• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

یوه بریتانوۍ ښځه د ترکیې د ښکلا جراحۍ له عوارضو مړه شوه

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۴۲ GMT+۰تازه شوی: ۲۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۳۳ GMT+۰

په بریتانیا کې یوې محکمې تایید کړه، چې د دوو ماشومانو د یوې ۳۴ کلنې مور مړینه په ترکیې کې د ترسره شوې ښکلا جراحۍ له عوارضو رامنځته شوې ده. دغه پېښه په ۲۰۲۲ کال کې شوې وه، خو رسمي پایله یې اوس خپره شوې ده.

د بریتانوي رسنیو د راپور له‌مخې، صوفي هانټ په استانبول ښار کې د «نیسانتاسي» په نوم په یوه خصوصي روغتون کې د ملا لاندې شاتنۍ برخې او د نس جراحي عملیات ترسره کړي و. د نورث‌همپټون د څېړنیزې محکمې په وینا، هغه د بدن د څو غړو د کمزورۍ له امله مړه شوې ده.

د صوفي هانټ کورنۍ محکمې ته ویلي، چې دوی اندېښمن و، ځکه د دوی په باور هغه له فزیکي پلوه د دغو جراحي عملیاتو لپاره مناسبه نه‌وه. د هغې خور ایمي هانټ، بي‌بي‌سي ته ویلي، که دا جراحي نه وای ترسره شوې، نو خور به یې اوس ژوندۍ وه.

د راپور له‌مخې، د صوفي روغتیايي وضعیت له خرابېدو وروسته، هغه د امبولانس له لارې د استانبول د «اروپا صفاک» روغتون ته ولېږدول شوه؛ هغه روغتون چې د زړه د ځانګړې پاملرنې څانګه لري، خو نوموړې وروسته هماغلته مړه شوه.

د هغې مور سندرا هانټ، په هغه بیان کې چې په محکمه کې ولوستل شو ویلي، چې لور یې له جراحۍ وروسته بې‌هوښه شوې وه او لاسونه یې پړسېدلي و. د روغتون اسناد ښيي چې د صوفي د زړه د برېښنايي معاینې ځینې پایلې غیرطبیعي وې.

د راپور له‌مخې، د قضیې قاضي ویلي، چې دا مړینه له بریتانیا بهر شوې، نو ځکه محکمه د ترکیې د روغتون د دننه پېښو د بشپړې څېړنې صلاحیت نه‌لري او یوازې د موجودو معلوماتو پر بنسټ پرېکړه کولی شي. د محکمې په وروستۍ پایله کې ویل شوي، چې صوفي هانټ بهر هېواد کې د ترسره شوې جراحۍ له عوارضو مړه شوې ده.

د ترکیې د عدلي طب شورا ویلي، چې صوفي هانټ کومه پېژندل شوې ناروغي نه‌لرله او هغه د ۲۰۲۲ کال د مارچ په اوومه د نس جراحي او لیپوسکشن تر عمل لاندې راغلې وه، چې وروسته په ناڅاپي ډول کوما ته لاړه.

ترکیه په وروستیو کلونو کې د ښکلا جراحۍ لپاره د بهرنیو وګړو یو مهم مقصد ګرځېدلې او هر کال زرګونه کسان د ارزانه لګښت او چټکو خدماتو له امله دې هېواد ته سفر کوي، خو دغه ډول پيښې د دغو جراحي عملیاتو د خوندیتوب په اړه جدي پوښتنې راولاړې کړې دي.

ترویج لرونکی

نوین الحق فرهاد دریا ته: کرېکټ د «اشرافو» لوبه ده او ته یې منځ کې ښه نه‌ښکارې
۱

نوین الحق فرهاد دریا ته: کرېکټ د «اشرافو» لوبه ده او ته یې منځ کې ښه نه‌ښکارې

۲

هند د ۱۷ پاکستانيانو په ګډون ۲۳ کسان په رسمي ډول «ترهګر» اعلان کړل

۳
شننه

د کانونو پر سر جنجال؛ ایا طالبان په بدخشان کې خپلمنځي جګړې ته نږدې شوي؟

۴

سرچینې: طالبانو بدخشان کې له ځوانانو غوښتي چې د دوی له اردو سره یوځای شي

۵

فرهاد دریا نوین الحق ته: کرېکټ لوبډله د ټول ملت ګډه پانګه ده او د هېچا شخصي میراث نه‌دی

•
•
•

نور کیسې

د سوریې ولسمشر د امریکا له‌خوا د بندیزونو لغو کېدل تاریخي ګام وباله

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۱۴ GMT+۰
د سوریې ولسمشر د امریکا له‌خوا د بندیزونو لغو کېدل تاریخي ګام وباله
100%

د سوریې ولسمشر احمد الشرع د امریکا له‌خوا پر سوریې د لګول شویو بندیزونو له لغو کېدو هرکلی کړی او دا یې د خپل هېواد لپاره «یوه تاریخي ورځ» بللې ده. دغه هېواد د بشارالاسد د واکمنۍ پر مهال د لویدیځوالو له سختو بندیزونو سره مخ و.

نوموړي د جمعې په ورځ (د لیندۍ ۲۸مه) په یوه ویډیویي پیغام کې وویل، چې د بندیزونو لغو کېدل د درد او کړاو د یوې اوږدې دورې د پای پر لور مهم ګام دی او د کلونو صبر او قربانۍ پایله ده. هغه د دې پرمختګ په تړاو د سوریې خلکو ته مبارکي هم ورکړه.

احمد الشرع زیاته کړه، چې د بندیزونو لرې کېدل د سوریې د خلکو د ارادې او د هغوی د وروڼو او ملګرو د ملاتړ پایله ده. د هغه په وینا، دا پرېکړه د بیا رغونې د یوې نوې مرحلې پیل دی او سوریه به «لاس په لاس د داسې راتلونکي پر لور روانه شي چې د خلکو او وطن لپاره وړ وي.»

د سوریې ولسمشر د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه هم مننه وکړه، چې د بندیزونو د لغو کولو پرېکړه یې کړې ده. هغه همدارنګه د سعودي عربستان د ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان، د قطر د امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني او د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان هڅې او رول هم ستایلي دي.

د راپورونو له‌مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملي دفاع د اجازې قانون لاسلیک کړی چې د امریکا په تاریخ کې د جګړې وزارت لپاره تر ټولو لویه کلنۍ بودجه، له ۹۰۰ میلیارده ډالرو زیاته، پکې شامله ده. د همدې قانون له‌مخې، د «قیصر قانون» هم لغو شوی، هغه قانون چې له ۲۰۱۹ کال راهیسې یې پر سوریه سخت بندیزونه لګولي و.

ټرمپ دا قانون د کانګرس له تصویب وروسته، د رسنیو له پراخ پوښښ پرته لاسلیک کړی دی. دغه قانون د امریکا دفاعي لومړیتوبونه مشخصوي او سپینه ماڼۍ ملکف کوي، چې د څلورو کلونو لپاره کانګرس ته منظم راپورونه وړاندې کړي. په دغو راپورونو کې به د سوریې د حکومت هڅې، د ترهګرۍ او د نشه‌يي توکو د قاچاق پر ضد مبارزه، د لږکیو د ساتنې او له ګاونډیو هېوادونو سره د سولې بهیر ارزول کېږي.

بل‌خوا، برېتانوي مجلې «اکونومیست» په خپل کلني ارزونه کې سوریه د «۲۰۲۵ کال هېواد» په توګه معرفي کړې ده. د دې مجلې په وینا، دغه لقب د هېوادونو د واقعي پرمختګ پر بنسټ ورکول کېږي، نه د هغوی د پوځي ځواک یا اقتصادي وزن پر اساس.

اکونومیست د دې انتخاب په وضاحت کې لیکلي، چې سوریه په تېر یوه کال کې داسې بدلونونه تجربه کړي چې د پراخوالي او چټکتیا له پلوه په نړۍواله کچه کم‌ساري دي. دې مجلې د ۲۰۲۴ کال په ژمي کې د بشار اسد د واکمنۍ له ړنګېدو وروسته رامنځته شوي بدلونونه د سوریې لپاره د یوې نوې لارې د پیل ټکی بللی دی.

په کاناډا کې یو کس له داعش سره د همکارۍ په تور نیول شوی دی

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۴۵ GMT+۰
په کاناډا کې یو کس له داعش سره د همکارۍ په تور نیول شوی دی
100%

د کاناډا پولیسو ویلي، چې د ولید خان په نوم یو ۲۶ کلن ځوان په ټورنټو کې د ترهګرۍ اړوند ګڼ تورونو او له داعش سره د اړیکو په تور نیول شوی دی. پولیسو ویلي، چې ولید د تاوتریخوالي له جرمونو سره تړلي لسګونه نور جرمي تورونه لري، چې د راپورونو له‌مخې ښځې او یهودیان یې په نښه کړي دي.

د کاناډا د ټورنټو پولیسو د جمعې په ورځ (د لیندۍ ۲۸مه) اعلان وکړ، چې ولید خان د وږي په ۲۷مه نیول شوی و، او اوس له ترهګرۍ سره د تړلو اوو نورو تورونو سره هم مخ دی.

د ولید د دوسیې له‌مخې، هغه د تښتونې، له وسلو سره د تښتونې، د یرغمل نیولو او د جنسي تیري د هڅو پر تورونو تورن دی.

د پولیسو په وینا، ولید په ترسره شویو څېړونو کې له درېیو اصلي شکمنو کسانو څخه یو دی، چې په ټولیزه توګه له ۷۹ جرمي تورونو سره مخ دي.

دوه نور شکمن کسان ۱۸ کلن عثمان عزیزوف او ۱۹ کلن فهد سادات هم د جدي جرمي له تورونو سره مخ دي، خو پر دوی د ترهګرۍ اړوند هېڅ تور نه‌دی لګول شوی.

د کاناډا پولیسو تر اوسه د ولید خان د تابعیت یا د کډوالۍ د څرنګوالي په اړه جزییات نه‌دي خپاره کړي، خو دومره یې څرګنده کړې، چې پر دې قضیې لا هم څېړنې روانې دي.

ګوترېش یمن کې د حوثیانو له‌خوا د ملګرو ملتونو د کارکوونکو یرغمل کېدل وغندل

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۲۲ GMT+۰
ګوترېش یمن کې د حوثیانو له‌خوا د ملګرو ملتونو د کارکوونکو یرغمل کېدل وغندل
100%

د ملګرو ملتونو عمومي منشي د یمن د حوثیانو تر واک لاندې سیمو کې د دغه سازمان د لسو نورو کارکوونکو نیول په کلکه غندلي دي. د ملګرو ملتونو د ویاند په وینا، له نویو نیونو سره د حوثیانو له‌خوا د ملګرو ملتونو د نیول شویو کارکوونکو شمېر ۶۹ ته ورسېد.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترېش د جمعې په ورځ (د لیندۍ ۲۸مه) په یوې څرګندونه کې د ټولو نیول شویو کسانو د سمدستي او بې‌قید و شرط خوشې کېدو غوښتنه وکړه. د ملګرو ملتونو ویاند سټیفان دوجارېک ویلي، چې ایران پلوه حوثیانو دا لس کسان پرون (پنجشنبه د لیندۍ ۲۸مه) نیولي دي.

دوجارېک خبرداری ورکړی، چې دغه نیونې د حوثیانو تر کنټرول لاندې سیمو کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د رسولو بهیر له جدي ستونزو سره مخ کوي. هغه وویل، دا وضعیت په مستقیم ډول پر میلیونونو اړمنو خلکو اغېز کوي او هغوی له ژوند ژغورونکو مرستو محروموي.

ملګرو ملتونو یو ځل بیا د حوثیانو هغه تورونه رد کړي، چې ګواکې د دې سازمان کارکوونکي یا په یمن کې د ملګرو ملتونو فعالیتونه د جاسوسۍ په چارو کې ښکېل دي.

حوثیان له ۲۰۱۴ کال راهیسې د پلازمېنې صنعا په ګډون د یمن ډېره برخه تر خپل واک لاندې لري. دا وروستۍ پېښه د یمن د بشري وضعیت په اړه د نړۍوالو اندېښنې نورې هم زیاتوي.

حوثیانو لا تر اوسه د تازه نیونو په تړاو څه نه‌دي ویلي.

امریکا: وېنزوېلا له ترهګرو سره همکاري کوي

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۱۴ GMT+۰
امریکا: وېنزوېلا له ترهګرو سره همکاري کوي
100%

مارکو روبیو د نیکولاس مادورو د حکومت پر وړاندې د ټرمپ پالیسۍ ته په اشارې سره د وېنزوېلا حکومت «ناقانونه» وباله. مارکو روبیو وویل، وېنزوېلا نه‌یوازې په سیمه کې د سولې لپاره له امریکا سره همکاري نه‌کوي، بلکې «د ترهګرو او جنایتکارو عناصرو لکه حزب‌الله او ایران» سره هم همکاري لري.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د امریکا حکومت د وېنزوېلا پر ولسمشر نیکولاس مادورو د «نشه‌ يي توکو د قاچاق» او د «سازماني جرمونو» په څېر تورونه لګولي او پر کاراکاس حکومت یې سیاسي او اقتصادي فشارونه زیات کړي دي.

ډونالډ ټرمپ د سې‌شنبې په ماښام (د لیندۍ ۲۵مه) اعلان وکړ، چې امریکا د هغو تېل وړونکو ټانکرونو «بشپړ او هر اړخیزه محاصره» پیل کړې چې وېنزوېلا ته داخلیږي او یا له دې هېواد څخه وځي او د وېنزوېلا حکومت یې د «بهرنۍ ترهګرې ډلې» په نوملړ کې شامل کړ.

مارکو روبیو د جمعې په ورځ (د لیندۍ ۲۸مه) د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کې په یوې خبري غونډه کې د لبنان حزب‌‌الله د بې‌ وسلې کولو پر اړتیا ټينګار وکړ او زیاته یې کړه، چې د سیمې ډیری هېوادونه دغه ډله د ایران د نفوذ وسیله ګڼي. هغه زیاته کړه، چې ان د سوریې د حکومت چارواکي هم د حزب‌‌الله د نقش په اړه جدي اندېښنې لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل، امریکا د خپلې ستراتیژۍ په چوکاټ کې له وېنزوېلا سره د تړلو نشه‌ يي توکو قاچاقي شبکو پر ضد نظامي عملیات روان ساتي او د دې اقداماتو موخه د سیمې امنیت او ثبات ساتل دي.

هغه ټینګار وکړ، چې واشنګټن د وېنزوېلا په اړه د روسیې د لاس‌وهنې له امله اندېښمن نه‌دی او د مسکو ملاتړ به د امریکا په سیاست او ستراتیژۍ کې کوم بدلون رامنځته نه‌کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر: موږ د ایران له حکومت سره ژور او بنسټیز اختلافات لرو

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۰۷ GMT+۰
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر: موږ د ایران له حکومت سره ژور او بنسټیز اختلافات لرو
100%

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وایي، چې امریکا د ایران له حکومت سره ډېر ژور او بنسټیز اختلافات لري او ایران د نړۍ له تر ټولو ډېر بندیز لګول شویو هېوادونو څخه شمېرل کېږي.

روبیو په خپلو څرګندونو کې وویل، چې د امریکا ستونزه د ایران له حکومت سره یوازې سیاسي نه‌ده، بلکې د دغه حکومت د اټومي وسلو د ترلاسه کولو هڅې، د ترهګرۍ ملاتړ او د خپل ولس پر وړاندې چلند د اندېښنې اصلي لاملونه دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه د ایران او اسراییل تر منځ له ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته په ایران کې د ځپنې او اعدامونو پر زیاتېدو نیوکه وکړه او ویې ویل، چې د تهران واکمنان د خپلو خلکو اساسي حقونه تر پښو لاندې کوي.

روبیو زیاته کړه: «زه په نړۍ کې داسې بل هېواد نه‌پېژنم چې د هغه حکومت او ولس تر منځ دې دومره ژور واټن موجود وي. د ایران اوسنی حکومت د دې هېواد د خلکو استازیتوب نه‌کوي، حال دا چې د ایران ولس د لرغوني، ویاړلي کلتوري میراث او د ویاړ ډک تاریخ څښتن دی.»

هغه د ایران حکومت «روحاني او افراطي» وباله او ویې ویل، چې دغه واکمنان د هېواد شتمني د خلکو د هوساینې، د راتلونکي د تضمین او یا هم د کافي اوبو او برېښنا د برابرولو پر ځای، د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د «ترهګرو» ډلو د مالي ملاتړ لپاره لګوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په ټینګار سره څرګنده کړه، چې دا ډول تګلاره نه‌یوازې د ایران د خلکو پر ژوند ناوړه اغېز لري، بلکې د سیمې او نړۍ امنیت ته هم جدي ګواښ پېښوي.

ایران لا تر اوسه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د دغو څرګندونو په تړاو څه غبرګون نه‌دی ښودلی.