• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

شهباز شریف له پوتین سره د لیدنې لپاره ۴۰ دقیقې انتظار وکړ

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۰۶ GMT+۰تازه شوی: ۲۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۵۴ GMT+۰

د راپورونو له مخې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د جمعې په ورځ د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان سره په کډه غونډه کې ګډون کړی خو په یوه خپره شوې ويډو کې ښکاري چې شهباز شریف د لیدنې دمخه ۴۰ دقیقې انتظار کړی دی.

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف هغه ویډیو چې ار ټي روسیې له خوا خپره شوې، نوموړی د ترکمنستان په پلازمینې عشق اباد کې هغه خونې ته ننوځي چیرې چې د پوتین او اردوغان غونډه روانه وه.

د رسنیو د راپورونو له مخې شهباز شریف د ۴۰ دقیقو انتظار وروسته د پوتین او اردوغان لیدنې د ځای دروازه وټکوله.

په خپره شوې ویډیو کې ښکاري، چې شهباز شریف خپه او ناارامه ښکاري ځکه چې هغه د ولسمشر پوتین سره د لیدنې لپاره د ۴۰ دقیقو څخه ډیر انتظار کاوه.

په ډیپلوماتیک عرف کې دا هېڅ معمول نه دی او تر منځ ۱۵ دقیقو انتظار وروسته غونډه یا هم ناسته لغوه کېږي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

شهباز شریف: له افغانستان نه د ترهګرۍ نوی ګواښ راټوکېدلی

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۹:۳۵ GMT+۰

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ويلي، له افغانستان نه د ترهګرۍ نوی ګواښ راټوکېدلی او نړۍواله ټولنه باید پر طالبانو فشار راوړي چې په دې برخه کې خپل نړۍوال او امنیتي مسوولیتونه ادا کړي.

شهباز شریف نن جمعه (د لېندۍ ۲۱مه) د ترکمنستان په پلازمېنه عشق‌اباد کې د سولې نړۍوال کنفراس ته په وینا کې ټینګار کړی، چې د سیمې او نړۍ ټیکاو د ګډو هڅو غوښتنه کوي او د افغانستان اوسنی وضعیت د ټولو لپاره د اندېښنې وړ دی.

د سولې او باور په اړه نړۍواله ناسته د جمعې په ورځ (د لېندۍ ۲۱مه) د ترکمنستان په پلازمېنه عشق‌اباد کې جوړه شوه. په دغه ناسته کې د روسیې، ترکیې، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، ایران، پاکستان، قزاقستان، قرغزستان او نورو هېوادونو مشرانو ګډون کړی.

دغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې له تېرو دوو میاشتو راهیسې د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې خورا ترینګلې شوې دي. د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې هغه مهال ترینګلې شوې، چې پر کابل د پاکستان د هوايي بریدونو په غبرګون د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ پر ډیورنډ کرښه نښتې وشوې.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ د دغه کړکېچ د حل لپاره تر دې دمه د قطر، ترکیې او سعودي عربستان هېوادونو منځګړیتوب کړی؛ خو د دواړو خواوو ترمنځ مذاکرات په وار، وار بې‌پایلې پای ته رسېدلي دي.

پاکستان له سعودي عربستان سره د اقتصادي همکاريو پر ډېرېدو خبرې وکړې

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۰۱ GMT+۰

د پاکستان د مالیې او فدرالي عوایدو وزیر محمد اورنګزیب په ریاض کې د سعودي‌ عربستان د مالیې وزارت له مرستیال سره په لیدنه کې د دوه اړخیزو اقتصادي همکاریو پر زیاتېدو خبرې وکړې.

د پاکستان مالیې وزارت د پنجشنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۰مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، محمد اورنګزیب په ریاض کې د سعودي عربستان د مالیې له مرستیال وزیر عبدالمحسن سره په لیدنه کې د ګډو ګټو پر ژمنتیا ټینګار کړی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي:«دواړو لورو پرېکړه وکړه، چې د دواړو دوستو هېوادونو د مشرتابه او ولسونو د هیلو د پوره کېدو لپاره به په تاکتیکي او ستراتیژیکي کچو کې نږدې همغږي وساتي.»

پاکستان دا مهال له اقتصادي ستونزو سره مخ دی او همداراز دغه هېواد د ټیټ عاید لرونکو هېوادونو له ډلې دی او ډېره تکیه یې پر نړۍوالو مرستو او په ځانګړې توګه پر پورونو ده.

د راپورونو له‌مخې، د پاکستان ټول پور به د ۲۰۲۵ کال تر پایه له ۱۳۴.۹ میلیارده ډالرو څخه هم زیات شي.

محمد صادق وایي له چیني استازي سره د افغانستان د امنیت په اړه غږېدلی

۲۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۳۲ GMT+۰

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ویلي، چې د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي یوی شیاویونګ سره یې په اسلام‌اباد کې د سیمې پر امنیتي وضعیت او د افغانستان له خاورې د راولاړېدونکو ګواښونو په اړه خبرې کړې دي.

محمد صادق د پنجشنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۰مه) په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، په دې لیدنه کې یې له شیاویونګ سره د هغو ترهګرو ډلو په اړه بحث کړی چې ګواکې په افغانستان کې فعالیت کوي او د سیمې پر امنیت منفي اغېز لري. د ده په وینا، د دغو ډلو موجودیت او فعالیتونه د پاکستان، چین او ټولې سیمې لپاره ګډې امنیتي اندېښنې رامنځته کړي دي.

د صادق په وینا، د سفیر یوی شیاویونګ وروستی سفر د پاکستان او چین د منظمو سلا مشورو برخه ده، چې موخه یې د ترهګرۍ ضد همکاریو پیاوړي کول او د سیمه‌ییز ثبات لپاره د ګډو ګامونو پورته کول دي.

صادق ټینګار کړی، چې اسلام‌اباد او بېجېنګ دواړه د ترهګرۍ پر ضد ګډ دریځ لري او د سیمې امنیت د ګډو هڅو له لارې خوندي کېدای شي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې یوځل بیا ادعا وکړه، چې افغانستان د ترهګرو پر امن پټنځای بدل شوی او د افغانستان له خاورې فعالیت کوونکي ترهګر د پاکستان د ملي امنیت لپاره ګواښ دي.

نوموړي ادعا کړې، چې داعش، القاعده، ټي‌ټي پي، پي‌ټي‌ای‌اېن او بلوڅ وسله‌والې ډلې په افغانستان کې پټنځایونه او لسګونه ترهګریز کمپونه لري او یادې ډلې د پاکستان پر ضد فعالیت کوي.

د پاکستان استازي وویل، که د طالبانو حکومت د افغانستان له خاورې په پاکستان کې د بریدونو مخه ونه‌نیسي، نو هېواد به یې د خپلو اتباعو او حاکمیت د ساتنې لپاره ټول اړین دفاعي ګامونه ترسره کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبان په وار وار ویلي، په پاکستان کې امنیتي ستونزې دوی پورې هېڅ تړاو نه‌لري او ډاډ یې ورکړی، هېڅ ډلې ته به د دې اجازه ورنه‌کړي چې افغان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.

طالبانو له خپلو نظامیانو غوښتي چې له خلکو سره په نرمۍ چلند وکړي

۲۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۸:۰۴ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال محمد نظر شینواري د ختيځ زون د ۳۸۰ پولیسو په فراغتغونډه کې له خپلو پولیسو غوښتي، چې د خلکو خدمت په «تقوا، قانون، اخلاص او نرمۍ» سره وکړي.» دغه طالب چارواکو ویلي، چې د امنیت ټينګښت د وسلې په زور نه، له خلکو سره په ښه چلند کېږي.

د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو امنیه قومندانۍ د پنجشنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د دغه ولایت د پولیسو له مرکز څخه د ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان ولایتونو لپاره ۳۸۰ پولیس له نظامي زده کړو فارغ شوي دي.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال محمد نظر شینوراي په همدې تړاو جوړو شویو مراسمو کې ویلي: «پولیس یوازې د نظم او امنیت ځوان نه، بلکې د ټولنې د خدمت لپاره دي.»

نوموړي له فارغ طالب نظامیانو غوښتي، چې له خلکو سره په نرمۍ چلند وکړي او د قانوني اقدام ترمنځ تعادل وساتي.

د طالبانو تر واک لاندې په ډېرو سیمو کې خلک د دغه ډلې د نظامیانو له ناسمو کړونو شکایت لري. په ډېرو ولایتونو کې لا هم د طالبانو نظامیان ځانګړی نظامي یونیفورم نه‌مراعتوي او په شخصي کالیو کې پر دندو ولاړ وي.

په یوه اونۍ کې؛ د پاکستان او عراق له زندانونو تر ۲۰۰ ډېر افغانان خوشې شوي دي

۲۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۰۰ GMT+۰

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، په روانه اونۍ کې ۲۲۸ افغان کډوال چې د عراق او پاکستان په زندانونو کې بندیان وو؛ له زندانه تر خوشې کېدو وروسته بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ له دې ډلې ۲۲۴ کسان چې د پاکستان په زندانونو کې له تېرو دوو میاشتو راهیسې بندیان وو، تر خوشې کېدو وروسته د سپین بولدک له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي. په خبرپاڼه کې راغلي، ۴ نور کسان چې د عراق په زندانونو کې له درېیو میاشتو راهیسې بندیان وو؛ تر خوشې کېدو وروسته د نیمروز له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

په خبرپاڼه کې د دغه کسانو د جرمونو په اړه څه نه‌دي ویل شوي؛ خو په پاکستان کې افغانان تر ډېره په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسنادو نه لرلو له امله د پولیسو له‌خوا نیول کېږي.

له هغه راهیسې چې له طالبانو سره د اسلام‌اباد اړیکې ترېنګلې شوې؛ پاکستان د پلازمېنې په ګډون په یوشمېر ښارونو کې د افغان کډوالو پرضد عملیاتو ته زور ورکړی. په تېرو وروستیو کې پاکستاني پولیسو د افغانانو د نیولو لپاره ان د دوی د کورونو دروازې ماتې کړې دي.