یونسیار ویلي، د افغان کډوالو پراخه بېرته ستنېدنه د دې ادارې پر سرچینو لا ډېر فشار راوستی، په داسې حال کې چې افغانستان له سخت بشري ناورین سره مخ دی او د بشري حقونو د وضعیت خرابېدو، اوږدمهاله اقتصادي ستونزو، پرلهپسې طبیعي پېښو او بنسټیزو خدمتونو ته د محدود لاسرسي له امله دغه ناورین لا پسې ژور شوی دی.
د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره ټینګار کوي چې ډېری افغانان په افغانستان کې له جدي امنیتي او حقوقي ګواښونو سره مخ دي، چې تر ټولو ډېرې اغېزمنې شوې ډلې یې ښځې او نجونې دي.
د راپور له مخې، د اپرېل له لومړۍ نېټې تر دسمبر ۱۳ پورې ۹۳۱ زره او ۷۰۰ افغانان له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي، چې له دې ډلې ۱۳۵ زره او ۲۰۰ تنه په جبري ډول ایستل شوي دي. ډېری بېرته ستانه شوي کسان بېاسناده وو، خود دغې ادارې د راپور پر بنسټ د ثبت کارت لرونکي او پناه غوښتونکي هم پکې شامل دي.
د کډوالو عالي کمیشنرۍ همداراز ویلي چې د افغانستان د وضعیت لپاره ځانګړې شوې بودجه په جدي ډول کمه ده او تر اوسه یوازې ۳۷ سلنه له اړینو مرستو ترلاسه شوې ده.
دې ادارې په نوي غوښتنلیک کې د ۲۵۸.۶ میلیونه ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.
ورته مهال، د خیبرپښتونخوا ایالت چارواکو د کډوالوپه ځینو مېنوخدمتونه کم کړي، څو افغان کډوال ستنېدو ته اړ شي.
تر دې وړاندې تیره میاشت د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي وه چې په پاکستان کې د افغانانو د نیونو او جبري ایستنو لړۍ په بېسارې توګه لوړه شوې ده.
د دوی د راپور له مخې همداراز ویل شوي وه چې یوازې سږکال تر ۱۰۰ زرو ډېر افغانان نیول شوي، او تر ټولو ډېرې نیونې په بلوچستان کې د چاغۍ، کوټې او په پنجاب کې د اټک په سیمو کې شوې دي.