زېلېنسکي د اوکراین د سولې نوې طرحې نسخه امریکا ته وسپارله

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي ویلي، د سولې نوې ۲۰ مادهییزه طرحې نسخه یې چې د امنیتي ضمانتونو تګلارې او د اوکراین د بیارغونې تړون هم پهکې شامل دی؛ امریکا ته سپارلې ده. ورته مهال د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکراین ختیځ کې د سیورسک ښار د «بشپړ نیولو» خبر ورکړی دی.





