زېلېنسکي: د جګړې د ختمولو لپاره د یووالي هڅو ته اړتیا ده

د اوکراين ولسمشر ولاديمير زېلېنسکي د دوشنبې په ورځ لندن ته سفر وکړ او ويې ويل، چې د روسيې پر وړاندې د جګړې د ختمولو لپاره د اوکراين، اروپا او امريکا يووالی ډېر اړین دی.

د اوکراين ولسمشر ولاديمير زېلېنسکي د دوشنبې په ورځ لندن ته سفر وکړ او ويې ويل، چې د روسيې پر وړاندې د جګړې د ختمولو لپاره د اوکراين، اروپا او امريکا يووالی ډېر اړین دی.
په دغه لیدنه کې نن دوشنبه (د لیندۍ۱۷مه) زېلېنسکي د برېتانيا، فرانسې او جرمني له مشرانو سره ولیدل، څو د امريکا د سولې وړانديز شوې طرحې ملاتړ ترلاسه کړي. هغه وويل، اوکراين له اروپايي او امريکايي ملاتړ پرته نه شي کولی مهمې پرېکړې وکړي.بلخوا، د برېتانيا لومړي وزير کېير سټارمر ويلي چې د اوکراين په چارو کې بايد په خپله کییف پرېکړه وکړي.د جرمني لومړي وزیر او د فرانسې ولسمشر هم په غونډه کې د امريکا د طرحې په ځينو جزياتو تبصره وکړه، خو ټينګار یې وکړ چې د خبرو او د همکاريو جاري ساتل پکار دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کابل ټرافیکو سره په ګډو عملیاتو کې یې له پلازمېنې څخه ۱۲۰۰ بې اسناده او یوکیلي وسایط نیولي او د پولیسو ښارګوټي ته یې لېږدولي دي. دې وزارت ویلي چې ددې کار موخه یې دا ده، څو د ناقانونه تګ راتګ مخنیوی وشي.
د طالبانو کورنیو چارو وزارت لهخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د دوی کابل ټرافیکو ریاست سره په همکارۍ یې په تېرو ورځو کې پراخ عملیات ترسره کړي چې په پایله کې ۱۲۰۰ عرادې بې اسناده او یو کیلي نقلیه وسایط درول شوي دي.
وزارت وايي چې دغه عملیات د کابل په دروازو او بېلابېلو سیمو کې د تلاشۍ د څوکیو له جوړولو سره هممهاله ترسره شوي او امنیتي ځواکونه یې د ټرافیک پولیسو په همغږۍ پر مخ وړي. د وزارت د معلوماتو له مخې، یاد وسایط د هڅو په دوام د پولیسو ښارګوټي ته لېږدول شوي دي.
په خبرپاڼه کې ټینګار شوی چې د بې اسناده موټرو د تګ او راتګ مخنیوی د ښار د امنیت، ټرافیکي نظم او د جرمونو د کمولو لپاره مهم بلل کېږي.

د تېر جمهوري نظام پر مهال د ولسمشر حامد کرزي د دفتر رییس عبدالکریم خُرم د امریکا د ۲۰۲۵ امنیتي تګلارې تازه خپرې شوې نسخې ته په اشارې ویلي چې په دې سند کې د افغانستان د نوم نهاخیستو باوجود د واشنګټن له سټراټیژیک لومړیتوبونو نه دی وتلی.
نوموړی باور لري چې امریکا په سیمه کې د چین د مهار لپاره لا هم پر افغانستان حساب کوي.
عبدالکریم خُرم په یوه تازه اېکس پوسټ کې ویلي چې د امریکا د ۲۰۲۵ د ملي امنیت تګلاره د ځینو شنونکو له ادعاوو سره په تضاد کې د انزوا پالنې نښه نه ده، بلکې «د نړۍوال تسلط د دوام سند» دی.
نوموړي لیکلي: «هو، د امریکا نوې ستراتیژي په یوه ډول د مونرو د دکترین یادونه کوي… خو دا سند په عین وخت کې د امریکا د نړۍ له ختیځه تر لویدیځه او له شماله تر جنوبه د واک او برلاسۍ د ساتلو خبره هم کوي، نو ځکه پکې د انزوا غوښتنې خبره نه مطرح کېږي».
خُرم ویلي چې دا سند د هماغې ډلې لهخوا لیکل شوی چې په ۲۰۱۸ کال کې یې د امریکا امنیتي او دفاعي تګلاره چمتو کړې وه.
د هغه په وینا، په دغه تګلاره کې د ترهګرۍ پر ضد جګړې څخه د «لویو قدرتونو سیالۍ» ته بدلون راوستل شوی وو، او اوس دغه سیالي له پوځي ډګر څخه اقتصاد او ټکنالوژۍ ته رسېدلې ده.
خُرم تاکید کړی چې په ۲۰۱۸ او ۲۰۲۵ دواړو تګلارو کې چین د امریکا «اصلي سیال» بلل شوی او د همدې لپاره د چین بحري بڼه، له تایوانه تر جاپانه او له کوریا تر فلیپینه، د واشنګټن په مطلقو لومړیتوبونو کې ځای لري.
عبدالکریم خُرم وايي چې امریکا هڅه کوي چین له بدیلو لارو او سرچینو څخه د لاسرسي په مخنیوي کې محاصره کړي، او په همدې ځای کې د افغانستان، پاکستان او مرکزي اسیا اهمیت را برسېږي.
نوموړی زیاتوي چې د سیمې وضعیت، له افغانستانه نیولې تر بلوچستان او پښتونخوا پورې، د همدې ستراتیژیکې محاصرې برخه ده.
نوموړي همدا راز څرګند کړي چې که د چین–پاکستان اقتصادي دهلیز (CPEC) بشپړ فعال شي، چین ته ستر جیوپولیټیک امتیاز ورکوي؛ خو د پاکستان اوسنی مسیر په پایله کې د واشنګټن په ګټه تمامېږي، «که څه هم د اسلاماباد انګېزه هره څه وي».
خرم ټینګار کوي چې افغانستان لا هم د امریکا لپاره مهم دی، خو «نه د خپل ځان لپاره، بلکې د نورو د مهار لپاره»؛ هغه څه چې د ده په باور د تاریخي «لوبې» له وخته تر نن ورځې روانه ده.
نوموړی زیاته کړې چې د امریکا په نوې امنیتي تګلاره کې د نادرو عناصرو ارزښت ډېر لوړ یاد شوی، خو د افغانستان له سرچینو سره سره، دا مهال د هېواد جغرافیایي اهمیت د معدني ارزښت پر ځای د واشنګټن په پام کې لومړی دی.
هغه په پای کې اشاره کړې چې امریکا ښايي بېرته په بګرام کې د حضور علاقمنده شي، «خو نه د پراخو پوځي ځواکونو ځای پر ځای کولو شکل کې نه».

د افغانستان کرېکټ بورډ په ننګرهار کې د ۱۸ تکړه چټک توپ اچوونکو د مهارتونو، فزیکي چمتووالي او ډګر ساتنې د لوړولو لپاره ځانګړی د نوامبر په ۲۵مې تمریناتي کمپ پیل کړی چې د ډسمبر تر ۲۰مې به دوام ولري.
د کرېکټ بورډ په وینا، دغه تمریناتي کمپ د ننګرهار په نجیبالله ترهکي لوبغالي کې روان دی او موخه یې د هېواد د ملي او الف لوبډلو لپاره د نویو بااستعداده چټک توپاچوونکو روزنه ده.
کمپ د افغانستان د ملي لوبډلې د توپاچونې روزونکي حمید حسن تر مشرۍ لاندې پرمخ ځي چې ورسره یو شمېر نور کورني او بهرني روزونکي هم د لوبغاړو په تخنیکي او فزیکي برخو کار کوي.
حمید حسن د کمپ د هدفونو په اړه ویلي: «موخه مو دا ده چې د ملي او الف لوبډلو لپاره با استعداده تیز توپاچوونکي وروزو، خپلې تجربې ورسره شریکې کړو او داسې روزل شوې څېرې چمتو کړو چې راتلونکي کې د ملي لوبډلو برخه شي».
د کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې، له دې کمپ سره هممهاله د ظرفیت لوړونې څانګه په همدې لوبغالي کې د ملي او الف لوبډلو او د کورني ېکرکټ د ۳۰ مخکښو لوبغاړو لپاره هم یو بل تمریناتي پروګرام پر مخ وړي.

د ملګرو ملتونو د نشهیي توکو او جرمونو پر ضد ادارې (UNODC) ویلي په غزني کې یې د د ښځینهوو د درملنې ۲۰ بستریز مرکز کې سلګونه ښځې او ماشومان د نشهیي توکو د کارونې له ستونزې ژغورل شوي. وایي، دې اقدام یې د زیانمنو ښځو ژوند کې مهم بدلون راوستی.
ددغه ادارې په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دې مرکز د پرانیستې پر مټ د ښځو او ماشومانو لپاره د نشهیي توکو د درملنې یوه اغیزمنه لاره برابره شوې ده. خبرپاڼه زیاتوي، دغه مرکز د خاصو مالي مرستو له لارې د افغانستان ځانګړې باور صندوق (STFA) په ملاتړ چارې مخته وړي.
د دې مرکز د یوې برخې په توګه، د غزني یوې مېرمنې، امینه کیسه هم وړاندې شوې چې د نشهیي توکو له اعتیاد څخه یې د رغیدو سفر پیل کړی. هغې د درملنې پر مهال ویلي: «هره ورځ چې په مرکز کې تیره شوه، نوې هیله مې پیدا شوه. ورو ورو مې په دې باور راغی چې بیا کولی شم روغ او عادي ژوند ولرم».
په افغانستان کې د ملګرو ملتونوچارواکي وايي: «د امینې کیسه یوازې یوه نمونه ده، زموږ هدف دا دی چې د سلګونو زیانمنو ښځو ژوند کې عملي بدلون راولو او هغوی د روغتیا، ځان باور او اقتصادي استقلال په لور ورسوو».
په خبرپاڼه کې راغلي، مرکز د ۲۰ بسترو وړتیا لري او د ښځو تر څنګ ماشومان هم پکې شامل دي.
د دې پروګرام له لارې د کورنیو ملاتړ شوی چې د اعتیاد له منفي اغیزو څخه خوندي پاتې شي او د بیا رغونې پروسه په خوندي چاپیریال کې بشپړه کړي.
خبرپاڼه زیاتوي، امینه اوس د شخصي کورونو او هوټلونو په صفایۍ کې کار کوي او د سلګونو نورو ښځو لپاره د درملنې یو مثال ګرځیدلې ده.
امنې ویلي: «زه ریښتیا خوشحاله یم چې روغتیا مې بیرته ترلاسه کړه او کولی شم خپل ژوند په مسولیت سره پرمخ یوسم. زه دعا کوم چې هر څوک چې د دې خدماتو په وړاندې کولو کې مرسته کړې، بریالي شي.»

د جمهوري نظام پر مهال د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ادعا کړې چې د ۲۰۲۵ د ډسمبر په ۸مه نېټه، متحده ایالاتو کابل ته د طالبانو لپاره ۴۵ مېلیونه ډالر په نقدي بڼه استولي دي. هغه زیاته کړې، دا پېسې داسې مهال استول شوي چې افغانستان د امریکا د ملي امنیت په ستراتېژۍ کې ځای نه لري.
امرالله صالح په اېکس لیکلي چې د امریکا حکومت طالبانو ته تازه چاپ شوې ۴۵ مېلیونه ډالر په نقدي ډول استولي چې د «موالم ایرلاینز» ځانګړې الوتکه کې کابل ته وړل شوي. صالح په حیرانتیا سره لیکلي: «افغانستان د امریکا د ملي امنیت په ستراتېژۍ کې نه دی شامل، او بیا هم دومره لویه مرسته استول کېږي. حیرانوونکې موضوع ده».
هغه همدارنګه په خپل ټویټ کې د امریکايي کانګرس غړی ټیم برچټ هم منشن کړی.
صالح د دې عمل پر وړاندې د نړیوالو اړیکو او د افغانستان د حالاتو په اړه اندېښنه څرګنده کړې، او ویلې یې دي چې دا ډول اقدامات د هېواد امنیتي او سیاسي وضعیت پیچلی کوي.
