• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اېن‌بي‌سي نیوز: نتنیاهو ټرمپ ته د امریکا په مرسته پر ایران د بل برید وړاندیز کوي

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۴۲ GMT+۰

اسراییلي چارواکي باور لري، چې ایران د خپل بالستیک توغندیو پروګرام پراخوي چې له همدې امله بنیامین نتنیاهو غواړي په راتلونکې لیدنه کې له ډونالډ ټرمپ سره هغه انتخابونه شریک کړي، چې واشنګټن پرې له اسراییل سره د ایران په احتمالي برید کې مرسته کولی شي.

اېن‌بي‌سي نیوز د شنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۹مه) د یوې باخبره سرچینې او د امریکا د څلورو پخوانیو چارواکو له قوله لیکلي، چې اسراییل د ټرمپ لپاره د ایران د اټومي پروګرام پر وړاندې د بیا برید د انتخابونو په اړه د یوه راپور د وړاندې کولو تیاری نیسي.

د سرچینو په وینا، د اسراییلي چارواکو تر ټولو لویه اندېښنه دا ده چې تهران ښايي د هغو اټومي غني‌سازۍ تاسیساتو د بیا رغونې کار پیل کړی وي، چې د ۱۲ورځنۍ جګړې پر مهال د امریکا د هوايي بریدونو هدف ګرځېدلي وو.

خو هغوی وایي، په اوسنیو شرایطو کې د ایران هڅې د بالستیک توغندیو د تولید د مرکزونو د بیا جوړولو او د هوايي دفاعي سیستمونو د ترمیم لپاره چې سخت زیانمن شوي دي، لا ډېرې اندېښمنوونکې دي.

تمه کېږي، چې د امریکا ولسمشر او د اسراییل لومړی وزیر د روانې میلادي میاشتې په پای کې د فلوریډا په ایالت کې د ټرمپ په مارالاګو ماڼۍ کې سره وویني.

د باخبره سرچینو په وینا، نتنیاهو به په دې لیدنه کې دا دریځ وړاندې کړي چې د ایران د توغندیو پروګرام پراختیا یو جدي ګواښ دی، چې ښايي «بېړني اقدام» ته اړتیا ولري.

اېن‌بي‌سي نیوز زیاته کړې: «د هغه د دلایلو یوه برخه به دا وي، چې د تهران اقدامات نه یوازې اسراییل، بلکې ټوله سیمه او د امریکا ګټې هم له ګواښ سره مخ کوي».

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

۴

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۵

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

•
•
•

نور کیسې

امریکا، مصر، قطر او ترکیې د غزې د انتقالي حکومت لپاره د «سولې شورا» ملاتړ کړی

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۲۷ GMT+۰

د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړي استازي سټیو ویټکاف د غزې د اوربند د لومړي پړاو د ارزونې او د راتلونکي پړاو لپاره د چمتووالي په موخه د امریکا، مصر، قطر او ترکیې د استازو د یوې غونډې اعلان وکړ.

د هغه په وینا، د غونډې ګډونوالو په نږدې راتلونکي کې د غزې لپاره د انتقالي حکومت په توګه د «سولې شورا» د جوړولو او د هغې د کار د پیل ملاتړ کړی دی.

ویټکاف د شنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۹مه) د دغو څلورو هېوادونو ګډه اعلامیه په خپله اېکس‌پاڼه خپره کړه او لیکلي یې دي، چې دا ناسته د لیندۍ ۲۸مه د فلوریډا ایالت د میامي په ښار کې شوې ده.

په دې ناسته کې د قطر لومړی وزیر محمد بن عبدالرحمان ال‌ثاني، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیډان، د مصر د بهرنیو چارو وزیر بدر عبدالعاطي او سټیو ویټکاف ګډون درلود.

د دې اعلامیې له‌مخې، د اوربند لومړۍ مرحله له «څرګندو پرمختګونو» سره مل وه، چې پکې غزې ته د بشري مرستو زیاتېدل، د اسراییل یرغمل شویو جسدونو بېرته ورکول، د ځواکونو محدود شاتګ او د جګړو کمېدل شامل دي. غزه کې باید یو حکومتي بنسټ جوړ شي، چې د ولسي خلکو ساتنه وکړي او عام نظم ټینګ کړي.

نړیوال بانک د پاکستان د اقتصادي ثبات په موخه ۷۰۰ میلیونه ډالر منظور کړل

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۱۵ GMT+۰

نړیوال بانک وایي چې د پاکستان د اقتصادي ثبات په موخه یې ۷۰۰ میلیونو ډالر منظور کړي دي. دغه بانک زیاته کړې چې دا پیسې د پاکستان د حکومتي سرچینو او اقتصادي پراختیا پروګرام تر چتر لاندې د اقتصادي ثبات او خدماتو وړاندې کولو ملاتړ په موخه منظور شوي دي.

نړیوال بانک ویلي، چې د یادو پیسو د ورکړې موخه د پاکستان اقتصادي ثبات او عامه خدماتو ته وده ورکول دي.

د نړیوال بانک په وینا د یادو پیسو له جملې څخه ۶۰۰ میلیونه ډالره مرکزي حکومت او ۱۰۰ میلیونه ډالر د سند ایالت لپاره منظور شوي دي، خو یادې پیسې به د پاکستان د مالي نظام د ښه کولو او د مالي چارو روڼوالي، پیاوړتیا او اصلاحاتو پورې مشروطي وي.

دغه پیسې د نړیوال بانک د تمدید شوي بودجې اسانتیا سره مطابقت لري او تمه کېږي چې د دې پروګرام لاندې په سند ایالت کې د روغتیا او تعلیم لپاره سرچینې زیاتې شي، اصلاحات به شفاف او د خلکو باور به زیات کړي.

ملګري ملتونه: میانمار د افغانستان په پرتله دوه چنده زیات تریاک تولیدوي

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۱۵ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو دفتر وروستی راپور ښیي، چې میانمار کې په ۲۰۲۵ کې د اټکل له مخې۱,۰۱۰ ټنه مواد تولید شوي دي. راپور زیاتوي، چې د افغانستان په پرتله په میانمار کې د تاریکو تولید دوه چنده زیات شوې دی.

د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو دفتر «یو اېن او ډي سي» ویلي، چې په افغانستان کې له ۲۰۲۳ کال څخه د کوکنارو د کښت بندیز امله د تریاک تولید ۹۵ سلنه کم شوی دی.

دا راپور زیاتوي، چې په دې وضعیت کې میانمار د کورنیو شرایطو له امله دغه هیواد د نړۍ د غیرقانوني تاریاکو د تولید مخکښ سرچینه ګرځولې ده.

راپور دا هم ویلي، چې د مخدره توکو نړیوال کمښت، په شمول د هیروینو، په هغو بازارونو کې چې په دودیز ډول د افغانستان لخوا چمتو کېدل، کولی شي په میانمار کې د تاریکو بیې لوړې کړي.

د راپور له مخې، دا شمېره په ۲۰۲۴ کال کې د میانمار د ناخالص کورني تولید له ۰.۹ څخه تر ۱.۴ سلنې پورې ده.

افغانستان شاوخوا دوه لسیزې د نړۍ په کچه د تاریکو تر ټولو لوی تولیدونکی و.

پر افغانستان بیا ځلي د کنټرول له ترلاسه کولو وروسته، طالبانو د کوکنارو په ګډون د هر ډول مخدره توکو کښت، تولید او سوداګري بنده کړه خو د تاریکو د کښت د لمنځه وړلو راپورونه اوس هم ورکول کېږي

که څه هم د طالبانو کړنو د کوکنارو کښت او د تاریکو تولید کم کړی دی، د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو دفتر راپورونه ښیي چې په افغانستان کې د صنعتي مخدره توکو تولید په شمول د میتامفیتامین ډېر شوي دي.

مارکو روبیو: پاکستان غزې ته د ځواکونو لېږلو لپاره چمتووالی ښودلی

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۳۱ GMT+۰

د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي چې پاکستان غزې ته د ځواکونو د لېږلو لپاره خپل چمتووالی ښودلی دی. روبیو پرون خبریالانو ته وویل چې پاکستان د هغو هېوادونو له ډلې دی چې غواړي د غزې لپاره د سوله ساتو په نوم د ځواکونو په ماموریت کې په خپله خوښه برخه واخلي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، روبیو د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا واشنګټن په غزه کې د سوله ساتو ځواکونو د ځای پر ځای کېدو په اړه د پاکستان رضایت تر لاسه کړی، وویل: «امریکا د پاکستان له هغه وړاندیز څخه ډېره منندویه ده چې په خپله خوښه یې غوښتنه کړې چې په دې ماموریت کې برخه واخلي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د دغو ځواکونو په ترکیب کې د پاکستان رول مهم بللی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د غزې سوله ساتي ځواکونه، چې د «ای ایس ایف»په نوم یادېږي، د امریکا او اسراییل له خوا په ګډه پلان شوي دي.

د یادولو وړ ده، چې پاکستاني چارواکو تراوسه په دې اړه په رسمي ډول څه ندي ويلي خو شنونکي باور لري چې پاکستان د سیمې په کچه د خپلو استخباراتي موخو د ترلاسه کولو لپاره هر ډول پرېکړو ته غاړه ږدي.

مرزایف: افغانستان باید په سیمه‌ییزو اقتصادي پروژو کې فعاله برخه ولري

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۱۶ GMT+۰

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرزایف د "منځنۍ اسیا + جاپان" لومړنۍ سرمشریزې ته په وینا کې د افغانستان د سولې، ثبات او اقتصادي پرمختګ لپاره د ګډو اقداماتو اهمیت یاد کړ او د جاپان له اوږدمهاله مالي او پراختیایي ملاتړ څخه یې مننه وکړه.

د ازبکستان ولسمشر شاوکت میرزایف د جاپان په توکیو کې د "منځنۍ اسیا جمعه جاپان" لومړنۍ سرمشریزې پر مهال وویل چې د منځنۍ اسیا هېوادونه غواړي افغانستان په سوله ییز، مستحکم او پراختیايي لوري کې وویني.

هغه د جاپان له دوامداره موقف څخه قدرداني وکړه چې د افغان ولس د ملاتړ په برخه کې یې د کلونو راهیسې مهم رول لوبولی دی.

میرزایف زیاته کړه: «زه باوري یم چې زموږ ګډې هڅې به د افغانستان د خلکو د ژوند کیفیت، د بنسټیزو زیربناوو او اقتصادي پرمختګ په برخه کې مهم مثبت اغیز ولري او دغه هېواد به په سیمه ییزو اقتصادي پروژو کې فعال ګډون ولري.»

ولسمشر د منځنۍ اسیا د هېوادونو او جاپان تر منځ د همکارۍ د پراختیا لپاره د څو کلونو پلانونه وړاندې کړل، چې پکې د اقلیم ساتنې، انرژۍ بدلون، ترانسپورت او ښوونې برخې شاملې دي.

نوموړي ټینګار وکړ چې د جاپان صنعتي او ټیکنالوژیکي ظرفیتونه د سیمې په پراختیایي پروژو کې د پام وړ اغیز لرلی شي او د سیمه ییزو اقتصادي همغږیو د پیاوړتیا لپاره به د ګډو ابتکاراتو ملاتړ وشي.

ولسمشر میرزایف پای کې وویل چې د دې اقداماتو عملي کول به د منځنۍ اسیا او جاپان تر منځ د ډیالوګ کیفیت لوړ کړي او د هېوادونو او خلکو د ګډ پرمختګ لپاره به زمینه برابره کړي.