په بدخشان کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله درې کسه مړه او ۷ نور ټپیان شوي دي

په بدخشان ولایت کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند احسانالله کامګار خبر ورکړی، چې د دغه ولایت د شهر بزرګ ولسوالۍ په کوتل خاکرېز سیمه کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله درې کسه مړه او ۷ نور ټپیان شوي دي.
