طالبان وايي چې ازبکستان د دوی په هڅو ۹ افغان بنديان خوشي کړل

په تاشکند کې د طالبانو سفارت ویلي چې د ازبکستان په بېلابېلو زندانونو کې له پلټنو وروسته ددوی په هڅو ۹ تنه افغان بندیان خوشې شوي دي. یاد سفارت ویلي، دغه بندیان، چې د وړو قانوني سرغړونو او اسنادو نشتوالي له امله نیول شوي وو، کابل ته استول شوي دي.