• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

روسي ډیپلوماټ: مسکو د پاکستان او طالبانو د اړیکو د خرابېدو په اړه اندېښمن دی

۲۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۲۰ GMT+۰تازه شوی: ۲۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۳۸ GMT+۰

په پاکستان کې د روسیې سفیر البرټ خورف وایي چې مسکو د پاکستان او طالبانو ترمنځ د تاوتریخوالي د زیاتېدو په اړه اندېښمن دي. دغه روسي ډیپلومات زیاتوي، مسکو هیله لري چې پاکستان او طالبان به خپل اختلافات په ډیپلوماټیک ډول حل کړي.

هغه په ​​اسلام اباد کې د روسیې په سفارت کې په یوه خبري غونډهکې وویل: «موږ هیله لرو چې دواړه خواوې به وکولی شي دا وضعیت په ډیپلوماټیک ډول حل کړي.»

په پاکستان کې د روسیې د ډیپلوماټیک ماموریت مشر زیاته کړه چې مسکو چمتو دی چې له اسلام اباد او طالبانوسره د ترهګرۍ ضد همکارۍ زیاتې کړي.

ښاغلي خورف ټینګار وکړ: «ترهګري یوه ګډه ستونزه ده، او د دې ګواښ پر وړاندې مبارزه د پاکستان او افغانستان، روسیې او نورې نړۍ په ګټه ده.»

د ۲۰۲۵کال په اکتوبر کې، د پاکستان او طالبانو ترمنځ په ډیورنډ کرښهوسله والې نښتې وشوې، چې د طالبانو د واک ته رسیدو راهیسې تر ټولو خونړۍ وې.

په اسلام آباد کې د روسیې سفیر مخکې اعلان کړی و چې د هغه هیواد د طالبانو او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتو دی. البرټ خورف د سیمې د امنیتي وضعیت په اړه د اندیښنې په څرګندولو سره وویل چې هیواد یې په جنوبي آسیا کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د هڅو ملاتړ کوي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

اصف دراني: په کابل کې د دیني عالمانو پرونۍ پرېکړې د سیمې لپاره مهم بدلون دی

۲۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۴۲ GMT+۰

د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی ځانګړی استازی اصف درانی، په کابل کې د دیني عالمانو پرونۍ غونډې ته په اشارې سره وایي چې افغان دیني عالمانو ډیرې مهمې پرېکړې کړي چې د افغانستان او سیمې په اوسني سیاسي او امنیتي وضعیت کې «ډیر مهم بدلون» بلل کیدای شي.

دراني لیکلي، د غونډې ګډونوالو په یوه خوله افغانانو ته سپارښتنه کړې چې د «جهاد»تر عنوان لاندې دې نورو هېوادونو ته د جګړې لپاره نه ځي. په پرېکړه لیک کې دا هم ټینګار شوی چې د افغانستان خاوره به د هېڅ بل هېواد پر ضد نه کارول کېږي او سرغړونه د منلو وړ نه ده.

اصف دراني ویلي، دا پرېکړه لیک د افغان دیني عالمانو «ګډ فکر او مسوولیت» منعکس کوي او ښکاري چې موخه یې له پاکستان سره د اړیکو د ښه کېدو پیغام ورکول دي.

هغه هیله څرګنده کړې چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) مشرتابه چې د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله اخندزاده سره بیعت لري، د افغان عالمانو دغه پرېکړه ومني او وسلې به کېږدي.

دراني ټینګار کړی چې د پرېکړه لیک هرکلی باید د پاکستان له لوري وشي او له طالبانو سره د خبرو اترو لړۍ بېرته پیل شي، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ کم او سیمه ییز امنیت ته لاره هواره شي.

د طالبانو فتوا: پر مسلمانانو واجب ده چې د افغانستان خاوره د چا پر ضد ونه کاروي

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۳۲ GMT+۰

له پاکستان سره له وروستیو کړکېچونو وروسته په لومړي ځل د طالبانو د مشر ملا هبت الله په لارښوونه په کابل کې دیني عالمانو په یو پرېکړه لیک کې فتوا ورکړې چې پر مسلمانانو واجب ده چې د افغانستان خاوره د بل هېواد په ضرر و نه کاروي.

که څه هم طالبانو په دغه پرېکړه لیک کې د ټي ټي پي نوم نه دی یاد کړی، خو د طالبانو او پاکستان د وروستیو کړکېچونو په رڼا کې داسې ښکاري چې یاده فتوا د ټي ټي پي په اړه ده.

په دغه پرېکړه لیک کې راغلي: "د اسلامي امارت د دغې ژمنې عملي کول پر هر مسلمان واجب دي او که څوک دا عهد نه مراعات کوي نو هغه نافرمانه او سرغړوونکی بلل کيږي او اسلامي امارت حق لري چې پر وړاندې يې لازم اجراآت ترسره کړي."

د هبت الله په مشرۍ د علماوو غونډې پرېکړه؛ له افغانستان نه بهر نظامي فعالیت جایز نه دی

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۲۳ GMT+۰

د طالبانو د مشر ملا هبت الله په لارښوونه په کابل کې دیني عالمانو په یو پرېکړه لیک کې فتوا ورکړې ده، چې ملا هبت الله هېچا ته له افغانستان نه بهر د نظامي فعالیت اجازه نه ده ورکړې او که څوک تخلف وکړي طالبان به یې مخنیوی کوي.

د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو راټولو شویو د طالبانو دیني عالمانو، مفتیانو او مشایخو د یوې غونډې په پای کې د دې ډلې د اوسنۍ ادارې او له افغانستان نه بهر د نظامي فعالیتونو په اړه خپل رسمي پرېکړه‌لیک خپور کړی دی.

په پرېکړه‌لیک کې د طالبانو امارت د «شرعي نظام» په توګه یاد شوی او اطاعت، ملاتړ او دفاع یې د افغانانو «وجیبه» ګڼلې ده.

په پرېکړه‌لیک کې راغلي چې مسلمانان د شرعي نظام په ساتنه مکلف دي او دیني عالمان باید د اوسني نظام په ملاتړ مشورې وړاندې کړي.

د غونډې ګډونوالو ویلي چې امارت د «شریعت د امنیت، اتحاد او د ديني ارزښتونو د ساتنې» سبب شوی او اطاعت یې «واجب» دی.

په متن کې ټینګار شوی چې د بهرني تجاوز په صورت کې د نظام او خاورې دفاع «فرض عین» ګڼل کېږي او دا عمل «مقدس جهاد» بلل شوی دی.

د پرېکړه لیک یوه ماده له افغانستان نه په نورو هېوادونو کې د جګړه ییزو فعالیتونو څرنګتیا ته بېله شوې، چې ظاهرا د ټي ټي پي فعالیتونه او په پاکستان کې د افغان طالبانو جګړه ییز فعالیتونه ترې هدف دي.

پرېکړه‌لیک وايي چې د طالبانو د ژمنې له مخې باید د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد ونه کارول شي او هغه کسان چې بهر ته د نظامي فعالیت لپاره ځي د «شرعي امیر» له امر سرغړونه کوي.

په پرېکړه لیک کې ویل شوي، چې « د مسلمانانو عزت او وقار په وحدت او اتفاق کې نغښتی دی، پر ټولو مسلمانانو او اسلامي هېوادونو لازمه ده چې له یو بل سره د اخوت په چوکاټ کې نيک او رغنده اړيکې ولري او يو بل ته نفع ورسوي».

که څه هم طالبانو په دغه پرېکړه لیک کې د پاکستان نوم نه دی اخیستی خو د طالبانو او پاکستان تر منځ وروستیو کړکېچونو ته په کتلو یاد پیغامونه پاکستان ته متوجې دي.

دا لومړی ځل دی چې طالبان دا ډول یوه پرېکړه لیک، یا غیر رسمي فتوا خپروي.

د پرېکړه‌لیک بل ټکي کې د اسلامي هېوادونو ترمنځ د وحدت او همغږۍ غوښتنه شوې، او عالمانو ته سپارښتنه شوې چې له منابرو د دغو موضوعاتو په اړه خلکو ته پوهاوی ورکړي.

طالب والي: له پاکستان سره رامنځته شوې ترینګلتیا ددې هېواد د ولسونو او سياستوالو دريځ نه دی

۱۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۵۹ GMT+۰

د طالبانو د خوست والي عبدالله مختار وايي، چې په دې وروستیو کې د طالبانو سره د پاکستان له‌خوا په اړيکو کې رامنځته شوې ترینګلتیا د پاکستان د ولسونو او سياسيونو دريځ نه دی. نوموړی زیاتوي، دا ستونزه د یوې کوچنۍ او شریرې پوځي کړۍ د نامسووله کړنو پایله ده، چې عامه ملاتړ نه لري.

د طالبانو د خوست ولایت رسنیز دفتر نن شنبه، د لیندۍ ۱۵مه پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي، چې عبدالله مختار دا څرګندونې د مرکز اړوند جامعه امدادالعلوم لټک مدرسې د طالبانو د فراغت په مراسمو کې وکړې.

دغه راز د طالبانو د خوست والي په خپلو څرګندونو کې وویل، چې د پاکستان ولسونو د کډوالۍ پر مهال د افغان کډوالو رښتینی خدمت ترسره کړی او له همدې امله افغانان د هغوی د نيک چلند څخه منندوی دي.

دا څرګندونې په داسې حال کیږي، چې په کندهار کې د‌ طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس علي محمد حقمل وایي چې پر سپین بولدک کې د تېرې شپې جګړې له امله د‌ پاکستاني ځواکونو په مرمیو ۳تنه افغانان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

هغه ویلي، وژل شوي کسان ټول ملکي وګړي او ځايي اوسېدونکي دي.

اصف درانی: د پاکستان او افغانستان هوښیار غږونه دې د خلکو د خیر لپاره د سولې غوښتنه وکړي

۱۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۷:۰۵ GMT+۰

د افغانستان لپاره د پاکستان مخکېني ځانګړي استازي اصف دراني ټینګار کړی چې د دواړو هېوادونو هوښیار او معقول غږونه باید د خپلو خلکو د هوساینې او سولې لپاره یو ځای راپورته شي او د جګړو او تاوتریخوالي مخه دې ونیسي.

اصف دراني په اېکس پوسټ کې لیکلي: «د تجارت بندول یا د بې ګناه خلکو د وژلو اجازه ورکول د دولت چلند یا پوځي ځواک ننداره نه ده، دا هېڅ اسلامي، انساني یا اخلاقي بنسټ نه لري، که د کومې نظریې یا حکومتدارۍ تر چتر لاندې وي».

هغه پوښتنه هم مطرح کړې چې «هماغه غږونه اوس چیرته دي؟»