• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بې‌پولې خبریالانو سازمان کلنی راپور؛ سانسور د افغان خبریالانو د فعالیت مخه ډب کړې ده

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۷:۰۹ GMT+۰

د بې‌پولې خبریالانو سازمان په خپل کلني راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال سانسور د افغان خبریالانو د فعالیت مخه ډب کړې ده. د دغه سازمان په وینا؛ د طالبانو له واکمنۍ راهیسې له ۱۶۵ډېر د رسنیو فعالان نیول شوي، چې له دې ډلې ۲۵ یې یوازې په ۲۰۲۵کال کې نیول شوي.

هغه خبریالان چې جلاوطنۍ ته اړ شوي

دغه سازمان د سې‌شنبې په ورځ (د لېندۍ ۱۹مه) خپل کلنی راپور خپور کړ. په راپور کې راغلي، چې د جګړو او د خبریالانو پر وړاندې د ځپونکو پالیسیو له امله زیات شمېر د رسنیو کار کوونکي جلاوطنۍ ته اړ شوي دي. د یاد سازمان په وینا؛ د افغانستان، روسیې او بېلاروس په څېر هېوادونه خپلې سیمې د ټولو خپلواکو رسنیو څخه پاکوي.

هغه خبریالان چې بېرته راستانه شوي یا خوشې شوي دي

هغه خبریالان چې د کابل تر سقوط او د طالبانو له سختې ځپنې وروسته جلاوطنۍ ته اړ اېستل شوي وو، د ګڼو هېوادونو له‌خوا یې د ویزو غوښتنلیکونه رد شوي. د بې‌پولې خبریالانو سازمان ویلي، چې پاکستاني چارواکو نه یوازې د افغان خبریالانو د ویزو له غځولو انکار کړی؛ بلکې د جبري ستنېدنې پالیسي یې هم پلي کړې ده. په ۲۰۲۵کال کې د هغو افغان خبریالانو له ډلې چې په پاکستان کې ژوند کوي او د بې‌پولې خبریالانو د سازمان ملاتړ لري، له ۲۰ څخه ډېر یې بېرته افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

له هغو خبریالانو سره مرسته چې جلاوطنۍ ته اړ شوي دي

د بې‌پولې خبریالانو سازمان څرګنده کړې، چې له نیمایي څخه ډېر (۵۱٪)، خبریالان چې په ۲۰۲۵کال کې یې د دوی د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې وه، د ۴۴ بېلابېلو هېوادونو څخه جلاوطنه خبریالان وو. له دې ډلې افغانستان، روسیه او سوډان هغه درې هېوادونه دي، چې تر ټولو ډېر غوښتنلیکونه یې لاره.

د بې‌پولې خبریالانو ټولنې ویلي، چې د هغو لویو ننګونو سره، سره چې دوی ورسره مخ دي؛ د دغه خبریالانو ۵۵ سلنه یې په جلاوطنۍ کې کار ته دوام ورکړی. سربېره پردې، په تېرو ۱۲ میاشتو کې د بې‌پولې خبریالانو له‌خوا ملاتړ شوي له ۴۰ زیاتو رسنیو څخه ۱۹ یې په جلاوطنۍ کې د خبرونو او منځ پانګو تولید ته دوام ورکړی دی.

په راپور کې راغلي، چې لږترلږه اووه خبریالان اوس‌مهال د طالبانو په زندانونو کې بندیان دي. د راپور په پای کې راغلي: « ۲۰۲۵ کال به د هغه کال په توګه یاد شي، چې زموږ د سترګو په وړاندې د مطبوعاتو ازادي له منځه لاړه.» د بې‌پولې خبریالانو ټولنې د هغو چارواکو او ادارو پر وړاندې د بندیزونو غوښتنه کړې، چې د خبریالانو د څارنې، ځپنې او نیونې مسوولیت لري.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

یوناما: د ښځو او نجونو حقونه د افغانستان د بیارغونې لپاره حیاتي دي

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۴۳ GMT+۰

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) د بشري حقونو نړۍوالې ورځې په مناسبت په افغانستان کې د ټولو خلکو لپاره د بنسټیزو حقونو د ټینګښټ غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی، چې د ښځو او نجونو حقونه د هېواد پرمختګ، سولې او بیارغونې لپاره حیاتي دي.

یوناما د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې حقونه یوازې نظریاتي اصول نه‌دي؛ بلکې هغه ورځني شرایط دي چې خلک ورسره په بشپړ درناوي او عزت ژوند کولای شي.

خبرپاڼه کې راغلي: «په افغانستان کې لا هم ګڼ خلک دغه بنسټیزو حقونو ته لاسرسی نه‌لري. ښځې او نجونې د زده‌کړو، کار او په عامه ژوند کې د ګډون له سختو محدودیتونو سره مخ دي، چې نه یوازې د دوی اساسي حقونه نقضوي؛ بلکې د هېواد راتلونکی هم له ننګونو سره مخ کوي.»

یوناما دارنګه خبرداری ورکړی، چې لاهم ګڼ شمېر افغان کډوال په جبري توګه هېواد ته ستنول کېږي، په ځانګړي ډول ښځې، د پخواني حکومت او امنیتي ځواکونو سره تړلي کسان، د مدني ټولنې فعالان او خبریالان چې په بېرته ستنېدو له ګڼو ګواښونو سره مخ دي.

د افغانستان لپاره د یوناما د چارو مسوولې جورجېټ ګانیون هم ویلي:« بشري حقونه اختیاري نه‌دي. دا هغه بنسټیز شرایط دي، چې ژوند پرې دوام کوي. په افغانستان کې د ښځو او نجونو لپاره د زده‌کړو، کار او بشپړ ګډون تضمین د هېواد د بیا رغونې لپاره نه یوازې اړین؛ بلکې حیاتي چاره ده. موږ د حاکمو چارواکو څخه غواړو، چې د نړۍوالو بشري حقونو ژمنو سره سم عملي ګامونه واخلي او افغانستان او ټولو خلکو ته د پرمختګ زمینه برابره کړي.»

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د بشري حقونو استازې فیونا فریزر هم په دغه اعلامیه کې ویلي، چې د ټولو افغانانو لپاره باید بنسټیز حقونه ټینګ شي. نوموړې زیاتوي: «بنسټیز حقونه لکه زده‌کړې، روغتیا، ژوند او ازادي د ټولو افغانانو لپاره باید ټینګ شي. له بده مرغه ګڼو دغه حقونو ته ښځې او نجونې لاسرسی نه‌لري.»

ټرمپ: د 'افغانستان په څېر دوزخ' نه مو کډوالي ودروله

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۰۵ GMT+۰

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان، هایټي او سومالیا په څېر هېوادونه د «دوزخ» سره پرتله کړي او یو ځل بیا یې ټینګار کړی، چې هغه د «درېیمې نړۍ» هېوادونو څخه د کډوالۍ مخه نیولې ده. هغه وایي، غواړي چې امریکا د سویډن، ډنمارک او ناروې په څېر هېوادونو څخه کډوال ومني.

ټرمپ دغه څرګندونې په پنسلوانیا کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال کړې دي. د امریکا حکومت یوه اونۍ وړاندې اعلان وکړ، چې د افغان کډوالو په ګډون یې د ۱۹ هېوادونو وګړو لپاره د کډوالۍ ټولې غوښتنې له ګرین‌کارټ نیولې تر تابعیته پورې په بشپړه توګه درولې دي.

په دې ډله کې د افغانستان، میانمار، چاد، کانګو جمهوریت، استوایی ګینه، اریتریا، هایتي، ایران، لیبیا، سومالیا، سوډان، یمن، کیوبا، لاوس، سیرالیون، توګو، ترکمنستان او وېنزویلا شامل دي.

هغه رسمي یادښت چې د ټرمپ ادارې نوې پالیسي بیانوي، تېره اونۍ په واشنګټن کې د یوه افغان له لوري د امریکا د ملي ګارد پر دوو عسکرو برید ته اشاره کوي. چارواکي وایي، ۲۹ کلن افغان رحمان‌الله لکڼوال چې په اپریل میاشت کې یې پناه اخیستې وه، د یاد برید په تړاو نیول شوی دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روان کال په جنورۍ میاشت کې واک ته له رسېدو راهیسې د کډوالۍ پرضد سختې پالیسۍ غوره کړې دي. په واشنګټن کې پر امریکايي عسکرو تر برید وروسته د ټرمپ ادارې د کډوالو او په ځانګړې توګه د افغانانو پر وړاندې خپل اقدامات ګړندي کړي دي.

د ښځو یو غورځنګ: نړۍواله ټولنه باید د طالبانو د بشریت ضد جرمونه په رسميت وپېژني

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۱۸ GMT+۰

د «ارغواني شنبو» په نوم د ښځینه فعالانو غورځنګ د طالبانو پر وړاندې د نړۍوالې ټولنې پر دریځ نیوکې کړې. دغه غورځنګ ویلي، د طالبانو د بشریت ضد جرمونو پر وړاندې د نړۍوالې ټولنې او ملګرو ملتونو نرم چلند؛ په افغانستان کې د بشري حقونو تر سرغړونو هم «خطرناکه کړنه» ده.

دغه غورځنګ نن چهارشنبه (د لېندۍ ۱۹مه) په یوه بیان کې چې د بشري حقونو د نړۍوالې ورځې په مناسبت خپور شوی ویلي، د طالبانو د بشریت‌ضد جرمونه باید په رسميت وپېژندل شي او دا کار یې د عدالت او په ځانګړي ډول د افغان ښځو لپاره ریښتینی او اغېزمن ګام بللی.

دغه غورځنګ له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې له طالبانو سره هر ډول رسمي اړیکې پرې کړې، د طالبانو تبعیضي چلند په رسمیت وپېژني، پر طالبانو لا سخت بندیزونه ولګوي، طالب مشران محاکمه کړي، د افغان ښځو د مبارزو او پاڅونونو ملاتړ وکړي او د طالبانو پر ځای د یوه مشروع او ډیموکراتیک بدیل حکومت جوړېدو ملاتړ وکړي.

نن د (ډسمبر ۱۰مه) د بشري حقونو د نړۍوالې اعلامیې د تصویب له ۷۷مې کلیزې سره برابره ده. که څه هم دغه ورځ په ټوله نړۍ کې په پراخه کچه نمانځل کېږي؛ خو په افغانستان کې بیا د بشري حقونو وضعیت د اندېښنې وړ دی.

افغانستان کې دغه ورځ داسې مهال نمانځل کېږي، چې ملګرو ملتونو په‌کې د بشري حقونو وضعیت د اندېښنې وړ بللی او له نړۍوالې ټولنې یې غوښتي چې افغانان یوازې پرې نه‌ږدي.

طالبان د کونړ په نورګل ولسوالۍ کې د زلزله‌ځپلو لپاره د کورونو او جومات جوړولو پروژه پیلوي

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۱۶ GMT+۰

د طالبانو دفاع وزارت ویلي، په کونړ ولایت کې د زلزله‌ځپلو کورنیو د بیا مېشتېدو لپاره د ۳۳.۵ مېلیونه افغانیو په ارزښت د کورونو او جومات جوړولو چارې پیلوي چې موخه یې د طبیعي پېښو له امله اغېزمنو کورنیو ته د دوامدارې سرپناه برابرول دي.

د یاد وزارت له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه پروژه د کونړ ولایت نورګل ولسوالۍ په مزار دره کې پېلېږي چې په‌کې د ۳۳.۵ مېلیونه افغانیو په ارزښت ۳۵ کورونه او یو جومات شامل دی.

خبرپاڼه کاږي، دغه پروژه هغه زلزله‌ځپلو کورنیو ته ځانګړې شوې چې استوګنځي یې په طبیعي پېښه کې له منځه تللي او بېړنۍ مرستې ته اړتیا لري. د یاد وزارت په باور؛ د دغه ډول بنسټیزو جوړښتونو رغول به په سیمه کې د خلکو د عادي ژوند د بېرته راګرځېدو لپاره مهم ګام وي.

ورته مهال د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویلي، د کونړ ولایت په نورګل ولسوالۍ کې د ۳۱۰۰ زلزله ځپلو کورنیو سره تر ۳۲ مېلیونه افغانیو ډېره نغدي مرسته شوې، چې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ رسېدلې دي.

د دغه ټولنې له‌خوا په خپره شوې خپرپاڼه کې راغلي، د یادې مرستې په ترلاسه کولو سره به دغه کورنۍ وکولای شي چې بېړنۍ اړتیاوې لکه خوراکي توکي، درمل او سرپناه برابر کړي. د خبرپاڼې له مخې؛ څو ورځې وړاندې هم په همدې ولسوالۍ کې پر ۱۵۰۰ زلزله ځپلو کورنیو ۱۵ مېلیونه او ۷۵۰ زره افغانۍ نغدي مرسته وېشل شوې وه. یاده ټولنه ټینګار کوي، چې د زلزله ځپلو کورنیو ملاتړ به دوام ومومي او د اړونده اړتیاوو د پوره کولو لپاره به نورې مرستې هم ترسره شي.

له بل پلوه د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وايي، چې د افغانستان په ختیځ کې زلزله ځپلي لاهم له جدي ننګونو سره مخ دي او کورنۍ لا ډېرو مرستو ته اړتیا لري. دغه بنسټ خبرداری ورکړی، چې د ژمي په رارسېدو سره یوازې خیمې خلک له سختې یخنۍ څخه نه‌شي ساتلی.

له پاکستان نه د افغان کډوالو جبري اېستلو سره پر جرمني حکومت فشارونه زیات شوي

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۳:۵۵ GMT+۰

تر ۲۵۰ ډېرې نړۍوالې بشري ډلې له جرمني حکومت غواړي، هغه نږدې ۱۸۰۰ افغانان دې ژر تر ژره جرمني ته انتقال کړي چې په پاکستان کې بند پاتې دي. واک ته د نوي محافظه‌کار ګوند له رسېدو راهیسې د کډوالو د پخواني پروګرام ځنډېدو له امله د دغه افغانانو برخلیک ناروښانه پاتې دی.

د بښنې نړۍوال سازمان، د ماشومانو د ژغورنې ادارې، د بشري حقونو څار بنسټ او د یو شمېر کلیسایي بنسټونو په ګډون نړۍوالو سازمانونو د سې‌شنبې په ورځ په یو ګډ لیک کې د برلین حکومت څخه غوښتنه کړې، چې یاد افغانان دې د روان کال تر پایه له پاکستان نه وباسي؛ څو افغانستان ته د احتمالي جبري ستنېدو له ګواښه وژغورل شي.

د راپور له مخې؛ دا هغه افغانان دي، چې د جرمني د پخواني حکومت له‌خوا د کډوالۍ یوه ځانګړي پروګرام تر چتر لاندې منل شوي وو؛ خو له مئ میاشتې راهیسې چې نوی لومړی وزیر فریدریښ مېرڅ واک ته رسېدلی، پاکستان کې ایسار پاتې دي.

تر اوسه نږدې ۳۵۰ کسان د همدې پروګرام له لارې له حکومت سره له قانوني مبارزې وروسته جرمني ته رسېدلي دي. دغه سازمانونه وايي، چې د پاتې کسانو ډېری برخه ښځې او ماشومان دي.

په لیک کې راغلي: « موږ د جرمني له حکومته غواړو، هغه کسان خوندي ځای ته ورسوي چې جرمني ورته د ژغورنې ژمنه کړې ده.» په دغه اغېزمنو کسانو کې هغه کسان هم شامل دي، چې په افغانستان کې یې له جرمني ځواکونو سره همکاري کړې وه او یوشمېر خبریالان او د بشري حقونو فعالان هم په‌کې شامل دي.

د جرمني حکومت وایي، له پاکستان نه یې ډاډ ترلاسه کړی چې دغه افغانان به د روان کال تر پایه نه اېستل کېږي؛ خو ټینګار کوي چې دغه ضرب‌الاجل نه‌شي اوږدېدای. د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د تازه راپور له مخې؛ په پاکستان کې د افغانانو شمېر له ۲.۱۸ مېلیونه کسانو ډېر دی، چې له دې ډلې څخه ۱.۲۲ مېلیونه کسان ثبت شوي دي.

د ثبت شویو افغانانو له ډلې یوازې ۳۵ سلنه یې د کډوالو په پنډغالي کې ژوند کوي. راپور ښيي، چې له دې شمېرې «۱،۰۹ مېلیونه افغانان د PoR کارتونه» لري او شاوخوا «۱۳۸،۷۰۰ کسان» د همدغه ثبت شوو کورنیو غړي دي؛ خو انفرادي نوم لیکنه نه‌لري.

په پاکستان کې له یونسیار سره ټول «۱۱۵،۶۵۲ پناه‌غوښتونکي» ثبت شوي، چې له دې ډلې «۱۱۵،۳۹۰ افغانان» دي او پاتې نور بیا د یمن، ایران، سومالیا، میانمار او سوریې وګړي دي.