• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: اذربایجان د افغان ځوانانو د روزنې لپاره چمتوالی ښودلی

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۱۵ GMT+۰تازه شوی: ۲۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۲۴ GMT+۰

په کابل کې د اذربایجان سفیر د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکو سره په لېدنه کې د دواړو هېوادونو د فرهنګي اړیکو د پیاوړتیا، ګډو همکاریو او د ځوانانو د روزلو په اړه غږېدلي دي.

د طالبانو د اطلاتو او کلتور وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په کابل د اذربایجان سفیر الهام محمدوف د یادې ډلې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین قدرت الله جمال سره کتلي دي.

په خبرپاڼه کې د اذربایجان د سفیر له قوله لیکل شوي، چې یاد هېواد له طالبانو سره د سیاسي، سوداګریزو، اقتصادي او فرهنګي اړیکو پیاوړتیا او پراختیا باندې ټینګار کړی.

طالبانو ویلي، چې د اذربایجان سفیر د انلاین کورسونو له لارې د افغان ځوانانو روزلو لپاره چمتوالی ښودلی.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

د بشري حقونو سازمان: ایران د یوه افغان په ګډون څلور کسان اعدام کړي دي

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۴۷ GMT+۰

د بشري حقونو سازمان «هه‌نګاو» خبر ورکړی چې ایران په خپلو زندانونو کې د یوه افغان په ګډون څلور کسان اعدام کړي دي. د دې سازمان د معلوماتو له مخې، یاد افغان وګړی د نشه‌یي توکو په تور نیول شوی و او د ایران د قضايي ارګانونو له خوا د اعدام په سزا محکوم شوی و.

تر اوسه د دغه افغان وګړي د هویت په اړه جزیات نه دي خپاره شوي او دا هم نه ده روښانه چې نوموړي عادلانه قضايي بهیر او د خپلې کورنۍ سره د لیدنې حق ته لاسرسی درلود او که نه.

هه‌نګاو سازمان ویلي چې دغه بندی د چهارشنبې په سهار اعدام شوی دی. تر دې دمه نه د ایران چارواکو او نه هم د طالبانو حکومت په دې اړه رسمي غبرګون ښودلی دی.

د بشري حقونو بنسټونه وایي، له هغه وروسته چې طالبان د ۱۴۰۰لمریز کال د اسد په میاشت کې پر افغانستان واکمن شول، په ایران کې د افغان وګړو د اعدام پېښې زیاتې شوې دي.

د بشري حقونو د بنسټونو د شمېرو له مخې، په تېرو اته میاشتو کې لږ تر لږه ۸۶۴کسان په ایران کې اعدام شوي چې پکې ۴۹افغان وګړي هم شامل دي.

طالبان وايي په بامیان کې د سمڅو اوسېدونکو لپاره ښارګوټی جوړوي

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۰۸ GMT+۰

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت ویلي، چې د بامیان د سیمه ییزو چارواکو سره یې په سمڅو کې د مېشتو کورنیو لپاره د ښارکوتي جوړولو او د هغوی د لېږد په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په بامیان کې د یادې ډلې والي او نورو چارواکو د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزیر نجیب الله حیات سره کتلي او په بامیان کې په سمڅو کې د مېشتو کورنیو لپاره د منظم او عصري ښارګوټي جوړولو په اړه یې خبرې کړې دي.

د کور او ښار جوړولو وزارت ویلي، چې په سمڅو کې د مېشتو کورنیو لپاره د ښارګوټي جوړولو په موخه یې د ځمکې لېږد چارې ترسره شوي او پر تفصیلي پلان چمتو کولو به یې ډېر ژر کار پیل شي.

وړاندې د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده په بامیان کې په سمڅو کې د مېشتو کورنیو لپاره د کورنو جوړولو امر کړی و، خو تر اوسه لا هم په سمڅو کې د مېشتو کورنیو اوسېدو لپاره مناسب کورونه نه دې جوړ وشي.

طالبانو په ننګرهار کې یوه ښځه او نارینه په دُرو وهلي دي

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۲۰ GMT+۰

د طالبانو سترې محکمې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې یې یوه ښځه او یو نارینه د «نامشروع اړیکو» په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.

د یادې ډلې د سترې محکمې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې یاد کسان یې د ولسوالۍ د سیمه ییزو چارواکو او سلګونو عامو خلکو د سترګو په وړاندې ۳۰ـ۳۰ دُورې وهلي دي.

طالبان نږدې هره ورځ په بېلابېلو ولایتونو کې د عامو خلکو د سترګو په وړاندې بدنې سزاګانې پلي کوي.

د طالبانو دغه ډول کړنې تل د بشري حقونو د ملاتړو ادارو له خوا غندل شوي دي، خو یادې ډلې ویلي، چې د بهرنیو هېوادونو د غوښتونو تر تاثر لاندې نه راځي او یوازې پر خلکو شریعت پلی کوي.

طالبان د ایران په کوربتوب د افغانستان په اړه د ځانګړو استازو غونډه کې ګډون نه کوي

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۱۱ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې په تهران کې د افغانستان په اړه د سیمه ییزو هېوادنو د ځانګړو استازو په جوړېدونکې غونډه کې ګډون نه کوي. دوی همدراز زیاتوي، چې په دغه غونډه کې طالبانو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې ده .

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ویاند حافظ ضیا تکل وایي چې د ایران په غونډه کې د نه ګډون لامل دا دی، چې افغانستان دا مهال شته سیمه ییزو سازمانونو په همکارۍ د فارمټونو له لارې د سیمې له هېوادونو سره فعالې اړیکې لري او دا ډله په دې برخه کې پرمختګونه لري.

نوموړی زیاتوي، چې د طالبانو د بهرنیو چار وزارت د شته سیمه ییزو دریځونو د پیاوړتیا له لارې سیمه ییز تفاهم، باور جوړونې او همکاریو د پراختیا ملاتړ کوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د نه ګډون نور لاملونه نه دي په ډاګه کړي.

ایران به د روانې میاشتې د لیندۍ ۲۵ او ۲۶ نیټه د «افغانستان اړوند بدلونونو» په اړه د سیمه ییزې غونډې کوربه وي.

د غونډې یوه موضوع د طالبانو د ادارې او پاکستان ترمنځ د کړکېچ کمول دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د تیرې پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د پاکستان، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، چین او روسیې ځانګړي استازي به په دې غونډه کې ګډون وکړي.

ایرنا خبري اژانس لیکلي چې د غونډې موخه د طالبانو د ادارې او پاکستان ترمنځ د کړکیچ کمول دي او ټاکل شوې ده چې د لیندۍ ۲۵ یا ۲۶ مه نیټه ترسره شي.

دا غونډه په داسې وخت کې ترسره کیږي چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې بحران ته رسیدلي دي.

ایران په وار وار د دواړو خواوو ترمنځ د شخړې د پیل راهیسې په منځګړیتوب او د تاوتریخوالي په کمولو ټینګار کړی خو تر اوسه دواړو خواوو د تهران د هڅو په اړه جدي غبرګون نه دی ښودلی.
تېره اونۍ په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو په اړه د خپل هیواد اندېښنه څرګنده کړه، ویې ویل چې ایران «مستقیم او سمدلاسه» په افغانستان کې د وضعیت څخه اغیزمن کیږي.

نورالحق انور: بهر ته د شتمنیو لېږد بند شوی او ټول دولتي لګښتونه له داخلي عوایدو تمویلېږي

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۸:۲۷ GMT+۰

د طالبانو د چارو ادارې مشر نورالحق انور ادعا کړې چې د دوی له واک ته رسېدو وروسته د بیت‌المال او ملي شتمنیو بهر ته لېږد درول شوی او ټول دولتي لګښتونه له داخلي عوایدو تمویلېږي. هم‌مهاله د طالبانو واکمنۍ کې بې‌روزګاري ډېره شوې، ښځې له حقونو محرومه شوي او د بیان ازادي هم زندۍ شوې.

نورالحق انور په اېکس یوې تبصره کې لیکلي، چې د طالبانو تر واکمنېدو مخکې د دولت د معاشونو تر اویا سلنې ډېر بار د بهرنیو لورو پر غاړه و، خو د ده په وینا، «د طالبانو ټول عادي او انکشافي لګښتونه له داخلي عوایدو څخه تمویلوي».

هغه ویلي، واک ته رسېدو سره سم «د بیت‌المال او ملي شتمنیو د خاینانه انتقال بهیر ودرول شو» او د ده په خبره، دا مهال ټول عادي او انکشافي لګښتونه له داخلي عوایدو پوره کېږي.

د نوموړي په وینا، د ملي شتمنیو او بیت‌المال له لوټلو او غصب څخه مخنیوی شوی او «حتی‌ لا لاه وړاندې غصب شوې شتمنۍ او املاک بېرته استرداد شوي دي».

د طالبانو چارو ادارې مشر همدا راز ویلي، د بیت‌المال کارونه یوازې اړوندو او مناسبو مواردو ته محدود شوي او د افراطي لګښتونو مخه نیول شوې ده. نوموړي زیاته کړې، چې په حکومتي او ولسي کچه د بې ځایه لګښتونو د کمولو او د اعتدال او سادګۍ د فرهنګ د پیاوړتیا هڅې روانې دي.

نورالحق انور د ترسره شوو برنامو له ډلې د افغان پانګوالو د پانګې د بېرته راوستلو او پانګونې لپاره د اسانتیاوو برابرول هم یاد کړي او ویلي یې دي، چې په دې برخه کې هڅې زیاتې شوې دي.

د چارو ادارې مشر په خپله تبصره کې ټینګار کړی، چې له ملي عوایدو او بیت‌المال څخه به اړمنو مستحقو کسانو ته برخه ورکول کېږي.

د هغه په وینا، کونډې، یتیمان، معیوبین، بوډاګان، قرضداران، بې‌وزله ناروغان او نور مستحق کسان د یادو برنامو په چوکاټ کې تر پوښښ لاندې نیول کېږي او «ځینو یادو ډلو ته دا مهال هم د معاش او پالنې په بڼه مرسته روانه ده.»

خو اقتصادي شنونکي او د بشري حقونو فعالان وایي، د طالبانو د چارواکو دا ډول څرګندونې د خلکو له ورځني واقعیت سره سمون نه لري. د دوی په باور، له ۲۰۲۱ کال وروسته په هېواد کې بېکاري په بې‌سارې توګه زیاته شوې، زرګونه مسلکي کادرونه له دولتي او خصوصي ادارو ګوښه شوي او پراخه کډوالي د اقتصادي ناهیلۍ او سیاسي فشار مستقیمه پایله ده.

منتقدان همداراز ټینګار کوي چې د بیان ازادۍ محدودول، د رسنیو تړل، د مدني فعالانو نیول او پر ښځو د زده‌کړو، کار او ټولنیز مشارکت بندیزونه هغه ستونزې دي چې د طالبانو د «اقتصادي اصلاحاتو» ادعا تر سیوري لاندې یې د خلکو ژوند لا پسې تریخ کړی دی.

د ښځو د حقونو فعالان وایي، که څه هم طالبان د ملي عوایدو له لارې د یتیمانو، کونډو او بې‌وزلو د ملاتړ خبره کوي، خو تر هغو چې ښځې له زده‌کړو، کار او ازاد حضور څخه محرومې وي، د ټولنیز عدالت ادعاوې نیمګړې او سمبولیکې پاتې کېږي.

په ورته وخت کې، د هېواد له بېلابېلو ولایتونو راپورونه ښيي چې زرګونه افغانان د اقتصادي ستونزو، سیاسي فشار او د راتلونکي له نامعلوم برخلیک څخه د وېري له امله د هېواد پرېښودو ته اړ شوي؛ هغه څپه چې شنونکي یې د طالبانو د حکومت پر وړاندې د ولسي بې‌باورۍ ښکاره نښه بولي.