• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امریکایي ځواکونو د وینزویلا سواحلو ته نږدې تر بندیز لاندې د نفتو بېړۍ درولې او نیولې ده

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۲۵ GMT+۰تازه شوی: ۱۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۴۳ GMT+۰

بلومبرګ د باخبره سرچینو له قوله خبر ورکړی، چې امریکايي ځواکونو د وینزویلا سواحلو ته نږدې تر بندیز لاندې د نفتو سمندري بېړۍ درولې او نیولې ده. دا اقدام د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي د زیاتوالي‌ نښه ګڼل کېږي.

د بلومبرګ رسنیزې ادارې د راپور له مخې، د نفتو د دې بېړۍ نیول کېدل ښایي د وینزویلا د نفتو صادرات د پام وړ ستونزمن کړي.

په خبر کې ویل شوي: «امکان شته، چې د بار وړونکو شرکتونو لپاره د دې هېواد د نفتي کڅوړو لېږد له ګواښ سره مخ وي او هغوی نور له احتیاطه کار واخلي.»

د بلومبرګ د راپور له مخې، د وینزویلا ډېره برخه نفت ډېر مهال د منځګړو له لارې او د بندیزونو د خطر له امله له درنو تخفیفونو سره چین ته صادرېږي.

سپینې ماڼۍ د دې اقدام په اړه څه نه دي ویلي او نه هم د وینزویلا دولتي نفتو شرکت یا د دغه هېواد د نفتو او اطلاعاتو وزارتونو ورته پوښتنو ته کوم غبرګون ښودلی دی.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

اروپايي ټولنې د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ پر ژمنتیا ټينګار کړی

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۰۰ GMT+۰

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د ښځو برخې استازو د زور زیاتیو د له‌منځه وړلو د ۱۶ ورځني نړۍوال کمپاین په وروستۍ ورځ د افغان نجونو او ښځو د ملاتړ پر ژمنتیا ټینګار کړی. دغه ادارې ویلي، چې په یوه غونډه کې یې د افغان ښځو او نجونو غږونه او تجربې واورېدلې.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د ښځو د برخې استازو د چهارشنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۹مه) ویلي، چې په یوه غونډه کې یې د افغان ښځو او نجونو د خصوصي سکټور، زده‌کړو، روغتیا او نورو برخو کې پر ملاتړ ټينګار کړی.

اروپايي ټولنې ټنیګار کړی، چې په یادو برخو کې به د افغان ښځو او نجونو ملاتړ ته دوام ورکوي.

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي ۱۶ ورځنی نړۍوال کمپاین داسې مهال پای ته رسېږي، چې افغان ښځې لا هم د تاوتریخوالي، محدودیتونو او د حقونو د پراخو سرغړونو له جدي ګواښونو سره مخ دي.

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي ۱۶ ورځنی کمپاین سږکال د زرګونو افغان ښځو دغسې هیلو ته غږ پورته کړ، چې لا هم د زور، چوپتیا او تبعیض تر سیوري لاندې ژوند کوي.

په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې سیاسي، اقتصادي او ټولنیز محدودیتونه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي بڼې لا پیاوړې کړې دي.

د نړۍ ګڼو مېرمنو او د بشري حقونو د ملاتړ بنسټونو په دې ۱۶ ورځني کمپاین کې د پيغام په ډول ویلي، چې د ښځو پر وړاندې زور یوازې کورنی تاوتریخوالی نه دی، بلکې سیستماتیک تبعیض، بې‌عدالتي او ټولنیز محرومیت هم د تاوتریخوالي بڼې دي.

په نړۍ کې مخکښو مېرمنو هم د افغان اوسني واکمنانو څخه غوښتنه کړې، چې د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې خپله سخته تګلاره بنده او دوی ته د ازاد ژوند زمینه برابره کړي.

خو طالبان بیا د خپلو مخکېنیو څرګندونو له مخې وايي، چې د «شریعت» په رڼا کې یې مېرمنو ته حق ورکړی او په دې برخه کې تر خپلو اصولو نه تېرېږي.

د ډله ییز امنیت تړون سازمان تاجکستان ته پوځي تجهیزات ورکوي

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۱۰ GMT+۰

د ډله ییز امنیت تړون سازمان اعلان کړی چې تاجکستان ته به نوي پوځي تجهیزات او وسلې ورکړي. د دغه سازمان د سرمنشي مرستیال والري سمریکوف ویلي چې د تجهیزاتو په اړه هوکړه شوې او د روسیې، بلاروس او قزاقستان له لوري به دغه وسلې تاجکستان ته لېږدول کېږي.

د سمریکوف په وینا، د مالي سرچینو ټاکلو پروسه روانه ده او تړونونه به سږکال عملي شي. هغه ټینګار کړی چې تاجکستان له افغانستان سره د اوږدې پولې د خوندي کولو په برخه کې د ډله ییز امنیت تړون سازمان د پروګرام له مخې د پام وړ کارونه ترسره کړي دي.

تاجکستان له افغانستان سره له ۱۳۰۰کیلومترو څخه زیاته ګډه پوله لري او د دې سیمې امنیت په وروستیو کلونو کې د پام وړ اندېښنې راپورته کړې دي.

په ۲۰۲۴کال کې ډله ییز امنیت تړون سازمان د پنځو کلونو لپاره یو ځانګړی دولتي پروګرام تصویب کړ چې موخه یې د تاجکستان د پولې د کنټرول پیاوړتیا، د سرحدي بنسټونو بیارغونه او د نویو امنیتي تجهیزاتو برابرول دي.

د دې پروګرام لومړی پړاو په ۲۰۲۵ کال کې پیل شوی او تر دې دمه یو شمېر وسلې او پوځي تجهیزات تاجکستان ته سپارل شوي دي.

تاجکستان له دې وړاندې تاییدکړې وه چې د افغانستان له لوري په سرحدي بریدونو کې یې پنځه سرتېري وژل شوي. له دې وروسته ولسمشر امام علي رحمان امنیتي ادارو ته امر وکړ چې د پولې د امنیت د لا پیاوړتیا لپاره بیړني اقدامات وڅېړي.

همدارنګه، په بدخشان کې ځایي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې څو ورځې وړاندې د مایمي ولسوالۍ له رضوي کلي څخه د افغانستان له خاورې د تاجکستان د شادک په پوله کې دوه چینايي وګړي په نښه شوي وو.

د لبنان د بهرنیو چارو وزیر تهران ته د سفر بلنه نه ده منلې

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۰۳ GMT+۰

د لبنان د بهرنیو چارو وزیر یوسف رجي د چارشنبې په ورځ وویل چې تهران ته یې د سفر بلنه نه ده منلې او پر ځای یې وړاندیز کړی چې له ایران سره خبرې په درېیم بې‌ پرې هېواد کې وشي. تېره اونۍ د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي نوموړي ته د تهران د سفر بلنه ورکړې وه.

رجي ویلي، چې پر بې پرې هېواد به هم دواړه لوري هوکړه وکړي.

د لبنان دولتي خبري اژانس ویلي، چې راجي ایران ته د نه تګ لامل د «اوسنيو شرایطو» په توګه یاد کړی دی.

نوموړي ټینګار یې کړی چې دا کار له ایران سره د خبرو اترو د ردولو معنا نه لري.

تېره اونۍ د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي راجي ته بلنه ورکړې وه چې په نږدې راتلونکي کې ایران ته سفر وکړي او د دواړو هېوادونو د اړیکو په اړه خبرې وکړي.

د ایران او لبنان اړیکې په دې وروستیو کې د حزب الله پر سر ترینګلې شوې دي.

امریکا له پاکستان سره ۱.۲۵ مېلیارد ډالره مرسته کوي

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۸:۳۸ GMT+۰

امریکا له پاکستان سره ۱.۲۵ مېلیارد ډالره مرسته کوي. د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې د امریکا سفارت خبر ورکړی، چې دغه مرسته به په بلوچستان کې د اقتصادي پروژو لپاره یو مهم پړاو پرانیزي او د سیمې خلکو ته به د پرمختګ تازه فرصتونه برابر کړي.

د امریکا سفارت پر اېکس پاڼه د دغه سفارت شارژدافیرې نټالي بېکر یو لنډ ویډیویي پیغام خپور کړی. نوموړې په یاد پیغام کې ویلي، دغه مالي مرسته به د بلوچستان اقتصادي پیاوړتیا په لور یو «مثبت ګام» وي او دواړو هېوادونو ته به نوې سوداګریزې دروازې پرانیزي.

د یاد سفارت په وینا؛ دغه پلان د هغه پرمختیايي پروژو ملاتړ کوي، چې موخه یې په بلوچستان کې د بنسټيزو پروژو ښه‌والی، د کاروبارونو پراختیا او د سیمې د خلکو لپاره د کار زمینې رامنځته کول دي.

امریکایي چارواکي وايي، چې دغه اقدام د دواړو هېوادونو اقتصادي اړیکې نورې هم ټینګې او پراخوي او په اوږدمهال کې به د پاکستان په وروسته پاتو سیمو کې د پانګونې کچه لوړه کړي.

د اداري فساد پروړاندې د مبارزې نړۍواله ورځ:په افغانستان کې د فساد دوام، بدلون او اندېښنې

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۲۷ GMT+۰

د ډسمبر ۹مه نېټه په ټوله نړۍ کې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د نړۍوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي. موخه یې د فساد د مخنیوي لپاره د حکومتونو، بنسټونو او خلکو پام رااړول، د شفافیت ارزښت څرګندول، د قانون حاکمیت ته وده ورکول او د زیانمنو کړنو پر وړاندې ګډ غږ پورته کول دي.

ملګري ملتونه هم د خلکو د پوهاوي لپاره ځکه دغه ورځ نمانځي، چې وښیي فساد یوازې اقتصادي ستونزه نه، بلکي د ټولنې د تخریب سرچینه ده.

ډېری کارپوهان باور لري، چې فساد د پراختیا مخه نیسي، بې‌عدالتي زیاتوي، د دولت باور زیانمنوي، د عامه خدمتونو کیفیت کمزوری کوي او د خلکو حقونه تر پښتو لاندې کوي.

د نړۍ قدرتمند هېوادونه، ملګري ملتونه او د بشري حقونو سازمانونه د همدې لپاره هر کال د دې ورځې په نمانځلو سره پر حکومتونو غږ کوي، چې روڼتیا زیاته، د حساب‌ورکونې سیسټمونه پیاوړي او د خلکو باور ته عملي ارزښت ورکړي.

افغانستان د نړۍ د هغو هېوادونو په کتار کې راځي، چې د اداري فساد د ادراک له مخې یې نمرې ډېرې ټیټې دي.

د تېر کال په نړۍوال فساد ضد شاخص کې افغانستان یوازې محدودې نمرې ترلاسه کړې وې او د ۱۸۰ هېوادونو د نوملړ په وروستیو کې وو.

دا درجه‌ بندي ښيي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان لا هم له ژور اداري فساد، کمزوري حساب‌ ورکونې، غېرشفافو اداري کړنو او د قانون د نه‌پلي کېدو سره مخ دی.

د طالبانو له لورې د شفافیت نشتوالی، کمزوری اداري جوړښت، د څار خپلواکو بنسټونو محدودیت، د اقتصادي ستونزو له امله د فساد د خطر لوړېدل او داسې نور هغه عوامل دي، چې لا یې هم افغانستان په فساد ککړو هېوادونو په سر کې راوستلی دی.

په پخواني جمهوري حکومت کې چې د دوو لسیزو لپاره واکمن وو، پراخې هڅې وشوې ترڅو اداري بنسټونه تقویه شي؛ خو له دې ټولو سره-سره د فساد ستونزه یوه داسې موضوع وه، چې په ډېرو برخو کې یې د دولت وړتیاوې او د خلکو باور دواړه زیانمن کړل.

په رغنیزو، امنیتي، سړک‌ جوړونې او لوژستیکي پروژو کې داسې قراردادونه ورکول کېدل، چې اکثره د سیالۍ پر ځای د سیاسي اړیکو پر بنسټ وو.

ډېرې پیسې ولګول شوې، خو پایلې یې نیمګړې یا بې‌کیفیته وې.

د ځینو پروژو په اړه راپورونه ښيي، چې پیسې لګېدلې؛ خو پروژه له اصلي هدف سره په سم تناسب نه وه ترسره شوې.

په امنیتي سکټور کې د خیالي پرسونل موضوع د فساد یوه روښانه بېلګه وه، تنخواوې د هغو کسانو په نوم اخیستل کېدې چې په حقیقت کې موجود نه وو.

دا نه یوازې پراخ مالي زیان وو، بلکې امنیتي ځواکونه یې هم په کمزوري حالت کې وساتل.

رشوت، د دوسیو د حل په بدل کې د پیسو غوښتنه، د پولیسو او محاکمو له‌خوا د غېرقانوني فشارونو رامنځته کول، د خلکو تر ټولو عام شکایتونه وو.

سره له دې چې په وروستیو کلونو کې د فساد پر وړاندې د عدالت مرکز جوړ شو، د شتمنیو د ثبت سیستم رامنځته شو او اصلاحاتي اقدامات پیل شول؛ خو د فساد ریښې دومره ژورې وې، چې دغه اصلاحات یې د پام وړ اغېزمن نه‌کړل.

د طالبانو په واکمني کې د اداري فساد وضعیت؛ تازه شکایتونه او عملي بېلګې

کله چې طالبان په ۲۰۲۱ کال کې واک ته ورسېدل، دوی اعلان وکړ چې فساد به صفر ته راکم کړي؛ خو د خلکو شکایتونه، د سوداګرو خبرې او د څار بنسټونو عمومي ارزونې ښيي، چې اداري فساد لا هم یوه جدي ستونزه ده، ان ځینې کسان وايي چې ستونزه په ځینو برخو کې نوره هم زیاته شوې ده.

له بېلابېلو ولایتونو راپورونه ښيي، چې بشري مرستې ډېری وخت اړمنو کسانو ته نه رسېږي، خلک شکایت کوي، چې د وېش پروسه روڼتیا نه‌لري، ځایي چارواکي په انتخابي ډول مرستې وېشي او مستحقې کورنۍ محرومې پاتې کېږي.

د کانونو سکټور چې د افغانستان لوی اقتصادي فرصت ګڼل کېږي، د شفافیت له نشتوالي سره مخ دی، د کانونو قراردادونه، عواید، د استخراج څرنګوالی او د عوایدو د مصرف په اړه عام معلومات نه خپرېږي او خلکو ته په دې اړه هېڅ رسمي حساب نه ورکول کېږي.

د طالبانو د دولتي ادارو پرېکړې، عواید، بودیجه، لګښتونه، قراردادونه او نور رسمي اسنادونه نه عام کېږي، د دې وضعیت له امله خلک نه پوهېږي چې دولت څه کوي، پیسې له کومه راځي او چېرې لګول کېږي.

سوداګر، موټر چلوونکي او عام خلک وايي، چې په ګمرکاتو او ځینو ادارو کې د خدماتو د ترلاسه کولو لپاره غېر رسمي پیسې غوښتل کېږي. د جوازونو، سوداګریزو فعالیتونو او ان د ساده اداري خدماتو په برخه کې د نفوذ کارول عامه ستونزه ده.

د طالبانو اوسنۍ اداره که څه هم له فساد سره د مبارزې شعارونه ورکوي، خو عملي شفافیت کمزوری دی او خلک شکایت کوي، چې په ډېرو برخو کې پراخ فساد لا هم دوام لري.

له دې سره هم‌مهاله، د طالبانو مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت بیا له اداري فساد سره د مبارزې د نړۍوالې ورځې په مناسبت ادعا کړې، چې په تېرو کلونو کې په افغانستان کې د فساد کچه «صفر ته نږدې شوې» ده. نوموړي ویلي، چې د طالبانو له اساسي موخو څخه یو دا وو، چې فساد له منځه یوسي او په اداري جوړښتونو کې د پخوانیو ستونزو له امله اصلاحات راولي.

خو د دغه ډول ادعاوو تر څنګ ګڼ شمېر خلک، سوداګر، سیمه‌‌ییز اوسېدونکي او فعالان لا هم د نه شفافیت او د حساب‌ ورکونې د کمزورۍ څخه شکایت کوي.

نیوکه کوونکي وايي، چې یوازې له ادعاوو سره فساد نه کمېږي؛ بلکې د شفافو سیستمونو، د حساب ورکونې د خپلواکو بنسټونو، د قراردادونو د عامه خپرونې او د خلکو پر وړاندې د مسوولیت احساس ته اړتیا ده.