• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګرو ملتونو د نوي کال لپاره تر ټولو ټیته ۲۳ میلیارده ډالره مرسته غوښتې

۱۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۴۶ GMT+۰

ملګرو ملتونو د دوشنبې په ورځ د ۲۰۲۶ کال د مرستو تر ټولو ټیټه بودجه اعلان کړې، ځکه مرستندوی هېوادونه لږ ملاتړ کوي. د راتلونکي کال د ۲۳ میلیارده ډالرو په پلان کې ۸۷ میلیونه خلک د لومړیتوب په توګه ټاکل شوي. فلسطين، سودان او سوریه د مرستو په لومړیو کټګوریو کې شامل دي.

د سازمان په وینا، د ۲۳ میلیارده ډالرو غوښتنه به میلیونونه خلک د عاجلو مرستو له چتر نه بهر کړي، ځکه د ملاتړ د کمښت له امله د ملګرو ملتونو ادارې یوازې ترټولو بیړنیو پېښو ته لومړیتوب ور کوي.

د بودیجوي کمښتونو ترڅنګ، د مرستندویه ادارو لپاره نورې ستونزې هم شته، لکه د شخړو په سیمو کې د کارکوونکو امنیت، او اړینو ځایونوته نه لاسرسی.

د ملګرو ملتونو د مرستو مشر ټام فلیچر خبریالانو ته وویل: « بالاخره دا کمښتونه دي چې موږ سختو، سختو او بې‌رحمه انتخابونو ته اړباسي».

تېر کال، ملګرو ملتونو د ۲۰۲۵ کال لپاره ۴۷ میلیارده ډالره وغوښتل، خو وروسته دا رقم په پراخه کچه کم شو، ځکه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او ځینو لویدیزو هېوادونو لکه جرمني مرستې کمې کړې.

د نومبر میاشتې ارقام ښيي چې تر اوسه یوازې ۱۲میلیارده ډالر ترلاسه شوي، چې دا په تېرو ۱۰ کلونو کې تر ټولو لږه مرسته ده او یوازې د اړتیاوو یوه برخه پوره کوي.

د راتلونکي کال ۲۳ میلیارده ډالرو پلان کې ۸۷میلیونه هغه خلک د لومړیتوب په توګه ټاکل شوي، چې ژوند یې په خطر کې دی. په ورته وخت کې ویل شوي چې شاوخوا ۲۵۰میلیونه کسان عاجلې مرستې ته اړتیا لري.

د بودیجې تر ټولو لویه برخه، ۴میلیارده ډالر د فلسطین نیول شویو سیمو ته بیله شوې ده.

دویمه برخه د سوډان، او ورپسې د سوریې ده.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

کابل کې د ټوکرانو په یوه فابریکه کې د ۱۲۰ ښځو په ګډون دوه زره تنه په کار بوخت دي

۱۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۰۶ GMT+۰

په کابل کې د ټوکرانو یوې خصوصي فابریکې د ۱۲۰ مېرمنو په ګډون دوه زره کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده. د یادې فابریکې مسوولینو ویلي، چې خپل ډېری اومه توکي او عصري ماشینونه له چین نه واردوي.

د ټوکو جوړونې ددې فابریکې څښتن ذکریا صادق د چین دولتي اژانس ته وویل:« موږ په سوداګرۍ کې له چینایي شرکتونو د پام وړ الهام اخلو او د دوی طریقې او کړنې په نږدې توګه تقلید کوو.»

د ټوکرو او ګنډلو دې فابریکې یوې ښځینه کارکوونکې شینهوا ته وویل:«زه د ګنډلو او تولید په څانګه کې کار کوم او میاشتنی عاید مې ۳۰ زره او ۴۰ زره افغانۍ پورې دی. زه په ریښتیا سره ډیره خوشحاله یم چې اوس زموږ په خپل هیواد کې داسې لوړ کیفیت لرونکي محصولات تولیدیږي.»

د یادونې وړ ده، په دې فابریکه کې د ټوکرو ترڅنګ لاسي ګنډل هم کېږي او بیا جوړې شوې جامې د افغانستان ترڅنګ د نړۍ بازارونو ته وړاندې کېږي.

هند یوځل بیا د افغانستان د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ملاتړ کړی

۱۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۴۹ GMT+۰

د هند د بهرنیو چارو وزارت په سپین بولدک کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته کې پر افغان ملکي وګړو بریدونه غندلي او یوځل بیایې د افغانستان له حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ د پیاوړتیا په تړاو د نوي ډیلي ملاتړ اعلان کړی.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند د دوشنبې په ورځ وویل، چې نوی ډیلی په سپین بولدک کې د طالبانو او د پاکستان د ځواکونو ترمنځ له نښتې خبر دی او په دې نښته کې د ملکي افغانانو وژل کېدل غندي.

رندهیر جایسوال یوځل بیا د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د خپلواکۍ، حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا نه د نوي ډیلي د ملاتړ اعلان تکرار کړ.

نوموړي دغه راز وویل، چې «پاکستان او ډیموکراسي یوځای پرمخ نه شي تلای».

په کراچۍ بندر کې شاوخوا ۱۱ زره افغان ټرانزیټ کانټینرونه بند پاتې دي

۱۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۰۰ GMT+۰

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه وايي، د لارو د تړل کېدو له امله شاوخوا ۱۱ زره افغان ټرانزیټي کانټینر د کراچۍ په بندر کې بند پاتې دي. پاکستاني سوداګرو ویلي، چې له افغانستان سره د لارو بندېدو د پاکستان د صادراتو ونډه پام وړ کمه کړې ده.

پاکستاني سوداګر وايي چې اوسني وضعیت د پاکستان او افغانستان ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ حجم پام وړ کم کړی دی او د کرښې په تړل کېدو سره د پاکستان د صادراتو ونډه هم پام وړ کمه شوې ده.

د پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر جنید الطاف بزنیس رېکاډر ته وویل چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ګډې سوداګرۍ او ترانزیت سوداګرۍ ځنډول د دواړو هیوادونو اقتصاد ته زیان رسوي او اړتیا ده چې بیاکتنه وشي او ټولې ستونزې د خبرو اترو په میز حل شي.

هغه وویل چې د لارو تړل کیدو راهیسې ګډې سوداګرۍ ته شاوخوا ۴۵ میلیون ډالره زیان اوښتی دی.

د سرحد د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر له سوداګرۍ څخه د سیاست پر جلا کولو ټینګار کړی او وايي چې د دواړو ګاونډیو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ بیا پیلولو لپاره باید سملاسي خبرې اترې پیل شي.

مخکې له دې پاکستاني سوداګرو ویلي و، چې په تیرو دوو میاشتو کې له افغانستان سره د سوداګریزو لارو تړلو دوی ته په ورځ کې له ۴ میلیون ډالرو څخه ډیر زیان رسولی دی.

دوی خبرداری ورکړی، چې پاکستان به په دې چلند سره په افغانستان او مرکزي اسیا کې بازارونه په چټکۍ سره له لاسه ورکړي.

امیرخان متقي د قزاقستان د ولسمشر له ځانګړي استازي سره پر دوه اړخیزو اړیکو غږېدلی

۱۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۴۵ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د قزاقستان د ولسمشر له ځانګړي استازي پرکین توکوموف سره کتلي دي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي همکاریو د لاپياوړتيا او د سیمې د وروستي وضعیت په اړه بحث شوی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند د دوشنبې په ورځ وویل، چې امیرخان متقي په دې ناسته کې د ډيپلوماسۍ، تفاهم او متقابل درناوي پر بنسټ له ګاونډیو او د سیمې هېوادونو سره د طالبانو د ښو اړیکو پر دریځ ټینګار کړی دی.

هغه دغه راز ویلي، چې له قزاقستان سره په سیاسي او اقتصادي اړیکو کې پام وړ پر مختګ شوی.

قزاقستان او د منځنۍ اسیا یو شمېر نورو هېوادونو په دې وروستیو کې د طالبانو له ادارې سره خپلې اړیکې پیاوړې کړې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د قزاقستان د ولسمشر د ځانګړي استازي له قوله ویلي، چې استانه له کابل سره په بېلابېلو برخو کي لازیاتي همکارۍ ته دوام ورکوي.

توکوموف ټینګار کړی، چې د سیمې ثبات د ټولو ګډ مسوولیت دی، چې د اعتماد، ښه امنیت او اقتصادي همکاریو له لارې ترلاسه کېدای شي.

عاصم منیر: افغان طالبان باید د پاکستان او پاکستاني طالبانو له منځه یو غوره کړي

۱۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۰۷ GMT+۰

د پاکستان د پوځ او د دفاعي ځواکونو مشر سید عاصم منیر وايي، «طالبانو ته روښانه پیغام ورکړل شوی چې دوی باید له پاکستاني طالبانو او پاکستان نه یو انتخاب کړي». د پاکستاني رسنیو د رپوټونو له مخې، منیر دا څرګندونې د پاکستان د درې واړو پوځي برخو د افسرانو په یوه غونډه کې وکړې.

د پاکستاني رسنیو د رپوټونو له مخې، عاصم منیر په راولپنډۍ کې د پاکستان ددفاعي ځواکونو د مشرۍ ترلاسه کولو په تړاو غونډه کې وویل، چې ددفاعي ځواکونو د مرکز رامنځته کېدل مهم بدلون دی.

منیر، چې پر نوې دنده یې په پاکستان کې ګڼ اعتراضونه دي، په خپلو خبرو کې وویل، چې که نوی ډیلی پر پاکستان د برید هڅه وکړي، له« سخت او چټک» ځواب سره به مخ شي.

تېره جمعه د پاکستان لوی درستیز ددغه هېواد د دفاعي ځواکونو د مشر په توګه وټاکل شو.

د پاکستان د ځواکونو دغه نوی جوړښت د عملیاتو، اداري او ستراتیژیک واک یو واحد دفتر ته انتقالوي، چې د دغه هېواد د اساسي قانون د ۲۷ تعدیل پر بنسټ په۲۴۳مه ماده کې د بدلون له لارې رامنځته شوی.

د بدلې شوې ۲۴۳ مادې له مخې، ولسمشر د لومړي وزیر په مشوره د پوځ مشر ټاکي، چې هغه به په یو وخت کې د دفاعي ځواکونو مشر هم وي.

په ۲۰۲۴ کې د قانون بدلون د درې واړو ځواکونو د مشرانو دوره له درېو څخه پنځو کلونو ته لوړه کړه. همدارنګه اجازه ورکوي چې د هغوی دوره تر پنځو کلونو پورې وغځېږي یا هغوی بیا وټاکل شي.

د ۲۷ تعدیل له مخې، پوځ مشر ته اوس د ولسمشر او لومړي وزیر په مشوره د پنځو نورو کلونو لپاره د بیا ټاکنې یا د دورې د غځولو قانوني زمینه شته او دا تر ۲۰۳۵ کال پورې د جنرال منیر د منصب د خوندي کېدو لاره اوروي.