې پای ته رسولې دي.
نوموړي طالبان مخاطب کړي، « ملا صېبانو خدای ته وګورئ مه کوئ داسې، د الله په ذات قسم درته خورم چې د وطن لوڼې به بيا مکتب ته ځي او بيا به پوهنتون ته ځي. تاسې دې منځ منځ کې وقفه مه پکې راولئ؛ د لوڼو د ارمانونو قتل دی او تاريخ کې په بد نوم ثبتېږئ».
دا څلورم کال دی، چې د افغانستان نجونې له ښوونځیو او پوهنتونونو، او مېرمنې له کار او نورو حقونو په سیستماتیک ډول بې برخې کیږي.
د ملګرو ملتونو او بشري حقونو نړیوال سازمانونه وايي، چې په هیڅ بل هېواد کې پر نجونو دغسې پراخ بندیز نه دی لګېدلی او له طالبانو یې په مکرر ډول غوښتي، چې ښځو او نجونو ته د هغوی حقونه ورکړي، خو طالبانو تر اوسه په دې برخه کې له ځان نه هیڅ راز انعطاف نه دی ښودلی.
په داسې حال کې چې په سړو سیمو کې تعلیمي کال پای ته رسېږي، د افغانستان کورنۍ سږکال یوځل بیا له همغې تکراري صحنې سره مخ دي چې هغه د نجونو نهیلي او د هغوی ناڅرګند برخلیک دی.