صالح زیاته کړې، چې د امریکا د کانګرس ځینو «صادق» غړو هڅه کوله دا بهیر ودروي او ان تر تېرې اوونۍ پورې یې تمه لرله چې دا مرستې به بندې شي، خو د هغه په وینا داسې ښکاري چې دا لړۍ د درېدو نیت نهلري.
صالح همداراز ویلي، د دوحې په تړون کې پټې ضمیمې موجودې دي او روانې مالي مرستې له هغو پټو ژمنو سره تړاو لري. نوموړي ټینګار کړی، چې تر دې موضوع لاندې لا ډېرې ژورې او ناڅرګندې معاملې پرتې دي.
امرالله صالح په پای کې پوښتنه کړې، چې د امریکا د پخوانۍ ادارې او د طالبانو د مشر ملا هبتالله ترمنځ کوم ګډ اهداف یا اړیکې شته چې د دغسې مرستو دوام ته زمینه برابروي؟
تر دې مخکې د امریکا د کانګرس دوو جمهوريپالو غړو ویلي و، چې د دغه هېواد له بهرنيو چارو وزير مارکو روبیو سره يې کتلي او هغه ژمنه ورکړې، چې پر هغه خیریه او نادولتي بنسټونو به مالي مرستې ودروي چې د امریکا حکومت پیسې د طالبانو لاس ته رسېږي.
په دې وروستیو کې یو شمېر ګوندونو او سیاسي جریانونو په یوه ګډه اعلامیه کې له طالبانو سره پر خبرو اترو ټینګار کړی دی. څارونکي باور لري، چې دا اعلامیه ښايي د ایران په ګډون د سیمې د ځینو هېوادونو تر فشار لاندې خپره شوې وي. له دې اعلامیې وروسته ایران د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو د استازو په ګډون د یوې ناستې کوربتوب وکړ؛ خو طالبانو پکې له ګډون څخه ډډه وکړه.
محمد محقق یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې هېڅوک د جګړې پلوي نه دي.
هغه له طالبانو وغوښتل، چې معقولو او معنالرونکو خبرو ته حاضر شي او له نړۍوالې ټولنې یې وغوښتل، چې د مخالفینو او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو زمینه برابره کړي.
محقق د طالبانو لهخوا د مدني ټولنې او ښځو له استازو سره پر شویو خبرو نیوکه وکړه او ویې ویل، چې اصلي حللاره د جهادي ګوندونو او طالبانو ترمنځ خبرې دي.
هغه خبرداری ورکړ، چې که طالبان خبرو ته حاضر نهشي، نو له جګړې به هېڅ ګټه وانخلي.
هغه له ټولنیز ډګر څخه د ښځو له اېستلو، تبعیض او په افغانستان کې د سیاسي مشروعیت د بحران په اړه وویل: «طالبانو هر څه لهمنځه یوړل.»
طالبان تل وایي، چې د افغانستان ناورین پای ته رسېدلی، سراسري امنیت ټینګ شوی او خبرو ته اړتیا نشته. دا ډله د سیاسي مشرانو د بېرته ستنېدو غوښتنه کوي، خو سیاسي مشران په افغانستان کې د سیاسي او ولسي فعالیت اجازه نهلري.