• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د نیویارک د ښاروال ممداني د دفتر یوې چارواکې د یهود ضد څرګندونو له امله استعفا کړې

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۲۹ GMT+۰تازه شوی: ۲۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۲۱ GMT+۰

د نیویارک د نوي ښاروال زهران ممداني، چې یو مسلمان ډيموکراټ سیاستوال او د ډونالډ ټرمپ مخالف دی د دفتر یوې چارواکې د هغه له ټاکل کېدو څخه یوازې یوه ورځ وروسته، په ټولنیزو رسنیو کې د «یهود ضد» څرګندونو د بیا خپرېدو له امله له خپلې دندې استعفا ورکړه.

کاترین المونټ دا کوسټا د جمعې په ورځ (د لیندۍ ۲۸مه) د ممداني په دفتر کې د نیویارک ښاروالۍ د ګومارنې دفتر د رییسې په توګه له خپلې دندې استعفا ورکړه.

دا اقدام وروسته له هغې وشو، چې د نیویارک او نیوجرسي د یهود د بدنامۍ پر وړاندې ټولنې د ۲۰۱۱ کال پورې اړوند د هغې د ټولنیزو رسنیو د یهود ضد پوسټونو پر بیا خپرېدو نیوکه وکړه.

یادې ادارې وویل، چې دغه پوسټونه د «یهود ضد دودیزو کلیشو» انعکاس دی او د هغې یو پوسټ چې د «یهودیانو د پیسو خوښوونکي» په اړه و «د دفاع وړ نه» وباله.

دا کوسټا په خپل د استعفا لیک کې بښنه غوښتې او د خپلو پخوانیو څرګندونو له امله یې ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.

هغې زیاته کړه: «زه چې نن یم دا څرګندونې زما د نن استازیتوب نه کوي.»

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

انتونیو ګوترېش: د غزې کړکېچ رښتیني او دوامداره اوربند ته اړتیا لري

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۸:۴۶ GMT+۰

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش وايي، د غزې کړکېچ رښتیني او دوامداره اوربند ته اړتیا لري.د هغه په خبره، دغه ترینګلتیا د انساني ټاکنو له لارې حل کېدلی شي. د اکتوبر په ۱۰مه د وروستي اوربند له پلي کېدو وروسته لا هم د اسراییل په بریدونو کې د فلسطینیانو د وژنې راپورونه خپرېږي.

ګوترېش د جمعې په ورځ (د لیندۍ ۲۸مه) د غزې د جګړې اړوند په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې دغه کړکېچ د انساني‌ ټاکنو له لارې هغه مهال حل کېدای شي، چې عمل او سیاسي اراده موجوده وي.نوموړي ټينګار کړی، چې دا «ناوړه او اوږدمهاله کړاو» باید پای ته ورسیږي.

ګوترېش ویلي، چې دا هر څه دوامداره اوربند ته اړتیا لري.

د راپورونو له‌مخې، د روان کال د اکتوبر په ۱۰مه د وروستي اوربند له پلي کېدو وروسته د اسراییل په بریدونو کې د فلسطینیانو د وژنې راپورونه لا هم خپرېږي. اسراییل ادعا کوي، چې دا بریدونه د «اوربند سرغړونو» په غبرګون کې ترسره کېږي.

جګړه د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه د اسراییل په سوېلي برخه کې د حماس له برید سره پیل شوه، چې په کې شاوخوا ۱۲۰۰ اسراییلیان ووژل شول او د حماس جنګیالیو ۲۵۰ نور یرغمل ونیول. نږدې ټول یرغمل شوي کسان یا د دوی جسدونه اوس بېرته اسراییل ته سپارل شوي دي.

معلومات ښيې، چې د اکتوبر په ۷مه د حماس او اسراییل ترمنځ د اوربند له پیل راهیسې په غزه کې لږ تر لږه ۳۵۲ فلسطینیان وژل شوي دي.

دواړه لوري یو بل د اوربند پر ماتولو تورنوي.

اسراییلو ایران ته د جاسوسۍ په تور یو روسي وګړی نیولی دی

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۲۷ GMT+۰

د اسراییل د داخلي امنیت سازمان «شینبت» د جمعې په ورځ اعلان وکړ، چې یو روسي وکړی یې د ایران لپاره د جاسوسۍ په تور نیولی دی. د ویتالي زوباګینتسف په نوم نیول شوی روسی ۳۰ کلن دی او په اسراییل کې یې د کارګر په توګه کار کاوه.

د راپورونو له مخې، زویاګینتسف د لېندۍ میاشت په لومړیو کې د اسراییل د دفاع وزارت او د داخلي امنیت سازمان د ګډو عملیاتو په ترڅ کې نیول شوی دی.

د اسراییل د داخلي امنیت سازمان ویلي، چې یاد روسي وکړي د خپلو فعالیتونو لپاره ډیجیټلي پیسې ترلاسه کړي، د اسراییل چارواکو پر نوموړي تور پورې کړی، چې د ایران د استخباراتي ادارو په لارښونه یې د اسراییل په بېلابېلو بندرونو کې د زیربناوو او کښتیو انځورونه اخیستي دي.

د ایران او اسراییل ترمنځ تر ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته اسراییل هڅه کوي، چې په خپله خاوره کې ایران ته منسوب جاسوسي فعالیتونه په نښه کړي. د اسراییل حکومت تردې وړاندې د لړم په ۲۹مه د خپل یو فعال سرتیري په ګډون درې نظامیان ایران ته د جاسوسۍ په تور ونیول.

پر همدغه مهال ګارډین ورځپاڼې په چنګاښ میاشت کې په خپل یو امنیتي راپور کې ویلي، چې د ایران حکومت د استخباراتي معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د اسراییلو وګړو د جذب په موخه له لیکلو پیغامونو استفاده کوي او ورسته بیا اسراییلي وګړو ته د خبرو کولو بلنه ورکوي. په راپور کې ویل شوي، چې د ایران له خوا دغه ماموریتونه په لومړیو کې ډېر ساده وه، خو وروسته په چټکۍ سره ډیر پراخ شول.

د روان کال په غبرګولي میاشت کې د ایران او اسراییلو ترمنځ جکړه ډېره ګرمه شوه او دواړو لوریو ته پکې مرګ ژوبله واوښتله.

له یادې جګړې وروسته ایران هم په خپله خاوره کې له اسراییل سره د همکاری او جاسوسۍ په تور یو شمېر کسان له نیولو وروسته زنداني او ان اعدام کړل.

پوتین: د روسیې د کنګل شویو شتمنیو د کارولو طرحه په ښکاره ډول غلا ده

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۴۵ GMT+۰

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اروپايي ټولنې پر هغې جنجالي طرحې سختې نیوکې کړي چې غواړي د مسکو کنګل شوې شتمنۍ د اوکراین په ګټه وکاروي. هغه ویلي، د روسیې د کنګل شویو شتمنیو د کارولو طرحه په ښکاره ډول غلا ده.

ولسمشر پوتین دا کار په ښکاره توګه غلا وبلله او خبرداری یې ورکړ چې د دې طرحې احتمالي پلي کېدل به د غلو لپاره جدي پایلې ولري.

هغه زیاته کړه چې که اړتیا وي روسیه به د خپلو ګټو د دفاع لپاره په دې برخه کې له قضایي لارو کار واخلي.

د اروپايي اتحادیې مشرانو د لیندۍ په ۲۸مه په بروکسل کې پر دې هوکړه وکړه چې اوکراین ته به د ۱۰۶میلیارده ډالرو بې‌سود پور ورکړي، خو د دې سرچینو د برابرولو لپاره د روسیې د کنګل شوو شتمنیو د کارولو په اړه خبرې ناکامې شوي دي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت: عاصم منیر امریکا ته سفر نه کوي

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۳۹ GMT+۰

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند، امریکا ته د یاد هېواد د پوځ مشر د سفر په اړه راپورونه رد کړي او وايي چې امریکا ته د عاصم منیر د سفر په اړه تر اوسه کومه هوکړه او پلان نه دی جوړ شوی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي تېره ورځ خبرې کنفرانس پرمهال وویل:«حقیقت دا ددی چې زه امریکا ته د پوځ د مشر د احتمالي سفر او مهالوېش په اړه هېڅ معلومات نه لرم. موږ باید د یاد سفر په اړه د پاکستان د حکومت رسمي اعلامه ته په تمه شو.»

د پاکستان د بهرنیو چارو د ویاند له کنفرانس څخه یوه ورځ وړاندې رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی و، چې د پاکستان د پوځ او دفاعي ځواکونو مشر په راتلوونکو اونیو کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د لېدلو په موخه واشنګټن ته سفر کوي.

رویټرز دا راپور د پاکستان د دفاعي ځواکونو دفتر د اقتصادي ډیپلوماسۍ د یو چارواکي په ګډون د دوو باوري سرچینو په حواله ورکړی و.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي:«د رویټرز راپور ښيي چې ګواکي دا سفر پلان شوی و او په اړه یې ډاډ شتون درلود. له همدې امله زه دا ردوم او د دې لېدنې لپاره تر اوسه کومه هوکړه یا پلان شتون نه لري.»

د پاکستان د‌پوځ د معلوماتو له مخې، عاصم منیر دمګړی په لیبا کې دی او نوموړي د خپل سفر پرمهال له طرابلس سره د پاکستان پر ژمنو ټینګار کړی دی.

د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر سږکال دوه ځله امریکا ته سفر کړی او په جون میاشت کې یې په سپینه ماڼۍ کې د امریکا له ولسمشر سره وکتل. د پاکستان د پوځ مشر د روان کال په اګسټ میاشت د دوهم ځل لپاره هم امریکا ته سفر وکړ او دغه سفر یې د اسلام اباد او واشکنټن ترمنځ د اړیکو «نوی فصل» وباله.

اروپايي ټولنې د اوکراین لپاره د ۱۰۶ ملیارد ډالرو له سود پرته پور سره موافقه وکړه

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۲۲ GMT+۰

د اروپايي ټولنې مشرانو د اوکراین لپاره د ۱۰۶ملیارد ډالرو له سود پرته د پور ورکړې سره موافقه وکړه. یادې شورا ویلي چې دا پور به د راتلونکو دوو کلونو لپاره د اوکراین پوځي او اقتصادي اړتیاوې پوره کړي.

د اسوشیټیډ پریس خبري اژانس د راپور له مخې،د اروپايي ټولنې مشرانو د جمعې په سهار په بروکسل کې په یوه غونډه کې اوکراین ته د لوی پور سره موافقه وکړه، مګر د فنډونو د تمویل لپاره د روسیې د کنګل شویو شتمنیو په کارولو سره موافق نه شول.

د اروپايي ټولنې د هیوادونو اوه کلنه بودیجه اوس مهال د پور لپاره د اساس په توګه کارول کیږي.

اروپایي شورا مشر انتونیو کوستا پر ایکس خواله رسنۍ لیکي«موږ یوې موافقې ته رسیدلي یو. د ۲۰۲۶-۲۰۲۷کال د ملاتړ لپاره اوکراین ته د ۹۰ملیارد یورو (۱۰۶ملیارد ډالرو) د ورکولو پریکړه تصویب شوې ده.»

د اسوشیټیډ پریس په وینا، د اروپايي ټولنې مشرانو د رایې ورکولو څخه مخکې تر نیمې شپې پورې هڅه وکړه چې بلجیم قانع کړي چې له پور ورکړې سره موافقه وکړي.

بلجیم مخکې ویلي وو چې د روسیې د غچ اخیستنې په اړه د اندیښنو له امله به اوکراین ته لوی پور ورنکړي. د اروپايي ټولنې نورو مشرانو بلجیم ته د روسیې د احتمالي غچ اخیستنې څخه د ساتنې لپاره تضمینونه وړاندې کړي دي، چې دا یې خپل وروستي موخې ته نږدې کوي.