• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د شمالي وزیرستان پر یوه پوځي مرکز برید کې پنځه وسله‌وال وژل شوي دي

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۷:۵۳ GMT+۰

د خیبرپښتونخوا په شمالي وزیرستان کې د دته‌ خېل سیمې اړوند پر «بویا» پوځي مرکز د برید مسوولیت د حافظ ګل بهادر پورې تړلې یوې ډلې منلی. په دغه برید کې پنځه وسله‌وال «بریدګر» وژل شوي او ۷ پاکستاني ځواکونه بیا ټپیان دي.

ځایي چارواکو ویلي، بریدګرو نن جمعه(د لېندۍ ۲۸مه) لومړی پر امنیتي پوستې ډزې کړې او وروسته یې هڅه کړې چې دغه مرکز ته ننوځي. ویل کېږي، چې برید د چاودېدونکو توکو ډک موټر او د ځانمرګي واسکټونو پر مټ شوی دی.

سرچینې زیاتوي، د وسله‌والو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته شاوخوا درې ساعته روانه وه چې په پایله کې یې ټول پنځه بریدګر چې څلور یې وسله‌وال او یو یې د موټر بم چلوونکی (ځانمرګی بریدګر) و، وژل شوي.

د راپورونو له مخې؛ د چاودنې غږ تر شاوخوا ۲۵ کیلومتره لرې، په میرانشاه ښار کې هم اورېدل شوی، چې له امله یې ځینې هټۍ، کورونه او جوماتونه هم زیانمن شوي او یوشمېر ملکي وګړي ټپیان شوي چې تراوسه یې د چارواکو له‌خوا کره شمېر نه‌دی شریک شوی.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

تېرو درېیو ورځو کې؛ د پاکستان له زندانونو نږدې ۴۰۰ افغانان خوشې شوي دي

•
•
•

نور کیسې

شمالي وزیرستان کې پر یوه پوځي مرکز برید شوی

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۰۸ GMT+۰

د خیبرپښتونخوا په شمالي وزیرستان کې د میرعلي–میرانشاه پر مرکزي سړک دته‌ خېل ته نږدې پر یوه پوځي مرکز برید شوی. ځايي سرچینو ویلي، چې د چاودنې غږ تر شاوخوا ۲۵ کیلومتره لرې په میرانشاه ښار کې هم اورېدل شوی دی.

ځایي اوسېدونکو ویلي، د چاودنې له زورور غږ داسې برېښي چې ښایي دا د موټربم برید وي.

د سیمه‌ییزو چارواکو په وینا؛ څلور نور چې یو یې هم ځانمرګی بریدګر و، هڅه کوله یاد مرکز ته ننوځي؛ خو د پاکستاني ځواکونو له‌خوا وژل شوي دي. دغه چارواکي وایي، د یادې نښتې په ترڅ کې څلور پاکستاني ځواکونه برسېرن ټپیان شوي دي.

دغه چارواکو زیاته کړې، تر برید وروسته سیمه د دوی د ځواکونو له‌خوا کلابنده شوې او د یادې پېښې په اړه یې پلټنې هم روانې دي. لاتر اوسه د اوښتو زیانونو په هکله معلومات نه‌شته؛ د برید پړه هم تر اوسه کومې ډلې نه‌ده منلې.

خیبر ولسوالۍ کې ځایي چارواکو له افغان کډوالو غوښتي، چې بېرته افغانستان ته ستانه شي

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۱۰ GMT+۰

د خیبرپښتونخوا ایالت په خیبر ولسوالۍ کې ځایي چارواکو له افغان کډوالو غوښتي، چې خپل هېواد ته ستانه شي. دغه چارواکي وایي، که افغان کډوال خپله لاس په کار نه‌شي؛ نو پر وړاندې به یې قانوني اقدامات وشي.

خیبر کې ځایي مسوولین وایي، چې د افغان کډوالو لپاره اضافه وخت نه‌ورکول کېږي او باید د قانوني پړاوونو له مخې افغانان خپلې کډې بار او بېرته افغانستان ته ستانه شي. دغه کمپاین وروسته له هغې پیل شو، چې د پولیسو له‌خوا د باړې سیمې شاوخوا ۳۰ بې‌اسناده افغان کډوال ونیول شول؛ خو د سیمه‌ییزو مشرانو او سوداګرو په غوښتنه بېرته خوشې شول.

په دغه ولسوالۍ کې د مرستیال کمېشنر شاه عبدالدین په مشرۍ یوشمېر چارواکو له افغان مېشت ځایونو لیدنه وکړه او خبرداری یې ورکړ، چې تر قانوني اقداماتو وړاندې دې افغان کډوال خپل کورونه تش کړي او افغانستان ته دې ستانه شي.

دغه چارواکو افغانانو ته ویلي، چې د ټولو بې‌اسناده افغانانو د جبري ستنېدو پلان جدي دی او هغوی باید په درناوي سره خپل هېواد ته ستانه شي. چارواکي دا هم وایي، چې د خیبر ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د ټولو افغان کډوالو بشپړ احصایوي معلومات راټول شوي او ځینې کورنۍ وروسته له دې چې له نورو ښارونو و اېستل شي، په خیبر کې بیا ځای پر ځای شوي دي.

سیمه‌ییزو سرچینو «ډان» ورځپاڼې ته ویلي، چې د باړې سیمې یو پلاوي د مشرانو او سوداګرو په ګډون له یوشمېر چارواکو سره هم لیدلي او د افغانانو د کاروبارونو د پای ته رسولو لپاره یې درې میاشتې وخت غوښتی؛ خو چارواکو بیا دغه غوښتنه نه‌ده منلې.

د سوداګریزو لارو تړل کېدو له امله په ۴۵ ورځو کې پاکستان ته ۱۶،۵ میلیارده روپۍ زیان اوښتی

۲۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۴۹ GMT+۰

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې مشر وايي، له تېرو دوه میاشتو د سوداګریزو لارو تړل کېدو له امله د عوایدو له اړخه لسګونه میلیونه ډالره مالي زیان اوښتی. ضیاالحق سرحدي وايي، د لارو تړل کېدو له امله په ۴۵ ورځو کې پاکستان ته ۱۶،۵ میلیارده روپۍ زیان اوښتی دی.

د افغان- پاک سوداګرۍ ګډې خونې مشر ضيا الحق سرحدي نن سې شنبه، د لیندۍ پر ۲۵مه وویل، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو له تړل کېدو مخکې د دواړو هېوادونو ترمنځ کلنی سوداګریز حجم له دوو څخه تر دریو میلیاردو ډالرو و.

د نوموړي په وینا، د کرنیزو او تعیمراتي توکو ورځني عواید له ۵۰ څخه تر ۶۰ میلیونه ډالرو پورې رسېدل، چې په دې کې سمینټ، بوره، کینو، کچالو، درمل او د جراحي الات شامل ول.

یادې خونې ویلي، چې ناڅاپي او له مخکینۍ خبرتيا پرته د سوداګریزو لارو تړل کېدو يو انساني بحران رامنځته کړی دی، چې له امله يې له لسو زرو څخه زيات موټرچلوونکي، کارګر، د ګمرکاتو استازي او صادروونکي او واردوونکي په دواړو هېوادونو کې بې‌روزګاره شوي دي.

ضياء الحق سرحدي وویل په تورخم او چمن کې له ۸ زرو څخه زيات موټر بند پاتې دي، چې موټرچلوونکي يې هره ورځ د زیان فيس او د سون توکو لګښتونه زغمي او په پاکستان کې د پېښور او کوټې په څېر سرحدي ښارونو اقتصاد چې زياتره پر سوداګريزو فعاليتونو و، په ټپه ولاړ دی.

د نوموړي په وينا، د دواړو هېوادونو د سوداګریزو لارو تړل کېدو سره يوازې په ۴۵ ورځو کې پاکستان ته د ۱۶،۵ میلیاده روپيو «نږدې ۶۰ ميليونه ډالرو» عوایدو زيان رسېدلی دی.

دوی همدراز زیاته کړه، د کراچۍ بندر کې د ۱۴ زرو څخه زيات افغان ټرانزټ کنټينرونو د بند پاتې کېدو له امله د بندر پر نظام هم غيرمعمولي فشار زيات شوی دی۔

نوموړي د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزولارې د خلاصېدو غوښتنه وکړه.

په خېبرپښتونخوا کې د بنګ د کرکېلې د قانوني کولو پر طرحې غور پیل شوی دی

۲۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۰۵ GMT+۰

د خېبرپښتونخوا حکومت د بنګ کرکېلې ته د قانوني حیثیت ورکولو پر یوې طرحې غور پیل کړی دی، چې له‌مخې به یې پر کرکېله مالیه لګول کېږي او اړوندو ادارو ته به د اصولو پربنسټ جوازونه ورکول کېږي.

د پاکستاني رسنۍ «جیونیوز» د راپور له مخې، د جوازونو، ټکس او د نشه‌يي توکو د کنټرول عمومي رییس عبدالحلیم خان په مشرۍ په دې تړاو یوه غونډه ترسره شوې، چې پکې د فرعي کمېټې غړو ګډون کړی و. په غونډه کې د هیمپ (د بنګ هغه ډول بوټی چې نشه‌یې توکي نه‌لري یا ډېر لږ لري او ډېری درملو کې ترې استفاده کېږي) او بنګ د کرکېلې، د جواز فیس، د جواز مودې او د مالیې لګولو په اړه بېلابېل وړاندیزونه وڅېړل شول.

د غونډې پر مهال وړاندیز وشو، چې د درملو د تولید لپاره به شاوخوا ۴٬۰۴۷ مربع متره (۰.۴ هکتاره) ځمکه کې د بنګ کرکېله وشي او د جواز فیس به یې شپږ لکه پاکستانۍ روپۍ وټاکل شي. همداراز د بنګ پر تولید او وروستي محصول د مالیې لګولو سپارښتنه هم وشوه.

د راپور له مخې، د جواز ترلاسه کولو لپاره د اړینو اسنادو د وروستي کولو په موخه یو کاري ګروپ هم جوړ شوی، چې پکې د پېښور پوهنتون د فارمسۍ څانګې او د درمل جوړولو شرکتونو استازي شامل دي. د اسنادو له مخې، د جوازونو، ټکس او د نشه‌يي توکو د کنټرول اداره به د ضلعي حکومت په همکارۍ د بنګ کرکېله او پروسس په کلکه څاري، خو جواز لرونکي صنعتونه به د تخم ثبت، تصدیق او له فدرالي حکومت سره د اړوندو چارو مسوولیت پر غاړه ولري.

بلخوا، د جوازونو، ټکس او د نشه‌يي توکو د کنټرول عمومي رییس عبدالحلیم خان ویلي، هیمپ د اېچ‌بي‌ډي تېلو، درملو او صنعتي فایبر په تولید کې کارېږي. د هغه په وینا، په لومړي پړاو کې به د حکومت له لوري د هیمپ د کرکېلې اجازه اخیستل کېږي او دا به په اورکزو او خېبر سیمو کې د بدیل فصل په توګه معرفي شي، خو په دویم پړاو کې به د بنګ د جوازونو پر ورکړې وروستۍ پرېکړه وشي.

چارواکي زیاتوي، چې د ټولو قانوني اصولو او څارنې له بشپړ پلي کېدو وروسته به یوازې سترو درمل جوړوونکو شرکتونو ته د بنګ او هیمپ د استعمال جوازونه ورکړل شي.

د خیبر ولسوالۍ د تيرا اوسېدونکو د سيمې پرېښودو لپاره مشروط چمتووالی ښودلی

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۰۵ GMT+۰

د خیبر ولسوالۍ د تيرا اوسېدونکو د احتمالي پوځي عملیاتو له امله د سيمې پرېښودو لپاره مشروط چمتووالی څرګند کړی، خو د امن او امان د ټينګښت لپاره يې ۲۷شرطونه وړاندې کړي دي. قومي مشرانو هرې کډوالې کېدونکې کورنۍ ته د ۱۰۰ زره میاشتني معاش غوښتنه هم کړې ده.

د یکشنبې په ورځ د تيرا د اپریدي قبیلې اړوند ملک دين خېل، قمبر خېل، اکاخېل او نورو قبيلو شاوخوا ۲۰ قومي مشرانو په یوه قومي جرګه کې ګډون وکړ او د خپلو کورونو د پرېښودو او له سیمې نه د وتلو لپاره یې شرایط وړاندې کړل.

قومي مشرانو په خپلو شرایطو کې ویلي، چې د دوو میاشتو په موده کې به د سيمې د خلکو د بېرته ستنېدو ضمانت ورکول کېږي، په تيراه کې به هېڅ امن کمېټه نه جوړېږي او د امن ساتل به د امنيتي ادارو او حکومت مسوولیت وي.

دغه راز دا شرط هم وړاندې شوی، چې د کډوالۍ لپاره به سيمه ييزو خلکو ته د ټرانسپورټ سهولت برابرېږي او هرې کورنۍ ته به پنځه سوه زره روپۍ نغدې او هره مياشت به سل زره روپۍ ورکول کېږي.

په شرایطو کې ویل شوي، چې د عملياتو تر پای ته رسېدو وروسته به دا يقيني کېږي چې په راتلونکې کې به هېڅ پوځي عمليات نه کېږي.

د برقمبرخېل اوسېدونکي محمد رسول اپریدي افغانستان انټرنشنل ته وویل چې په سیمه کې د ډزو او ګولیو ویشتلو له امله خلک سخت وېرېدلي اوګڼ شمېر کورنۍ له خپلو عزیزانو سره خوندي سیمو ته کډه شوې دي او یو شمېر کورونو او جوماتونو ته هم زیان رسېدلی دی.

د نوموړي په وینا، د برقمبرخېل له بېلابېلو سیمو لکه ډربي‌خېل، سلیمان‌خېل، مستي‌خېل او خان‌بې‌خېل څخه تر اوسه شاوخوا څلور سوه کورنۍ بې‌ځایه شوې ، خو حکومت تر اوسه هیڅ منظمه مرسته نه ده ورسره کړې.

په سیمه کې د جمعيت علمای اسلام مشر اوقومي مشر حميدالله جان اپریدي وويل چې د تيراه درې ولس له سختو حالاتو سره مخ دی او ګڼ شمېر کورنۍ له خپلو کورونو بې‌ځايه شوېدي.

هغه پر حکومت له خلکو سره د مرستې کولو غږ وکړ.

له تېرو شپږو میاشتو راهیسې د پاکستان پوځ پر خلکو فشار راوړي چې سیمه پرېږدي.

د جرګې غړو وويل چې اوس مهال خلک له خپلو کورونو څخه په محدود ډول وځي، خو ټول کورونه نه پرېږدي.

پاکستاني طالبانو په دې وروستیو کې په باجوړ او خیبر ولسوالیو کې خپل فعالیتونه ډېر کړي او پاکستانی پوځ یې پر وړاندې د عملیاتو لپاره تیاری نیسي.

د خیبر پښتونخوا قبایلي سیمې په دې وروستیو کې د وسله والو ډلو د فعالیتونو د ډېرېدو شاهدې دي.