• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اروپايي اتحاديې استازي له متقي سره په لېدنه کې د مرستو پر دوام ټینګار کړی

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۳۷ GMT+۰تازه شوی: ۱۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۳۱ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د افغانستان لپاره د اروپايي اتحاديې له ځانګړي استازي ژیل برتران سره کتلي. طالبانو ویلي، چې د اروپايي اتحاديې استازي له افغانستان سره د مرستو پر دوام ټینګار کړی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې نن د چارشنبې په ورځ، د لېندۍ ۱۹مه د یادې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د افغانستان لپاره د اروپايي اتحاديي له ځانګړي استازي سره کتلي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د اروپايي اتحاديې استازي د طالبانو لاسته راوړنې ستایلې او له افغانستان سره د اروپايي اتحادیې د مرستو پر دوام یې ټینګار کړی دی.

طالبانو ویلي، د اروپايي اتحاديې استازي ویلي، چې په اقتصادي برخه کې یې افغانستان ته خپله پاملرنه زیاته کړې او په افغانستان کې د لویو بهرنيو شرکتونو د پانګونې د راجبولو لپاره یې د لازیاتې همکارۍ غوښتنه کړې ده.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

حقاني د طالبانو پر ځانګړو ځواکونو غږ کړی چې د نورې نړۍ د قطعاتو په څېر خپلسري نه شی

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۲۲ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د طالبانو د ځانګړو ځواکونو په یوه سیمینار کې ویلي چې د بېګناه انسان وینه تویول خدای ته ناخوښ عمل دی او ددې ډلې ځواکونه باید «د نورې نړۍ د ځانګړو قطعاتو» په څېر خپلسري نه شي.

سراج الدین حقاني د چارشنبې په ورځ په کابل کې د طالبانو ځانګړو ځواکونو په سیمینار کې د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل، چې سرتېري یې باید هدف ته تر رسېدو وړاندې اقدام ونه کړي او بې ګناه خلک ونه وژني.

حقاني زیاته کړه، «د نظامي عملیاتو پر مهال موخې ته تر رسېدو وړاندې اقدامات مه کوئ، ځکه خدای تعالی وایي چې که د یوه بې ګناه انسان په قتل کې ځمکه او اسمان شریک شي، نو جهنم ته به واچول شي.»

نوموړي ټینګار وکړ چې د مشرانو پاملرنه او د کشرانو اطاعت ددې لامل شوي چې یاد ځواکونه په امنیتي برخه کې مهمې لاسته راوړنې لري.

هغه ادعا وکړه چې د طالبانو د ځانګړو ځواکونو پر وړتیا او لاسته راوړنو نه یوازې دوستان نه بلکې دښمن هم اعتراف کوي.

حقاني دغه راز خپلو ځواکونو ته سپارښتنه وکړه چې له خلکو سره په چلند کې اخلاص، عاجزي او احتیاط رعایت کړي او د طالبانو د واکمن نظام د بقا لپاره خپلې جسمي او باطني وړتیاوې وکاروي.

هغه خپل ځواکونه له خپلسرۍ ډډې کولو ته وبلل، چې په وینا یې د نورو هېوادونو د ځانګړو قطعاتو په څېر د خلکو خلاف او تیریګر نه شي.

د حقاني تازه څرګندونې داسې مهال دي چې د بشري حقونو ډلې، پخواني حکومتي چارواکي او د قربانیانو کورنۍ له کلونو راهیسې پر طالبانو نیوکه کوي چې د جمهوریت پر مهال یې په ګڼو بمي او ځانمرګو بریدونو کې د ملکیانو پراخه مرګ‌ژوبله رامنځته کړې ده.

حامد کرزی: په نړیوالو میراثونو کې د افغانستان د بهزاد میناتورۍ سبک شاملول لوی ویاړ دی

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۵۵ GMT+۰

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ملګرو ملتونو د پوهنې، ساینس او فرهنګ سازمان (یونسکو) له خوا په نړیوالو فرهنګي میراثونو کې د افغانستان د به‍زاد د میناتورۍ هنر سبک شاملول د افغانانو لپاره ستر ویاړ بللی دی.

پخواني ولسمشر حامد کرزي پر خپل اېکس لیکلي، چې کماالدین بهزاد د افغانستان د هنر او کلتور مخکښ او په نړۍ کې د میناتورۍ د هنر مشهور شخصیت و او د افغانستان په کلتوري پیاوړتیا کې یې ځانګړی رول درولود.

یونسکو تېره ورځ په هند کې د خپلې غونډې په ترڅ کې د افغانستان د بهزاد د ميناتورۍ هنر سبک د فرهنګي میراثونو په نړیوال نوملړ کې شامل کړ.

په فرانسه کې د افغانستان سفیر محمد همایون عزیزي په دې تړاو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل چې په نوي ډیلي کې د یونسکو د ناپېژندل شویو فرهنګي میراثونو په شلمه غونډه کې د استاد بهزاد د میناتورۍ هنري مکتب د افغانستان په نوم د بشریت په نړیوالو میراثونو کې ثبت شو.

عزیزي چې په دې موخه یې د یونسکو سازمان په شلمه غونډه کې ګډون کړی و، زیاته کړه چې« له دوو کالونو راپه دې خوا مو دا هڅه پیل کړې وه او دا دی نن یې رنګ راوړ، دا ثبت یوه نړیواله پېژندنه ده چې نړۍ په رسمي ډول د افغانستان د هنر، رنګونو، داستانونو او کلتوري ریښو اهمیت مني».

هغه افغانستان انټرنشنل – پښتو سره په خبرو کې وویل چې کمال‌الدین بهزاد د افغاني ټولنې یو ستر نابغه و او سلګونه کاله وړاندې یې داسې اثار پنځولي چې لا یې هم نړۍ په لیدلو حیرانېږي.

بهزاد د خپل قلم له لارې د افغان انسان ژوند، مهربانه څېرې، دودیزې جامې، ورځنۍ صحنې او رنګونه ژوندي کړي، داسې رنګونه چې خبرې کوي، کیسې کوي او زړه ته لاره مومي.

سفیر عزیزي وویل، دا نړیواله پېژندنه یو څرګند پیغام لري چې افغانستان ژوندی دی، افغان هنر ژوندی دی اوهیڅ تیاره نه شي کولی د افغانستان د کلتور رڼا مړه کړي.

بهزاد د هرات د میناتورۍ د مکتب یو له خورا سترو او نوښتګرو هنرمندانو ګڼل کېږي.

د ده کارونه ډېری د هغه په خطي نسخو کې لیدل کیږي، چې د ترکیب‌بندۍ دقت، د رنګونو انډولیز استعمال او د انځورونو طبیعي رنګ پکې له ورایه برېښي.

د هنرپوهانو په باور، بهزاد د رښتیپالنې او د ټولنیزو فعالیتونو د انځورولو له لارې د دربارونو او عامو خلکو ژوند انځور کړی دی.

اسلام اباد کې د جرمني وېزو ته په تمه افغانانو ته ویل شوي چې هوټل پریږدي

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۳۳ GMT+۰

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې جرمني ته د تګ په تمه یو شمېر میشتو افغانانو ته ویل شوي، چې « له تاسې په درنښت هیله کیږي د ډسمبر تر نهمې هوټل پرېږدئ». په تېرو دریو اونیو کې ۱۲۳ افغانانو او د هغوی کورنیو ته دغه پیغام ورکړل شوی دی.

د جرمني اې ار ډي ټلویزیون خبر ورکړی، چې په پاکستان کې برلین ته د تګ په تمه منتظرو افغان محلي همکارانو ته پیغام ورکړل شوی، چې د پراخو څیړنو په پایله کې دا روښانه شوې، چې د پخواني ګومان خلاف جرمني ته د داخېلدو لپاره هیڅ توجیهي بنسټ نه لیدل کیږي.

دغو افغانانو ته په یوه لیک کې، چې یوه اونۍ وړاندې ورلیږل شوی، ویل شوي، « موږ له تاسې په درنښت غواړو چې تر سې شنبې، د ډسمبر نهمې (پرون) پورې هوټل پرېږدئ».

په اسلام اباد کې ډېری میشت افغانان د جرمني د نړیوالې پراختیا ادارې په مرستو اوسېدل، خو د کابل لوفټ‌بروکې مرستندویې ادارې په وینا، په تېرو دوو اونیو کې د جرمني۱۲۳ ځايي همکارانو او د هغوی کورنیو ته منفي ځواب ورکړل شوی دی.

دا د هغو کسانو له نیمایي زیات دي چې د منلو ژمنه ورسره شوې وه او لا هم په پاکستان کې د جرمني ویزې ته انتظار وو.

ابراهیم نوري یو له هغو کسانو څخه دی، چې په اسلام اباد کې د جرمني ویزې ته انتظار دی.

هغه اې ار ډي ته وویل، چې ۱۱ کاله یې د پولیسو د سواد زده‌کړې په یوه پروګرام کې کار کړی و چې جرمني اداره کاوه.

له طالبانو وروسته د ده او کورنۍ ژوند ګواښل کېده، څو ځله یې تېښته کړې، خو په پای کې پاکستان ته تللی، خو اوس د منلو له لیکونو سره سره، د جرمني ویزه نه ده ورکړل شوې.

د نومبر په پای کې د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبریندټ افغان ځايي همکارانو ته هیله ورکړې وه چې ډېر ژر به ویزې ترلاسه کړي، خو اوس دا ژمنې پرځای پاتې دي.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت وايي چې په پاکستان کې یې د ځايي همکارانو پاتې پروسې په وروستیو اونیو کې ترسره کړې دي، خو شخصي مرکې لا ټولې نه دي بشپړې شوې او هر وخت ممکن داسې معلومات رامنځته شي چې د منلو ژمنه لغوه کړي.

خو حکومت دا نه وايي چې دا کسان ولې رد شول، حتا نوري او کورنۍ یې هم هېڅ دلیل نه دی ترلاسه کړی.

د حکومت د بشر حقونو استازي وايي چې باید یوازې ځايي همکاران نه، بلکې ټول هغه نږدې ۲۰۰۰ افغانان چې د منلو رسمي ژمنه لري، جرمني ته ولېږدول شي.

د طالبانو د ۲۱۵ قول اردو چارواکو له ایران سره پر پوله او پر ډیورنډ کرښه له پوستو لېدنه کړې

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۱۹ GMT+۰

په هلمند کې د طالبانو د ۲۱۵ قول اردو قوماندان او د سرحدي لواګانو قوماندانانو د رباط جعلي په سیمه کې له ایران سره د سرحدي سیمې او ډیورنډ ته څېرمه امنیتي پوستو څخه لېدنه کړې ده.

یادې قول اردو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د طالبانو د ۲۱۵ قول اردو د قوماندان محمد ایوب خالد په مشرۍ پلاوي د رباط جعلي په سیمه کې د ایران سره پر پوله او ډیورنډ کرښه د طالبانو له امنیتي پوستو لېدنه کړې ده.

خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د طالبانو د ۲۰۱۵ قول اردو قوماندان په یاده سیمه کې د مېشتو طالب جنګیالیو ستونزې اوریدلې دي او د حل په برخه کې یې د همکارۍ ډاد ورکړی دی.

یادو طالب مسوولانو پر داسې مهال د افغانستان او ایران له پولې او ډیورنډ کرښې لېدنه کړې، چې په دې وروستیو کې د ایراني‌ ځواکونو په ډزو کې ۱۱ افغانان ووژل شول او له پاکستان سره د احتمالي نښتو له امله طالبانو پر ډیورنډ کرښه خپل اضافه جنګیالي ځای پر ځای کړي ډي.

تېره ورځ تر ۳زره ډېر کډوال له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستانه شوي

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۹:۴۹ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د چهارشنبې په ورځ (د لېندۍ ۱۹مه) خبر ورکړی، د سې‌شنبې په ورځ له ایران او پاکستان نه ۶۳۷ کورنۍ چې ټولټال ۳۳۵۸ کسان کېږي؛ په جبري توګه افغانستان ته ستنې کړای شوې دي.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې؛ دغه کډوال د کندهار د سپین بولدک، د ننګرهار د تورخم، د هلمند د بهرامچې، د هرات د اسلام‌کلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه کړای شوي دي.

په راپور کې راغلي، د دغه کسانو له ډلې ۱۶۱۹ کډوال د سپین بولدک له لارې، ۱۱۲۳ کډوال د تورخم، ۲۰۹ د بهرامچې، ۱۳۵ د اسلام‌کلا او ۲۷۲ کډوال د ورېښمو پله له لارې ستانه شوي دي. د یاد کمېسیون په راپور کې راغلي، چې ستنو شویو کډوالو ته اړین خدمات برابر شوي دي.

د تازه راپورونو له مخې؛ په پاکستان او ایران کې افغان کډوال له سختو ننګونو سره مخ دي. دواړه هېوادونو د افغانانو کډوالو د نیولو او جبري ستنولو لړۍ چټکه کړې ده. په دغه دواړو هېوادونو کې مېشت افغان کډوال د پولیسو له ناوړه چلنده هم شکایت کوي او وایي، چې غیرانساني چلند ورسره کېږي. په پاکستان کې مېشت افغان کډوال وایي، چې پولیس د دروازو نه خلاصولو سره د افغانانو د کورونو دروازې ماتوي.