• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

فوزیه کوفي: د ښځو پر وړاندې بې‌عدالتي او سیاسي جریانونو عادي ګڼل د افغانستان بحران ژوروي

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۳:۲۸ GMT+۰

د جمهوري نظام پر مهال د پارلمان غړې فوزیه کوفي، پر طالبانو انتقاد کړی چې د ښځو پر وړاندې یې څلور کلنه جګړه پیل کړې او ویلې یې دي چې د ښځو بې‌عدالتي عادي ګڼل د هېواد روان بحران نور هم ژوروي.

فوزیه کوفي په ایکس لیکلي:«اوس داسې ښکاري چې ښځې د ترازو په یوه خوا کې د افغانستان د روان بحران د حل یوې برخې په توګه ځای پر ځای شوي دي، او همداسې طالبان د دوی پر وړاندې ښکاره او څلور کلنه جګړه پیل کړې ده.»

هغې همدارنګه زیاته کړې چې د بحران حلیوازې ښځې نه دي، بلکې سیاسي جریانونه هم د مسلې یوه مهمه برخه جوړوي چې باید پاملرنه ورته وشي.

نوموړې زیاتوي: «زه په دې نظر بشپړه موافقه لرم چې سیاسي جریانونه، په ځانګړې توګه هغه چې په وروستیو کلونو کې د ولس د غږ سره سمون کې دي، د افغانستان د قضیې یوه اصلي برخه جوړوي.»

کوفي خبرداری ورکړی چې د افغانستان د ټولنې هرې برخې حذف یا نادیده کول «بې له شکه به د بې‌ثباتۍ او د بحران د ژورتیا سبب شي».

هغې په څرګنده توګه پر ټولو خواوو غږ کړی چې د ښځو حقونو ته پام وکړي او د سیاسي جریانونو ګډون پرته د بحران حل ناشونی دی.

د فوزیه کوفي په وینا، د ښځو د حقونو نادیده کول یوازې ټولنیز ظلم نه دی، بلکې د هېواد د سیاسي او اقتصادي وضعیت د خرابېدو لامل هم دی، او دا وضعیت د نړیوالو ټولنو پام او هڅو ته هم جدي اړتیا لري.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

یونسيار: په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۲.۸ میلیونه افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۳:۰۴ GMT+۰

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (یونسیار) اعلان کړی، چې د ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې، نږدې ۲.۸ میلیونه افغانان له پاکستان او ایران څخه افغانستان ته بېرته ستانه شوي دي.

یونسیار ویلي، د افغان کډوالو پراخه بېرته ستنېدنه د دې ادارې پر سرچینو لا ډېر فشار راوستی، په داسې حال کې چې افغانستان له سخت بشري ناورین سره مخ دی او د بشري حقونو د وضعیت خرابېدو، اوږدمهاله اقتصادي ستونزو، پرله‌پسې طبیعي پېښو او بنسټیزو خدمتونو ته د محدود لاسرسي له امله دغه ناورین لا پسې ژور شوی دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره ټینګار کوي چې ډېری افغانان په افغانستان کې له جدي امنیتي او حقوقي ګواښونو سره مخ دي، چې تر ټولو ډېرې اغېزمنې شوې ډلې یې ښځې او نجونې دي.

د راپور له مخې، د اپرېل له لومړۍ نېټې تر دسمبر ۱۳ پورې ۹۳۱ زره او ۷۰۰ افغانان له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي، چې له دې ډلې ۱۳۵ زره او ۲۰۰ تنه په جبري ډول ایستل شوي دي. ډېری بېرته ستانه شوي کسان بې‌اسناده وو، خود دغې ادارې د راپور پر بنسټ د ثبت کارت لرونکي او پناه غوښتونکي هم پکې شامل دي.

د کډوالو عالي کمیشنرۍ همداراز ویلي چې د افغانستان د وضعیت لپاره ځانګړې شوې بودجه په جدي ډول کمه ده او تر اوسه یوازې ۳۷ سلنه له اړینو مرستو ترلاسه شوې ده.

دې ادارې په نوي غوښتنلیک کې د ۲۵۸.۶ میلیونه ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.

ورته مهال، د خیبرپښتونخوا ایالت چارواکو د کډوالوپه ځینو مېنوخدمتونه کم کړي، څو افغان کډوال ستنېدو ته اړ شي.

تر دې وړاندې تیره میاشت د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي وه چې په پاکستان کې د افغانانو د نیونو او جبري ایستنو لړۍ په بې‌سارې توګه لوړه شوې ده.

د دوی د راپور له مخې همداراز ویل شوي وه چې یوازې سږکال تر ۱۰۰ زرو ډېر افغانان نیول شوي، او تر ټولو ډېرې نیونې په بلوچستان کې د چاغۍ، کوټې او په پنجاب کې د اټک په سیمو کې شوې دي.

نورالحق انور: په ټول هېواد کې د افغانۍ بشپړه کارونه د اقتصادي خپلواکۍ څرګنده نښه ده

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۴۵ GMT+۰

د طالبانو د چارو ادارې مشر نورالحق انور، وایي چې په ټول افغانستان کې د راکړې ورکړې لپاره د افغانۍ بشپړه کارونه د هېواد د اقتصادي خپلواکۍ، ولسي باور او سرتاسري حاکمیت څرګنده نښه ده.

د طالبانو دغه لوړپوړي چارواکي په ایکس لیکلي چې د طالبانو د اوسني واکمنۍ پر مهال، دا لومړی ځل دی چې «په ټول هېواد کې، که هغه ښارونه وي که کلي، حکومتي معاملې وي که عادي، لویې وي که کوچنۍ، ټولې په افغانیو تر سره کېږي».

هغه یادونه کړې چې په تېرو څلورو لسیزو کې، په ډېرو ولایتونو کې بهرنۍ کرنسۍ، په ځانګړي ډول پاکستانۍ کلداره، په پراخه کچه کارېده او په ځینو سیمو کې خو د افغانۍ کارونه «عرفاً ممنوع او ناچل» وو.

د نوموړي په وینا، په تېرو شلو کالو کې په لویو ښارونو کې زیاتره لویې معاملې په امریکایي ډالرو ترسره کېدې.

د چارو ادارې مشر زیاتوي چې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته، د افغانۍ پرته د بلې کرنسۍ یادونه هم د خلکو له جدي غبرګون سره مخ کېده، چې دا د ملي اسعارو پر وړاندې د ولسي حساسیت څرګندونه کوي.

د نورالحق انور په باور، په ټول هېواد کې د خپلو ملي اسعارو چلند «د بشپړې خپلواکۍ، سرتاسري حاکمیت، اقتصادي کفایت، ولسي باور او د اقتصادي چارو د سالم مدیریت» له مهمو نښو څخه دی.

پزشکيان له افغانستان سره د ایران د همکاریو بهیر پر چټک کېدو ټينګار وکړ

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۳۰ GMT+۰

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وايي، چې دغه هېواد به هڅې وکړي، څو په سرحدي سیمو کې له افغانستان سره «اړیکې او تعاملات پیاوړي او چټک» شي. هغه دغه خبرې له افغانستان سره پر پوله پروت سویلي خراسان ولایت ته د خپل سفر په پای کې وکړې.

د ایران ولسمشر وویل، د سویلي خراسان والي ته صلاحیت ورکړل شوی، چې له افغانستان سره د اړیکو او تعامل بهیر ګړندی کړي.

ایران هڅه کوي افغانستان ته صادرات زیات کړي ځکه چې له څه باندې دوو میاشتو راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټولې لارې تړلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري صفر ته رسیدلې ده.

ایران تر اوسه د طالبانو حکومت په رسميت نه‌دی پېژندلی او د دواړو لورو ترمنځ د هلمند سیند د اوبو د حق، د کډوالو د داخلېدو او د نوي حکومت د جوړښت په څېر موضوعاتو په تړاو اختلافونه لا هم پر خپل ځای دي. له دې سره سره ایران په کابل کې خپل سفارت فعال ساتلی او له طالب چارواکو سره منظمې اړیکې لري.

ایران تېره اوونۍ په تهران کې د افغانستان په تړاو د ګاونډیو هېوادونو او روسیې د استازو په ګډون د یوې غونډې کوربه و. طالبانو دغې غونډې ته د استازي له لېږلو ډډه وکړه.

طالبانو د ایران په پوله کې د افغان کډوالو مړینه تایید کړه

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۴۷ GMT+۰

د افغانستان انټرنشنل د راپور له خپرېدو وروسته د هرات ولایت لپاره د طالبانو د والي ویاند د ایران په پوله کې د څو کډوالو د مړینې پېښه تایید کړه. محمد یوسف سعیدي وویل، چې درې افغانان دکُهسان په پوله کې په «ناقانونه ډول ایران ته د کډوالۍ» د هڅو پرمهال د یخنۍ له امله مړه شوي دي.

تر دې مخکې د هرات ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې د ایران پر لور د افغان کډوالو روانه یوه ډله د سختې یخنۍ له امله د دې هېواد په خاوره کې مړه شوي دي.

د دغو سرچینو په وینا، د شاوخوا ۱۵ کسانو مړي د هرات ولایت کُهسان او ادرسکن ولسوالیو ته لېږدول شوي دي.

خو د هرات د والي ویاند د جمعې په ورځ (د لیندۍ ۲۸مه) د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس ته ویلي، یوازې ۳ کسان ایران ته د ناقانونه تګ د هڅو پر مهال د سختې یخنۍ له امله مړه شوي دي.

افغانستان انټرنشنل تر دې مخکې له یوه افغان کډوال، چې د ایران د خراسان رضوي ولایت د «مزار شهدا» او تایباد روغتون له سړوخونو لیدنه کړې وه، مرکه کړې او هغه ویلي و، چې د مړه شویو افغان کډوالو شمېر تر ۴۰ زیات دی.

سرچینو همدارنګه ویلي، چې یو شمېر افغان کډوال د ایران د پولې په اوږدو کې لادرکه شوي هم دي. د دوی په وینا، په وروستیو ورځو کې سلګونه افغانان د ایران پر لور د تګ لپاره سرحد ته تللي و، خو په لاره کې له سختې یخنۍ سره مخ شوي دي.

د سرحدي سیمو د هوا وضعیت واورین، باراني او ډېر سخت یخ ښودل شوی دی. سرچینې وايي، د قربانیانو کورنۍ د خپلو عزیزانو د جسدونو د موندلو لپاره سرګردانه دي.

تر اوسه د دې پېښې د قربانیانو کره شمېر مشخص شوی نه‌دی. طالبانو په وروستیو میاشتو کې د سلګونو هغو افغانانو د نیولو خبر ورکړی، چې غوښتل یې په ناقانونه توګه ایران ته لاړ شي.

د ایران له‌خوا د افغان کډوالو د یو مخیزې اېستلو او د ویزو له محدودېدو وروسته، یو شمېر افغانان اړ شوي، چې له قاچاقي او مرګونو لارو بېرته ایران ته ځانونه ورسوي.

یوه بریتانوۍ ښځه د ترکیې د ښکلا جراحۍ له عوارضو مړه شوه

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۴۲ GMT+۰

په بریتانیا کې یوې محکمې تایید کړه، چې د دوو ماشومانو د یوې ۳۴ کلنې مور مړینه په ترکیې کې د ترسره شوې ښکلا جراحۍ له عوارضو رامنځته شوې ده. دغه پېښه په ۲۰۲۲ کال کې شوې وه، خو رسمي پایله یې اوس خپره شوې ده.

د بریتانوي رسنیو د راپور له‌مخې، صوفي هانټ په استانبول ښار کې د «نیسانتاسي» په نوم په یوه خصوصي روغتون کې د ملا لاندې شاتنۍ برخې او د نس جراحي عملیات ترسره کړي و. د نورث‌همپټون د څېړنیزې محکمې په وینا، هغه د بدن د څو غړو د کمزورۍ له امله مړه شوې ده.

د صوفي هانټ کورنۍ محکمې ته ویلي، چې دوی اندېښمن و، ځکه د دوی په باور هغه له فزیکي پلوه د دغو جراحي عملیاتو لپاره مناسبه نه‌وه. د هغې خور ایمي هانټ، بي‌بي‌سي ته ویلي، که دا جراحي نه وای ترسره شوې، نو خور به یې اوس ژوندۍ وه.

د راپور له‌مخې، د صوفي روغتیايي وضعیت له خرابېدو وروسته، هغه د امبولانس له لارې د استانبول د «اروپا صفاک» روغتون ته ولېږدول شوه؛ هغه روغتون چې د زړه د ځانګړې پاملرنې څانګه لري، خو نوموړې وروسته هماغلته مړه شوه.

د هغې مور سندرا هانټ، په هغه بیان کې چې په محکمه کې ولوستل شو ویلي، چې لور یې له جراحۍ وروسته بې‌هوښه شوې وه او لاسونه یې پړسېدلي و. د روغتون اسناد ښيي چې د صوفي د زړه د برېښنايي معاینې ځینې پایلې غیرطبیعي وې.

د راپور له‌مخې، د قضیې قاضي ویلي، چې دا مړینه له بریتانیا بهر شوې، نو ځکه محکمه د ترکیې د روغتون د دننه پېښو د بشپړې څېړنې صلاحیت نه‌لري او یوازې د موجودو معلوماتو پر بنسټ پرېکړه کولی شي. د محکمې په وروستۍ پایله کې ویل شوي، چې صوفي هانټ بهر هېواد کې د ترسره شوې جراحۍ له عوارضو مړه شوې ده.

د ترکیې د عدلي طب شورا ویلي، چې صوفي هانټ کومه پېژندل شوې ناروغي نه‌لرله او هغه د ۲۰۲۲ کال د مارچ په اوومه د نس جراحي او لیپوسکشن تر عمل لاندې راغلې وه، چې وروسته په ناڅاپي ډول کوما ته لاړه.

ترکیه په وروستیو کلونو کې د ښکلا جراحۍ لپاره د بهرنیو وګړو یو مهم مقصد ګرځېدلې او هر کال زرګونه کسان د ارزانه لګښت او چټکو خدماتو له امله دې هېواد ته سفر کوي، خو دغه ډول پيښې د دغو جراحي عملیاتو د خوندیتوب په اړه جدي پوښتنې راولاړې کړې دي.