طالبان وایي، د بهرني پاسپورټ لرونکي افغانان افغانستان ته له ویزې پرته سفر کولای شي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس حافظ ضیا احمد وایي، خواله رسنیو کې هغه اوازې ناسمې دي چې ګوندې د بهرنیو پاسپورټونو لرونکي افغانان باید افغانستان ته د تګ پرمهال ویزې واخلي. هغه ویلي، د بهرنیو هېوادونو پاسپورټ لرونکي افغانان یوازې د هویت په اسنادو هېواد ته تلای شي.