• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

زېلېنسکي: اوکراین او متحدین یې باید د امریکا په مشرۍ د سولې خبرو له بهیر څخه ملاتړ وکړي

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۵۵ GMT+۰

د اوکراین ولسمشر ویلي، کییف او اروپايي متحدین یې باید د امریکا په مشرۍ له روسیې سره د سولې له خبرو چې لا هم روانې دي، خپل ملاتړ ته دوام ورکړي. د نوموړي په وینا، د پرمختګ د امکان په صورت کې به له مسکو سره د درې اړخیزو خبرو لپاره د واشنګټن له وړاندیز څخه هم ملاتړ کوي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د شنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۹مه) ویلي، د سولې خبرو اوسنی چوکاټ «د جنګېدو ارزښت» لري.

نوموړي همداراز څرګنده کړې: «که خبرې پایله ورنه‌کړي، نو موږ ټول به پر نورو لارو چارو هم فکر وکړو».

تر دې مخکې د فرانسې ولسمشر ویلي و، که د امریکا په مشرۍ د اوکراین او روسیې تر منځ د سولې هڅې له بندښت سره مخ شي، اروپا اړه ده چې بیا ځلي له مسکو سره مخامخ خبرو ته کېني.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

۵

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

•
•
•

نور کیسې

د هند سینمايي لوبغاړې نورا فتحي په یوې ټرافیکي پېښه کې ژوبله شوې

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۳۱ GMT+۰

د هند سینمايي لوبغاړې نورا فتحي نن په ممبۍ ښار کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله ژوبله شوې ده. دغه پېښه نن د «سنبرن فېسټیوال» له پیلېدو څو ساعته مخکې رامنځته شوې ده.

د هندي رسنیو د راپور له‌مخې، نورا فتحي نن په ممبۍ ښار کې د «سنبرن فېسټيوال» ته د ګډون لپاره روانه وه، چې د لارې په اوږدو کې له یوې ټرافیکي پېښې سره مخ شوه. ویل کېږي مقابل لوری موټر چلوونکی د نشې په حالت کې موټر چلاوه.

ډاکټرانو د معایناتو له ترسره کولو وروسته یوازې د سر ضربه تشخیص کړې او ویلي یې دي، چې دومره جدي نه‌ده.

سره له دې چې ډاکټرانو نورا فتحي ته د ارام کولو سپارښتنه کړې، خو هغې ټينګار کړی چې په یاد فېسټيوال کې به هرومرو ګډون کوي او هغه فېسټيوال هم نن شپه ترسره کېدونکی دی.

د یادونې وړ ده، چې دغه ۳۳ کلنه فلمي لوبغاړې په لومړي سر کې د یوې نڅاګرې په توګه راڅرګنده شوه او اوس په ځينو فلمونو کې یې هم کار پیل کړی دی.

امریکا د وېنزوېلا ساحل ته نږدې د تېلو یوه بله بېړۍ راوګرځوله

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۳۶ GMT+۰

امریکا پر وېنزوېلا د فشارونو د واردولو په لړ کې نن د دغه هېواد ساحل ته نږدې د تېلو لېږدونکې بېړۍ نیولې ده. د امریکا ولسمشر تر دې مخکې د وېنزوېلا حکومت د «بهرنۍ ترهګرې ډلې» په نوملړ کې شامل کړی و او ګواښ یې کړی و، چې د وېنزوېلا بېړۍ به نیسي.

د امریکا د کورني امنیت وزیرې کریسټي نوم د شنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۹مه) په خپله اېکس‌پاڼه وویل، د امریکا ګډو ځواکونو د تېلو یوه بېړۍ چې په وېنزوېلا کې یې لنګر اچولی و، د دغه هېواد ساحل ته نږدې راګرځولې ده.

هغه زیاتوي: «امریکا به د بندیز لګول شویو تېلو د ناقانونه لېږد پر ضد خپله مبارزه روانه ساتي؛ هغه تېل چې په سیمه کې د نشه‌يي ترهګرۍ د تمویل لپاره کارول کېږي. موږ به تاسو ومومو او موږ به مو ودروو».

ډونالډ ټرمپ د تېرې سې‌شنبې په ماښام (د لیندۍ ۲۵مه) اعلان وکړ، چې امریکا د هغو تېل وړونکو بېړیو «بشپړ او هر اړخیزه محاصره» پیل کړې چې وېنزوېلا ته داخلېږي او یا له دې هېواد څخه وځي او همداراز یې د وېنزوېلا حکومت یې د «بهرنۍ ترهګرې ډلې» په نوملړ کې شامل کړ.

همدا پرون د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د نیکولاس مادورو د حکومت پر وړاندې د ټرمپ پالیسۍ ته په اشارې سره د وېنزوېلا حکومت «ناقانونه» وباله. مارکو روبیو وویل، وېنزوېلا نه‌یوازې په سیمه کې د سولې لپاره له امریکا سره همکاري نه‌کوي، بلکې «د ترهګرو او جنایتکارو عناصرو لکه حزب‌الله او ایران» سره هم همکاري لري.

اېن‌بي‌سي نیوز: نتنیاهو ټرمپ ته د امریکا په مرسته پر ایران د بل برید وړاندیز کوي

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۴۲ GMT+۰

اسراییلي چارواکي باور لري، چې ایران د خپل بالستیک توغندیو پروګرام پراخوي چې له همدې امله بنیامین نتنیاهو غواړي په راتلونکې لیدنه کې له ډونالډ ټرمپ سره هغه انتخابونه شریک کړي، چې واشنګټن پرې له اسراییل سره د ایران په احتمالي برید کې مرسته کولی شي.

اېن‌بي‌سي نیوز د شنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۹مه) د یوې باخبره سرچینې او د امریکا د څلورو پخوانیو چارواکو له قوله لیکلي، چې اسراییل د ټرمپ لپاره د ایران د اټومي پروګرام پر وړاندې د بیا برید د انتخابونو په اړه د یوه راپور د وړاندې کولو تیاری نیسي.

د سرچینو په وینا، د اسراییلي چارواکو تر ټولو لویه اندېښنه دا ده چې تهران ښايي د هغو اټومي غني‌سازۍ تاسیساتو د بیا رغونې کار پیل کړی وي، چې د ۱۲ورځنۍ جګړې پر مهال د امریکا د هوايي بریدونو هدف ګرځېدلي وو.

خو هغوی وایي، په اوسنیو شرایطو کې د ایران هڅې د بالستیک توغندیو د تولید د مرکزونو د بیا جوړولو او د هوايي دفاعي سیستمونو د ترمیم لپاره چې سخت زیانمن شوي دي، لا ډېرې اندېښمنوونکې دي.

تمه کېږي، چې د امریکا ولسمشر او د اسراییل لومړی وزیر د روانې میلادي میاشتې په پای کې د فلوریډا په ایالت کې د ټرمپ په مارالاګو ماڼۍ کې سره وویني.

د باخبره سرچینو په وینا، نتنیاهو به په دې لیدنه کې دا دریځ وړاندې کړي چې د ایران د توغندیو پروګرام پراختیا یو جدي ګواښ دی، چې ښايي «بېړني اقدام» ته اړتیا ولري.

اېن‌بي‌سي نیوز زیاته کړې: «د هغه د دلایلو یوه برخه به دا وي، چې د تهران اقدامات نه یوازې اسراییل، بلکې ټوله سیمه او د امریکا ګټې هم له ګواښ سره مخ کوي».

امریکا، مصر، قطر او ترکیې د غزې د انتقالي حکومت لپاره د «سولې شورا» ملاتړ کړی

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۲۷ GMT+۰

د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړي استازي سټیو ویټکاف د غزې د اوربند د لومړي پړاو د ارزونې او د راتلونکي پړاو لپاره د چمتووالي په موخه د امریکا، مصر، قطر او ترکیې د استازو د یوې غونډې اعلان وکړ.

د هغه په وینا، د غونډې ګډونوالو په نږدې راتلونکي کې د غزې لپاره د انتقالي حکومت په توګه د «سولې شورا» د جوړولو او د هغې د کار د پیل ملاتړ کړی دی.

ویټکاف د شنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۹مه) د دغو څلورو هېوادونو ګډه اعلامیه په خپله اېکس‌پاڼه خپره کړه او لیکلي یې دي، چې دا ناسته د لیندۍ ۲۸مه د فلوریډا ایالت د میامي په ښار کې شوې ده.

په دې ناسته کې د قطر لومړی وزیر محمد بن عبدالرحمان ال‌ثاني، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیډان، د مصر د بهرنیو چارو وزیر بدر عبدالعاطي او سټیو ویټکاف ګډون درلود.

د دې اعلامیې له‌مخې، د اوربند لومړۍ مرحله له «څرګندو پرمختګونو» سره مل وه، چې پکې غزې ته د بشري مرستو زیاتېدل، د اسراییل یرغمل شویو جسدونو بېرته ورکول، د ځواکونو محدود شاتګ او د جګړو کمېدل شامل دي. غزه کې باید یو حکومتي بنسټ جوړ شي، چې د ولسي خلکو ساتنه وکړي او عام نظم ټینګ کړي.

نړیوال بانک د پاکستان د اقتصادي ثبات په موخه ۷۰۰ میلیونه ډالر منظور کړل

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۱۵ GMT+۰

نړیوال بانک وایي چې د پاکستان د اقتصادي ثبات په موخه یې ۷۰۰ میلیونو ډالر منظور کړي دي. دغه بانک زیاته کړې چې دا پیسې د پاکستان د حکومتي سرچینو او اقتصادي پراختیا پروګرام تر چتر لاندې د اقتصادي ثبات او خدماتو وړاندې کولو ملاتړ په موخه منظور شوي دي.

نړیوال بانک ویلي، چې د یادو پیسو د ورکړې موخه د پاکستان اقتصادي ثبات او عامه خدماتو ته وده ورکول دي.

د نړیوال بانک په وینا د یادو پیسو له جملې څخه ۶۰۰ میلیونه ډالره مرکزي حکومت او ۱۰۰ میلیونه ډالر د سند ایالت لپاره منظور شوي دي، خو یادې پیسې به د پاکستان د مالي نظام د ښه کولو او د مالي چارو روڼوالي، پیاوړتیا او اصلاحاتو پورې مشروطي وي.

دغه پیسې د نړیوال بانک د تمدید شوي بودجې اسانتیا سره مطابقت لري او تمه کېږي چې د دې پروګرام لاندې په سند ایالت کې د روغتیا او تعلیم لپاره سرچینې زیاتې شي، اصلاحات به شفاف او د خلکو باور به زیات کړي.