طالبانو په ننګرهار کې د «غلا» په تور دوه کسان په دُرو ووهل

طالبانو په ننګرهار ولایت کې دوه کسان په عام محضر کې په ۲۵-۲۵ دُرو ووهل. د طالبانو سترې محکمې د سه‌شنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۸مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې پر یادو کسانو د غلا تور و.