• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سراج الدین حقاني: ولس په انقلابونو کې له حکومتونو د خېر پر ځای شر لیدلی دی

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۵۱ GMT+۰تازه شوی: ۲۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۲۵ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په خوست کې د یادې ډلې سیمه ییزو چارواکو ته له خلکو سره په ښه چلند کولو ټینکار کړی او ویلي یې دې چې خلکو په انقلابونو کې له حکومتونو څخه د خېر پر ځای شر لیدلی دی.

په خوست کې د طالبانو د والي ویاند مستغفر ګربز د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د یادې ډلې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په خوست د یاد ولایت د والي، امنیه قوماندان، د استخباراتو رییس، د ادارو رییسانو او ولسوالانو سره ناسته کړې ده.

سراج الدین حقاني په یاده ناسته کې له خلکو سره په ښه چلند کولو ټینګار کړی.

په خبرپاڼه کې د حقاني له قوله لیکل شوي:«زموږ ولس سختې ورځې تېرې کړي، په انقلابونو کې یې له حکومتونو د خېر پر ځای شر لیدلی دی. دا نظام د ولس په قربانیانو راغلی او باید د دوی خدمتګذار وي، د حل مرجع وي، عادل وي او خدمات وړاندې کړي.»

سراج الدین حقاني تېره ورځ هم په خوست کې په یوه وینا کې ویلي و، چې طالبان باید د وېرې له لارې پر خلکو حکومت ونه کړي.

نوموړي زیاته کړې وه، هغه حکومت چې د «وېرې او زور» له لارې خلک اداره کوي رښتینی حکومت نه دی.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

له محکمې پرته طالبانو د ۲۵ ورځو راهیسې د ارزګان د پخواني قوماندان درې زامن بندیان کړي

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۳۶ GMT+۰

په ارزګان کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشتل - پښتو ته وویل، چې طالبانو له تېرو ۲۵ ورځو راهیسې د تېر جمهوريت پرمهال د ارزګان د امنیه قوماندان جنرال مطیع الله درې زامن وحیدالله، وارث او نوید نیولي او د محکمې له پرېکړې پرته یې په امنیه قومندانۍ کې زنداني کړي دي.

په ارزګان کې ځايي سرچینو نن شنبه، د لیندۍ ۲۲مه وویل، چې د طالبانو د ارزګان ولایت امنیه قومندانۍ امنیت امیر او ددې ډلې د ارزګان د لومړی حوزې امیر احمد ارشاد او معاون مدد هغه مسوولین دی، چې د پخوانیو نظامیانو او چارواکو خپلوانو ځورولو ته کار ویلی دی.

سرچینو وویل:« دا درې طالب چارواکي په ارزګان کې د پخوانیو نظامیانو د پیسو او د وسلو اخیستلو لپاره زنداني کوی حته دوی د پخواني قومندان درې زامن په غیرقانوني ډل لس ورځې په حوزه کې زنداني کړي وو.»

د رارسېدلو معلوماتو له مخې د طالبانو ځايي مسولینو د تېر حکومت نظامیان او خپلوان په خپل سري ډول نیسي او پرته د محکمې له پرېکړې یې په زندان کې ساتې ترڅو پر زوره وسلې پرې خریداري کړي.

د ارزګان یوځايي اوسېدوونکي افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل:« د تېر جمهوري نظام پرمهال د ارزګان د پخواني امنیه قوماندان جنرال مطیع الله کورنۍ غړي یې څو ځله ونیول او بیا یې وسلې پر واخیستې او خوشې یې کړل.»

د نړیوالو بشري بنسټونو راپورونو په مسلسل ډول ښودلې، چې څلورو کالو په تېریدو سره طالبانو په بېلابیلو ولایتونو کې د مخکني حکومت کارمندان په ځانګړي توګه پخواني نظامیان ځوروي او زندانونو ته یې اچوي.

جنرال مطیع الله د تېر جمهوري نظام پرمهال د ارزګان امنیه قوماندان و او د ۲۰۱۵ کال په مارچ میاشت کې په کابل کې په یوځانمرګي برید کې ووژل شو.

طالبان: اذربایجان د افغان ځوانانو د روزنې لپاره چمتوالی ښودلی

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۱۵ GMT+۰

په کابل کې د اذربایجان سفیر د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکو سره په لېدنه کې د دواړو هېوادونو د فرهنګي اړیکو د پیاوړتیا، ګډو همکاریو او د ځوانانو د روزلو په اړه غږېدلي دي.

د طالبانو د اطلاتو او کلتور وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په کابل د اذربایجان سفیر الهام محمدوف د یادې ډلې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین قدرت الله جمال سره کتلي دي.

په خبرپاڼه کې د اذربایجان د سفیر له قوله لیکل شوي، چې یاد هېواد له طالبانو سره د سیاسي، سوداګریزو، اقتصادي او فرهنګي اړیکو پیاوړتیا او پراختیا باندې ټینګار کړی.

طالبانو ویلي، چې د اذربایجان سفیر د انلاین کورسونو له لارې د افغان ځوانانو روزلو لپاره چمتوالی ښودلی.

د بشري حقونو سازمان: ایران د یوه افغان په ګډون څلور کسان اعدام کړي دي

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۴۷ GMT+۰

د بشري حقونو سازمان «هه‌نګاو» خبر ورکړی چې ایران په خپلو زندانونو کې د یوه افغان په ګډون څلور کسان اعدام کړي دي. د دې سازمان د معلوماتو له مخې، یاد افغان وګړی د نشه‌یي توکو په تور نیول شوی و او د ایران د قضايي ارګانونو له خوا د اعدام په سزا محکوم شوی و.

تر اوسه د دغه افغان وګړي د هویت په اړه جزیات نه دي خپاره شوي او دا هم نه ده روښانه چې نوموړي عادلانه قضايي بهیر او د خپلې کورنۍ سره د لیدنې حق ته لاسرسی درلود او که نه.

هه‌نګاو سازمان ویلي چې دغه بندی د چهارشنبې په سهار اعدام شوی دی. تر دې دمه نه د ایران چارواکو او نه هم د طالبانو حکومت په دې اړه رسمي غبرګون ښودلی دی.

د بشري حقونو بنسټونه وایي، له هغه وروسته چې طالبان د ۱۴۰۰لمریز کال د اسد په میاشت کې پر افغانستان واکمن شول، په ایران کې د افغان وګړو د اعدام پېښې زیاتې شوې دي.

د بشري حقونو د بنسټونو د شمېرو له مخې، په تېرو اته میاشتو کې لږ تر لږه ۸۶۴کسان په ایران کې اعدام شوي چې پکې ۴۹افغان وګړي هم شامل دي.

طالبان وايي په بامیان کې د سمڅو اوسېدونکو لپاره ښارګوټی جوړوي

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۰۸ GMT+۰

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت ویلي، چې د بامیان د سیمه ییزو چارواکو سره یې په سمڅو کې د مېشتو کورنیو لپاره د ښارکوتي جوړولو او د هغوی د لېږد په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په بامیان کې د یادې ډلې والي او نورو چارواکو د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزیر نجیب الله حیات سره کتلي او په بامیان کې په سمڅو کې د مېشتو کورنیو لپاره د منظم او عصري ښارګوټي جوړولو په اړه یې خبرې کړې دي.

د کور او ښار جوړولو وزارت ویلي، چې په سمڅو کې د مېشتو کورنیو لپاره د ښارګوټي جوړولو په موخه یې د ځمکې لېږد چارې ترسره شوي او پر تفصیلي پلان چمتو کولو به یې ډېر ژر کار پیل شي.

وړاندې د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده په بامیان کې په سمڅو کې د مېشتو کورنیو لپاره د کورنو جوړولو امر کړی و، خو تر اوسه لا هم په سمڅو کې د مېشتو کورنیو اوسېدو لپاره مناسب کورونه نه دې جوړ وشي.

طالبانو په ننګرهار کې یوه ښځه او نارینه په دُرو وهلي دي

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۲۰ GMT+۰

د طالبانو سترې محکمې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې یې یوه ښځه او یو نارینه د «نامشروع اړیکو» په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.

د یادې ډلې د سترې محکمې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې یاد کسان یې د ولسوالۍ د سیمه ییزو چارواکو او سلګونو عامو خلکو د سترګو په وړاندې ۳۰ـ۳۰ دُورې وهلي دي.

طالبان نږدې هره ورځ په بېلابېلو ولایتونو کې د عامو خلکو د سترګو په وړاندې بدنې سزاګانې پلي کوي.

د طالبانو دغه ډول کړنې تل د بشري حقونو د ملاتړو ادارو له خوا غندل شوي دي، خو یادې ډلې ویلي، چې د بهرنیو هېوادونو د غوښتونو تر تاثر لاندې نه راځي او یوازې پر خلکو شریعت پلی کوي.