راتلونکې دوشنبه د کابل په ګډون د افغانستان ۱۵ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسینو کمپاین پیلېږي

د پولیو بېړني مرکز خبر ورکړی، چې د راتلونکې دوشنبې په ورځ د (لېندۍ ۲۴مه) د پلازمېنې کابل په ګډون د افغانستان په ۱۵ولایتونو کې د پولیو ویروس مخنېوي په موخه د واکسین کمپاین پیلېږي. دغه مرکز وایي، په دې لړ کې به له ۵کلونو کم عمره ماشومان د ګوزڼ پر وړاندې واکسین شي.