په دې وروستیو کې یو شمېر ګوندونو او سیاسي جریانونو په یوه ګډه اعلامیه کې له طالبانو سره پر خبرو اترو ټینګار کړی دی. څارونکي باور لري، چې دا اعلامیه ښايي د ایران په ګډون د سیمې د ځینو هېوادونو تر فشار لاندې خپره شوې وي. له دې اعلامیې وروسته ایران د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو د استازو په ګډون د یوې ناستې کوربتوب وکړ؛ خو طالبانو پکې له ګډون څخه ډډه وکړه.
محمد محقق یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې هېڅوک د جګړې پلوي نه دي.
هغه له طالبانو وغوښتل، چې معقولو او معنالرونکو خبرو ته حاضر شي او له نړۍوالې ټولنې یې وغوښتل، چې د مخالفینو او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو زمینه برابره کړي.
محقق د طالبانو لهخوا د مدني ټولنې او ښځو له استازو سره پر شویو خبرو نیوکه وکړه او ویې ویل، چې اصلي حللاره د جهادي ګوندونو او طالبانو ترمنځ خبرې دي.
هغه خبرداری ورکړ، چې که طالبان خبرو ته حاضر نهشي، نو له جګړې به هېڅ ګټه وانخلي.
هغه له ټولنیز ډګر څخه د ښځو له اېستلو، تبعیض او په افغانستان کې د سیاسي مشروعیت د بحران په اړه وویل: «طالبانو هر څه لهمنځه یوړل.»
طالبان تل وایي، چې د افغانستان ناورین پای ته رسېدلی، سراسري امنیت ټینګ شوی او خبرو ته اړتیا نشته. دا ډله د سیاسي مشرانو د بېرته ستنېدو غوښتنه کوي، خو سیاسي مشران په افغانستان کې د سیاسي او ولسي فعالیت اجازه نهلري.