په کاناډا کې یو کس له داعش سره د همکارۍ په تور نیول شوی دی

د کاناډا پولیسو ویلي، چې د ولید خان په نوم یو ۲۶ کلن ځوان په ټورنټو کې د ترهګرۍ اړوند ګڼ تورونو او له داعش سره د اړیکو په تور نیول شوی دی. پولیسو ویلي، چې ولید د تاوتریخوالي له جرمونو سره تړلي لسګونه نور جرمي تورونه لري، چې د راپورونو لهمخې ښځې او یهودیان یې په نښه کړي دي.





