په دې وروستیو کې یو شمېر ګوندونو او سیاسي جریانونو په یوه ګډه اعلامیه کې له طالبانو سره پر خبرو اترو ټینګار کړی دی. څارونکي باور لري، چې دا اعلامیه ښايي د ایران په ګډون د سیمې د ځینو هېوادونو تر فشار لاندې خپره شوې وي. له دې اعلامیې وروسته ایران د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو د استازو په ګډون د یوې ناستې کوربتوب وکړ؛ خو طالبانو پکې له ګډون څخه ډډه وکړه.
محمد محقق یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې هېڅوک د جګړې پلوي نه دي.
هغه له طالبانو وغوښتل، چې معقولو او معنالرونکو خبرو ته حاضر شي او له نړۍوالې ټولنې یې وغوښتل، چې د مخالفینو او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو زمینه برابره کړي.
محقق د طالبانو لهخوا د مدني ټولنې او ښځو له استازو سره پر شویو خبرو نیوکه وکړه او ویې ویل، چې اصلي حللاره د جهادي ګوندونو او طالبانو ترمنځ خبرې دي.
هغه خبرداری ورکړ، چې که طالبان خبرو ته حاضر نهشي، نو له جګړې به هېڅ ګټه وانخلي.
هغه له ټولنیز ډګر څخه د ښځو له اېستلو، تبعیض او په افغانستان کې د سیاسي مشروعیت د بحران په اړه وویل: «طالبانو هر څه لهمنځه یوړل.»
طالبان تل وایي، چې د افغانستان ناورین پای ته رسېدلی، سراسري امنیت ټینګ شوی او خبرو ته اړتیا نشته. دا ډله د سیاسي مشرانو د بېرته ستنېدو غوښتنه کوي، خو سیاسي مشران په افغانستان کې د سیاسي او ولسي فعالیت اجازه نهلري.
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت اعلان کړی چې په کابل کې یې د ملګرو ملتونو له استازو سره تخنیکي ناسته کړې ده.
د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي چې په ۲۰۲۶کال کې به د راستنېدونکو ملاتړ، نغدي مرستې، حقوقي ملاتړ، سرپناه او د معیشت برابرول د دوی د تمرکز اصلي برخې وي.
په دې ناسته کې، چې دوهمه تخنیکي غونډه بلل شوې، د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د وزیر د دفتر مشر سعید احمد بنوري او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د بېلابېلو څانګو مسوولینو ګډون کړی و.
له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې سعید احمد بنوري ملګرو ملتونو ته د همکارۍ ډاډ ورکړ او د راستنېدونکو د وضعیت، له پاکستان څخه تر راستنېدو وروسته د هغوی د ستونزو، د ژمي له رارسېدو سره د سرپناه کمښت او نورو بېړنیو اړتیاوو په اړه یې خبرې وکړې.
د طالبانو د کډوالو وزارت په خبرپاڼه کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د مشر له قوله ویل شوي چې د دوی لومړیتوب به ۱۱ولایتونه وي، چې کابل، هرات، کندهار او ننګرهار هم پکې شامل دي.
دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو د روان کال د سنبلې په میاشت کې اعلان کړی و چې د طالبانو لهخوا د دغه سازمان په دفترونو کې د ښځو پر کار له بندیز وروسته، د افغانستان لپاره یې د حیاتي مرستو یوه برخه ځنډولې ده.
د کډوالو عالي کمېشنرۍ هغه مهال ویلي و چې په سرحدونو او ښارونو کې د نغدي مرستو او ملاتړ مرکزونه عملاً تړل شوي، ځکه د ښځینه کارکوونکو له حضور پرته د ثبت او مرستو وېش شونی نه دی.
دې ادارې ټینګار کړی و چې له نیمایي ډېر افغان راستنېدونکي ښځې دي او د ښځینه کارکوونکو نشتوالي د دغو مرکزونو فعالیت له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.
دا لومړی ځل نه دی، چې طالبان په کابل کې د یوې سینما ودانۍ ویجاړوي. د راپورونو له مخې، یادې ډلې د افغانستان په نورو ولایتونو کې هم څو سینماګانې ویجاړې کړې دي.
وړاندې طالبانو د کابل په خیرخانه مېنه کې د«خیرخانې سینما» هم ویجاړه کړې او ویلي یې و، چې د سینما پرځای جومات او مارکیټ جوړوي.
په افغانستان کې له بهزاد څخه وورسته اریانا سینما له پخوانیو سینماګانو شمېرل کېږي، چې د کابل ښار په مرکز کې د پښتونستان په څلور لارې کې موقعیت لري.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو امربالمعروف وزارت د ساکښو انځورونو پر خپرېدو بندیز لګولی او یادې ډلې د لوړو زده کړو وزارت له چوکاټ څخه د ښکلو هنرونو پوهنځی هم لرې کړی دی.